افغانستان په ۲۰۱۰ ز کال کې
لاندنۍ پېښې په افغانستان کې په ۲۰۱۰ ز کال کې د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.
د دولت چارواکي[سمول]
- ولسمشر: حامد کرزی
- د ولسمشر لومړی مرستیال: محمد فهیم
- د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي
- قاضيالقضات: عبدالسلام عظیمي
جنوري[سمول]
- د ۲۰۱۰ ز کال د جنوري په ۲۸مه، د افغانستان په اړه د لندن په لانکسټر هاوس کې نړیوال کنفرانس تر سره شو، چې په کې د نړیوالې ټولنې غړو له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د طالبانو د پرځولو نه وروسته په افغانستان کې د پټرزبورګ د هوکړه لیک د لا زیاتو پرمختګونو او د افغانستان د دیموکراتیزه کولو په اړه بحث وشو. دغه یو ورځنی کنفرانس چې د بریتانیا، ملګرو ملتونو او افغان دولت په مېلمه توب جوړ شوی و د څه باندې ۷۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو استازو او نړیوالو سازمانونو په کې ګډون کړی و.[۱]
- همداشان د ۲۰۱۰ ز کال د جنوري په په وروستیو کې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، برنارډ کوشنر وویل چې فرانسه به نور افغانستان ته اضافي سرتیري و نه لیږي. نوموړې په خپلې دې خبرې سره د امریکا تر مشرۍ لاندې د خپل هېواد مخالفت څرګند کړ. [۲]
فبروري[سمول]
- په خطابه کلي کې د فبروري په ۱۲مه د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا پر یوه کور برید وشو چې په ترڅ کې یې د دوو امېندوارو ښځو او یوې پیغلې په ګډون ۵ ملکي وګړي ووژل شول.
- په روزګان ولایت د چورلکې په برید کې د ۴ ښځو او یوه ماشوم په ګډون بې شمېره ملکي وګړي ووژل شول. دغه برید د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۲۱مه د روزګان او ډایکنډي ولایتونو په منځ کې هغه مهال وشوه چې د ځانګړو ځواکونو چورلکې پر دریو میني بوس موټرو باندې برید وکړ.[۳][۴][۵]
مارچ[سمول]
- د ۲۰۱۰ ز کال د مارچ په ۱۲مه، د بریتانیا د پوځ له خوا د هلمند په ولایت کې جوړه شوې یوه لویه لاره په رسمي توګه د ترافیک پر مخ خلاصه شوه.[۶]
اپریل[سمول]
- ولسمشر حامد کرزي ژمنه وکړه چې له کندهار نه چې د افغانستان په سویل کې د طالبانو معنوي کور ګڼل کېږي د هغوی د شړلو نه وړاندې به له قومي مشرانو سره مشوره وشي.[۷]
- د پنټاګون د تازه رپوټ له مخې، طالب جګړه مارو په افغانستان کې فکر کاوه چې تېر کال، له ۲۰۰۲ ز کال را وروسته د دوی لپاره د عملیاتو له اړخه تر ټولو بریالی کال و، خو امریکايي چارواکو بیا د زیات شمېر سرتیرو د لېږد له امله دا ډاډ درلود چې په دې اړه به د طالبانو لیدلوری ډېر ژر بدلون ومومي. [۸]
- د چارواکو په وینا، د ریښتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په شمال د هندوکش په غرونو کې وشوه، چې له امله یې څه نا څه اوه کسه مړه او ۳۰ نور ټپیان شول. [۹]
مې[سمول]
طالبانو د پسرلي په موسم کې د خپلو بریدونو د ډېروالي خبر ورکړ او د ایساف او افغان دولتي ځواکونو پر وړاندې یې ګڼ بریدونه تر سره کړل؛ له هغې جملې په کابل کې د ناټو د ځواکونو تر څنګ د موټر بم چاودنه چې له امله یې د ناټو د ۶ سرتیرو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. دې ته ورته په افغانستان کې د ایساف پر دو سترو اډو یعنې بګرام هوايي ډګر او کندهار کې هم بریدونه وشول.[۱۰][۱۱]
جون[سمول]
- د جون ۶- د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر، امرالله صالح (له ۲۰۰۴ کال راهیسې) استعفا ورکړه. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن کس و.
- جنرال سټنلي مک کریسټل د رولینګ سټون په مجله کې د یوې جنجالې مقالې له خپریدو وروسته تر فشار لاندې راغی تر څو استفعا ورکړي. د هغه پر ځای ډیویډ پیټروس وټاکل شو.
