لنډۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

لنډۍ هغه ولسي شعرونه دي چې شاعر يې معلوم نه وي او د هر حساس پښتون او حساسې پښتنې د احساساتو هنداره باله شي .لومړى نيم بيتى يې ٩ او دويمه نیمه بیتي يې ١٣ سېلابه لري. د پښتو ادبياتو ډېره لرغونې برخه گڼل کېږي.

د لنډيو شاعران څوک دي؟[سمول]

د پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنگ او د کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې بلاخره د پښتنو د خاوری په هر گوټ کې له دی اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کیږی . زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې گډیږی او مسافر يې په مسافري کې د خپل وطن تنده پری ماتوی . د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی.

د لنډيو ځانگړتياوې[سمول]

د دېوانونو شعرونه که د عربي عروضو تابع دي خو دا شعرونه نه یوازې د عربي عروضو څخه بې نیازه دي بلکه د سېلاب (Syuable) سیستم په اساس ځانته عروض لري ، لومړۍ برخه یې لنډه (۹) سېلابه او دوهمه برخه یې اوږده (۱۳) سېلابه ده . د دې اشعارو ویل څرگند خصوصیت دا دی چې زیاتره پکښې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وي او څنگه چې د ښځې احساسات تر نر رقیق دي ، نو تاثیرات یې تر نر اغېزمن او اغېز یې تر نر خوندور دي نو په لنډیو کې هم طبعاً تر نورو اشعارو خوند او اغېزه زیاته محسوسه کېږی ، همدا شان هره یوه لنډۍ د ملي موسيقۍ يو داسې نوټ بللی شو چې پر مختلفو طرزو او آهنگو باندې کېدای شي ، لکه : رزم ، بزم ، د سفر ، ناستې ، اټن ، غم او د خوښۍ د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون خوري یعني هره یوه لنډۍ د ملي موسیقۍ پر ډول ډول آهنگونو او وزنونو باندې ږغېدای شي ، دا څو لنډۍ چې دلته د پارسي او انگرېزي ژباړې سره لوستونکو ته وړاندې کېږي دا د دې راز ملي اشعارو یوه ډېره وړه نمونه ده ، که نه وي دا راز په زرگونو زرگونو لنډۍ شته چې تر اوسه را غونډې شوې نه دي یوازې یوه برخه یې د پښتو ټولنې د کتاب په شکل چاپ کړی ده . که دا نمونه د لو ستو نکو خوښه شوه نو بیا به زیار باسو چې د دا راز شعرونو یوه بله مجموعه د ژباړې سره مينوالو ته وړاندې کړو . د پښتو ژبې داولسي ادب يو ځانگړی شعري ټولگی دی چې شفاهې ادب هم ورته وايي . لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه يو بېل او بشپړ ډول ځانگړی فورم لري. چې لومړۍ نيم بيتي يې نهه سېلابه او دوهمه نيم بيتي يې (۱۳) سېلابه کېږي چې دا ځاتکړنې په نورو شعري فورمونو کې نه ليدل کېږی . په پښتو اولسي ادب کې د لنډۍ لپاره نور نومونه هم شته چې د پښتون اولس لخوا په دې ټولو نومو نو پېژندل کېږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکۍ .... چې دې هر نوم ته يوه ځانگړی فلسفه موجوده ده چې د بېلگې په ډول يې زه يادونه کوم . لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايي چې د سېلابونو له مخې لنډه او دمانا له پلوه ډېره اوږده او غښتلې وي، او يا دا چې لومړۍ نيم بيتي يې ددوهمې نيم بيتي نه لنډه وي. لکه دا لا ندې لنډۍ :

د لنډی ونې نه دی ځار شم
لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه

مصره[سمول]

