د کارن خبرې اترې:Safiullah firdows

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- Af420 اړیکه ۰۷:۵۳, ۲۲ مارچ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

د ټاټوبي ټنګټکور او پېیلې[سمول]

د ټاټوبي ټنګټکور او پېیلې ٬٬ د هېواد ساز، موسیقي، غږ، اواز او شعرونه،، (Country Music, Musical Sounds and Poems)

د افغانستان ساز یوه ګډ ټکی د لوروینې او غوره اړېکې د تربګنو، ټبرونو او ژبو سره لري، پښتو، دري، ازبیکي، پشه یي، نورستاني، ګوجر، بلوچي او ۲۴ نورې ژبې د ټاټوبي د ساز کښلې بڼه د ژبو لري او د ساز کښلې بڼه ( لیکل شوي، متن Text متن: سوره: موضوع، مضمون او درسي كتاب. ) اساسي سټه رغوي. زموږ ټاټوبی د ساز بېلا بېل سبکونه او لهجې لري، له لرغونو پښتني وګړني پېیلو نېولې لکه : لنډۍ ، ټپې، ټېکۍ، مصرۍ، نیمکۍ لنډۍ، نیمکۍ ټپه، نیمکۍ ټېکۍ، نیمکۍ مصرۍ، لنډۍ اېزه، ټپه اېزه، ټېکۍ اېزه، مصرۍ اېزه، انګۍ، لنډکۍ، بګتۍ، کېسۍ (شبېپاړکۍ، کاکړۍ، نارې، بدلې، لوبې، سندرې، چاربیتۍ، سپينۍ (ازادې پېيلېکېسه ګۍ، د اتڼ غبرګۍ، درې څپېزۍ، څلور څپېزۍ، پېنځه څپېزۍ، شپږ څپېزۍ، اووه څپېزۍ، اته څپېزۍ، نهه څپېزۍ، لس څپېزۍ، هایکویۍ، پتۍ ( تي خورو اړوندې پېیلې)، مونډۍ ( سر پرېکړۍانځورګۍ، کېنتوزۍ ( سانتۍنامانېزۍ، زخۍ، بې تولۍ، تولونجۍ، نا پښېلیزۍ، ناپېیلۍ او سلسلۍ. د پښتو ټول ګړني او لیکني پېیلو ۲۰۰ بېلابېلو کلبونو، له دري غزل او عربي غزل نېولې تر هندي راګونو پورې دود لري. د ساز ګامونه ( موسیقي قدمونه ) په لویه کې ډیاټونیک ( پرته له میکروټون ) څخه دي او تر دې نږدې پېر پورې څو غږګېزه او هارموني لوېدېځه بڼه د افغانستان په موسیقي باندې ډېر تاثیر نه دی اچولی./Https://www.gold.ac.uk/music/staff/bailyProfessor John Baily | Goldsmiths, University of London

د افغانستان ټول سازونه تر ډېره اټکله د لنډۍ ، ټپې، ټېکۍ، مصرۍ په بڼه ویل کېږي. چې د مسرې پاينۍ څپه کې ترنګتوک (خوږ غږ) لري

تالبانو ترانه (چې تړاک، جګړې، بلواګرئ، سرخندنې او ربړوني ته د هڅوني په پار ویل کېږي، پرته له سندرې، پرته له سازه، پرته له میوزیکه، سویي ټنګټکوره، ترنم او ترانې په بڼه په سټوډیو ګانو کې وايي چې ډېری یې د ټاټوبي دودونو، کلتور او له ټولو اسلامې هېوادونو بېل بېلوالی لري؛ بل لورې ته دا هغه پېيلې نه دي چې ملایانو، مولویانو، خطیبانو، مفتیانو او شیخانو به د ادېنې او اخترونو په خطبه کې په درېځ باندې وایي، یا پر قبر، پر سترو ناستو کې ویلې) او د دري او فارسي ترانه چې ورته ( Melody, Song, Chorus ) په اېنګلېسي کې واي ( ٬٬ Melody: خوږه نغمه، غاړه لكه لغمانۍ، اهنګ، د اوازټيټوالی او لوړوالی.،، ، سندره Song, Carol : د خوشالۍ بدله: تعريف كول: فدا كاري كول: ځارېدل ،، او ٬٬ Chorus: كورس ډله: په ننداره كې هغه ډله چه دنڅا او سندرو له پاره روزل شوې وي، په ګډه سندرې: د سندرې يوه برخه چې په ټاكلې دمه كې ويل كېږي.،،) دومره خوږوالی نه لري.

      فاروق افندي د افغانستان ترک اصله موسيقي پيژندونکی په دې باور درلود چې زموږ د سیمې په جغرافيوي پولو کې  هېڅ وګړني پېیله (فلکلوريک شعر) او ترانه د لنډيو غوندې د غاړو د پاللو تغزلي غنا او د خپلې د رښتيندويه او هيجان هستونکي ژبې له پلوه  دومره اوچت اولوت ځای نه لري.
      ټاټوبي د ټنګټکور ټولې پېیلې د پښتو په لرغوني پېیل مېچه څپېزه خجېزه ټولواله ( چې له څلورګونو څپو  څخه به یې یا په هر څلور څپېز کې اوله څپه باندې زورنه وي، یا په هر څلور څپېز کې دوېیمې څپه باندې زورنه وي، یا په هر څلور څپېز کې درېیمې څپه باندې زورنه وي، یا په هر څلور څپېز کې څلورمې څپه باندې زورنه وي) په سټه روغې دي. 
      (Tone, Intonation) په هر ډول، غونډله ييز اهنګ چې کښته پورته او یا هوار یون وخوځون ومومي او خبرې او نا خبرې (انشائیه) یا امري غونډلې سره توپير وي، هممهال شعري اهنګ هم دی. ځکه شعر هم له غونډلو او له اړوند سره توپير وي، هممهال شعري اهنګ هم دی. ځکه شعر هم له غونډلو او له اړوند زورونو او اهنګونو سره تړاو لري.
      خو کله چې شعر د موسیقۍ ډګر ته ور ګډېږي، نو بیا یې هغه زورنې ( خجونه) او اهنګونه نور له ژبني او شعري چار پېریال را وځي او ٬٬ موزیکل،، کېږي. په دې ترځ کې د دغه دواړو توکو نه اهنګونه بلل کېږي: کمزورې زورنې ته یې ټيټ اهنګونه وایې او اهنګونو ته یې لوړ اهنګونه او هغه بیا ٬٬ زېر او بمي: Pitch له پر له پسیوالي، ډېر پېښۍ او د ريږدا له پلوه له پراخوالي څخه منځ ته راځي، هر څومره چې پېښۍ یا تواتر شمېر زیات وي، غږ همغومره زیر او هر څومره چې لږ وي، غږ همغومره بم اوریدل کېږي. له بل پلوه که د رېږدا لمن هر څومره پراخه شي، غږ هغومره رسا او هر څومره چې لنډ تنګه شي، غږ هغومره نا رسا اوریدل کېږي.
      په دې توګه غږ یا زېر وي یا بم که منځنی، ولېدونکی یا جګېدونکی او داسې نور دي، اهنګ یا Intonation د زېر او بم یو ډول دی، دامانا کله چې د ګړهار په بهېر یا اوږدوکې د زېر او بمي پراختیا لمن د غونډلې په کچه وي هغه زیر او بمي اهنګ بلل کېږي، اهنګ په پښتو کې ژبني ارزښت لري، د سارې په توګه خبري او ناخبري غونډلې سره توپیر وي، د خبري هغې اهنګ ولېدونکی او د پوښتني هغې جګېدونکی ... . دی،،. غاړې ٬٬ لحنونه،،.

٬٬ غږېز تارونه: د سا (وچې) مرۍ په لوړه برخه کې حنجرې ( چنغړک) دواړه دننه دېوالونو ته څلورو یا دوو جوړو مرغېړیو ( عضلاتو) ځای نیولی دی چې له ډېرو ارتجاعي او نریو تارو څخه جوړ شوي دي. دغو تارو ته غږيز تارونه وايي، د غږونو د جوړیدو پر وخت سا هوا د حنجرې له تشې نه د غږېزو تارونو له منځه تېرېږي. که د سا هوا د تېرېدو پر وخت چې د غږ زېږ لپاره پر کار ولېږي، غږېز تارونه په عادي بڼه وي، په بله وینا يوه له بله سره لرې وي، هوا له تارونو سره بې که کوم ټکره تېرېږي او تارونه نه رېږدي. نو داسې غږونه منځته راځي چې هېڅ راز بنګهار او موسقیت نه لري، دا راز اوازونو ته ٬٬ ناغږن اوازونه،، وايې. که د غږ د زېږ پر وخت غږیز تارونه سره نږدې راوړل شي، په بله وینا، د حنجرې تشه سره ورشي او د هغو مرغېړي سره راکېښکل شي، په دې توګه سا هوا تارونه پر رېږدا راوړي او داسې غږونه رامنځته کېږي چې بنګهار او موسقیت لري، دا راز اوازونو ته ٬٬ غږن اوزونه ،، وایې. داچې ټول پښتو خپلواک اوازونه د پيدایښت پر وخت غږېز تارونه رېږدوي، نو له دې کبله ټول غږن او خواږه دي،، ( محمد رحیم، ۱۳۴۹ ل، ۵۲ چوپړی)، له دې سره سره پرته له خبرو او پېیلو یا یوازې د تش ساز په بڼه هم شتون لري لکه (رېپراټور). پېیله ( شېر یا شعر، اشلوک) یوه ځانګړی ځای زموږ د ټاټوبي د ساز په دود کې لري.


د پښتو ټول ګړني او لیکني پېیلو ۲۰۰ بېلابېلو کلبونو زما په نظریې پېیلې ٬ اشلوک، شېر یا شعر ، د منځپانګې ٬ سکالو، محتوا او موضوع، له مخې شپږ وېشت ۲۶ ډوله دي[سمول]

لکه:

1. حماسي یا رزمي پېیلې (Epic Poem) : چې د جنګونو، اتلولیو او ملی تاریخي ویاړنو بیان په کې راغلی وي، سکالو يې پر رزم يا د يادويګا (٢٣٤مخ) په خبره پر جنګ جګړې راڅرخي.

2. بډاینې، غنایي یا بزمي پېیلې (Great, Important, Dignified, Supreme, Erotic, Stimulating Poem): غنا په لغت کې سرود، نغمې او ښکلي آواز ته وایې او په ادبي اصطلاح هغه پېیلې دي چې د پېیلن او پېیلنې (شاعر او شاعرې) د احساساتو او عواطفو بیانونکي او څرګندوی وي. دغه احساسات خامخا د انساني مینې (محبت)، مينه ناك، له مينې ډك، لېوالتیايي (عشقي)، پارونې، رنځونو او کړاوونو څخه متأثر یا اغیزمن شوي وي، د لېوالتیا سندرې دي چې له نیمګړي مینې او وار وار د لیلا او مجلون (لیلې او مجنون)، فرهاد او شیرینۍ سکالو را نغاړي په روان پېر او په ځاني تجربه لږ پام ساتي، سکالو يې پر بزم او يا د يادويګا (٢٣٤مخ) په خبره پر مينه یا لېوالتیا راڅرخي.

3. ښوونېز یا تعلیمي پېیلې (Academic, Educational Poem): په دې کې هغه پېیلې شامل دي چې د شاعر هدف په کې نوروته د ښوونې، زده کړې، نورو علومو او فنونو ور زده کول وي.

4. مدحي او ستاین پېیلې ( Praise Poem): په دې ډول پېیلو کې شاعر د خپل ممدوح ستاینه کوي، د هغه اخلاقي ښیګڼې بیانوې اود دنیایی ژوند بریاوې او ښکلاوې یې ستایي.

5. دیني پېیلې (Religion Poem): په دې ډول پېیلو کې دیني موضوعات، لکه: د الله ٬ج، توحید ( له شرک او کفر څخه ځان ساتل تر قیامته پورې)، په اسلامي نېغه لاره تر پاینۍ سلګۍ پورې ودرېدل، له ۲۲ لویو ګناهونو یا حرامو کارونو نه کول او حلال یا روا کارونو کول، د دین د بزرګانو اقوال او لارښوونې، ژوند پیښې، عبرتناکې کیسې او په دین او مذهب پورې نور اړوند مسایل شامل دي.