- د جون ۱۰ – د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د یوه موټر بم د چاودیدو له امله لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي ووژل شول. افغان چارواکو د دې پېښې پړه پر طالبانو واچوله، خو هغوی په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړ.
جولای[سمول]
- د جولای ۱ – د هلمند ولایت د حاجي وکیل په کلي کې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو په درشل کې د ځانګړو سمندري ځواکونو پرکمشر، سیټ سټفنز د شدیدې جګړې په مهال ووژل شو. په دغو عملیاتو د کې د هغه د خدماتو او کړنو له امله نوموړي ته د «ګالانټري ستر صلیب» مېډال ورکړل شو. [۱۲]
اګسټ[سمول]
- یوې خیریه مسیحي موسسې وویل چې د دوی د ۱۰روغتیايي کارکوونکو په وژل کېدو برسېره، نه غواړي چې له افغانستان څخه ووځي او دا یې وویل چې دا موسسه مسیحیت ته د مسلمانانو د اړولو نیت نه لري. د دغې موسسې دا ۱۰ کارکوونکي چې ۶ یې امریکايان، ۲ یې افغانان، ۱ یې بریتانوی او ۱ یې المان و، هغه مهال تر برید لاندې راغلل او ووژل شول کله چې د نورستان ولایت یوې لرې پرتې او بېوزلې سیمې ته د روغتیايي خدماتو د دوه اونیز ماموریت په موخه تللي و. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته او ادعا یې وکړه چې دا ډله جاسوسان و او هڅه یې کوله تر څو مسلمانان له خپل دین څخه وګرځوي. [۱۳][۱۴][۱۵]
سپټمبر[سمول]
- د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په ۱۸مه د افغانستان د ولسي جرګې د غړو د ټاکنو په موخه د افغانستان پارلماني ټولټاکنې تر سره شوې. د دې ټاکنو وروستۍ پایلې لا د اکټوبر تر میاشتې پورې اعلان نه شوي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، چې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۶ مادې له مخې په هېواد کې د ټولو ټاکنو د تر سره کولو او څارنې لپاره جوړ شوی وی، د دې ټاکنو د رای اچولو ورځ یې د مې له ۲۲مې څخه د سپټمبر ۱۸ ته وځنډاوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
اکټوبر[سمول]
- یو امریکايي سرتیری وروسته له هغه ونیول شو کله چې یو طالب زنداني د هغه په بدن کې د مرمیو د ټپونو له امله ساه ورکړه.[۲۹][۳۰]
- فرانسې په ۲۰۱۱ ز کال کې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو د تصمیم او پر فرانسوي ځواکونو باندې د اسامه بن لادن د بریدونو د خبرداري تر منځ د هر ډول تړاو شتون رد کړ.[۳۱]
نومبر[سمول]
- د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټون وروسته له هغې له افغانستان څخه د دفاع لپاره د امریکا له ستراتیژۍ څخه دفاع وکړه چې ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن د پوځي شتون د کمولو غوښتنه وکړه او طالب مشرانو د سولې خبرې اترې رد کړي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
ډیسمبر[سمول]
- د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشر حامد کرزي برخلاف او د یوه جنجالي تصمیم له مخې په ولسي جرګه کې د غزني ولایت ۱۱ چوکۍ د دې ولایت لږه کیو هزاره ګانو ته ورکړې، چېرته چې اکثریت پښتنو ته طالبانو اجازه ور نه کړه چې په ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي. د افغانستان لویې څارنوالۍ د ټاکنو د پایلو خپرول ناقانونه اعلان کړي او د دواړو کمېسیونونو پر وړاندې یې د بډې اخیستنې او د رایو په شمېرنه کې د لاسوهنې په تور د جنايي څېړنو دوسیه پرانیسته.[۴۰]
- د امریکا ولسمشر، باراک اوباما په یوه ناڅاپي سفر کې افغانستان ته ورسېد او خپلو امریکايي سرتیرو ته ورغی او هغوی ته یې وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې بریالي دي. کله چې هغه په یوه ۱۴ ساعته پټ سفر کې افغانستان ته ورسېد، د کابل ککړه هوا د دې لامل شوه چې هغه له ولسمشر حامد کرزي سره د خرابو اړیکو لرلو په اړه له خبرو کولو څخه را وګرځوي. څو ورځې وروسته، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، رابرټ ګیټس په هغه ورځ چې د بریتانیا لومړي وزیر، ډېویډ کامیرون کابل ته سفر کړی و، هغه هم د یوه نا اټکل شوي سفر په ترڅ کې له امریکايي چارواکو او سرتیرو سره د لیدنې په موخه کابل ته ورسېد. [۴۱][۴۲]
سرچینې[سمول]
- ↑ "Ghani Pledges to Back Karzai in Rebuilding Effort " Archived 2012-02-29 at the Wayback Machine.
