Jump to content

رونالډ ریګن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رونالډ ریګن
رونالډ ریګن
رونالډ ریګن

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 71 اينچ [۲]،  185 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۹۶۲–۲۰۰۴)

ديموکراتيک ګوند (–۱۹۶۲)  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ

روغتيايي څرنګوالی
ښځه نانسي ريګن (۴ مارچ ۱۹۵۲–۵ جون ۲۰۰۴)[۳][۴]  ويکيډاټا کې (P26) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه ،  امریکایي ټیاتر (دویمه نړیواله جګړه)   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
رونالډ ریګن
رونالډ ریګن

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

رونالډ وېلسن ریګن (فبروری ۶ مه ۱۹۱۱ – د جون ۵ مه، ۲۰۰۴ ز) امریکایي سیاستوال و، چې له ۱۹۸۱ ز کال څخه یې  تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د امریکا د څلوېښتم ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و چې په هالیووډ کې یې د هنرمند (اکټور) په توګه له رول لوبولو او د اتحادیې له مشرتابه وروسته، له ۱۹۶۷ ز کال څخه یې ۱۹۷۵ ز کال پورې د کالیفورنیا ایالت د ۳۳ م والي په توګه دنده ترسره کړه.

ریګن، د ایلیانوس په ټامپیکو (Tampico, Illinois) کې په کم عاید لرونکې کورنۍ کې وزېږېد. وروسته له هغه چې په ۱۹۳۲ ز کال کې له ایریکا (Eureka) کالج څخه فارغ شو، په لوا (Iowa) کې یې د راډیو د سپورت برخې د تبصره کوونکي په توګه دنده پیل کړه. په ۱۹۳۷ ز کال کې هغه کالیفورنیا ته وکوچېد، چېرې یې چې د هنرمند (اکټور) په توګه دنده پیدا کړه. هغه په یو شمېر مشهورو آثارو کې رول ولوباوه. له ۱۹۴۷ ز کال څخه یې تر ۱۹۵۲ ز کال پورې، د سینماګرانو د اتحادیې (Screen Actors Guild) د مشر په توګه دنده ترسره کړه، چې په اتحادیه کې یې د کمونیستي اغېز د ادعا د له منځه وړلو په موخه کاروکړ. په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې یې تلویزیوني مسلک ته مخه کړه او د جنرال الکتریک ویاند شو. له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ ز کال پورې یې، یوځل بیا د سینماګرانو د اتحادیې مشري وکړه. په ۱۹۶۴ ز کال کې یې د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماند باري ګولډ واټر(Barry Goldwater) څخه د ملاتړ په موخه "د ټاکلو لپاره مهال" (A Time for Choosing) تر عنوان لاندې ویناوکړه – چې د یوې نوې محافظه کارې څېرې په توګه ورته په ملي کچه پام واوښت. د ملاتړو د شبکې په جوړولو سره، ریګن په ۱۹۶۶ ز کال کې د کالیفورنیا ایالت د والي په توګه وګومارل شو. هغه د خپل ولایت پر مهال، مالیات (ټکس) لوړ کړل، د بودیجې کمښت یې په زیاتوالي واړوه، په یوسي بېرکلي (UC Berkeley) پوهنتون کې یې معترضان و ګواښول او د اعتراضي خوځښتونو پر مهال یې د ملي ګارد ځواکونه وکارول.

د ۱۹۷۹ ز کال په نومبر کې، ریګن اعلان وکړ چې غواړي د ۱۹۸۰ ز کال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند په نوماند ټاکلو بهیر کې خپل ځان نوماند کړي. هغه دیموکرات نوماند جیمي کارتر ته په ماتې ورکولوسره ټاکنې وګټلې. ریګن د خپلې لومړۍ لوړې پر مهال ۶۹ کاله او ۳۴۹ ورځې عمر درلود، چې د امریکا د ولسمشر په توګه تر ټولو ډېر عمر لرونکی کس و چې وټاکل شو. ریګن په ۱۹۸۴ ز کال کې په دویم ځلي ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند والټر مونډېل (Walter Mondale) ته چې وړاندې له هغې یې د ولسمشر کارتر د مرستیال په توګه خدمت کړی و، ماته ورکړه. رېګان هغه ته په لویه کچه ماتې ورکړه، چې د امریکا د هر ولسمشر په پرتله یې تر ټولو ډېرې الکترال رایې خپلې کړې: ۵۲۵ رایې (د الکترال کالج له ۵۳۸ رایو څخه ۹۷.۶٪). د امریکا په تاریخ کې دا تر ټولو بې پلوه ټاکنې وې.[۵]