6. انتقادي، هجوي، طنزي، هزلي یا ټوكيزې پېیلې (Critical, Satirizing or Dispraising, Irony, Slip, Trip or Slipping, Limerick Poem): په دې ډول پېیلو کې د فرد یا ټولنې اخلاقي نیمګړتیاوې، ناوړه اعمالو ته د انتقاد ګوته نیول کیږي، مسایل د هجو او یا طنز په ژبه بیانیږي، يوه ډول ټوكيزې پېیلې دي.

7. ویرنه یا مرثیه، ساندې پېیلې ( Elegy Poem or Wailings Poem ): لغوي معنا یې پر مړې ستاینې او ژړیدنې دې او په ادبي اصطلاح هغه لنډۍ، ټپې، ټيکۍ او مصرۍ دي چې پېیلنو (شاعرانو) په کې د مړي د نیکیو او ښیګڼو ستاینې کړې وي او هغه پر مړینه یې د خواشینۍ او خفګان څرګندونه کړې وي.

8. مبارکۍ، هر کلي یا د تهنیت پېیلې (Congratulation Poem or Blessed, Happiness, Fortunate, August, Auspicious, Holy Poem): د تهنیت لغوي معنا مبارکي او ښه راغلاست ویل دي او په ادبي اصطلاح د پېیلو دا ډول د مرثیې خلاف دی. پېیلن او پېیلنه (شاعر او شاعره) په پېیله (شېر، شعر، اشلوک) کې د خوښۍ احساس څرګندوي او نوروته د خوښۍ پیغام رسوي.

9. د ګیلو، ګیله منې او شکایتونو پېیلې (Complainant, Complaining Poem or Complaint, Grievance Poem): په دي پېیلو کې د ژوند له ناوړه او غمناک حالت او د ټولنې ظالم حاکم قدرت نه ګیله او شکایت شوی وي، پېیلن او پېیلنه (شاعر او شاعره) د غسې خپل دردونه او اوزونه څرګندوي او نور پرې خبروي چې اصلي هدف یې له خپل حال نه د نورو خبرول دي.

10. وړتوب، وصفي پېیلې (Attributive, Qualificative, Adjectival Poem ): په دغه ډول پېیلو کې پېیلن او پېیلنه د خپلې مستقیمې لیدنې کتنې یا باوري اوریدنې له مخې د اشخاصو، طبیعي منظرو د کال د فصلونو او نورو شیانو ظاهري صفات شرح کوي او کله، کله بیا د خپل تخیلي ځواک په ملتیا معنوي اوباطني نړۍ ته داخلیږي او د افرادو روحي او عاطفي ځانګړني تشریح کوي.

11. هېوادپالنې پېیلې (Country Raising Poem ): په دغه ډول پېیلو کې د هېواد پالنې، وطن هسکولو او ټاټوبي (پورته کولو، جګول پرمخ بيول، ژوند كول، تيارول، روزل، برابرول، سرشته كول، اېشول، ابادول، جوړول، ودانول، راټولول، مړول، څرګندول، اعتراف كول، ډېرول، زياتول، پړسيدل، پاى ته رسول، سرته رسول، تمامول، بشپړول) په اړه سپړنه شوي وي. پېیلن او پېلنه په پېیله کې د دښن لمسون نه منلو، خپلې خاورې ته د لېوالتیا په لوړ حس کتلو ځانګېړنې سپېنې ته راوباسي.

12. دوستي باور کولو پېیلې ( Trust Friendship Poem): په دغه ډول پېیلو کې د دوستي ( ياري، ملګري او یارنې) باوركولو ( ويساكول، اعتبار كول: اسره كول، هيله كول، تكيه كول، اعتماد كول، توكل كول: عقيده لرل، اميد كول. باور، ويسا: باوري، اعتباري: ذمه وار مقام، مسئول مقام: څوكيدار، څوكۍ والا: امانت، وديعه، سپارنه، امانتي پانګه: د نرخونو د كنټرول موسسې.) په اړه سپړنه شوي وي. پېیلن او پېلنه په پېیله کې ځان کم راوستو، خبرې منلو(فرمان برداري، حکم منلو)، ملګري ماتولو، بې پامه) بې پروا، بې لحاظ )، پېښه، په کومه بڼه تاسو باور تعریف کوئ؟، تر ټولو ډېر باوري تن ستاسو په ژوند کې څوک دی؟، په کومه بڼه په چار ده چې دوستي وکوئ؟، تاسو د تل پاتي باور او یارنې لپاره غوره کړنې کوئ؟ ولې او ولې نه؟، تاسو په کومه بڼه اند لرئ چې باوري ملګري مو د وړتیاوي کوم پوړونه پوره کړي؟، تاسو په کومه بڼه اند لرئ چې خپله مګري مو ومنئ ؟ ستاسو په ژوند کې کوم تن یا تنه شتون لري چې هره خبره یې ومنئ؟ په ورته بڼه پوښتنېزه غونډلې او د یارانې باور لوړ حس ځانګېړنې سپېنې ته راوباسي.

13. ځيركې پېیلې (Intelligence Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه د پوهې، خبرتيا، استخباريه، ځانګړیو خدمتونو پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: په کې د دښن شته، د جګړې کرښې شاته د ځواک کچه مندلو، پټې موخې، د غوله ونې شفرونه او سګنالونه، کاږه وګړي او هامیانۍ، ټاکلی وګړي رښت، د غلې کړنو ګور ټولوالې کړه وړه بوږېدلي وي.

14. پوهګړي پېیلې (Intellectual Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه هوښيارې، عاقلې، روښان فكره پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: په کې د لوړو لوروینو، غوره پېژند، سویې کمعقلي، سویې جهالت، سویې پوچې عقيدې ( سویې موهوماتو، سویې موهوم پرستي، سویې خرافاتو) او په لوړه علمي ژمنې بوږېدلي وي.

15. کورنۍ ته د غاړې اېښودنې پېیلې (Submission Family Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه کهول ته د سپارنې ( تسلېمېدنې، اطاعت، وړاندېز) پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې پوښتې چې غاړه اېښودنه څه ده؟، یوه بېلګه یې وړاندې کړئ، په کوم پېر کې چې غاړه اېښودنه شتون و نه لري، پایله ( نتېجه، پای، غوره والی او توپېر) یې څه ده؟، په کومه بڼه پام کوئ چې پلار ته اړېینه ده ځواب ویونکی د هغه زوزان وي چې سراښتوب ( بخل، حرص) او درناوی نه کوونکی وي؟ او د روزنې غوره کړه وړه وندي کوي.

16. ورکړ د ډالۍ ورکولو پېیلې (Generosity Gift-Giving Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه په سخاوت ( بې کبري، فراخوالی، فیاضي) د ډالیو ورکولو پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلو دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې پوښتې چې ورکړ څه دی؟، هغه ډالۍ سپېنې ته را وباسئ چې ترتولو غوره مو په ژوند کې کوم تن ته ورکړي وي، تاسو په کومه بڼه حس کوه په کوم پېر کې مو چې ډالۍ ورکوله؟، تر اوسه مو لېست جوړ کړی چې پلار، مور، ورور او خور ته څه او څه اړین دي، دا اړتیا مو ولې غوره کړه، او په څو هامیانیو ورته ډالۍ پېرودئ؟ په سختۍ کې مو چاته ډالۍ ورکړې؟، غوره جوړه د ژوند کومه ډالۍ غوره کوي؟، غوره سخاوت، او د بې کبري غوره کړه وړه وندي کوي.

17. دندې کې د ټېټوالي پېیلې (Humility Service Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه په خدمت، کار، نوکري، وظېفه، ماموریت، د لښ خدمت کې د ټيټ والي، سپكوالي، تواضع پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې د غورې دندې او غوره کړو وړو، ښه سلوکو، بې لوره لوروینو، په اتلولۍ د دندې سرته رسولو، په سرلوړئ د ټاټوبي سپارل شوي هره دنده بشپړولو او په ټوله کې د لوی کور په لوی لید د دندې کړه وړه وندي کوي. 18. ټکرکولو مېړانې پېیلې (Courage Conflict Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه د ټكر خوړلو همت، مخالفت كولو زړور توب، تصادم كولو همت، په زوره په بل شي سره نښتلو زړور توب، لګېدلو مېړانې، مخالفت همت، اخ او ډب مېړانې، لګېدنې زړور توب او نښتې زړور توب پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې پوښتې چې په روان پېر کې ستا او د بل تن ترمنځ په زوره په بل شي سره نښتل په څه دي؟، تاسو دغه حالت ته په کومه بڼه ځواب ورکوئ، خپل د لګېدلو باندې چې تاسو ځواب ورکړی دی؛ خوښ یئ پرې او که نه؛ په بېله بڼه غواړئ چې ځواب ورکړئ؟، که بل تن له ورته مخالفت سره مخ شي تاسو څه پام کوئ چې د هغوی مخالفت به په کومه ډول وي؟، د همت یا زړورتوب په اړه غوره کړه وړه وندي کوي.

19. د ژوند لارې لوړې ارزو پېیلې (Ambition Career Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه د مسلك حرص، حرفې جاطلبي، د ژوند لارې لوړې ارزو، پرمختګ (په ژوند کې منډې، كار كې بېړې) داعيې پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې پوښتې چې کله تاسو کوشنی وئ، څه شی تاسو غوښتل چې شئ په راتلونکي پېر کې؟ ولې؟ ورسته مو خپلې غوښتنې څخه وګرځيدئ؟، د لوړې ارزو ګټې په څه کې دي او تاونونه یې څه دي؟، تاسو په روان پېر کې په څه مشغول یئ چې په سمون یې خپلې موخې ترلاسه کوئ؟ تاسو داسې پام کوئ چې ستاسو لوړې ارزو پای ته نه رسېږي؟ ولې؟ او ولې نه؟، تاسو لوړې ارزو لرئ چې د یوه استازي یا فلمي ستوري په شان شتمن تن ووسئ نه لکه یوه اېنجینېر تن په شان چې هېڅ سرغندوی ( مشهور)، بډایه او سوکاله نه وي خو ټول ژوند یې د نورو وګړو یا د ټولګټې هوساینې، ګټنې او مرستې لپاره په کار کړ کړی وي، تاسو تل څه شئ غواړئ چې ترلاسه یې کړئ؟ تاسو ترسره کړي دي تراوسه؟ تاسو په کومه بڼه د بریالیتوب مېچه کوئ؟، تاسو لوړې ارزولرونکي یئ؟ ستاسو نومړی حرص د دې سبب شوی دی چې د ژوند غوره برخه مو له پامه لوېدلې وي؟ تاسو څه شی کولی شئ چې ډېر یا لږ لوړ ارزو لرونکی دي وګڼل شئ له خپلو څه رنګوالي څخه؟، د مسلك حرص، حرفې جاطلبي، په ژوند کې منډې او كار كې بېړې داعيې وندي کوي.