- ↑ Tom Evans, CNN (په 29 January 2010 باندې). French minister: No more combat troops to Afghanistan. CNN.com
- ↑ (په 3 February 2010 باندې). Military Officials Say Afghan Fight Is Coming. The New York Times.
- ↑ (په 20 February 2010 باندې). Military Analysis – Marines Do Heavy Lifting as Afghan Army Lags in Battle.
- ↑ (په 16 February 2010 باندې). Hidden enemy delays advance in Marjah.
- ↑ (په 16 February 2010 باندې). Hidden enemy delays advance in Marjah.
- ↑ (په 2010-04-04 باندې). Tribal leaders to be consulted before Kandahar push: Karzai.[مړه لينکونه]
- ↑ (په 2010-04-28 باندې). Afghanistan war: surge on cusp of bringing 'real change'.
- ↑ (په 2010-04-19 باندې). 7 killed, 30 injured in northern Afghanistan quake.
- ↑ (په 22 May 2010 باندې). Afghan insurgents attack key Nato base in Kandahar. BBC News.
- ↑ Vogt, Heidi (22 May 2010). "Insurgents attack NATO's Afghan base: It's the third major assault on military hubs in six days". Associated Press. د لاسرسينېټه ۲۲ مې ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 24 May 2011 باندې). Marine Cpl Seth Stephens shot in the head by Afghanistan insurgent. BBC news.
- ↑ (په 2010-08-09 باندې). Slayings Won't Deter Afghan Mission, Group Says.
- ↑ (په 2010-08-23 باندې). Analysis: Doubts over new Afghan security strategy.
- ↑ (په 2010-08-26 باندې). Mohammed Zia Salehi.
- ↑ "Afghan Election Commission Postpones Parliamentary Vote". RadioFreeEurope/RadioLiberty. د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghan parliamentary vote postponed". Al Jazeera English. د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghans Announce Spring Election"
- ↑ Ben Quinn. "Afghan MPs snub Karzai's new cabinet - President dealt political body blow ahead of key international conference in London later this month". the Guardian. د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghanistan Postpones Parliamentary Election by 4 Months"
- ↑ . Why Afghanistan's September elections ought to be postponed.
- ↑ "NATO denies Taliban ascendant as Afghan toll mounts". Reuters. د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghanistan Air Strikes Up 172 Percent". د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "ICRC: Kandahar casualties reflect worsening security". د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2010-10-13 باندې). Afghan civilian war injuries double in Kandahar conflict. The Guardian.
- ↑ "Civilian casualties doubled in north: UN". د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghans say Nato "as bad as the Taliban"". د لاسرسينېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Major Kandahar offensive delayed as counterinsurgency strategy pushes forward". MinnPost. 25 August 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسينېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 20 October 2010 باندې). US soldier in custody after death of Taliban prisoner. The Capital Post.
- ↑ http://www.france24.com/en/20101019-afghan-detainee-possibly-killed-coalition-troops-karzai[مړه لينکونه]
- ↑ (په 2010-10-28 باندې). Global News Blog Osama bin Laden threatens French troops, France announces pullout from Afghanistan.
- ↑ (په 2010-11-15 باندې). US defends Afghan mission after Karzai criticism.
- ↑ (په 2010-11-15 باندې). NATO summit a turning point in Afghan war: U.S. envoy.
- ↑ (په 18 November 2010 باندې). Nato to debate Afghanistan at crucial Lisbon summit. BBC
- ↑ (په 18 November 2010 باندې). What does Nato hope to achieve?. BBC
- ↑ (په 20 November 2010 باندې). NATO Agrees to Assist Afghanistan Past 2014.
- ↑ CNN Wire Staff (په 2010-11-15 باندې). 7 NATO troops die after attacks in Afghanistan.
- ↑ (په 2010-11-18 باندې). Afghan sweep may have killed 40 insurgents: NATO.
- ↑ (په 2010-11-21 باندې). 21 candidates disqualified from Afghan elections.
- ↑ (په 2010-12-02 باندې). Afghan Panel Certifies Final, Controversial Poll Count.
- ↑ (په 2010-12-04 باندې). Obama makes secret flight to see troops in Afghanistan.
- ↑ (په 2010-12-07 باندې). Troops get another visit, this time by Gates.