رېګان د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې د نوو سیاسي او اقتصادي طرحو په پلي کولو پیل وکړ. د هغه د تولید ملاتړ کوونکي اقتصاد پالیسۍ – چې د "رېګانومېکس" (Reaganomics) په نوم یادېدې – د اقتصادي ودې په موخه یې د مالیاتو د کچې له راټیټولو، په اقتصاد باندې یې د دولتي مقرارتو د راکمولو او د دولتي مصارفو له کمولو ملاتړ وکړ. هغه د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ترور له یوه بریده روغ ووت، د نشه یي توکو پر وړاندې یې مبارزه وکړه، په ګرېناډا یې برید وکړ او د عامه خدمتونو په برخه کې یې د کاریګري اتحادیو پر وړاندې مبارزه وکړه. د هغه په دوه کاري دورو کې، د امریکا اقتصاد له ۱۲.۵٪ پړسوب (انفلاسیون) څخه ۴.۴٪ ته د را کمېدو او د نا خالصه ملي تولیداتو په برخه کې هر کال په منځنۍ کچه د ۳.۶ سلنې ودې شاهد و. ریګن د داخلي لګښتونو او مالیاتو راکمول او د پوځي بودیجې زیاتوالی تصویب کړ، چې په ټولیز ډول د فدرال بودیجې د پورونو د زیاتوالي لامل وګرځېد. د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې نوموړی ترډېره د بهرنیو اړیکو اړوند موضوعاتو شاهد و، چې په کې په لیبیا بمونه غورځول، د ایران او عراق جګړه، ایران – کنټرا افیر(Iran–Contra affair) چې له بندیزونو سره، له ایران سره د امریکا د وسلو پټه معامله وه او روانه سړه جګړه شاملېدل. ریګن څلور کاله وروسته له هغه چې شوروي اتحاد یې "د شیطاني سترواکي" په نوم یاد کړی و، د ۱۹۸۷ زکال په جون میاشت کې په برنډنبرګ ګېټ (Brandenburg Gate) کې د وینا پر مهال د شوروي اتحاد عمومي منشي میخایل ګورباچوف وګواښاوه چې، د برلین دیوال پرانیزي. هغه په داسې حال کې چې له شوروي اتحاد سره د وسلو سیالۍ بوخت و، له ګورباچوف سره په خبرو یې ، د سړې جګړې سیاست له کړکېچ جوړولو څخه په شاتګ ته بدل کړ. خبرې دې پایلې ته ورسېدې، څو د منځنۍ کچې واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د تولید د بندولو هوکړه (INF Treaty) لاسلیک شي. ریګن هغه مهال خپله ولسمشري پیل کړه، چې شوروي اتحاد د زوال په حالت کې و، هغه چې د ده د ولسمشرۍ له پوره کېدو درې کاله وروسته وپاشل شو.

کله چې ریګن، په ۱۹۸۹ ز.کال کې دفتر پرېښود، د هغه د محبوبیت کچه ۶۸ سلنه وه، چې له ولسمشرۍ څخه له ګوښه کېدو وروسته د فرانکلن روزولت او په اوسني پېر کې د بېل کلېنټن د محبوبیت له کچې سره برابر و. له دې سره چې ریګن له ولسمشرۍ وروسته هم ځانته فعال پلان برابر کړی و، خو د ۱۹۹۴ زکال په نومبر کې یې څرګنده کړه چې: د همدغه کال په پیل کې په الزایمر ناروغۍ اخته شوی دی. د ناروغۍ په زیاتوالي سره په عامه ډګر کې د هغه څرګندېدل کم شول. هغه د ۲۰۰۴ ز کال د جون په ۵ مه په لاس انجلس ښار کې په خپل کور کې مړ شو. د ده واکمني په امریکا کې د محافظه کاره سیاستونو له کچې سره په موازي ډول برابره وه، چې له امله یې هغه د یوې محافظه کارې بېلګې په توګه یادېږي. د تاریخ پوهانو او عامو وګړو ترمنځ د ارزونو له مخې، نوموړی د امریکا د لوړ ځایګي لرونکي ولسمشر په توګه پېژندل کېږي.[۶]

واده او ماشومان

[سمول]

