له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونه چې د خوست د بغاوت په نوم هم یادیږي، د افغانستان په پادشاهي کې هغه یو شمېر بغاوتونو ته ویل کېږي چې د ځدراڼ، صافي او منګلو قومونو له خوا وشول او د ۱۹۴۴ کال د فبروري نه د ۱۹۴۷ کال تر جنوري پورې یې دوام وموند. د همدې بغاوت علتونه دا دي: د بزګرانو د وضعیت لا خرابېدل، د عسکري د اجباري خدمت په قوانینو کې بدلونونه، له واک څخه د صافي قوم د مشرانو لرې کول، امان الله خان سره وفاداري لرل، د سوداګرۍ انحصاري امتیازونه، د حکومت څارنه، مالیات او فقر. دغه جګړه هغه مهال پیل شوه چې دولتي ځواکونو د زمرک په نوم د یوه قومي مشر له ځواکونو سره جګړه پیل کړه. زمرک هغه کس و چې په دغه بغاوت کې یې د ځدراڼ قوم مشري کوله. وروسته له هغه چې د ځدراڼو قوم خپل بغاوت پیل کړ، د صافي او منګلو قومونو هم قیامونه پیل کړل او د صافیو قوم ان خپل ځان ته د سلیمي په نوم پاچا هم وټاکه. اي پي فقیر چې په وزیرستان (هغه وخت د بریتانوي هند یوه برخه وه) کې د یوې قبیلې مشر و هغه هم د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د بیرته راستنولو په نیت له نورو قبایلو سره ودرید. [۱]

د افغانستان دولت د هاوکر هینډ الوتکې د یاغیانو سره د مقابلې لپاره ولېږلې او دغو الوتکو تبلیغاتي پاڼې غورځولې، د قبایلو جنګیالي یې پر ډزو ویشتل او همداشان اور لګوونکې بمونه به یې اچول. زمرک د ۱۹۴۴ کال په وروستیو کې پر بریتانوي هند برید وکړ، که څه هم هغه د بریتانوي هند د بمباریو له کبله بېرته اړ شو چې افغانستان ته راشي. د همدې بغاوت په ترڅ کې، زمرک د یاغیانو له نورو مشرانو لکه سلطان احمد او عبدالرحمن (چې تخلص یې «پاک» و) یو ځای شو. په ورته وخت کې محمد داوود خان په ختیځ ولایت کې د صافیانو پر وړاندې جنګېده. د صافي قوم د ۱۹۴۵ کال د جون په میاشت کې بغاوت پیل کړ. د صافیانو قوم د خاص کنړ ولسوالۍ د ۱۴ ورځو لپاره محاصره کړې وه، خو دا چې د افغان پوځ هوايي ځواک هلته د هوا له لارې خواړه او مهمات لېږل نو دا محاصره هم بې پایلې وه. د ۱۹۴۶ کال په وروستیو کې د صافي قوم ته ماتې ورکړل شوه او زمرک هم د ۱۹۴۷ کال د جنوري په ۱۱مه تسلیم و او بغاوت پای ته ورسېد.

شالید[سمول]

د الیکسانډر ډیویډوف له نظره، د همدې بغاوتونو اصلي علت د بزګرانو د وضعیت خرابوالی و. ځکه چې بزګران او د ځمکو څښتنان مکلف و تر څو د خپلو حاصلاتو درېیمه برخه دولت ته د مالیې په توګه ورکړي، هغه څه چې ورته سه کوټي به یې ویل. هغوی همداشان مجبور و چې خپل حاصلات د برکنړ (اسمار) او کوز کنړ (خېوې) ولسوالیو کې دولتي ګودامونو ته لېږلي وای. د همدې محصولاتو وړل هم هغه وخت کې یوازې د څارویو په مټ شونې وه. په دغو ګودامونو کې مسوولو چارواکو د محصولاتو د خراب کیفیت له کبله د هغوی د محصولاتو تسلیمي په ځنډ سره کوله. بزګران او د ځمکو څښتنان د دې لپاره چې وکولای شي خپل پورونه ورکړي نو اړ و چې بډې ورکړي. سره له دې هم، د افغانستان جمهوري حکومت (۱۹۷۳-۱۹۷۸) له بغاوت څخه لسیزې وروسته ادعا کوله چې بزګرانو د افغانستان له دولت څخه ملاتړ کاوه، خو د صافیانو قوم له دولت څخه د غچ اخیستنې په خاطر، د بزګرانو کورونه او سوداګري چور کوله. [۲][۳][۴]

