امریکایي ټیاتر (دویمه نړیواله جګړه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امریکایي ټیاتر د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د عملیاتو یو ټیاتر وو چې د امریکا قارې ټول قلمروونه په کې شامل وو او په سمندر کې یې تر ۲۰۰مایلو (۳۲۰ کیلومټرو) غځول شوی وو.[۱]

د جګړو مرکزي سیمو (اروپا، مدیترانه او منځنی ختیځ او ارام سمندر) څخه د شمالي او سویلي آمریکا د جغرافیو جلاوالي په دلیل، د محوري ځواکونو له خوا د امریکا په براعظم باندې او د آمریکا په نورو سیمو باندې د برید ګواښ ډېر لږ وو او دې ټیاتر ډېره لږه جګړه ولیدله.

په هرحال، د امریکایي ټیاتر بې اهمیت توب سربېره، د هغه په منځ کې ځینې جنګونه رامنځته شول، چې په هغو کې د ریور پلېټ جګړه، په ختیځ ساحل کې د سمندر لاندې بېړیو بریدونه، د آلوتي ټاپوګانو عملیات، د سنټ لارنس جګړه او په نیوفونډلانډ باندې بریدونه شامل دي. په جاسوسي هڅو کې د بولیوار عملیات شامل دي.

جرمني عملیات[سمول]

سویلي امریکا[سمول]

د ریور پلېټ جګړه[سمول]

لومړنۍ سمندري جګړه د جګړې په اوږدو کې د ۱۹۳۹ز کال د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د سویلي امریکا په اتلانتیک سواحلو کې ترسره شوه. د اډمیرل ګراف سپي (چې د یو سوداګریز بریدګر رول ادا کوي) آلماني «پاکټي جنګي بېړۍ» د بریټانیا د سمندري ځواکونو یو واحد سره چې د هغې په لټه کې وو، مخامخ شول. په دې واحد کې درې شاهي سمندري کروزرونه، اچ ام اس اګزټر، آجاکس او آشیل شامل وو، دې واحد د ارجنټاین او یوروګوې ساحل کې د پلېټ سمندر کې ګزمه کوله. په یوه خونړۍ جګړه کې، اډمیرل ګراف سپي په بریالیتوب سره د بریټانیا بریدونه په شا وتمبول. کاپټان هانس لانګسډورف بیا خپله زیانمنه شوې بېړۍ د بیارغولو لپاره بې طرفه یوروګوې ته په پناه یوړه. په هرحال، د بریټانیا استخباراتو په بریالیتوب سره لنګسډورف وغولوه او هغه ته یې دا باور ورکړ چې اوس د بریټانیا ډېر قوي ځواک د هغه لپاره راټول شوي او ورته په تمه دي، او هغه خپله بېړۍ په مونټه ویډیو کې ډوبه کړه ترڅو مخکې له ځان وژنې څخه د خپلې عملې ژوند وژغوري. د آلماني جګړې تلفات ۹۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، په مقابل کې ۷۲ انګلیسي ملایان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول. دوه شاهي سمندري کروزرونه په شدت سره زیانمن شوي وو.[۲]

اوبتل جګړه[سمول]

د اوبتلي بېړیو عملیات په سیمه کې (د اتلانتیک تنګي په مرکز کې د برازیل او لوېدیځې افریقا په منځ کې) د ۱۹۴۰م کال په مني کې پیل شول. د برازیل بهرنیو چارو وزیر، اسوالډو آرانها (د ډیکټاټور ګېټولیو وارګاس په استازیتوب) سره له مذاکرې وروسته، متحده ایالتونو د ۱۹۴۱م کال په دویمه نیمایي کې خپل هوایي ځواکونه د برازیل په سواحلو کې ځای پرځای کړل. ورپسې آلمان او ایټالیا خپل اوبتلي بریدونو ته پراختیا ورکړه ترڅو هرچېرې چې برازیلي بېړۍ وویني له منځه یې یوسي او د ۱۹۴۲م کال په اپریل کې د برازیل په اوبو کې پیدا شوې. د ۱۹۴۲م کال د مې په ۲۲مه، د برازیل لومړنی برید (که څه هم ناکامه وو) د برازیل هوایي ځواکونو لخوا په ایټالیایي اوبتلي بېړۍ بارباریګو باندې ترسره شو. د U-507 لخوا د برازیل په سواحلو کې په ځینو سوداګریزو کښتیو باندې د یو شمېر بریدونو وروسته، برازیل د ۱۹۴۲م کال د اګسټ په ۲۲مه په رسمي ډول جګړه کې د ننه شو او په سویلي اتلانتیک سمندر کې یې د متفقینو سټراټیژیک موقعیت ته مهم اضافه والی ورکړ. که څه هم د برازیل سمندري ځواک کوچنی وو، خو د ساحلي کاروان او الوتکې ساتنې لپاره یې مناسبې مډرنې ماین لرونکي طبقې لرلې چې یوازې کوچنیو بدلونونو ته یې اړتیا لرله ترڅو د سمندري ګزمې لپاره مناسبې شي. برازیل د خپل درې کلنې جګړې په اوږدو کې، په عموم ډول په کارابین او سویلي اتلانتیک کې، په یوازې توګه او له متحده ایالتونو سره یوځای، په ۶۱۴ کاروانونو کې ۳۱۶۷ بېړۍ سکورټ کړې چې په ټولیز ډول ۱۶۵۰۰۰۰۰ کسه پکې شامل و او د تلفاتو کچه یې هم ۰.۱ سلنه وه. برازیل په دې عملیاتو کې د خپلو درې جنګي بېړیو د ډوبیدو او د ۴۸۶ کسانو د مړینې (۳۳۲ کسه د باهیا په کروزر کې) شاهد وو؛ ۹۷۲ سیلانیان او ملکي مسافرین هم په ۳۲ برازیلي سوداګریزو کښتیو کې چې د دښمن د اوبتلي کښتیو له لورې تر برید لاندې راغلي وې، له منځه لاړل. امریکایي او برازیلي هوایي او سمندري ځواکونو د جګړې ترپایه پورې له یوبل سره نږدې همکاري درلودله. یوه بېلګه یې د ۱۹۴۳م کال په جولای کې د U-199 ډوبېدل وو چې د برازیلي او امریکایي الوتکو په ګډې همکارۍ سره ترسره شو. یوازې د برازیل په اوبو کې، د ۱۹۴۳م کال د جنوري تر سپټمبر پورې لس محوري اوبتلي بېړۍ ډوبې شوې وې – د ایټالیا ارشیمېډ او لس آلماني بېړۍ: U-128، U-161، U-164، U-507، U-513، U-590، U-591، U-598، U-604 او U-662.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۸][۱۰][۱۱]

