منځپانگې ته ورتلل

زینب بېګم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زینب بېګم
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۱ جنوري ۱۹۱۷ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۸ اپريل ۱۹۷۸ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

زینب بېګم (۱۱ جنوري ۱۹۱۷ – ۲۸ اپریل ۱۹۷۸) چې د زمینه بېګم په نوم هم پیژندل کیږي، یوه افغانه شهزادګۍ او د افغانستان د پخواني جمهور رئیس شهید سردار محمد داوود خان مېرمن وه.

مالومات

[سمول]

زینب بېګم د افغانستان د پخواني واکمن محمد نادرشاه لور او د محمد ظاهر شاه خور وه. نوموړي مېرمن د خپل پلار تر مړیني وروسته په ۱۹۳۴ کال کې د سردار محمد داوود خان سره واده وکړ، او له هغه څخه یې اته اولاونه وزېږېدل، چي څلور نارینه او څلور ښځینه وه. زینب د محمد ظاهر شاه او خپل خاوند داوودخان په واکمنۍ کې یو له هغه مېرمنو څخه وه چي په عمومي مجلسونو کي ډېره کمه ښکارېده، خو د افغان مېرمنو سره یې د هغوی د پرمختګ په پار ښه راشه درشه درلوده او د دولت په چوکاټ کي یې ځینو مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره کړه.

زینب په ۱۹۷۸ کال د ثور د کودتا پر مهال له خپل خاوند داوودخان سره یوځای د خلق کمونسټ ګوند له لوري ووژل سوه.