20. زړه سوى او رښتي ټولوالې پېیلې (Mercy Legal System Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه زړه سوى او رښتي ټولوالې (رحم او قانوني سیستم، مهرباني او حقوقى ټولوالې، شرعي ټولوالې ) پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې پوښتې چې کله مو داسې کار کړی دی چې اوس پوی شوئ چې داسې کار مې باید نه وی کړی؟، تر اوڅه پورې دې داسې پرېکړې پایله ترلاسه کړي ده چې تورن ګڼل شوی یې او یا کوم تن در ته بخښنه یا زړه سوی درباندې کړی وي؟، د پرېکړه کوونکي (قاضي) کړه څه ډول وي؟، د پرېکړه کونکي او زړه سوي کوونکي ترمنځ بېل والی څه دی؟، وګړي دي پېرېکړې وکړي او که زړه سوی چې کله کوم تن په لوی تور تورن وي؟، دودېز، ټاټوبي او پېنۍ وال رښت لوړ حس د تړې او پرېکړې هر تن ډک وي؟، ستاسو پور په وګړو باندې د پرېکړې او زړه سوي په ډول چې مالیه نه پرې کوي، وژنې، د تمځي د څراغونو نه درناوی، پر ناموس وار، له هټۍ د خوړو غلا، د نشه یې توکو پلور تورونو په کومه بڼه کړ کېږئ؟، تاسو تر ډېره پرېکړه کونکی او که رحم کوونکی تن یئ او ولې تاسو پام کوئ چې داسې تن یئ؟، تاسو د خپلو وګړو په منځ کې د پرېکړې او زړه سوي په ډول ترمنځ تله او پرتلنه په څه ډول کوئ؟، د ښه سلوک برابری ( پای ته نږدې: د ځانمنيتوب ښکاروندي ځان پالني؛ پای ته ډير نږدي: قانوني ښکاروندی؛ پای: مسلکي کړني ښکاروندی؛ له پای وړاندې: رښتينوالۍ ښکاروندی) کوي، ځیني شیان کیدی شي چې قانوني وي، خو سوی سم یا ناسم به وي ) ښه سلوکو پوهه)، ځیني شیان کیدی شي چې سم وي ) ښه سلوکو پوهه (خو سوی قانوني یا بي قانونه به (وي او په کې د عفوي، زړه سوي، رحم، مهربانۍ، قانوني، رښتي، حقوقي، شرعي ټولوالې بوږېدلي وي.

21. لیدل او رهبرۍ پېیلې (Vision Leadership Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه په خيال كې راوستل او مشرۍ، ( ليدل او زعیمي، تصور كول او رهبرۍ، په خيال كې راتلل او لارښوونكي، خيالي منظره او مشرۍ، خيال او رهبرۍ، بصيرت او رهبرۍ، باصره او زعیمي، منظره او زعیمي، د باصري حس او رهبرۍ) پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې پوښتې چې هغه کوم رهبر دی چې تاسو ورته د مینې او شاباسي په نظر ورته ګورئ؟ ولې دوی ته د مینې او شاباسي په نظر ګورئ؟، کوم څه رنګوالی تاسو په ښه رهبر کې وینئ؟ پرته له مشرئ څخه په ټاټوبي کې ګډوډي، بشپړه بې نظمي او انارشیزم یا ځانځاني ( بې رښتي، بې حکومتي) ته لاره پرانستل کېږي؟، مشر ( رهبر ) د لیدلو (بصیرت، تصور كول، په خيال كې راتلل)، قضاوت ( نظریه، اټکل، د تشخیص قوه) او د ښې راتلونکې په هېله ( د ښه ژوندانه په هېله) درې غوره ځانګېړنې لري؟، رهبري پر دې پوهېږي چې راتلونکی بل کوم کار وکړي؛ پوهېږي چې دا ولې غوره دی او پوهېږي چې په لاس کې لرلو اسانتیاوو زېرمو څخه ګټنې راوباسې؟، کومې پرېوتلې ( واقعه، دروغ ) مخې ته دي، دا څلور اړخه لرې لکه څنګه چې دننۍ اړخ لري؟، په هرو پېچلو خنډونو کې اسانتیاوي پلټي، خو په هرو اسنتیاوو کې خنډونه نه پلټي!؟، لیکونکی څه شی په ډاګه کوي چې درې غوره ځانګېړنې د مشر څه دي؟، د کښونکي کښلې چې وړاندې کوي دا د هر وګړي لید دی د یوه ښه رهبر لپاره، تاسو ورسره دامنئ او که نه یې منئ، ولې؟ او ولې نه؟، په پېنۍ واله سېمه کې ګټور مشر په کومه ډول تشریح کوئ؟ او وند د رهبرۍ په کې بوږېدلي وي.

22. مېلمه پالنې پېیلې (Hospitality Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه مېلمه پالنې او مېلمه پاله پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې د مېلمنو غوره پالنه، مېلمنو درناوی، د پښتون پښت (نسب) پخت پخلی، لېوالې او لېوال ته د غوره خوړو پخول، پخلنځي کې په زړه پورې خوړو، دمې ځای کې غوښو او مېلې ځای کې د شپنوسیخان پخول، پټولی ( مېزپوښي، دسترخوان) تیارول، خوړل او څښل وندي کوي.

23. ژبۍ نښتېځونکي پېیلې (Tongue Twisters Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه ژبه بندېدونکي، وینا بوړبوکي غولۍ، وینا سبک چورلونکي، ژبې ګډوونکي پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې ډېر ژبه څرخوونکي غبرګلړونه، ډېر ژبه تاوونکي غبرګې پښېلې او ژبه نښتېځونکي غونډلې، غوڼد او ویکیي وندي کوي.

24. متل پېیلې (Saying, Simile, Parable, Example, Model or Idiom Poem ): د وۍ یا ویکیي له متل، مقوله، كره وينا مثال او نمونه يي پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې متل، مقوله، كره وينا مثال؛ تشبيه (ورته والى)؛ هغه لنډه كيسه چې د اخلاقو درس وركوي؛ عبرت؛ نمونه، موډل، كاپي، سر مشق، ورته ( مشابه ) ، جوړښت، رغښت، هغه كره وينا مثال چې پېیلن یا پېیلنه یې له مخې پېیله کاږې، هغه سړى يا ښځه چې انځورګر يې له مخې څيره كاږي، اصطلاح، لهجه او د افادې خاص ډول وندي کوي.

25. ورمي پېیلې (Admonition Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه نصيحتي، مصلحتي، مشوريي او ورمي پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې نصيحت، سلا، مشوره خبرتيا، لارښوونه، د خبرونو راپور ( د جمع په حالت كې ) او ورمونه وندي کوي.

26. لوڅې پېیلې (Nude, Naked, Bare or Sexy Poem): د وۍ یا ویکیي له پامه لوڅې، لغړې، بربنډې، سیکسي، کونۍ، پوچې او بې ختو پېیلو ته وايې. او په اصطلاح کې هغه پېیلې دي چې دننه نی سکالو یې داسې روڼېږي: چې پېیلن یا پېیلنه په پېیله کې جنسي، نر توب يا ښځتوب شهوت، شهواني غريزه، بې جامو، لوڅې، لغړې، بربنډې، څرګندې، ايستلې (لكه توره له تيكې څخه)، تش لاسې (بې وسيلې)، بې زيرمې، شړيدلې (لكه كالې)، خوارې، تشې، بې ډوله، ساده، بربنډول، لغړول او تشول وندي کوي.

د ټاټوبي ساز په بېلا بېل سبکونه او لهجې کې سندرغاړو(ټنګټکوري، موسیقارو، سازیانو، شاعرانو یا هنرمندانو) ته سرغنویتوب ورکړی دی چې له کرښو او پولو (سرحدونو) څخه ور تېر شوي دي او د وګړو په زړونو کې یې ځای موندلی دی، له شپېتمه لېږدېزه لسېزه، افغانستان په دننه ني توتریخوالي کې ګېر و، له دې مخې د ټاټوبي بډایه ساز پاتېشونی ( میراث) چورلک ( شپېلک، سګنال) په نشت شو، وځپل شو او یوازې د باندنیو ځواکونو له لاسه ټېټې کچې ته ورسېده. پلازمېنه کابل چې د دودونو زړه یا مرکز یا کلتوري او فرهنګي مرکز د افغانستان دی، د ساز ( موسیقي ) له ډګره هم، د لغمان ساز یې د زړه برخه، پکتیا ساز یې مټې، د بلخ ساز یې زېرمه، د کندهار یې مستي او د هرات ساز یې دودیز ( سنتي ) دی چې بل لورې ته د ننګرهار ساز یې د هندي ساز پوله، د بلخ ساز یې د روسیې پوله او هرات ساز یې د ایران ساز پوله او ژۍ دي او ډېر نږدېوالی سره لري.


ټاټوبي د ساز کوشنی بېخلیک[سمول]

په ټاټوبي کې د ساز لړۍ د اریاني پېر څخه پيل کېږي، چې د ریګویدا ویدي سندرې، د اوستا ګاتا سندرې چې د هندوکش غرونو په لمنو کې د مسو پېژندلو لړۍ یا په پیل پېر کې ۳۰۰۰ مخ زېږدي څخه تر ۵۵۰ مخ زېږدي پورې د هخامنشیانو ( هه ښه منشیانو ) وکمنۍ پورې ښه څرک درلود، چې نوموړي ساز د یوه کورس په بڼه یا ټولو سره په ګډه یوه اواز په ریتم باندې ویل کېدلې. د مسلمانانو یا عربانو له راتللو ورسته ۲۲ لېږدېز کې د ټاټوبي په لرو پرتو او کلو او بانډو کې په یوه، يوه تن ( بې جوړې) سندرې ویلې او په نیم مړي په بڼه پاتېشوني وو، د سامانیانو ()، ګورګینیانو (۱۷۰۷ زېږدي یا ۱۰۸۵ لېږدي) او تیمور شاه دوراني ( په ۱۷۹۲ زېږدي پورې ۱۱۷۰لېږدې ) په واکمنۍ کې ساز په دربار کې دود شو.

د اېنګلېسانو په واکمنۍ کې په نولسمه پېړۍ په دننه ني او باندنیو شخړو او جګړو کې له اېنګلېسانو سره د ټاټوبي ساز او اوز ته د پرمختګ او روزنې ته پېر برابره نه وو، نوموړي هنر په ټول ګډونه ناستو کې او رسمې بلنو د ټاټوبي کې په ډېره کچه پیرودونکي نه درلودل او سندرغاړې چې په ټېټې سطحه د ټولنۍ په منځ کې ځای درلوده، په همغه پېر کې هم د ساز او اواز خپل مزل وهه.

امیر شېرعلي خان په دوېیمه دورې وکمنۍ ۱۲۵۸ لېږدي ( ۱۸۷۹ زېږدي) کې د لومړي ځل لپاره له هندوستان څخه افغانستان ته د هندي ساز او اوز ماهرین راوستل، او هغوی ته یې د خواجه خوردک یا خرابات په سېمه کې هستوګنځي ودان کړل، دوی یوازې د امیر دربار ته د ساز او اوز لپاره رابلل شوي وو، او په پیل کې یې همداسې کړنې کولې، لږ لږ د نومړو د ساز مخه لورا لور خوره شوه او د وخت په تېرېدلو سره یې په ټولنه کې ځای ومنده، په دې بڼه چې د هندې ساز څپه دلته نوی پل کېښوده، او ژور اثر یې د ټاټوبي په وګړني نیم مړي ساز و ښېنده، او په دې کې د لږ بدلون او او ډون جوګه هم شو، او د پرمختګ لوری یې نومړي هنر ته برابر کړه. او له دې لورې څخه نوموړو هندي ساز هندي پښت په ټاټوبي کې د ژوندګړو په بڼه ځان ومنه، او زامن یې د دې ټاټوبي له ملي هنرمندانو ځای خپل کړه، د ټاټوبي د ساز او اوز د پرمختګ لپاره خپل ژوند وقف کړه، د نوموړو اوستادانو یوه غوره لاسته راوړنه دا وه چې دوباره برابرول د وګړي پېیلو، د افغانستان محلي سندرې یې په هندي کالب کې ځای پر ځای کړي، چو نوموړ وګړني پېیلو له ورکېدو او له منځه تللو څخه وژغورل شوي او د ټاټوبي په رسمې او ټول ګډونه ناستو کې ځای ومونده، د نوموړو اوستادانو بل خدمت د افغانستان ساز ته دا وو چې ښوونه او روزنه د ساز یې زلمیانو، نیمچه زلمیانو او کوشنیانو ته په ښوونځیو کې ورکوله، د ساز نوموړی دود خپرول په علمي بڼه په ټاټوبي کې ګټور تمام شو، چې یو له هغه سندر غاړو څخه سرغندوی خراباتي وه چې د ساز نوموړی تخنیک له خرابات څخه را وباسي او د ټاټوبي په مرکز یې واړوي غلام حسین اوستاد و، او لومړی افغان اوستاد قربان علی نومېده چې د اوستاد قاسم د محمد نبي ( اوستاد نتو) لارښود و.