د ډیويډ بي. ایډوارډ له نظره، هغه علت چې د صافیانو د قوم د بغاوت شا ته پروت و، هغه د صافیانو د قوم لپاره د اجباري عسکري د خدمات په قوانینو کې بدلون و. وړاندې تر دې چې بغاوت پیل شي، د کلونو کلونو لپاره د عسکرو د استخدام کړنلاره د قومي په نوم یادیده چې له مخې به یې هر قوم یو مشخص شمېر نارینه د عسکري خدمت لپاره ټاکل، چې همدې کسانو به تل یو ځای او پرته له دې چې له خپلو کورونو څخه لري واوسي، د عسکرۍ خدمت به یې کاوه. خو د بغاوت له پیلیدو وړاندې، حکومت د نفوس پر سیستم باندې ټینګار کاوه، چې له مخې به یې حکومت د پوځ لپاره له خلکو څخه او پرته له کومې مشورې خلک عسکرۍ ته ټاکل. مخکنۍ سیستم که څه هم د قومونو لپاره ګټور و، په تیره بیا د هغوی د مشرانو لپاره، ځکه چې دا د قومونو د مشرانو په خوښه ټاکل کېدل چې څوک باید عسکرۍ ته ولاړ شي. خو نوې کړنلارې د صافي قوم له مشرانو څخه دا امتیاز واخیست او له همدې کبله و چې هغوی هم سخت مخالفت وښود. [۵]

یو له دغو یاغي مشرانو څخه زمرک و، چې د امان الله خانه له بېرته را ستنېدو څخه یې ملاتړ کاوه، د افغانستان هغه پاچا چې د افغان کورنۍ جګړې په درشل کې له واک څخه وشړل شو (۱۹۲۸-۱۹۲۹). [۶][۷]

د بریتانیا د اسنادو له مخې، د صافیانو د قوم د بغاوت علت بیا په دې کې نغښتی و چې حکومت هڅه کوله تر څو د عسکري د اجباري خدمت سیستم په صافي قوم کې بنسټیز کړي، افغان سوداګریزو شرکتونو ته د سوداګرۍ د انحصاري امتیاز ورکول او پر هغو باندې د دولت څارنه کول و. خو ویټ میسون، د صافي قوم قیام د «مالیاتو ظالمانه سیستم، ستم او لوږې» سره تړلی بولي. [۸]

جګړه[سمول]

په سویلي ولایت کې د زمرک پر وړاندې عملیات[سمول]

دا عملیات چې په رسمي توګه په سویلي ولایت کې د زمرک پر وړاندې د عملیاتو په نوم یادیږي د ۱۹۴۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې پیل شول. د همدې جګړې د پیلیدو د څرنګوالې په اړه بېلابېل نظرونه شته. د بریتانیا د اسنادو له مخې، دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه کله چې حکومت په سویلي ولایت کې د خپل واک د غځولو لپاره دولتي ځواکونه هلته ولیږل. دا سیمه په هغه وخت کې د قاچاقچیانو د پناه ځای په توګه ګنل کېده. حکومتي ځواکونه د لارې په اوږدو کې د ځدراڼ د قبیلې د مشر زمرک له خوا تر برید لاندې راغلل. د پاکستان له خوا د یوې وروستۍ تر سره شوې څېړنې له مخې، جګړه وروسته له هغه پیل شوه کله چې د افغانستان حکومت په توره غړۍ غونډیو کې د زمرک پر دوبني کور او په المره کې د هغه پر ژمني کور باندې برید وکړ، ځکه دولت شک درلود چې زمرک په خپلو کورونو کې امان الله خان ته ژمن کسان پکې پټ ساتلي دي. زمرک بیا په راتلونکو دریو میاشتو کې د خپلې قوماندې له نوې ځای څخه چې په سره کوټ کې و د حکومتي سرتیرو پر وړاندې یې واړه بریدونه تر سره کړل. حکومتي ځواکونو هڅه وکړه تر څو د المره غر په ۱۹۴۴ کال کې ونیسي، خو په خپله دې هڅه کې پاتې راغلل. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۹۴۴ کال د اپریل په ۲۲مه د افغانستان د حکومت د برید په پایله کې، زمرک اړ شو چې غرونو ته وخېږي. د افغانستان حکومت د اپریل په ۲۵مه ګردیز ته ۶ هاوکر هینډ الوتکې ولیږلي تر څو هلته را پورته شوی بغاوت وځپي. دا الوتکې د جون په ۲۱مه بېرته کابل ته را وګرځېدې. د همدې عملیاتو په درشل کې، دغو الوتکو یوازې د تبلیغاتي پاڼو او اورشیندونکو بمونو پر اورولو باندې تمرکز درلود. په دې بمباریو کې هېڅ راز ستر چاودونکي مواد و نه کارول شول، خو په څو ځایونو کې یې د دښمن قوم څو کسه په ډزو سره ووژل. ویل کېږي چې د همدې بمباریو په ترڅ کې له ۲ تر ۳ پورې کليو هم اور واخیست. همداشان، بریتانوي هند د افغان حکومت په غوښتنه داسې تدابیر ونیول چې له یاغیانو سره یې د وزیرو د قوم د یو ځای کېدو مخه ونیوله. [۱۴][۱۵]