په ۱۹۳۸ز کال کې، ریګن په (Brother Rat) فلم کې له جین وایمن (۱۹۱۷ز کال-۲۰۰۷ز کال) سینمایي لوبغاړې سره ګډ کار وکړ. دوی د شیکاګو تیاتر کې خپله کوژده اعلان کړه او د ۱۹۴۰ز کال د جنورۍ په ۲۶مه یې د کالیفورنیا په ګلینډیل سیمه کې د هیدر په کلیسا کې واده وکړ. دوۍ دوه لوڼې د مورین او کریسټین په نوم درلودې او د مایکل په نوم یو ماشوم یې په زوی ولي اخیستې و، خو وروسته له هغه نه، چې وایمن د ریګن له سیاسي هیلو سره مخالفت وکړ، وایمن په ۱۹۴۸ز کال کې د طلاق غوښتنه وکړه او په ۱۹۴۹ز کال کې یې له ریګن څخه طلاق واخیست. وایمن، چې یو جمهوري غوښتونکی و، وویل: د دوی جلا کېدل په سیاست کې د توپیر له امله و (ریګن په هغه وخت کې یو ډیموکراټ و). کله چې ریګن ۳۲ کاله وروسته ولسمشر شو، هغه لومړنی طلاق شوی کس شو، چې د هېواد ترټولو لوړ مقام یې تر لاسه کړ. ریګن او وایمن تر مرګه پورې ملګري وو. وایمن په  دواړو پړاوونو کې ریګن ته رایه ورکړه او د هغه په ​​مرګ یې وویل:«امریکا یو لوی ولسمشر او یو لوی، مهربان او د نرم زړه سړی له لاسه ورکړ».[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] ریګن په ۱۹۴۹ز کال کې له سینمایې لوبغاړې نانسي ډیوس (۱۹۲۱ز- ۲۰۱۶زکلونه) سره ولیدل. دوی په لاس انجلس کې د چیسن په رستورانت کې کوژده وکړه او د ۱۹۵۲ز کال د مارچ په ۴مه یې د سان فرناندو دره کې په براون کلیسا کې واده وکړ. دوی دوه ماشومان د پیټي او رونالد رون په نوم درلودل. نانسي د ۲۰۱۶ز کال د مارچ په ۶مه د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ولسمشري (۱۹۸۱ – ۱۹۸۹ ز)

[سمول]

ریګن د خپلې ولسمشرۍ پر مهال، هغه پالیسۍ او سیاستونه پلي کړل، چې د فردي آزادیو په برخه کې یې د ده باورونه منعکسول، اقتصادي بدلونونه یې رامنځته کړل، پوځ یې زیات کړ او د سړې جګړې په پای کې یې خپله ونډه واخیسته. د هغه ولسمشري، چې د ریګن د انقلاب "Reagan Revolution" په نوم هم یادېږي، د امریکایانو مورال لوړ، د امریکا د متحده ایالاتو اقتصاد یې پیاوړی او په دولت یې د خلکو تکیه راکمه کړه. د ولسمشر په توګه هغه له ځان سره د خاطراتو یوه کتابچه لرله، چې د ورځې موضوعات او د هغو اړوند خپل نظریات به یې په کې لیکل، د ده د خاطراتو کتابچه، د ۲۰۰۷ ز کال په مۍ میاشت کې د The Reagan Diaries په نوم چاپ شوه، چې یو له ډېرو پلورل شوو کتابونو څخه و.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومړۍ دوره

[سمول]

ریګن د ۶۹ کلونو او ۳۴۹ ورځې عمر په درلودو سره  د ۱۹۸۱ز کال  جنورۍ په ۲۰مه د خپلې لومړۍ دورې لپاره لوړه وکړه، چې د هغه وخت تر ټولو زوړ ولسمشر شو. دا توپیر تر هغه وخت پورې و، کله چې د ۲۰۱۷ز کال کې ډونالډ ټرمپ د ۷۰ کلونو او ۲۲۰ ورځو په عمر کې ولسمشر وټاکل شو، په داسې حال کې چې ریګن د دویمې دورې د لوړې کولو پر مهال عمر زیات و. په خپله پرانیستونکې وینا کې یې د هېواد اقتصادي ناخوالې ته په اشارې سره وویل: په دې اوسني بحران کې حکومت زموږ د ستونزو حل نه دی، ځکه حکومت په خپله په ستونزه کې ده.[۲۳][۲۴]

دویمه دوره

[سمول]