لنډۍ ته مصره هم وايې او دا ځکه چې په پخوا زما نو کې د توری او ډال جنگونه وه او د هغو جنگونو په مهال د جنگ ښه او پياوړی توره به په مصر کې جوړ يدله ،نو د مصری توری شهر ت ډير زيات وه او هغه به ډيره تيره او ځلا نده هم وه ،نو د لنډۍ تا ثير او ښکلای يې د مصری توری سره تشبيه کړی چې د ميوند په جنگ کې د ملا لې د خو لې مصره د يا دولو وړده :

که په ميو ند کې شهيد نه شوی
خدايږو لا ليه بې ننگې ته دی سا تينه

د ملا لې د خولې دا لنډۍ د پښتنو د بر يا ليتوب او د ښکيلاک د ما تې سبب شوه يعنې دی لنډۍ په پښتنو ز لميانو کې هغه جذ بات او احساسات راو پاروی چې د سر خندنې په رو حيه کې غليم مات کړ او خپلی سينی يې د انگر يزی ښيکلاک توپونو ته سپر کړی او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې غليم پر شا و تا مبا وو .

او بر يې خپل کړ . زما په قبر لاړی تو کړه که يې د ننگ گو لې په شا خوړلی وينه همدا ډول لنډۍ ته ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه وې . يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود کې جوړولی شي چې يواځی احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ :

باور مې نه شی که به روغ شم
بلا زخمو نه مې په زړه دی مړ به شمه
٭٭٭٭٭٭
د روغيدو تمه مې نه شته
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
با ڼه دی ورو جگ کړه شير ينې
ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه

د لنډۍ بله ځا نگړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال او زړه خبری دي . بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ، چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لگيږی . د لنډيو کتابونه چاپ شوی ، خو د تعداد په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه :

د ټپی وار راسره کيږده
ما ته بي واره ټپه خوند نه را کوينه
٭٭٭٭٭
ما سره سمه سيا لی مه کړه
ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه

د لنډيو وو يونکي زياتره وخت تور سري وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل شوي دي . د لنډيو د منځ ته را تگ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې :

سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د گلو لو کې گو تي ر يبينه (۱)

لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او فلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خپل مو ثر يت مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحالی په حا لتو نو کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم ،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې .

زه به عاشق سړی پو هيږم
يا يې رنگ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه

په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحالی ، مينت ، پيغور او تهمتو نه وي ،چې دا يو حالت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وار تعر يف کړی ،هر حالت يې ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه د جدايې به وخت يې عا شق خپلی معشو قي ته د اسی وایې :

جانانه دومره را سره واي
لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه

د لنډۍپیژندنه[سمول]

د لنډۍ پیژنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي :( لنډې په اولسي ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی .۱) استاد حبیب الله رفیع لیکی : (( لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کې سره رابري وي .)) لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه (۹)څپې او دویمه برخه یې دیارلس ((۱۳)) څپې وې )) د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو پاندې نومول شوي دي البته چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي . نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف معلومیږي . څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي : لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توگه په دوي کې موجوده ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني .

بل تعريف[سمول]

لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي. یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې په اوریدونکی په محضی اوریدو سره یو داسي ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او اکثر پښتانه یې په محض اوریدو سره په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده. راورټي : ((د پښتو مشهور ادیب چې په قام انگریز ؤ)) د پښتو ژبې او دب ته یې ډیر خدمت کړی دی ، د دې پورته قول یې تايید کړی دی او لنډۍ په باب کې لیکی :(( د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل وطني او ملي سرودونه را په یادیږي ، چې ..( .۱)

د لنډیو ادبي او معنوي ویش[سمول]

لنډۍ د پښتو په فولکلوري ادب کې یو ځانته فورم دی چې د شکل له پلوه ډېرې زړې دي ، د موضوع په لحاظ هم دومره متنوعي دي چې د پښتني ژوند ټولې خواوې پکې په واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي او سړی د پښتنو د اجتماعي ژوند دومره باریک موضوعات پکې پیدا کولای شي چې په نورو سندرو کې بیا په دې کم و کیف نه دي بیان شوي . (۱)