د غازې امان الله خان په واکمنۍ ۱۹۱۹ زېږدي څخه تر ۱۹۲۹ زېږدي کې ساز او اواز پرمختګ وکړه، او د خرابات ښوونې له مرکز څخه ښونیز او روزنیز علمي او اکیډمیک ځایونه جوړکړل شول چې په کې د لویدیځ سازونو غږول هم په کې ښول کېدل، دولت د لنډ پېر لپاره په ښوونځیو کې کورسونه د ساز او اواز چمتو کول، چې یوه له دغو کسانو څخه چې په نوموړې لار یې خدمت وکړه اوستاد فرخ افندي و چې له ترکي څخه افغانستان ته رابلل شوی و، چې اوستاد قاسم، اوستاد غلام محسین، اوستاد نبی ګل او اوستاد محسن سراهنګ له سرغندوو سندرغاړو اوستادانو څخه ګنل کېدل.

چې ورسته له ۱۳۵۰ لېږدېزې لسېزې څخه ورسته ساز او اواز د ټاټوبي په ټولنه کې ښه ځای پیدا کړه، له سیاسي بدلون څخه ورسته په افغانستان کې ساز او اواز په کابل ښار کې په غوره بڼه پرمختګ وکړه، په هغه وخت کې د نطیر هنري ډله، انسامبل د مېرمنو ډله، د ساز او اوز وړیا کورسونه، د موسیقۍ ( ساز او اواز) ښونځي او پوهنځی، ښکلي هنرونه بنسټ کېښودل شو، بل لورې ته په ټول افغانستان کې ناوړه سیاست او جګړې د ساز او اواز لپاره مخه ډب کړه، اوستاد احمد ظاهر یې په سر و وېشته او ژوند یې ترې واخسته د لویې لارې سالنګوکې، خان قره باغی یې په سر وېشته او ژوند یې ترې واخسته د کابل منډه یې په منځ، عبدالله کندهاری یې ژوندی ترشګو لاندې کړه او بیا یې و وېشته او ژوند یې ترې واخسته، سرغندوي سندر غاړې لکه بخت زمینه د مزایل مرمۍ په سې وتړل شو، او له هغې ورسته د ملا محمد عمر په وخت کې ساز او اواز حرام وګڼل شول، ډولونه او د ډمتوب اسباب په دار وځړول شو او په اور وسځیدل. بل لورې ته چېرې چې نوموړي روزنه، پالنه لېدلې وه او چېرې یې چې ژوند کوو او چېرې چې مړ شو هلته ټنګټکور په درځ کې روان وو.

د حامد کرزې د واکمنۍ پر پېر ۲۰۰۲ زېږدي کې دولت هڅه وکړه چې ساز او اواز (موسیقي) دوباره د پخوا په بڼه ورغوي او کړنې یې په ښې بڼه پرمخ ځي د جمهوریت تر پایه پورې یا ۱۴۰۰ لېږدي پورې په همدې کال یې په وږي میاشت د ملا هیبت الله په دوران کې یې مخه ډب شوه، او له افغانستانه بیا ساز او اواز ګاونډیانو ته کډه وکړه.


په ټاټوبي کې د ټنګټکور (ساز او اواز، میوزیک) سبکونه[سمول]

په ټوله کې د ټاټوبي ساز او اواز سبکونه په څلور ډولونه دي، لکه :. لومړۍ بڼه: وګړي ټنګټکور ( ساز او اوز، محلي موسیقي، سنتي موسیقي، فلکولوریکه موسیقي)، دوېیمه بڼه: مذهبي ټنګټکور ( مذهبي ساز او اوز یا مذهبي موسیقي)، درېیمه بڼه: پاپ ټنګټکور ( پاپ ساز او اوز، پاپ موسیقي، لوېدېځه ساز او اوز) او څلورمه بڼه: ختېځ ټنګټکور ( ختېځ ساز او اوز، کلاسیکه موسیقي).


وګړني ټنګټکور ( ګړنې ساز او اوز، ولسي ټنګټکور، محلي موسیقي، سنتي موسیقي، فلکولوریکه موسیقي، شفاهي موسیقي)[سمول]

هغه ساز او اواز ته وایې چې د افغانستان د سېمو، کلو او بانډو څخه ټوکېدلې وي، د هغه سېمو، کلو او بانډو دي چې ډېرې سرغندوي وي لکه: هارمونیک یا څوغږه وېستل د نورستان سبک ( کانتیوا سبک)، لنډۍ، ټپه، ټيکۍ او مصرۍ لغمانی سبک، چارباغی سبک، د لمپاکا نیمکۍ، پام او سورکي سبک، د ختېځ داستان سبک، چهاربیته ننګرهاري سبک، پکتیا سبک، غزني سبک، بوستي سبک، د پښتون پښت کلیوالي سبک، قطغني سبک، بدخشي سبک، هراتي سبک، لوګري سبک، خراباتي سبک، هزاره ګي سبک، ازبېکي سبک، ترکمني سبک، پشه یي ( دره یي ) سبک او پنجشیري قرصک ( چک، چک) سبک.

د وګړني ساز او اواز یا محلي موسیقي سرغندوی سندرغاړی اوستاد ګل محمد ګلکی ( لغماني سبک) کې یې ۸۰ کاله د افغانستان موسیقۍ ته خدمت کړی دی، چې غوره لنډۍ، ټپې، ټيکۍ او مصرۍ، لنډۍ اېزې یې ویلې دي، په اووه ۷ کلنۍ کې یې چې پلار مړ شو په همغه ( ۱۲۹۰ زېږدي) کال نوموړي د خپل کلي شپون سره شپون شو او ځانته یې تولۍ اخستې وه ازبېن کې او د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې لغمان ته راغی، رمه یې پېوله په تولۍ کې یې سندرې ویلې، یوه ورځ عبدالحنان ورته وویل راځه دا پېیلې مه وایه زما دغه پېیلې ووایه په کې له ځان سره یې خپلې مدرسې خواکې ورته درس وایه په دې پېر کې عبدالحنان۲۳ کلن و، همغه وه چې د درس په خوند پوی شو، شپنې یې پرېښوده او مدرسه یې شروع کړه په لوست او لیک پوی شو، له اړخبغلې ( یوه سره، زېربغلي درې ژبې ویکی ) سره به یې پېیلې چې توتي ورته یوه سره وهله ده به سندرې ویلې ورته د زیارت کلي کې په نوموړي سبک کې، له لېوالتیا یې د امیر حبیب الله په پېر کې له هندو ترکاڼ چې ارمونیې جوړولې ترکاڼي هم کوله او ارمونیې یې جوړولي. اوستاد ګل محمد ګلکی چې تخلص یې شېرزاد و، د محمدخیلو ټبر دی، د نور محمد زوی ۱۲۸۳ لېږدي کې زوکړه شوی و او ۸۹ کاله یې عمر درلوده، په ازبین کې زوکړه شوی وو د ۱۲۹۰ لېږدي (۱۹۱۲ زېږدي) کې لغمان ته راغلو، په چلمټیو کې یې پېژند پاڼه واخسته او د همدې کلي ژوند ګړ و. څلنۍ ورځ یې د شپې په ۳:۰۰ بجې د سلواغې (دلوې) مياشت، دیارلس سوه او دوه اویاوم ۱۳ / ۱۱/ ۱۳۷۲ لېږدي (۰۴/۰۳/ ۱۹۹۴ زېږدي ) کې یې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي. له کډوالۍ څخه چې راستون شو نو د ننګرهار بېهسودو ولسوالۍ کې پاتې شو او په اومه بیاله سېمه کې د شهېدانو په ادېره کې خاورو ته د هغه ځای د وګړو په غوښتنه وسپارل شوو. ٬٬ کورنۍ ته یې بېسودیانو مشرانو ویل چې مړی څوک بل ځای ته نه وړي، لغمان ته یې مه وړئ او همدلته یې خاور ته وسپارئ، موږ هم د مشرانو درناوي او غوښتنې په پارهمدلته وسپاره، د رحمت الله د لور لورې مسې د خولې یې او د درېیمې مېرمنې له خولې یې،، په ټوله کې ګل محمد ګلکي دوې ورورنه او دوې خوېندې درلودلې.

څلور زامن یې درلودل او لس لورګانې یې درلودلې، څوار لس سره ایل یې وو، له درې مېرومنو څخه، چې پیلنۍ میرمن یې اغلې بېګم جانه نومېده یوه زوی ښاغلی اوستاد پینده محمد پینده او لور یې اغلې زینب ترې زوکړه شوي وو، له دوېیمې مېرمنې څخه چې اغلې عالم نومېده دوې لورګانې او یوه الک ترې زوکړه شوي وو او له درېیمې میرمن یې ٬٬ اغلې شیرین تاج د عبدالذاهد لور د الېشنګ کلي ژوندګړې چې اوس ۷۹ کاله یې د عمر کچه ده ،، چې ترې اووه لورګانې، دوې زامن شااغا او رحمت ګل زوکړه شوي دي. سبک Style, Method ٬٬ ډول، سبك، طرز، نومل، بلل، لقب وركول. قاعده، نظم، ترتيب لار، طريقه ،،

د وګړني ساز سرغندوی سندرغاړی اوستاد ملاجان ملګی دی په لغماني سبک کې، ګل زمان اوستاد دی په پکتیاوال سبک کې، اوستاد فیض محمد پنانا په دره يي سبک کې، محمد چوباش دی په ازبېکي سبک کې، سرغندوی سندرغاړی صفدر توکلي دی په هزاره ګي سبک کې، اوستاد بېلتون دی په لوګري سبک کې، ناوک هروي دی په هراتي سبک کې، بازګل بدخشي دی په بدخشي سبک کې، طلا محمد تخاري په فلک سبک کې، نجم الدین ماما (تغه) دی په فرخاري فلک سبک کې او بنګیچه تاشقرغاني دی په قیصاري سبک کې.

په روغه بڼه د هندي ساز او ورپه سې د لویدېځ ساز د لسزېزي په پایل کې د ټاټوبي په وګړني ساز ډېر اثر پرېښوده، چې د دې نویو سبکونو د یوه ځای کولو او خپرولو واک او اختیار د افغانستان ملي راډيو تلویزیون سره وو، وګړنی ساز یې له ورکېدو سره غاړه غړۍ کړه. د اړتیا په پېر دوی کولی شوی چې وګړني ساز ځینې سندرې په نوي ساز کې او په نوي کالبونو کې خوندي کړي چې په راتلونکي پېر کې له پامه و نه وېستل شي. چې ډېر لږ نوم وړی کار د اوستاد قاسم له لورې رغول شوي او دوباره ویل شوي دي، لکه: استا برو، نازي جان!، شا کاکو جان. له د په سې اوستاد محمد حسین سراهنګ د شمالي ځينې کوشنۍ برخې، اوستاد عبدالوهاب مددي د لودېځ هرات ځینې کوشنۍ برخې، اوستاد محمد صادیق فطرت ناشناس د پښتو ځینې کوشنۍ برخې ویلې دي او په نوموړی لار یې لږ مزل وهلی دی. اوستاد پینده محمد منګل ځینې سندرې دوباره ویلې په نوي او مډرنه بڼه چې د ډېریو وګړو په زړه پورې شوي دي، عارف کیهان څو دانې بدخشانۍ وګړني سندرې دوباره نوي کړي دي چې په شمال کې د ډېریو وګړو په زړه پورې شوي دي، نوموړي کړنه د ځوانو سندرغاړو له لورې هم ډېره ګټه وره شوي ده لکه د احمد ظاهر، فرهاد دریا، داود سرخوش چې لږې وګړني سندرې یې په لوېدیځ ساز یا ټنګټکور کې ویلې دي.