ریګن د دویم ځل لپاره د ۱۹۸۵ز کال د جنورۍ په ۲۰مه په سپینه ماڼۍ کې په خصوصي مراسمو کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د دویمې پرانیستغونډې پر مهال ریګن د ۷۳ کلونو عمر په درلودو سره ترټولو زوړ کس و چې د ولسمشرۍ لوړه یې وکړه، دا ریکارډ وروسته د جو بایډن له خوا چې په ۲۰۲۱ز کال کې د خپلې لوړې پر مهال ۷۸ کلن و، مات شو.[۲۵][۲۶]

د ولسمشر ریګن د ترور هڅه

[سمول]

د ۱۹۸۰ ز کال د مارچ په ۳۰ مه، ریګن د هغه مطبوعاتي ویاند جیمز براډي (James Brady)، د واشنګټن د پولیسو مشر توماس دلاهانتی (Thomas Delahanty) او د استخباراتوغړی ټیم مک کارټي (Tim McCarthy) د واشنګټن هېلټون (Washington Hilton) هوټل په بهر کې د جان هېنکلي جی آر (John Hinckley Jr) په نامه ترور کوونکي له خوا وویشتل شول. په داسې حال کې چې هغه مهال چې نوموړی یې د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته ورساوه  "مرګ ته نږدې" و، خو په عاجله خونه کې وروسته له هغې چې عملیات یې وشو، حالت یې لږ ښه شو. هغه روغ او د اپریل په ۱۱ مه، له روغتون څخه رخصت کړای شو. نوموړی د امریکا لومړی ولسمشر و چې د ترور له بریده ژوندی پاتې شو. برید د خلکو ترمنځ د هغه پر ګرانښت ډېر اغېز وکړ، د ټول پوښتنو له مخې، د هغه د ګرانښت کچه نږدې ۷۳ سلنه ته ورسېده. ریګن باور درلود، چې خدای (ج) بېرته د دې لپاره ژوند وربښلی، څو لوړو موخو ته ورسېږي.[۲۷][۲۸][۲۹]

د سړې جګړې زور اخیستل

[سمول]

ریګن سړې جګړې ته زور ورکړ، هغه له ډیټنټې دیپلماسي (détente) څخه په کار اخیستو کړکېچ زیاتونکی سیاست، چې د کارتر د ادارې پر مهال په افغانستان کې د غوایي له انقلاب او د شوروي د لاسوهنې له امله رامنځ ته شوی و راکم کړ. هغه په لویه کچه، د امریکا د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ د جوړولو امر ورکړ او داسې سیاستونه یې وکارول ،چې شوروي اتحاد ته اړوند کېدل؛ هغه د B-1 Lancer پروګرام په پیلولوسره چې، د کارتر د واکمنۍ پر مهال لغو شوی و، MX توغندي تولید کړل. د شوروي اتحاد د SS-20 توغندیو د نصب کولو په ځواب کې، ریګن په لویدیځ المان کې د ناټو د پېرشېنګ (Pershing) توغندیو پر نصبولو پام درلود. په ۱۹۸۲ ز کال کې ریګن هڅه وکړه چې، لویدیځې اروپا ته د مسکو  له خوا د وړاندیز شوې غازو نل لیکې له غځېدو سره په مخالفت کې احتیاطي اسعارو (hard currency) ته د مسکو لاسرسی لنډ کړي. له دې سره چې د روسیې اقتصاد یې زیانمن کړ، خو په اروپا کې د امریکا د متحده ایالاتو د متحدینو ترمنځ ، چې په دغه عاید لاسته راوړو یې ټینګار درلود، بد اغېز وکړ. ریګن هم، له دې امله له خپل دریځ نه پرشا شو.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

تړلې لیکنې

[سمول]

