سلطان جان کليوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلطان جان کليوال (۱۳۳۰ لمريز کال د وري ۲، د ۱۹۵۰ ز کال د مارچ ۲۲، د ننگرهار ولايت، هسکه مېنه) د افغانستان يو پښتو ژبې شاعر او ليکوال دی.

مخينه[سمول]

انجنیر سلطان جان کلیوال د ۱۹۵۰ ز کال د مارچ میاشتې پر ۲۲ نېټه، چې د ۱۳۳۰ لمریز کال دوري میاشتې له دویمې نیټې سره سمون لري، دننگرهار ولایت د هسکې مېنې د کوټه والو په کلي کې زیږیدلی او په خټه شینواری پښتون دی.

سلطان جان کليوال خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې پر ۱۳۴۸ لمريز کال د کابل د رحمان بابا عالي لیسه کې تر دولسم ټولگی پورې پای ته رسولې دی. تر دې وروسته پر ۱۳۴۹ لمريز کال د کابل په پولیتخنیک انستیتوت کې شامل شوی او پر ۱۳۵۵ لمريز کال يې نوموړی انستیتوت د لیسانس په درجه او جیولوجست په توگه پای ته رسولی دی. پر ۱۳۵۵ کال يې د پوځی خدمت د مکلفیت ۶ مياشتينۍ دوره د کابل په تعلیمی غونډ کی ترسره کړې ده.

دندې[سمول]

۱- له ۱۳۵۵ لمریز کال د تلې له میاشتې تر ۱۳۵۷ کاله پوری د کانو او صنایعو وزارت د کانو او جیالوجۍ په ریاست کې د انجنیر په توگه په ساحوی او اداری کارو بوختی وو.

۲- په ۱۳۵۸ ـ ۱۳۵۹ کلونو کی د کابل پولیتخنیک د شپی پوهنځي کې د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ.

۳- په ۱۹۸۵ ـ ۱۹۸۷ کلونو کې يې په هند هېواد کی په ساحوي عملی میتودیکي برخه کې په شپږو ځانګړو مرکزونو کی زده کړې کړې دی. ( سرتیفیکټ )

۴- په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د پولیند هیواد په کراکوف ښار کی د اتومي انرژۍ د تولید په انستیتوت کی د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې له خوا د سکالرشیپ په اخستلو سره عملی زده کړه کړې ده. (سرتیفیکت).

چاپ شوي اثار يې[سمول]

انجنیر سلطان جان کلیوال له پنځم ټولگي راهیسی په پښتو ژبه کی شعر لیکي، له اتم ټولگي راهیسې تر اوسه پورې نثر او شعر دواړه لیکي. تر اوسه یی ډیرې لیکنې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ورځپاڼو، اووه نیزو ، مجلو او ویب پاڼو کی خپرې شوي دي. چاپ شوی اثار یی دادی:

۱ ــ تغمې (شعری ټولگه) ۱۳۶۹ کال د لیکوالو د انجمن چاپ، کابل.

۲ ــ دروند کور درنې خبرې، د ۱۳۷۸ ل کال د ننگرهار د فرهنګي ټولني چاپ، پېښور.

۳ ــ وختونه او غمونه (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۴ ــ د څپو پر سر (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۵ ــ زما خاوره زما مينه (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۶ ــ رازونه او رمزونه (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۷ ــ د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه، د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۸ ــ د نومیالیو په لړ کې (د شهید زرغون شاه ماما ژوند لیک)، د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

يادونه: له دریمې شمیرې نه تر نهمې شمیرې پورې اثار د گودر خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوي دي.

مسـلـکي لـیـکـنې او اثار[سمول]

۱ـ د جیالوجیکی اصطلاحاتو تشریحی قاموس، د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۲- د څلورمې دورې د رسوباتو جیالوجیکي څېړنې (ګستتنری چاپ) د کانو او جیالوجۍ اداره.

۳- د هوایي عکسونو تعبیر او تفسیر (گستتنري چاپ)، یاده شوې اداره.

چاپ ته چمتو اثار:

۱ ــ پښتو ــ دری ــ انگلیسي سيند

۲ ــ د کلچر له مخې انسان پیژندنه

۳ ــ اخلاقي ارزښتونه

۴ــ نوې شعری ټولګه

۵ــ د سلگونو بیلابیلو مقالو مجموعه


انجنیر سلطان جان کلیوال د ۱۳۷۶ لیږدیز یا (۱۹۹۷زیږدیز ) کال راهيسې د کاناډا هېواد د انتاریو ایالت په تورنټو ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. نوموړی یوه لور او درې زامن لری، ټولو اولادونو یی تحصیلات پای ته رسولی او په کار بوخت دي.

سرچينې[سمول]

۱- د ليکوال لطیف ياد پاڼه.‎