مذهبي ساز او اوز ( مذهبي ټنګټکور یا مذهبي موسیقي)[سمول]

نوموړی بڼه ټنګټکور د اسلامي ارشادات د نعتونه و یونکو له لورې او د صوفیانو او قوالي سبک شاعرانو له لورې منځ ته راغلی دی، چې په اوس اوس خپل لوړې څوکې ته رسېدلی هم دی. د نوموړي سبک سکالو د الله العظیم ستاینه، توحید او رسالت یادونه، په اسلام تر قیامته ودرېدنه، په نېغه لاره تر اورستۍ سا تلنې، د محمد رسول الله حبیب الله ستاینه او د څلورو ملګرو یادونه او ستاینه یې کوي. د نوموړي سبک ځینې پېیلې تر لسو پېره یا ساعته پورې اوږدېږي، ۳ څخه تر ۱۰ پورې یې مل سندربول په ګډه ملتیا کوي، د نوموړي ساز او اوز یا مذهبي ټنګټکور په درې بڼه سبکونه لري، لکه د چشتیه سبک، روضه یي ( مناره یي) سبک او نوايي سبک دی. د نعتونو، دوه یېزو، بوللو او ستاینو پېیلو ټنګټکور اوډون ( کمپوز ) له پخواني پېر څخه شتون لري. په ځینې پېر کې نعتونه و یونکي ځینې لهجې او په کې ډېره وي او یا یې ترې لرې کوي. چې سرغندوی نعتونه و یونکی په پلازمېنه کابل کې او د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې سید فخر الدین اغا دی.


لودیځ ټنګټکور (غربي ساز او اواز یا پاپ موسیقي)[سمول]

نوی سبک دی چې ډېر اورېدونکي لري، نومړی سبک د افغانستان راډیو او تلویزیون د بنسټ اېښودلو پېر کې په ۱۲۹۹ لېږدي (۱۹۲۱ زېږدي) کې زوکړه شو، نوموړی ټنګتکور د لويدېځ ساز او اواز توکو او اسبابو ټاټوبي ته له راوړلو ورسته ډېر دود وموند، په لویه کې له ۱۳۱۸ لېږدي (۱۹۴۰ زېږدي) څخه ورسته ځوانۍ ته ورسېده، د ټاټوبي په ملي راډيو تلویزیون کې نوموړي سندرغاړي په اماتور ( مينه ناك، له مينې ډك، سویی مسلکي، عدم کسبي، غیر حرفه اي) باندې پېژنې او نوموړی سبک په اماتوري (مينه ناك، له مينې ډك) باندې پېژندل کېږي.

چې تر ټولو سرغندوی او سرلاری یې احمد ظاهر دی، ورپه سې احمد ولي، اوستاد پینده محمد منګل، ظاهر هویدا، اوستاد زلاند، اوستاد داود وزیري، محمد صادیق فطرت ( پټ نوم ٬ مستعار نوم ، یې ٬٬ ناشناس ،، )، اوستاده مېرمن مهوش، مېرمن پرستو، مېرمن قمرګله، مېرمن بختزمېنه، مېرمن زرڅانګه، مېرمن ژیلا، مېرمن ښا پېرۍ نغمه، عارف کیهان، رحيم مهر یار، طاهر شباب، جواد غازیار، اوستاد زاخېل، اوستاد مددي، شادکام، فرید، مېرمن وجېهه رستګار، فرهاد دریا، احسان امان، صدیق شباب، طاهر شباب، لطیف ننګرهاری، احمد ولی او داسې په سې نور دي، چې د افعانستان پیلنۍ پاپ سندر غاړې اغلې مېرمن پروین او دوېیمه یې ازاده دي، درېیمه یې ښاپېرۍ نغمه ده.


ختېځه ټنګټکور (زوړ ټنګټکور، کلاسیک ساز او اواز یا کلاسیکه موسیقي)[سمول]

نومړي ټنګټکور د دري غزل او ترانې په بڼه او هندي راګ (نر) یا راګني ( ښځه ) ویل کېږي، د ټاټوبي سرغندوی سندر غاړی د کلاسیک ټنګټکور اوستاد محمد حسین سر اهنګ دی، ورپه سې اوستاد قاسم، اوستاد اولمير، رحیم بخش، اوستاد مهوش، چې د ډېریو افغانانو ورسره مینه ده او لېوال یې دي.

په ختېځه ټنګټکور کې څو سوه ځایونه ځای لري، هر ځای (مقام) یې یوه یا څودانې راګ او راګنۍ لري، ځینې له نوموړو راګونو څخه بې مانا پېیلې دي، په یوه راګ کې ټول اوازونه او غږونه چې سندرغاړی او باسې ډېر په منظم بڼه او زړه راښکونکي وي. کوشنۍ برخې یا پرزې چې اوازیان وایې په ټولو ټنګټکور اوډونونو ( کمپوزنو) کې ځانمنی ځای نېسي.

  • ځای (مقام، ترانګتوک، خوږه نغمه، غاړه ( لكه لغمانۍ، پکتیايي غرنۍ او تيرايي )، اهنګ ):
په لوېدیځ ساز کې د میلوډي (Melody) په نوم باندې یادېږي. منظم او خواږه اوزونه  د پیانو له ۱۲ پنځي (طبیعي) پردو او د ارمونیې (هارمونیه، باجې) له ۵ پېنځو پردو څخه را وځي.  

د بېلګې په بڼه د پاري ځای ( پاري مقام ) سا ـ ني ـ ده - پا - ما - ګا - ري - سا ٬٬ Sa-Ni-Dha-Pa-Ma-Ga-Re-Sa ټول نر دي، یانې له سا نه تر سا (Sa ترSa ) پورې سپېنې پردې دي.

  • سبټاک ( Saptak ):
د ۱۲ اوازونو یا غږونو مجموعه ده، له بم سا (  ډو، Do ) سا لوړ څخه نېولې تر سا ( ډو، Do ) ځوړ پورې، په ارمونیه کې درې سبټاک شتون لري، او په پیانو کې له ۶- ۷ پورې سبټاک شتون لري.


  • ٬ جیجیونتی٬ :
د موسیقي د کماچ ټاټ یو راګ دی، رکهب یې بادي دی په دوو ګندهارو )کومل ، تیور(  او دوو نکهار وویل کېږي، ارو، امرو.

ارو: غږول له لوړ څخه د ځوړ په لور یا بم څخه زیل په لور. ارو: راګ دی: سا- ده- ده- ګي- ده- ما- نا- ده- په- ده- ګي- ما- پا- ني- سا. (Sa- Dha- Dha- Gi - Dha- Ma- Na- Dha- Pa- Dha- Gi- Ma - Pa- Ni-Sa)

  • امرو:
غږول له ځوړ څخه د لوړ په لور، یا له زیل څخه د بم صوت یا غږ  یا د غور اواز په لور. 
  • امرو:
راګ دی: سا- نا- ده- پا-  ما- ري- ګا- ده – ني-  سا- ني- سا- ري- ګا- دي- سا (Sa-Na-Dha-Pa-Ma- Re- Ga- Dha- Ni- Sa - Ni- Sa-Re-Ga-Di-Sa) ،،( صفي الله، ۱۳۸۸ لېږدی، ۷۶، ۳۸۹ او ۳۹۰ چوپړی)[[۱]]
 
  • راګ یا رګ (Raga):
په یوه ځای یا مقام یا ترنګتوک کې د غږونو د څېرو کيلي( کونجي، چابي) ته ویل کېږي، په ټوله کې راګونه په لاندې بڼه وېشل کېږي، بیروي، ګولا بیروي، کستوري، پاړي، کلیان، همن کلیان، بیوپلاسي، اساوري،  بهرامي، بهلاول، سرنګ، تلنګ، ګنداره او نېشاپوري دي. په یوه ځای یا مقام کې موږ کولی شو چې په میلیاردونو کمپوزونه جوړ کړو خو په ختېځه ټنګټکور یا کلاسیکه هندي موسیقي کې هر مقام ځانته یوه راګ او څودانې راګني لري.

یوه سندرغاړی چې وغواړي غوره سندره و وایې او په ټنګټکور غوره پوی شي له ټولو نه وړاندې ورته اړېنه ده چې د هر ځای راګونه ښه برابر او ډولي په تال او نرمۍ سره و وایي، د ارو او امرو باندې غوره تراڼ کولی وشي چې له یوې ټېټې پردې څخه د لوړې پردې په لور او له لوړې پردې څخه ټېټې پردې په لور په کومه بڼه لاړ شي، په رښت کې راګ هغه کيلۍ ده چې یو سندرغاړی پوګړی او خوږ غږی کوي.

دانو له دې سره توپېر لري چې د راګونو د ویلو په پېر کې د انسانانو په تن باندې تاثېر کوي. د بېلګې په بڼه بیروي راګ، پاړي او کاستوري د ورځي د ودونو او ناستو کې ویل کېږي، او اساوري راګ د شپې له ۲ بجو ورسته ویل کېږي، راګونه په فصلونو، د اوریدونکو د عمر په کچې، او د هغوی د ډول اورېدونکو تر یوه ټاکلي واټن پورې اړه لري، د پسرلې، دوبي، مني، ژمې، الوتلو، کېناستلو، تللو، تراڼ، برېد، تړاک، حملې، جرګې، تړې، پرېکړې، ورم، لارښونې، ځغاستې، سیالیو، رهبرئ، بیدارولو، خوبولو، هوساینې، ارامولو، سهار، غرمه، ماذیګر، ماښام، نېمې شپې سازونه تر خپل منځ توپیر لري. ډېری ایراني او عربي کمپوزونه چې سړی اند او وند کوي د انسانانو له فریادونو، زګېرویو، کړېکو او ژړا څرګندول سپېنې ته راوباسي په اساوري او بهال بهلاول راګونو باندې روغې کړې وي، نوموړي راګونه یوازې او یوازې په شپه کې ویل کېږي.

  • پرزه:
د راګ او یوه کمپوز په منځ کې ښوونې ته پرزه وایې.
  • تال ( Tala):
د دوې ګړیو یا طبلې وهل په بریالۍ بڼه چې له ترنګتوک ( اهنګ اواز ) سره موازې وي او اورېدونکي ارامه وساتي ورته تال وایي، که چېرې دوې ګړیووالا یا ډولچي د وهلو په دوران کې غلت شي د بې تال ( بې لهي ) باندې یادېږي. په ټاټوبي کې چې ډېر تالونه دي او ترې ګټنې اخستل کېږي په دې بڼه دي: ۱۶ تین تاله، ۵ ګېده ماتره ، ۷ دادره ماتره ، ګست تاله ماتره او یوه تاله  بڼه شتون لري. 

هر یو تال یوه لا یانې پنځي ( طبیعي) دوې لا یا تېز حالت لري. یوه تال څوبڼې یا ماترې لري، په دې اخېر پېر کې وګړو درې لا او یوه تال وپېژنده چې ډېر ګړندی او تېز منډه لري.

  • ماتره ( ( Metre:
د تال هر وهل ( ضربه، ډب) ته یوه ماتره وایي.
  • ټیور یا ټیورا (Tivra (:
د هندوستان د ټنګټکور په پښویه کې شتون لري، چې پېنځم سورونه ترې کموي، Sol یا  Pa او پیلنیSa  یا  Do د نیم سوري رښت ګڼي، یا د نیم سورۍ رښت دی. په همدې سټه له ټولو ۱۲ سرونو څخه په یوه سيټاک یا اوکټیو ( Octave)  کې پېنځه سوره ټیورا  (  Tivra ) درانه یا ثقیل دي او پېنځه نور سورونه  کومل (Komal) یا نرم یا خفیف دي او دوه پاتې سورونه یا نوټ خپلواک دي. بل لورې ته په لویدېځه ټنګټکور کې په دې بڼه شتون نه لري.
  • سور یا سوارا (Swara):
سم برابر یا منظم ویلو ته چې په زړه پورې وي ورته سوارا یا سور وایي. یانې که کوم سندرغاړی چې تال نه شي د ساز سره برابر او ورته وغږول شي او غږ روغ او منظم وباسې ورته سور ویل کېږي.
  • لی یا لهی:
سندر غاړی چې د دوېګړیو په تال یا (د طبلې، ډول او ډرم) په تال روغ، منظم او مساوي و وایي په لی ( لهي) سندرغاړی ورته وایي.  