امریکا

  1. https://www.cbsnews.com/news/ronald-reagan-dead-at-93/ — د نشر نېټه: ۱۱ اپرېل ۲۰۲۳
  2. https://www.reaganlibrary.gov/reagans/ronald-reagan/facts-about-ronald-reagan — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳
  3. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32158.htm#i321574 — د نشر نېټه: ۱۶ اگسټ ۲۰۲۰
  4. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118598724 — د نشر نېټه: ۱ مې ۲۰۲۴
  5. Murse, Tom (January 28, 2019). "The Most Lopsided Presidential Elections in U.S. History: How a Landslide is Measured". ThoughtCo. بياځلي په March 9, 2019.
  6. "A Look Back At The Polls". CBS News. بياځلي په May 15, 2015.
  7. "Dispute Over Theatre Splits Chicago City Council". The New York Times. May 8, 1984. بياځلي په May 17, 2007.
  8. Oliver, Marilyn (March 31, 1988). "Locations Range From the Exotic to the Pristine". Los Angeles Times.
  9. "Jane Wyman: Biography". JaneWyman.com. بياځلي په December 31, 2007.
  10. Severo, Richard (September 11, 2007). "Jane Wyman, 90, Star of Film and TV, Is Dead". The New York Times. بياځلي په December 31, 2007.
  11. "Reagan: Home". HBO. بياځلي په September 5, 2011.
  12. National Constitution Center (February 6, 2013). "10 interesting facts on Ronald Reagan's birthday". National Constitution Center. خوندي شوی له the original on November 5, 2013. بياځلي په July 12, 2013.
  13. "Jane Wyman, Ronald Reagan's first wife, dies at 93". Politico.
  14. "Nancy Reagan > Her Life & Times". Ronald Reagan Presidential Foundation. خوندي شوی له the original on November 12, 2007. بياځلي په October 29, 2007.
  15. Fieldstadt, Elisha; Gittens, Hasani (March 6, 2016). "Former First Lady Nancy Reagan Dead at 94". NBC News. بياځلي په March 6, 2016.
  16. "End of a Love Story". BBC News. June 5, 2004. بياځلي په March 21, 2007.
  17. "Nancy Davis Reagan". White House. خوندي شوی له the original on July 8, 2011. بياځلي په January 13, 2008 – via National Archives.
  18. Beschloss, p. 296.
  19. * Freidel, Frank; Sidey, Hugh (1995). The Presidents of the United States of America. Washington, D.C.: White House Historical Association. p. 84. ISBN 978-0-912308-57-9.
  20. Hayward, Steven F (May 16, 2005). "Reagan in Retrospect". American Enterprise Institute for Public Policy Research. خوندي شوی له the original on March 13, 2009. بياځلي په April 7, 2009.
  21. Cannon (1991, 2000), p. 746.
  22. Reagan, Ronald (2007). The Reagan Diaries. Harper Collins. ISBN 978-0-06-087600-5. بياځلي په June 5, 2007.
  23. Peter, Josh (November 5, 2020). "Joe Biden will become the oldest president in American history, a title previously held by Ronald Reagan". USA Today (in American English). بياځلي په November 18, 2020.
  24. Murray, Robert K.; Tim H. Blessing (1993). Greatness in the White House. Penn State Press. p. 80. ISBN 978-0-271-02486-8.
  25. Peter, Josh (November 5, 2020). "Joe Biden will become the oldest president in American history, a title previously held by Ronald Reagan". USA Today (in American English). بياځلي په November 18, 2020.
  26. "Phil Gailey and Warren Weaver Jr., "Briefing"". The New York Times. June 5, 1982. بياځلي په January 27, 2011.
  27. "Remembering the Assassination Attempt on Ronald Reagan". CNN. March 30, 2001. خوندي شوی له the original on December 19, 2019. بياځلي په December 19, 2007.
  28. CST, Posted on 02 04 11 5:14 AM. "RealClearSports – Assassination Attempt – March 30, 1981". www.realclearpolitics.com. بياځلي په October 18, 2019.{{cite web}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  29. Kengor, Paul (June 11, 2004). "Reagan's Catholic Connections". Catholic Exchange. بياځلي په May 30, 2008.
  30. "Towards an International History of the War in Afghanistan, 1979–89". The Woodrow Wilson International Center for Scholars. 2002. خوندي شوی له the original on October 11, 2007. بياځلي په May 16, 2007.
  31. Esno, Tyler (July 26, 2017). "Reagan's Economic War on the Soviet Union". Diplomatic History (in انګليسي). 42 (2): 281–304. doi:10.1093/dh/dhx061. ISSN 0145-2096.
  32. Norman A. Graebner; Richard Dean Burns; Joseph M. Siracusa (2008). Reagan, Bush, Gorbachev: Revisiting the End of the Cold War. Greenwood. pp. 29–31. ISBN 9780313352416.
  33. "Großdemo gegen Nato-Doppelbeschluss, Spiegel on the mass protests against deployment of nuclear weapons in West Germany". Spiegel Online. June 10, 2008.
  34. "LGM-118A Peacekeeper". Federation of American Scientists. August 15, 2000. بياځلي په April 10, 2007.
  35. Bartels, Larry M., L. M. (June 1, 1991). "Constituency Opinion and Congressional Policy Making: The Reagan Defense Build Up". The American Political Science Review. 85 (2): 457–474. doi:10.2307/1963169. ISSN 0003-0554. JSTOR 1963169. S2CID 28751110.