د ۱۹۴۳م کال په وروستیو کې، په سویلي اتلانتیک کې د متفقینو د بېړۍ چلوونکو تلفاتو کموالی له د محوري اوبتلونو مخ پر زیاتېدو حذف، چې هلته یې فعالیت کاوه، سره همغږی شو. له هغه وخته راهیسې، په سیمه کې جګړه د آلمانیانو لپاره ماتې وه، ان په داسې شرایطو کې چې په سیمه کې پاتې ډېری اوبتلي بېړیو یوازې د بل کال په آګسټ کې د شاته تګ رسمي امر ترلاسه کړ، او د ۱۹۴۵م کال د مارچ په لسمه د متفقینو وروستۍ سوداګریزه کښتۍ د یوه اوبتلي بېړۍ (U-532) لخوا هلته ډوبه شوه.[۱۲][۱۳]

متحده ایالتونه[سمول]

د Duquesne د جاسوسۍ کړۍ[سمول]

ان له جګړې څخه مخکې، د نازیانو یوه لویه جاسوسه کړۍ په متحده ایالتونو کې وموندل شوه. د Duquesne د جاسوسۍ کړۍ لا هم په متحده ایالتونو کې ترټولو لویه جاسوسي قضیه ده چې په محکومیت سره پای ته ورسېده. ۳۳ آلماني اجنټانو چې د Duquesne جاسوسي حلقه یې جوړه کړه په متحده ایالتونو کې په کلیدي دندو کې وګومارل شول ترڅو هغه معلومات لاس ته راوړي چې د جګړې د رامنځته کېدو په صورت کې یې وکاروي او تخریبي اعمال ترسره کړي. یوه کس رستورانت خلاص کړ او له خپل موقعیت څخه یې د معلوماتو لاس ته راوړلو لپاره یې له خپلو مشتریانو څخه کار اخیسته؛ بل کس په یوه هوایي شرکت کې کار کاوه ترڅو وکولی شي د اتلانتیک سمندر څخه د متفقینو د کښتیو د تېرېدو په هکله رپوټ ورکړي؛ په دې حلقه کې نورو کسانو د تحویل کوونکو کسانو په توګه کار کاوه ترڅو وکولی شي د عادي پیغامونو ترڅنګ پټ پیغامونه هم ولېږدوي. دا حلقه د کاپیټان فریټز ژوبرټ ډوکسن لخوا، د سویلي افریقا یو بوئر چې په دواړو نړیوالو جګړو کې یې آلمان لپاره جاسوسي وکړه او په ۱۹۱۶م کال کې د HMS هامپشایر په ډوبولو او خرابولو کې یې له رغنده رول وروسته د وسپنیز صلیب نښې له ترلاسه کولو سره د «هغه کس چې کیچنر یې وواژه» په نوم نامتو شو. ویلیام جي سېبولډ، د متحده ایالتونو لپاره دوه ګونی اجنټ، د FBI لخوا د دې قضیې په بریالي حل کې اصلي عامل وو. د نږدې دوه کلونو لپاره، سېبولډ د دې حلقې لپاره په نیویارک کې یو پټ راډیویي سټېشن اداره کړ. سېبولډ هغه معلومات د FBI په واک کې ورکړل چې آلمان په متحده ایالتونو کې خپلو جاسوسانو ته لېږل او په عین حال کې یې FBI ته اجازه ورکړه هغه معلومات چې آلمان ته مخابره کېدل، کنټرول کړي. د ۱۹۴۱م کال د جون په ۲۹مه، شپږ میاشتې مخکې له دې چې متحده ایالتونه د جګړې اعلان وکړي، FBI عمل وکړ. ټول ۳۳ جاسوسان ونیول شول، د مجرمینو په توګه وپېژندل شول او په ټولیز ډول په ۳۰۰ کاله زندان محکوم شول.[۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. United States Navy Battle Streamers: World War II American Theater 1941–1945
  2. O'Hara 2004, pp. 7–9
  3. Votaw, 1950, p. 10579ff, and 1951, p.93.
  4. Maximiano & Neto 2011, p. 6
  5. Gastaldoni, 1993. From p.153.
  6. Helgason, Guðmundur. "Loss listings". German U-boats of WWII - uboat.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Helgason, Guðmundur. "Loss listings". German U-boats of WWII - uboat.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Carey 2004، ص. 119.
  9. Barone 2013, Chapter 2
  10. Carey 2004.
  11. Carey 2004، ص. 9-10.
  12. Carruthers 2011, p. 190
  13. Carey 2004، ص. 100.
  14. "Duquesne Spy Ring". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Wood, Clement (1932), The Man Who Killed Kitchener: The Life of Fritz Joubert Duquesne, New York: William Faro, inc الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)