ټاټوبي د ټنګټکور الې ( وسایل، اسباب )[سمول]

د افغانستان ملي ساز د رباب غږ دی، چې له تاري (نېغ له لومې او تاره راوتلی غږ اوباسې، زهي، ارشه یي) سازونو له بڼې څخه دی، لڼد لاستی لري، چې په ګوتو او یا په شړانګوشته، پترې یا کمانه باندې وهل کېږي، چې د زهي سازونو له ډلې څخه نور اسباب هم شتون لري لکه اوږده لاستي لرونکي تنبور، دوې تاره، درې تاره، دمبوره، او په پرتو بڼه الې یې چې زهي ساز کوي سرنده، غجکه او بېنجو دي. ٬٬ تنبور، دوتار، د ننګرهار رباب، ۱۴ سېمه هراتي یوازې او یوازې هغه سازونه دي چې ننه ني افغانستان پورې اړه لري. د افغانستان اصلي سازونه په لاندې بڼه دي: ،، د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۰۷ چوپړی)، ( عبدالوهاب، لېږدی، چوپړی )، ( لویس ډوپري، ۲۰۰۲ زېږدی، چوپړی ) [[۲]]


تاري (نېغ له لومې او تاره راوتلی غږ اوباسې، زهي، ارشه یي) سازونه:[سمول]

  1. تنبور:
یوه له زهی ( ارشه یي، نېغ له لومې او تاره راوتلی غږ) سازونو له بڼې څخه دی چې لرګی یې د توت له ونې څخه جوړېږي، چې اوږد والی یې ۱،۲ یوه عشاریه دوې متره دی، تنبور دوې اصلي او ۱۵ فرعي تارونه ( سیمونه ) لري، چې ۲۷ اووه وېشت پردې لري، تارونه یې د لاستي له پورتنۍ برخې او له ګېډې ( نس، کاسې، خېټې) څخه یې تېر شوي دي، چې د لاس د ګوتو په وهلو سره خپل غږ یا اواز اوباسي او د ټاټوبي په ډېرو سېمو کې یې له اواز څخه ګټنې اخستل کېږي. د لیکوال ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی،  ۱۴۵ چوپړی)   
  1. چنګ:
یو کوشنی اوسپنېزه ساز دی چې د مخکېني غاښونو نېولو باندې نېول کېږي چې په یوه لاس باندې یې ټینګ نېولې وي او د بل لاس ګوتو په ژۍ وهلو سره خپل غږ یا اواز اوباسي. په همغه پېر کې اړین باید سا و وېستل شي، د دې لپاره چې د اوازونو کنټرول او څارنه د اواز زیر او بم یا ځوړ او لوړ د چنګ د خولې په هواوېچه کېږي چې په دوامداره توږه له خولې څخه راوځي، په لویه کې لېوالې انجونې او زلمي او مسلکي هنرمندان ( حرفه یي هنرمندان) یې د افغانستان شمال او سويل لوري ته ترې ډېره ګټنه اخلې. د لیکوال ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی،  ۱۳۲چوپړی)      
  1. څلور تاره:
په کومه بڼه چې له تاري اسبابو یادونه وشوه لکه تنبور او رباب چې څلور او یا ډېر تارونه لري ترې یادونه شوي، په ټوله مانا هره یوه غوټه د څلورو تارونو او څلوره تاره ځانته یو ستاین لري او یوه ساز یې ګڼو، هره اله چې څلور تاره ولري کولی شو چې پر څلور تاره یې ونومه وو، نوموړی ساز چې له خپل غږ څخه یې چې لري له نورو ټولو وسایلو سره چې وګړني ټنګټوکور د افغانستان کې شتون لري سره بېلوالی د خپل لري،  په تار او څلورتاره او شپږ تاره سره شتون لري. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی،  ۱۲۸چوپړی)      
 
  1. دمبوره:
سرغندوي اله د افغانستان د ساز ده چې په تاري بڼه شتون لري او دوې لیلوني یا نایلوني تارونه لري. نوموړ ساز      ( اوسپنېز تاره، پرته له سیمي تاره) وي، له دوې برخو څخه جوړه شوي وي، لاستی یې ( ستونی) او ګېډه یې ( کاسه، خېټه ،نس) چې د اوازونو د زورنې لپاره جوړ شوي دي، نومړی ساز او ګوټکونه یې د توت له لرګي څخه جوړ شوي دي، د  کاسې پرمخ څو دانې سوري دي چې د اوازونو یا ساز  ترې راوځي د درې څنډې په بڼه یا یوه څنډي په بڼه سوري کېږي. اوږدوالی يې ۷۰ سانتي مترو څخه تر ۱۰۰ سانتي مترو پوري دی. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه (  لویس ډوپري، ۲۰۰۲ زېږدی،  د اي ټمبونی یا افنډيکس اي چوپړی ) [[۳]]


  1. دوې تاره:

یوه تاري ساز دی چې د توت له لرګي څخه جوړېږي، ۱۲۰ یوسلو شل سانتي، یا یوه مېتر او شل سانتي اوږدوالی لري، د لاس ګوتو نوکانو باندې وهل کېږي، په پیلنیو پېر کې نوموړي تارونه د څېرلي، اوزې، پسه او یا د مرغومي او کبلۍ له کلمو یې جوړ وو، چې د پېر په تېرېدو سره ورسته ورسته یې لږ بدلون وموند چې اوس یوه اصلي ، ۱۳ فرعي تارونه لري او ۱۹ پردې لري، چې د افغانستان شمال او سويل لوري ته ترې ډېره ګټنه اخلې چې په هراتۍ دوې تاره، ترکمنۍ دوې تاره، ازبېکۍ دوې تاره باندې سرغندوي دي. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۲۱او ۱۲۲چوپړی)


  1. رباب :

له ډېرو پخوانیو تاري سازونو له ډلې څخه دی چې لېندۍ بڼه شتون لري، او افغانستان د ټنګټکور لرغوني سرغندوي اله ده، نوموړی ساز له عود ( بربط) څخه پاتې دی، د څېړۍ، شهوې، غوځ او توت له لرګي څخه جوړېږي، کوشنی غاړه لري، او په لاندې برخه کې یې نس (کاسه) ده چې د څېرلي، اوزې، پسه او یا د مرغومي او کبلۍ پوستکي باندې پوخل شوی دی، لنډ رباب ۹۲ سانتي متره اوږدوالی لري چې ټول ټال ۲۱ تارونه لري، رباب څوارلس پردې لري او درې میلوډي تارونه، او څو دانې د بم تارونه لري، او څودانې د مرسته کوونکي د غږېزه تارونه ( سمپاټيک یا خپل سره اواز وېستنه) لري. سیمپاټيک تارونه غږ او کړېکه د غږونو ورکوي ( لکه چې په نس کې یې دننه کومه کوټه د ژغهاري شتون لری چې خوږ غږ په خپل سر خپروي).

د نوموړي الې د وهلو چل په دې بڼه دی چې هونکی نس یې د درې څنډي په بڼه باندې دی چې د لاس او ګوتو په حرکت سره په تارونو باندې له بره څخه لاندې لورې ته وهل کېږي، او بل لاس چې غاړه یې پرې نېولې ده، د نس له پاسه چې کوم پوستکی دی یو وهونکي غږ د ساز تولید وي.

ترټولو کوشني او لنډ تارونه چې د رباب په اړخ یا بغل کې شتون لري، ورته مرستندویه تارونه د ساز هم وایو چې د سینې لپاره یې چې وتلې ځای دی ( په اړخ لور کې پورته لورې د ساز کې شتون لري) تو شوی دی، چې ځان ته په ځانمني بڼه ووهل شي، په نومړي کړنلار نوموړي سیمونه د بم غږ تولید وي، چې په ځانګړې پېر کې یې غږولو ته الوتنې او الوتلو( پرنده کاري) باندې هم یادوي، چې په دې بڼه وهلو سره ربابي تړلې او خوا پرخوا بېلا بېل ریتمونه تولید وي، څېړنې دا سپینې ته را اوباسي چې نوموړي ځانګړي هندسې ډولونه او ډیزاینونه ګډې اړېکې سره لري، او تر ډېره پورې د اسلامي هنر پورې اړه لري، په لوی کور یا ټاټوبي کې درې بڼه ربابونه شتون لري، پيلنۍ بڼه یې د بم رباب په نوم سرغندوي ده چې لوی رباب هم ورته وایي، دوېیمه بڼه یې منځنی رباب دی او پاینی یې کوشنی رباب یا زېرچه دی. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه (جان بیلي، ۱۳۷۳ لېږدی، ۱۰ چوپړی)، ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۰۷ څخه تر ۱۰۷چوپړی)[[۴]]

  1. غجکه یا رېچکه:

له تاره جوړه په پره تو بڼه ده چې د ایراني لندۍ بڼه یا کمانچه سره ورته والی لري، چې دوې تاره د سیم یا د لومي لري، او لاستی یې استوانه یې دی، او د سر برخه کې یې دوې پېچې بنه لرګین میخونه ځای پرځای شوي دي، کاسه یې یا نس یې ګرد دی او د توت او شهوې لرګي څخه جوړېږي چې د اوزې په پوستکي باندې پوخل شوي وي. لاستی یې بیا د چینار له لرګي څخه جوړېږي، د غجکې د غږولو لپاره باید غجکه په ولاړې ودرول شي یا عمودي او په لاستي (ارشه) باندې وهل کېږي، په ټوله کې د غجکې اوږدوالی ۸۷ سانتي متره وي. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( لویس ډوپري، ۲۰۰۲ زېږدی، د اي ټمبونی یا افنډيکس اي چوپړی )[[۵]]


  1. سرېنده:

له تارونو جوړ د ساز کورنۍ پورې اړه لري چې د توت له لرګي څخه جوړېږي، او نس یې د اوزې په پوستکي باندې پوخل کېږي، اوږدوالی یې ۶۵ سانتي متره وي، په لاستي یا کوشنۍ لیندۍ باندې غږول کېږي، درې اصلي تارونه لري او ۱۷ فرعي تارونه لري چې ټول شل تاره اوسپنېز یا مساله یې تارونو لري، سرېنده پردې نه لري، د ټاټوبي په سویل ختیځه سېمه کې ډېره غږول کېږي. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۳۲چوپړی)

  1. سرنی:

له تارونو جوړ د ساز کورنۍ پورې اړه لري، د نورستان وامای سېمې پورې اړه لري، د غږورکونکي نس یې د چنګ په بڼه دی، چې د توت، څېړۍ، شهوې له لرګي څخه جوړېږي، او نس یې د اوزې، کبلۍ، څېرلې یا مږ په پوستکي باندې پوخل کېږي، او د الې سر یې تور غوځاني (قهویي) رنګ لري، د نوموړې الې سورې یوه دانه یوه دانه او درې کونجي دي. غاړه ( لاستی) او د سر میخ یې لرګين پيچ په بڼه دی، دواړه اړخه یې همغه لرګی دی، چې نس یې ترې جوړ شوی دی چې توګلی یې دی منځ یې، دوې تارونه یې سره تو کړل شوي دي، د سر په برخه کې د دوې وو لرګین پیچي ګوټکونو په بڼه کلک شوي دي، نوموړي تارونه چې په اصل کې لوړ تارونه دي چې په دوې برخو وېشل شوي دي، د ساز له ستونې څخه چې ۱،۵ یوه عشاریه پېنځه سانتي ځای لري تېرېږي، د نوموړي ساز د غږولو لپاره په ولاړه باندې ودرول کېږي او او د ګسمټي ګوتو په نوکانو باندې وهل کېږي او ضربه پرې راځي. د سرني اوږدوالی یې ۵۹ سانتي متره او لوړوالی یې ۱۰ سانتي متره دی. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( لویس ډوپري، ۲۰۰۲ زېږدی، د اي ټمبونی یا افنډيکس اي چوپړی ) [[۶]]


  1. شپږتاره:

له تارونو جوړ د ساز کورنۍ پورې اړه لري، لس تاره ( سیمه)، ۴ تاره یې شریکه او ۶ تاره یې مرستندویه تارونه دي، له دوې برخو څخه جوړ شوی دی، یوه برخه یې نس چې د توت لرګي څخه جوړېږي او دوېیمه برخه یې لاستی دی چې د چینار له لرګي څخه جوړېږي، د نس پرمخ یې د اوزې پوستکی کش کېږي، نومړی ساز د وهونکي ( مضراب، زخمه) په ضربه باندې وهل کېږي، د یوه نارمال شپږ تاره اوږدوالی ۷۵ سانتي متره وي.