د ۱۹۴۴ کال د اګسټ له لومړۍ بیا د اکټوبر تر ۳۱مې پورې د افغان حکومت له خوا د زمرک پر وړاندې کوم ستر هواي عملیات تر سره نه شول، پرته له څو اکتشافي الوتنو څخه. په دې وخت کې زمرک د پولې هاخوا د سیمه ایزو قبایلو په یوه کور کې پټ شوی و او د بریتانوي هند د درنو بمباریو له کبله بېرته اړ شو چې د افغانستان خاورې ته راشي. په بلوڅستان کې د یاغیانو یو قومي مشر، سلطان احمد هم هغه مهال چې زمرک په بریتانوي هند کې و، هلته ورغی او له هغه سره یو ځای شو. همداشان څه موده وروسته د پاک د مستعار نوم لرونکی یو بل یاغي مشر هم له هغوی سره یو ځای شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۹۴۴ کال په نومبر کې د یوه ملنګ په را ښکاریدو سره چې ځان یې د امان الله خان ورور باله، د کم خت لپاره یې له زمرک سره ډېره مرسته وکړه، خو د پیسو نشتوالي د دې لامل وګرځېد تر څو دا خوځښت مات شي، ځکه زمرک باید د قبایلو خلکو ته بډې ورکړي وای او د ۱۹۴۵ کال په مارچ کې همدا ملنګ هم ورک شو. په دغه وخت کې د افغانستان د حکومت وضعیت د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۸ کې د غلجیو د بغاوتونو له کبله کړکېچن شوی و- د دوی د هوايي ځواک ظرفیت د بمونو د نشتوالي له کبله محدود شوی و، سرچینې د سویلي او ختیځو ولایتونو تر منځ وېشل شوې وي او عام خلک د مصرفي توکو د کمښت او ګرانښت له کبله ناراضه وو. د زمرک پر وړاندې نور هوايي عملیات چې په کې اکتشافي عملیات هم وو د ۱۹۴۵ کال د جون له ۲۴ د اکټوبر تر ۳۱ مې پورې د کنړ په دره کې تر سره شو. سلطان احمد د هغه کال په نومبر میاشت کې تسلیم و او بېرته بلوچستان ته ولیږل شو. زمرک د سلطان احمد د تسلیمي سره سره، خپلې جګړې ته دوام ورکړ. په پای کې زمرک او ورور یې شیر محمد خان د افغانستان له حکومت سره تر دوه نیم کلنې جګړې وروسته د ۱۹۴۷ کال د جنوري په ۱۱مه تسلیم شول. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د صافي قوم پاڅون[سمول]