د لنډیو معنوی او حماسي انځور[سمول]

فخر او حماسه[سمول]

په خپل دین ، قوم ، ژبه ، نیکونو میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته فخر ویاړنه وایی . (( حماسي هغه شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنگ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننگ غیرت ، توره او ویاړنه وي او ددې تر څنګ حماسه حکایوي بڼه لري یعنې د فاتخاراتو او میړانې کیسې یې یو تسلسل لري لکه په نظم کې د خوشحال خان خټک هغه شعر چې د ځان پیژندنه یې په کې کړې ده

د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و چې زه راغـلـم پـه جـهـان

زه خو شحال د شهباز خان یم چې تـورزن یم کـان په کـان

شهبـاز خان د یحی خــــان و چې بـل نه و هســــی ځـوان

یـحــی خـان د اکــــــوړی و چـې په تـوره و سلـــــطان

یا په داستاني ادبیاتو کې د ادم خان او درخانۍ کیسه چې د کیسې له پیله تر پایه په کې د میړانې خبرې، کارنامې او افتخارات لکه یو حکایت غوندې روان او یو له بل سره تسلسل لري.

. لکه لاندې لنډیو :

علم دریاب کوشش کشتی دي
په کشتی کینه په دریاب و گرځه میینه
٭٭٭٭٭
چیرته چې علم حاصلیږي
هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه
٭٭٭٭٭
مورې لنډۍ توره مې راکړه
پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه
٭٭٭٭٭
که له میونده روغ راستون شوي
خدایږو لالیه بې ننگۍ ته دې ساتیــــــنه (۱)

گودر او لنډۍ[سمول]

گودر د پښتنو د کلتور د کتاب هغه رنگينه پاڼه ده، چې له نوم څخه يې د سړي زړه ته ديدنونه، مينه او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي، او د ښايستونو د يوې ټولگې په شان ورته ځان ښکاره کوي. څرنگه چې دنوم څخه معلوميږي چې گودردپښتوژبې سوچه کلمه ده اودپښتنوټولوسيموکې دگودرکلمه عامه ده . کله چې موږ دگودرکلمه په خوله اخلو نوحتمآ زموږذهن ته دپېغلې ،منگي او ماذديگري کلمې راځي .داهغه کلمې دي چې دپېغلو،ځوانانو،شاعرانو،سندرغاړوله خواپه داسې الفاظواو کلموکې ستايل شوي چې انسان داوريدولو توان په ځان کې نه ويني چې په اوريدلويې دځوانی جزبه او د مينې ولوله راپاروي . دپښتنو په سيمه کې دگودرغاړه په مازديگري کې د پېغلو په تودواکاړو گرمه وي ځکه چې دا داسې ځای دی چې خپلې همزولې په کې جمع کيږي . گودر چېرې چې ښکلې او مستې پيغلې د اوبو راوړلو په بهانه خپلو همزولو سره د زړه خواله کوي، خوښي کوي، د خپلو مينو ديدنونه کوي. گودر د ويالې او چينې سره هغه ځای ته ويل کيږي، چې په هغه ځای کې د منگي خوله په اسانۍ سره د اوبو په واسطه ډکيږي. او د هغه سره نږدې کورونه د خپلو ورځنيو ابو د پوره کولو کار اخيستل کيږي، چې گودر ته معمولاً انجونې ځي او ډېرې په خوښۍ د گودر څخه د اوبو راوړلو ته خوښيږي. څرنگه چې زموږ په وطن او په ځانگړې ډول د پښتنو په سيمو کې د ښځو په تگ راتگ، مېلو او مستيو ته اجازه نه شته دی او نه هم په کې بې له گودر څخه کوم بل ځای شته دی، نو پښتنې انجونې گودر ځانته په دنيايي جنت کې شمېرې، ځکه چې هلته د خپلو همزولو انجونو سره د زړه د نړۍ رازونه شريکوي او د خپلو يارانو سره د ديدن څخه خوند اخلي، څوک په کې نوی د يارانې تار غځوي او څوک په کې خپلو زړو يارانو ته ټينگښت تارونه تړي. دلته يوه پښتنه انجلۍ د خپل يار د ديدن لپاره په ځان تکليف مني او کوز گودر ته اوبو پسې ځي، چې هغه د پښتنو په قول په يوه تېر دوه ښکاره کوي، چې وايي:

اوبه د هر گودر خوږې دي
جانانه ستا دپاره کوز گودر ته ځمه

دلته د گودر په بهانه د يار د ديدن کولو سربېره د پښتنې انجلۍ د مينې سپېڅلتوب هم ځان ښکاره کوي، چې د خپلې مينې لپاره په ځان تکليف گالي او د يار ديدن کوي. په گودر کې نه يوازې د انجونو خنداگانې او د بنگړو شرنگهار شتون لري، بلکې هلته د گودر څخه يوه څه لرې په هغه سيمه کې چې گودر ورته ښه مالوميږي، ډېر زلميان هم ليدل کيږي، چې ډېرو انجونو په منځ کې د يوې انجلۍ د سالو خبره داسې په لنډۍ کې رانغاړي:

پر گودر سور سالو ښکاره شو
ما وې دې تورو اوبو اور واخيست مينه

دلته د سالو يا ټکري سور والی او هغه هم د يوې داسې انجلۍ په سر چې په مستۍ ورځينې هخوا دېخوا سر اخلي او دا پرې د خپل مين زړه زخمي کوي. او يا هم کومو زلميانو، چې د گودر د غاړې د مستو انجونو کتار او ټولگه ليدلې وي، هغه بيا ځان د گودر د غاړې په شان غواړي، چې د انجونو د سرتاج شي او يا هم انجونې يې په خپل لاس راوشکوي او د زړه په سر يې کيږدي. لکه چې وايي:

خاونده ما د گودر گل کړې
چې جينکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه

دلته د هغه گل يادونه شوې، کوم چې د گودر په غاړه وي او انجونې هغه راشکوي او په خپلو وېښتانو کې يې د مستۍ د نښې او د وېښتانو د ښايست لپاره ټوکوي، چې د خپل مين زړه پرې ټکور کړي. يا هم ځينې ميينان گودر ته د ټولو انجونو او يا هم د جوړه انجونو له تگ څخه سرټکوي او د خپلې مينې سره د بلې انجلۍ راتگ ورته ټکه ښکاري، لکه چې وايي:

په گودر څه ټکه لوېدلې
چې کشره خور يې بدرگه ورسره ځينه

د پښتنو د کلتور د کتاب د پاڼو څخه دا جوتيږي، چې پښتانه انجونې يوازې حتا گودر د اوبو پسې هم نه لېږي، يا يې کشره خور او يا هم کشر ورور ورسره ليږي، خو دلته دا کشره خور دې خوار عاشق ته د ټکې په څېر راغلې، چې دی يې د خپلې مينې سره د همرازۍ څخه بې برخې کړی دی. که څه هم د مور څخه خوږه او نيږدې څه نشته خو کله چې يوه نجلې په کورکې د موراو پلار له خوا ورته رد او بد وويل شي هغه خپل ډک زړه گودرته وړي اودگودرپه غاړه دخپل زړه بړاس اوباسي . کله چې دگودرغاړه په شنواوسرورنگونوپټه وي نوځوانان يې بياپه شعرونواولنډويو کې انځوروي :

پرگودرسورسالوښکاره شو
ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه

کله چې په گودردنجونوسره ، سپين او شنه ټيکري راغونډشي چې ددوي دټيکريودرنگونوتيزوالی دومره تيز وي چې داوبورنگ هم ځان سره اړوي .چې دلته دلنډۍ ويونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايې چې کله سور سالو په گودر راښکاره شي دغه سور رنگ دومره تيزوي لکه داور تاو چې سړی سيزي که څه هم اوبه داور ضد وي خو بياهم هغه تاثيرات چې په سور سالو کې وي اوبه او اور ورته هيڅ دي .