  1. واج ( وونز):

له تارونو جوړ د ساز کورنۍ پورې اړه لري، د لغمان درو او په نورستان کې پیدا کېږي، د لیندۍ په بڼه ډول لري، له چنګ سر نږدې والی لري، له څلورو کلمه یي تارونو لري، او په وړينه ټوکر باندې چې د لرګینه لندۍ باندې ټینګ تړي، او نږ غوځاني یا قهوي رنګ لري، د دې لپاره چې غوره انګ ولري، لندۍ یې په منځ د نس کې په دوې برخو وېشلې ده د اېنګلېسې 8 عدد په ډول، لندۍ په دوې ځاینو کې د حیواناتو په پوستکي په مزو باندې یې د نس له پاسه ټینګوي، پورتنۍ برخه د نس د اوزې په پوستکي باندې پوخل کېږي چې اواز یا غږ له تارونو څخه لاندېنۍ نس ته ولېږدوي، د واج غږ ( Tuning) او درې مزله انګ (Tritone) دی: CDEF ( د لويي ډوپري له خولې). د واج اوږدوالی ۴۷ سانتي متره وي، لوړوالی یې ۳۵ سانتي متره وي، وهونکی ليندۍ یې هم له ورته لرګي څخه جوړ وي، او وهونکي لیندۍ په تړل شوي کولمه باندې په ساز اوړي. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( لویس ډوپري، ۲۰۰۲ زېږدی، د اي ټمبونی یا افنډيکس اي چوپړی )[[۷]]


د پوکي سازونه ( بادي سازونه)[سمول]

  1. سورني ( سورنا، سورنای ):

د پوکي سازونه دي، او د هندې شمابه په بڼه دی، د شهوې له لرګي څخه جوړېږي، د سورني اوږدوالی ۴۰ سانتي متره وي، ژبۍ لري چې له کړکي څخه جوړ شوی وي، سورنی اووه سوري لري، یوازېنی لرغونی ساز دی چې په ټول ټاټوبي کې یوازې د فني هنرمندانو یا کسبګرو(نایڼو، خلېفګانو چې د هر ټبر او قوم دي، ځانته یې خپله کسب او پېشه ګرځولې وي) له لوري غږول کېږي، او ډېری له ډول سره ګډ وهل کېږي، نوموړي ساز نه په ټول افغانستان کې بلکي په ایران او ترکي هېواد ته یې هم لاره ومندله، سورني والا او ډول والا یا سورنیچي او ډولچي په لویه کې په ودونو کې، تړو کې، انشر، سیالیو، جرګو، ښه راغلاست، نخښه وېشتونکو، اس ځغله ونکو، نېزه وهونکو، مذهبي اخترونو، دودېزو مېلو، لوبغالو په کونجونو، غېږو، وزلوبو، او ټولګټه ودانیو په رسۍ پرې کونه او بنسټ اېښودنې، لوړ پوړو ودانیو په ودانولو، د سړکونو په رغولو، د ژورو کوهیو او د اوبو ویالو په کېندلو په بشپړولو او پټۍ بیاتې کولو په دوران کې غږول کېږي. ډولچیان او سورنيچیان د یوه ټبر پورې اړه نه لري، د دوی جوړه د ټاټوبي په هره سېمه کې مندل کېږي، یواځینی توپیر چې د ډولچیانو او سورنیچیانو له نورو هنرمندانو د ټنګټکور سره لري هغه په دې کې دی چې په ټولو اسانتیاوو د ټنګټکور کې لېواله او فني کسان ومومئ، یوازې ډولچیانو او سورنیچیانو دي چې فني یا حرفه یي نه دي بلکي د یو میراث په بڼه له لرغون پېره ورته د کسب په بڼه پاتې دی. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۴۳چوپړی)

  1. تولۍ، توله (غوړګه، کړکی، نی):

د ټاټوبي لرغونې د ټنګټکور اله ده، چې له پېړیو پېړیو را په دېخوا په بېلا بېلو بڼه جوړه شوي ده او په ټاټوبي کې هم لرغونې پېخلیک لري، په کومه بڼه یې چې نوم دی، ترې ښکاره ده چې له کړکي یا غوړګې څخه جوړېږي، او په بېلابېلو اوږدوالي موندل کېږي، عربانو هم په ورته بڼه د پوکي ساز در لوده چې د تولۍ په ډول و دوی ورته قصابه ویل، او نیمګړی ساز یې درلوده چې ورسته یې خپل ځای کړکي ته پرېخښوده، تولۍ تر ټولو پنځي ساز د انسان دی، چې ورته د شپون غږ هم وايي، اروپایانو نومړی ساز بشپړ کړه او په بله بڼه یې واړوه چې ورته فلوت وایي، چې د لرګینو الو په منځ تر ټول غوره غږ ښکونکی دی، تولۍ په ټول ټاټوبي کې دود و، په ځانګړي بڼه په شپنو کې چې کله به یې د اسونو، پسونو، اوښانو، څېرلیو، غواګانو ګلې پېولې نو د خپل وخت د تېرولو، مشغولتیا او لېوالتیا پوره کولو لپاره به یې تولۍ غږولې. له همدې اړخه په لوی کور کې ورته د شپنو تولۍ ( د شپنو غوړګی، کړکی، نی، پوپک یا د ولې له لښتې د ډنډر او باسې او یوازې پوټکی یې غږ لېږدوي) وایي. اوسپنېزي، د ژېړو او ښکرو هم جوړېدلې، پېړۍ، پېړۍ وړاندې پېر کې په هرات ښار کې چې د ایران، هند او ترکي پلازمېنه وه د ټنګټکور بله اله چې تونت نومېدله په ښار کې پېرودلي او پلورل کېدلې چې د کب په ډول وي او تور رنګ یې درلوده ډیری زلمیانو او نویو زلمیانو به غږولي. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۴۰چوپړی)

  1. ارمونیه، هارمونیه یا باجه:

بادي ( هوایي، پوکي، وږمه یي، ببوزي) ساز دی، غږېز نلونو دي چې له پیانو سره ورته والی لري، د پردو یا ببوزو په خورولو سره په لاس باندې په بټنو باندې زورنه راولې او بټنې یې اوز ورکوي، د ارمونیې او اورت ترمنځ بېلوالی پر دې کې دی چې په باجه کې د هواویچې زورنه جریان پورته لورې ته کوي او په اورت کې د هواویچي زورني جریان کوز لورې ته کوي. په لویه کې نوموړی ساز په ولاړه وهل کېږي، او بله بڼه یې هم شتون لري چې په غاړه کې اچول کېږي، د ځانګړي تسمې یا پټۍ په مرسته، نوموړي وسایل پرې او ببوزي ( پکي ) هم لري چې ورته اکاردیون وایي. لکه څنګه چې په افغانستان، هندستان او پاکستان کې ټنګټکور په کلاسیکو ناستو کې او وګړني غونډو کې په غولي باندې سرته رسوي، هندوانو وکړی شو چې د همدې ساز په سټه لویدېځ ساز هم ورغوي او کشف کړي او په ناسته پرې په نوموړي ساز کړ شي، ارمونیه یې پرې نوم کېښوده، چې په اصل کې لویدېځ ساز دی، هغه سازیان چې پر ولاړه ارموینه وهي دواړو اړخوته یې تناب تړې یا پټۍ او هغه په غاړه او اوږه کې ځوړندوي او بیا یې غږوي، د ارمونیې غږول په کلاسیک ټنګټکور ډلو کې دود وو، ډیریو سندرغاړو چې اماتور(شوقي، لېوال یا مینه ناک) او فني وو نومړي غږول او نومړی ساز به یې په رښت بڼه غږو. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۴۱چوپړی)


دوهلو ساز، ضربه یي ساز ( چې اله په لاس یا ضربه وهې خپل غږ اوباسي)[سمول]

  1. دایره (د یرا):

د وهلو ساز دی، چې د غوځ، څېړۍ، توت او شهوې له لرګې څخه جوړېږي او د وزې پوستکي څخه په کوشنۍ او لویه دایره وي بڼه جوړېږي، د دایرې جوړولو لپاره ډېری د شهوې له لرګي څخه په ټاکلي پېړوالي تخته او باسي او په اوبو کې یې دوې ورځي ږدي، او بیا یې د داېرې په بنه ګردوي، دواړه ژۍ یې سره په میخونو ټیګوي، بیا پرې د پسه، څېرلي، اوزې، کبلۍ، مړ پوستکی چې وړۍ ترې لرې شوي وي، په هوا کش شوی وي په سریخ باندې یې ژۍ ګانې لړي او پرې تړې یي، په ټول ټاټوبي کې دایره د کسبي هنرمندانو، لېوالو، تالیبانو، ملایانو او ډیری یې د مېرمنو او انجونو په ودونو او ښادیو او کورنیو ناستو کې وهي. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۴۰چوپړی)

  1. ډول:

ستره تبله ده او دوې مخه لري ( دواړه لورې یې د غوایي، غوا یا مخې پوستکی لري) چې په ډیرایو کښلو کې د ډاول، ټاول، ډاوول هم کښل شوی دی، ډولچي چې ډول یې په پړې تړلی وي او پړی له اوږې تېره وي په څنګ او مخکې یې ځوړند وي په دوې بېلابېلا لاسرکي (دسترک) وهلو باندې وهي او غږ یې وزي، ډولونه ډول ډول ډولونه لري لکه: پکتیاوال ډول، لوګری ډول، بلوچی ډول، خلاص ډول، ګرد ډول، یوه مخه ډول، ډولکی یا لغمانی ډول. د ډول وهل او سورني پوکول د ټاټوبي په ټولو سېمو کې دود درلود، په ځانګړي بڼه په بلخ، غور، هرات، پکتیا، لغمان، ننګرهار، لوګر، غزني، هېلمند کې، په ځانګړي بڼه په لرغونې پېر کې په هرات کې ځانګړی دود درلود، ډولچي او سورنیچي په لویه کې په ودونو کې، تړو کې، انشر، سیالیو، جرګو، ښه راغلاست، نخښه وېشتونکو، اس ځغله ونکو، نېزه وهونکو، مذهبي اخترونو، دودېزو مېلو، لوبغالو په کونجونو، غېږو، وزلوبو، او ټولګټه ودانیو په رسۍ پرې کونه او بنسټ اېښودنې، لوړ پوړو ودانیو په ودانولو، د سړکونو په رغولو، د ژورو کوهیو او د اوبو ویالو په کېندلو په دوران کې غږول کېږي. د یوه نارمل ډول اوږدوالی ۴۰ سانتي متره، او قطر یي ۲۲ سانتي متره دی، د توت او شوې له ډډ څخه جوړېږي، چې یوه متر ډډ څخه پوستګی او منځ یې د ځانګړې ارې باندې او باسي او بیا یې په رنده او تراش باندې توږې چې ټاکلي اندازې د ۵ سانتي ته یې پيړوالی برابر شي، او ژۍ ګانې قطر یې لس سانتي کوشنی وي او منځ یې ترې ستر، او په شګلنه پاڼه یې ښه مخې چې خویه شي او د غوځانو په پوټکو یې وهي چې قهوي رنګ واخلې، او بیا پرې د غوایي پوستکی کش کوي، او دوې وهونکي موټي (لاسرکي، دسترکي) یې هم له همدغه لرګي څخه جوړوي، د برابر ډول اوږدوالی ۱۰۰ سانتي مېتره او قطر یې ۸۰ سانتي مېتره وي. ( لویس ډوپري، ۲۰۰۲ زېږدی، د اي ټمبونی یا افنډيکس اي چوپړی ) ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۴۵چوپړی)