د صافيانو قوم خپل پاڅون په ۱۹۴۴ یا ۱۹۴۵ کال کې پیل کړ. دغه پاڅون هغه مهال پیل شو چې میرسلام له هغه فرمان څخه خبر شو چې په کې د صافیانو د قوم د مشرانو هر یوه سلطان محمد، عبدالقادر، میرسلام او محمودخان نیول کېدل لیکلي وو. میرسلام وروسته نور مشران هم له دې کار څخه خبر کړل او ویې کولای شول چې په ډاوګال او باډل او نورو سیمو کې یو عمومي پاڅون پیل کړي. جګړه هغه مهال پیل شوه چې دولتي ځواکونه د اجباري عسکري لپاره د خلکو د را ټولولو په مهال د صافي یاغیانو تر برید لاندې راغلل او هغوی یې ونیول. د ۱۹۴۵ کال د جون په ۲۴مه ۴ الوتکې جلال اباد ته ولیږل شوې تر څو د صافیو قیام وځپي. په دغه وخت کې د همدې الوتکو په مټ اورشیندونکو بمونو د صافیانو کلي سخت بمبار او وېجاړ کړل. د صافیانو د پاڅون په مهال په دریو بمونو سنباله یوه الوتکه، یو ماشیندار او یوه د لیویس وسله لادرک شول. د پشیانو دره او تانار هغه کلي وو چې بمبار شول. د تانار په کلي کې د بمباریو له کبله، د یوې کورنۍ ۱۱ کسه ووژل شول او د کورنۍ پاتې غړو د لا زیات بمبار له ډاره ونه شو کړای چې خپل مړي په هدیره کې خښ کړي. د دې پر ځای، هغوی خپل مړي د خپلو کورونو مخکې خښ کړل، چې دا هدیره لا تر ۲۰۱۱ کال پورې هم پر خپل ځای وه. د همدې پاڅون په مهال، د صافیانو په قوم کې دا ګونګوسه خپره شوه چې حکومت غواړي د هغوی ښځې کابل ته د فحاشۍ لپاره یوسي. د صافیانو په جګړه مارو کې ډېر تکړه جګړه ماران ځوانان و چې له دولتي ځواکونو سره یې سختې جګړې وکړي. د صافیانو قوم ځان ته د سلیمي په نوم یو پاچا، د (امانت لیوني) په نوم لومړی وزیر او د (امان الملک) په نوم د دفاع وزیر درلود. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په بریتانیا کې ځینو معاصرو اسنادو رپوټ ورکړی، چې دریو بادشاه ګلانو (د بېلګې په توګه، د سواټ د اخوند لمسیانو) په فعاله توګه د کابل د حکومت نه ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې د بابړې ګل صاحب خپلو پلویانو ته په چارمونګ او باجوړه کې ویل چې باید له صافیانو څخه ملاتړ وشي. که څه هم په دې اړه کوم اضافه شواهد و نه موندل شول. [۳۰]