  1. ډولک:

د وهلو ساز دی، یوه مخه دی چې دوې تبلې (طبلې ) لري په ګردېځ کې ډېر دود لري، د شهوې او غوځ له لرګیو څخه جوړېږي او پر مخ یې د اوزې پوستکی کش کېږي، د هرې تبلې په سر یې د منځ برخه کې د اته سانتي مترو په کچه ګرده توره ټاپه وهل کېږي، د دې دواړو تبلو یا ګړیو سرونه په پړو باندې کش شوي وي چې ټاکلی کنټرول د کشکولو د تبلې لاندې لورې ته ټینګوي، چې په کومه کچه یې کش یا سخت کولی شي چې ټینګ یې کړي، د ساز په لاندې برخه کې اسماني رنګه حلقه ( ټوکي) د ساز نه ګرد چارپېره تاوه وي د پاڼې باندې اغوستل کېږي او وېستل کېږي، ډولک د ډولک په لرګي باندې وهل کېږي چې نوموړی لرګی د غوځانو وي، ډولک نغارې ته ورته دی چې په مرکزي اسیا کې دود لري، او لس سره موډرنه ډولک چې په اسبانو کې ټمبل شوي وي ټیټ او جیګ شتون لري، ستره تبله یې ۲۱ سانتي مېتره قطر او ۱۰ سانتي مېتره ژوروالی لري، کوشني تبله یې ۱۹ سانتي مېتره قطر او ۹ سانتي متره ژوروالی لري، د ډولک لرګی هم ۲۴ سانتي اوږدوالی او ۱،۵ سانتي مېتره پېړوالی لري. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( لویس ډوپري، ۲۰۰۲ زېږدی، د اي ټمبونی یا افنډيکس اي چوپړی )[[۸]]


  1. زنګ ( تال):

د وهلو ساز دی، له دوې مسي کوشنیو پیالو څخه جوړ شوی دی، چې د هندستان حنیاګران یې د سندرو ویلو په دوران کې دواړه پیالې سره جنګوي او چې تر کوم اواز راوځي ورته پام کوي او خپلې پخښې دربه وي، تال او زنګ یو یکړ اواز دی، چې تال په هندستان کې او زنګ په اېران کې دود درلوده، اېران د لارستان اوسیدونکي لېندۍ (کمانچې) ته تال وایي، لوړې لېندۍ خلاصه کاسه شاته لري، لوړ لاستي لري د عادي لېنديو څخه دي، درې سېمه لري او له دوې وو یوه، یوه اوسپنېز کوشنیو دیرو څخه جوړ شوي دي چې په لاس کې نېول کېږي او له یوه او بل سره وهل کېږي، نومړی ساز د ټاټوبي په شمال او سویل کې ترې ګټنې اخستل کېږي او په ننګرهار او هرات کې هم له دوې تاره، طبلې او رباب سره وهل کېږي.

  1. اړخبغلی، یوه سره ( زېر بغلي):

د وهلو ( ضربه یي ) ساز دی، ایراني تنبک ته ورته دی، چې په ټوله کې د خوشیو له خټي څخه جوړېږي، د اړخبغلي کوشنی سر خلاص وي، او لوی سر یې د اوزي یا د هوسۍ له پوستکي یا څرمنې باندې پوښل کېږي، د دواړو لاسو د ګوتو باندې وهل کېږي، اړخبغلی ۶۲ سانتي مېتره اوږدوالی او ۱۹ سانتي مېتره قطر لري، نوموړی وګړني ساز چې د شوې له لرګي څخه هم جوړېږي، نومړی ساز د ټاټوبي په شمال او سویل کې ترې سندرغاړې ډېره ګټنې اخلې. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۳۲چوپړی) https://www.iranketab.ir/book/54224-music-and-theater-in-herat

  1. تبله ( طبله، دوې ګړیه، دوګړې):

د وهلو ( ضربه یي ) ساز دی، چې په تکراري کلونو کې افغانستان ته راوړل شوي دي، د ډهلي د ښوونځۍ له پامه طبل او ډول ویوکی له دوې سرو څخه اخستل شوی دی، چې پخوا به یې ورته میردنګ ( پخاوج) ویل، تبله له دوې استوانه یې یکړو څخه جوړه شوي ده، چې سترې برخې ته یې بم او کوشنۍ برخې ته یې زیل ( کاتي ) وایي، چې په اوسني پېر کې د ټنګټکور ناستو کې د افغانستان، هندوستان او پاکستان په قوالي، چشتي په سندرو کې ترې ډېره ګټنې اخستل کېږي. په نوې پېر کې برېښنايي او غږېزه ډولکي ډېر ګړندی دود لري په پخښه لرونکي اوسپنېزو ځاپرځای کونکو کې ټينګېږي، چې درې ستر او دوې کوشني ډولونه لري، او درې دانې د ژېړو نالبکیه (یوه یې ۴۰، دوېیمه یې ۶۰ او درېیمه یې ۸۰ سانتي متره وي ) لري چې ټول د یوې الې په ډول درې غټ ډولونه سره خوا پرخوا دوې کوشني له دوی نه لږ لوړ وړاندې، او دوې نالبکیه یې ښې او یوه نالبکی یې ګسټ لورې یوه د بل له پاسه په ولاړه ټمبل شوي وي. د لیکونکي ډېرونه او ژباړه ( نصر الدین، ۱۳۸۳ لېږدی، ۱۳۴چوپړی)https://www.iranketab.ir/book/54224-music-and-theater-in-herat

  1. منګی ( ګړی):

د وهلو ( ضربه یي ) ساز دی، چې کلالان منګی جوړ کړي له اومه خټې څخه او د تنور په منځ کې یې خټين ګړی پوخ کړي چې د ابو ساتلو او سړولو ته برابر وي پرې ربړ او د څېرلې پوستکی ټینګ وتړې، او په یوه لاس یې وهي، نوموړي ساز سره نکلي کاسه یا لوښی کاروي چې ځینې وخت یې په اوسپنېز ګلاس کاسه وهي او په ښې لاس یې منګی وهي، منګی چې سر یې ۱۵ سانتي مېتره قطر لري او منځ یې له اوبو تش وي. په ننګرهار کې او د نویو زلمو له لورې په دېرو کې ډېر وهل کېږي، له یوه لورې په اسانۍ جوړېږي او له بل لورې په اسانۍ لاسته راځي.[[۹]]

د ټاټوبي سرغندوي ربابيان دي اوستاد رحیم خوشنواز، هفته ګل ربابي او سید حسین اغا، سرغندوی تنبور غږونکی دی اوستاد بهاوالدین مزاري چې نړۍ وال نوم لري، د حراتۍ دوې تاره غږونکي اوستاد عزیز هروي او اوستاد ګدامحمد دي، سرغندوی ډولچي دی حیات الله قرباغی د خان قرباغي زوی، زرین، چینار ګل وردګ، سرغندوی تبله چې دی اوستاد رحم الله لغمانی، سرغوندوی ارمونیه چي دی اوستاد ګل محمد ګلکی شېرزاد او اوستاد ملاجان ملاګی نیازی، سرغندوی دایره وهونکی دی بریالی هېلمندی، سرغندوی تولۍ وهونکی دی اوستاد ګل محمد ګلکی شېرزاد، سرغندوی دمبوره چي دی حاجي رنګین شبرغانی. https://www.iranketab.ir/book/54224-music-and-theater-in-herat


بيبلو ګرافي Bibliography[سمول]

د هغو ليكونو لست چې په يوې موضوع يا مولف پورې مربوط وي.

1 John Baily, (1973-2003), Music and censorship in Afghanistan, Music and the Play of Power in the Middle East, North Africa and Central Asia. Laudon Nooshin,

[۱۰]

2 John Baily, (1988), Music of Afghanistan: Professional Musicians in the City of Herat, Cambridge Studies in Ethnomusicology, Cambridge University Press, UK,

google.co.uk/books? id=uSE9AAAAIAAJ&printsec=frontcover&dq=herat+music+john+baily&source=bl&ots=tpnRnJycXk&sig=LDd-UWN_Is2GeTBe1) 9fo_s8vT00&hl=en&ei=7iQaTefHDZOKhQeAzaC4Dg&sa=X&oi=book_result&ct=result&resnum=4&ved=0CC0Q6AEwAw#v=onepage&q&f=false  

Louis Dupree, (2002), Afghanistan, Oxford University Press, United states of America.

4 جان بیلي. دوکتور. (۱۳۵۱څخه تر ۱۳۸۲لېږدی، ۱۹۷۳ څخه تر ۲۰۰۳ زیږدی)، ټنګټکور او سانسور په افغانستان کې، د ټنګټکور لیکی د ځواک ترلاسه کول په منځه ني ختېځ، د افریقا په شمال او منځنۍ اسیا کې، لندن چاپ ۲۰۰۳ زېږدی ، چوپړی.

5 صفی الله فردوس. ډيپلوم. انجېنر. ( ۱۳۸۸ لېږدیز لمریزکال)، څلېر کې د ددو دود، زما د شعرونو ټولګه. [۱۱]، [January 31 2016]، 18:22 د شپې.

6 محمد رحیم الهام. پوهندوی. ډاکټر. (۱۳۴۹ لېږدی)، روشی جدید در تحقیق دستور زبان دری، پوهنځی زبان و ادبیات، پوهنتون کابل، ۵۲ چوپړی.

7 مجاور احمد زیار. پوهاند. دوکتور. ( د تلې اتلسمه ۱۳۸۸ لېږدی، د اکټوبر ۱۰ ۲۰۰۹ زیږدی)، پښتو بدلمېچ یا ( پښتو شعر څنګه جوړېږي؟)، دانش خپرندویه ټولنه، کېسه خانۍ بازار پېښور، ۱ چوپړی.

8 نصر الدین سلجوقي. ( ۱۳۸۳ هجري، ۲۰۰۵ میلادی)، موسیقي و تیاتر در هرات، ویراست فرامرز تمنا، تهران، انتشارات توس، شابک ۹۶۴-۳۱۵-۶۲۵-۷، صفحات ۱۰۷-۱۴۵.https://www.iranketab.ir/book/54224-music-and-theater-in-herat

9 تحول موسیقي در افغانستان، نوشته داکتر عبدالوهاب مددي. Published by openconcept on Sun, 09/14/2008 - 13:46 https://fis-iran.org/fa/irannameh/volxxii/afghan-music

10 https://soundcloud.com/AhmadZaher

11 نګاهي به تاریخچه موسیقي افغانستان http://www.bbc.co.uk/persian/arts/2013/04/130212_mar_afgmusic_history_music_assadullah_shour.shtml



13 تب موسیقي رپ در افغانستان http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/04/130426_k03_afgmusic_rap_in_afghanistan_kawoon.shtml

14 http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/04/130308_mar_afgmusic_farhad_darya_on_afg_music.s

15 از خاموشي تا جیغ، موسیقي افغانستان در یک دهه ګذاشته

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/04/130212_mar_afgmusic_legacy_of_old_artist_siasang.sh

16 میراثي که استاد قاسم به موسقي افغانستان بجا ګذاشت )http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/04/130327_k04_afgmusic_pop_zainab.shtml

17 سفر از خرابات به پاپ ttp://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/04/130216_afgmusic_groups_hasanzada.shtml

18 نګاهي به ظهور و افول ګروه های موسیقي افغانستان

19 Simon Broughton, Mark Ellingham, Richard Trillo. (1999) "World Music: Latin & North America, Caribbean, India, Asia and Pacific" p.3 (http s://books.google.com.au/books?id=QzX8THIgRjUC&pg=PA3&dq=afghan+music&hl=en&sa=X&ved=0ahUKEwjujOq3ubbYAhWJxbwKHQeUCa EQ6AEINzAD#v=onepage&q=afghan%20music&f=false

20 Mikalina (http://www.mikalina.com/Texts/music-afghanistan.htm) Archived (https://web.archive.org/web/20051104054505/http://www.mikalin .a.com/Texts/music-afghanistan.htm)

2005-11-04 at the Wayback Machine

21 https://en-academic.com/dic.nsf/enwiki/185296