د افغانستان حکومت د نورستان او شینوارو د قومونو خلکو ته وسله ورکړه تر څو د صافي قوم پر وړاندې وجنګیږي. [۳۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Report on Afghan Air Force for the May/July quarter, 1944". 21 December 2016. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – عبر Qatar Digital Library. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite document
  3. Mason, Whit (2011-04-14). The Rule of Law in Afghanistan: Missing in Inaction (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 85, 86. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-49552-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Edwards, David B. (2002-04-02). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼي 144, 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-92687-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Edwards, David B. (2002-04-02). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-22861-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Khan, Sarfraz; Ul Amin, Noor (Winter 2014). "The Contribution of Indian Muslims in Developing Print Media and Spreading Enlightenment in Afghanistan (1870-1930)" (PDF). Central Asia Journal. د کتاب پاڼې 130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Olesen, Asta (1995). Islam and Politics in Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Psychology Press. د کتاب پاڼي 196, 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7007-0299-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 10 May 1944 باندې). Quarterly Report on the Afghan Air Force for the Period 1st February, 1944 to 30th April, 1944. British Legation, Kabul
  10. "Глава XXXVIII. Восстание Пуштунских Племен 1944–1945 ГГ. В". scibook.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۰. Приглашение премьер-министра, как показали дальнейшие события, не смогло успокоить пуштунские племена. За годы войны их вожди неоднократно встречались с королем и Хашим-ханом, но не смогли добиться удовлетворения своих просьб. Пуштуны уже не верили афганскому правительству. В результате в 1944 г. в Юго-Восточном Афганистане началось мощное антиправительственное восстание.
    Первыми выступили воинственные вазиры. В декабре 1943 г. они послали в Кабул своих представителей для переговоров с Хашим-ханом. Как и следовало ожидать, эта поездка закончилась безрезультатно. Тогда в феврале 1944 г. горцы ограбили государственные склады с зерном в районе г. Ургуна3.
    Эта акция послужила сигналом к мятежу соседних племен. Вслед за вазирами восстало многочисленное и хорошо вооруженное племя джадран, для которого торговля лесом и дровами с Индией была традиционным промыслом. В начале февраля 1944 г. командир пограничного отряда Таза Гуль попы тался с несколькими жандармами перехватить один джадранский караван с дровами. В ходе перестрелки он и несколько пограничников были убиты.
    (English: The invitation of the Prime Minister, as subsequent events showed, could not reassure the Pashtun tribes. During the war years, their leaders met repeatedly with the king and Hashim Khan, but could not achieve the satisfaction of their requests. The Pashtuns no longer believed in the Afghan government. As a result, in 1944, a powerful anti-government uprising began in Southeast Afghanistan.
    The first to make warlike vazirs. In December 1943, they sent their representatives to Kabul for negotiations with Hashim Khan. As expected, this trip ended in vain. Then, in February 1944, the mountaineers robbed state warehouses with grain in the area of the city of Urgun3.
    This action served as a signal for the rebellion of neighboring tribes. Following the Wazir, a large and well-armed Jadran tribe revolted, for which the trade in timber and firewood with India was a traditional trade. In early February 1944, the commander of the border detachment Taza Gul priests with several gendarmes he intercepted one Jadran caravan with firewood. During the shootout, he and several border guards were killed.)
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Preston, Paul; Partridge, Michael; Yapp, Malcolm (1997). British Documents on Foreign Affairs--reports and Papers from the Foreign Office Confidential Print: Eastern Affairs, January 1944-June 1944 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781556556715. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. The Assassination of Mr. Liaquat Ali Khan: Report of the Commission of Enquiry (په انګلیسي ژبه کي). Manager of Publications. 1952. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Глава XXXVIII. Восстание Пуштунских Племен 1944–1945 ГГ. В Афганистане". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 25 May 1944 باندې). Report for the Month of April 1944 for the Dominions, India, Burma, and the Colonies and Mandated Territories. Secretary of State for Dominion Affairs
  15. (په 15 August 1944 باندې). Quarterly Report of the Afghan Air Force for the period 1st May to 31st July 1944. British Legation, Kabul
  16. (په 1944 باندې). Quarterly Report on the Afghan Air Force for the period 1st August to 31st October 1944.. India Office
  17. (په 1944 باندې). Quarterly Report on the Afghan Air Force for the period 1st August to 31st October 1944.. India Office
  18. Yapp, Malcolm (2001). British documents on foreign affairs: reports and papers from the foreign office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East 1947. Afghanistan, Persia and Turkey, january 1947-december 1947 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Yapp, Malcolm; Preston, Paul; Patridge, Michael; Office, Great Britain Foreign (1999). British documents on foreign affairs: reports and papers from the Foreign Office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 178. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Yapp, Malcolm; Preston, Paul; Patridge, Michael; Office, Great Britain Foreign (1999). British documents on foreign affairs: reports and papers from the Foreign Office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 15 November 1945 باندې). Afghan Air Force – Half Yearly Report. India Office
  22. Yapp, Malcolm (2001). British documents on foreign affairs: reports and papers from the foreign office confidential print. From 1946 through 1950. Near and Middle-East 1947. Afghanistan, Persia and Turkey, january 1947-december 1947 (په انګلیسي ژبه کي). University Publications of America. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55655-765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Malik, Murtaza (2002-01-01). The Curtain Rises: Uncovered Conspiracies in Pakistan, Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Royal Book Company. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-969-407-271-5. Eventually, he and his family surrendered to the Political Agent North Waziristan on January 11, 1947. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. See Duration
  25. Edwards, David B. (2017-05-09). Caravan of Martyrs: Sacrifice and Suicide Bombing in Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Univ of California Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-29479-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Edwards, David B. (2002-04-02). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼي 163, 164. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-22861-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Edwards, David B. (2002-04-02). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼې 319. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-22861-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Ahmed, Akbar (2013-02-27). The Thistle and the Drone: How America's War on Terror Became a Global War on Tribal Islam (په انګلیسي ژبه کي). Brookings Institution Press. د کتاب پاڼې 201. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-2379-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Central Asia (په انګلیسي ژبه کي). University of Peshawar. 1979. د کتاب پاڼې 21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Olesen, Asta (1995). Islam and Politics in Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Psychology Press. د کتاب پاڼي 196, 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7007-0299-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Edwards, David B. (2002-04-02). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad (په انګلیسي ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼي 144, 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-92687-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)