يار مې ټو پک زه يې مر مي يمه
په تورو غروکې يې ويشتم ورکه يې کړمه
٭٭٭٭٭
ورشه د يار خبر دی واخله
چې بی د يدنه دی سا ته لیو نی شونه
٭٭٭٭٭
ما ز ديگر چير ته وی چې نه وې
خوری وری زلفی په بام ولاړه ومه

په لنډيو کې انځورونه او تشبېهات[سمول]

په بښتو لنډيو کې انځوړ یز کليمات ،تشبيهات او هم وزنه لغتونه په ډیر هنری وروان ، ساده دول راوړل شوی دی . د لنډۍ مو جود فورم ورته يو خاص خوند او ښکلا ور بښلی ده لکه دا لنډۍ :

زلفی دی بی شماله ښوري
لکه استاد شاگرد ته لښته خو ځو ينه

دلته د زلفو لړ داستاد د لښتی سره تشبیه شوی دي که څه هم د زلفو نرمي او ظرافت بايد د يوي لښتی سره تشبيی نه شی ، خو د لښتی تاندوالی او د گوزر کيفت چې د لښتی درد په ښکاره ډول او د زلفو درد پټ احساس ددی تشبيه مانا ته ډير قوت ور بښی او که يو بل ماناوې تړاو ته يې ځیر شو . که د استاد د لښتی خو ځول شاگرد دی ته اړ با سی چې د يو مضمون لو ست ښه زده کړی . خو دا هم بی ځايه نه ده ،چې د يار زلفي هم سړی ته د مينې درس ورکوی . هغه د خوشحال بابا خبره چې وايې :

بدرگه که محبت راسره نه وايې
يک تنها به به خو نخوارو لارو تلل څوک

که په لنډيو هر څومره وغږيږو ،نو د بس ټکۍ به پيدا نه کړو ،ځکه لنډۍ زمو نږ د اولس هغه قيمتی او ارز ښتنا که پا نگه ده خلا صيدل يې نا شونې ده او د يادولو وړ خبره خو دا ده ، چې دغه پا نگه خداي (ج) يواځی په پښتو پيرزو کړ يده . نوری زبي له دی نعمته بې بر خی دی او کمال يې په دی کې دی چې دا داولس خبري دی واو داولس د زړه خبری دی او داولس دزړه نه راوتلی دي ،ځکه نو داسی څوک به نه وې چې لنډۍ يې زده نه وې یايې نه پيژنې ،ځکه په لنډيو کې زياتره د ټو لنې حالات ، ټو لنيز ژوند ، او د چا پيريال په اړه مفا هيم رانغاړل کيږی ،حتی کلتوري مسايل په ډيره ساده ژبه انځور شوی دي لکه دا لا ندې لنډۍ :

که مور او پلار دی خداي رضا کړل
د ماما گانو به دي زنې ونيسمه

زمو نږ په پښتنه ټولنه کې دا دود دی چې د جنې په غو ښتنه کې لومړۍ حق د پلار او مور دی . او دهغوی د رضا حاصلول يوه حتمې خبره ده ، خو کله کله يا په اکثره ځا یونو کې ماماگان هم ددي صلا حيت لری چې نجلۍ دواده او يا په عامه اصطلاح دبر خليک په ټا کلو کې رول ولری . چې په پورته لنډۍ کټ مټ مفهوم په لنډو الفا ظو کې رانغاړل شوی دی او يا دا لنډۍ :

په ما دی ټول کلۍ خبر کړ
په تا دې يو دادا خبر دی زړه دی چو ينه

دلته هم د کليمو د رواجونو او دودونو مسله ده . چې په پښتنو کې يا دونې پټې وي .او که دغه راز په ډاگه شی ، نو بد عواقب به ولری . خو د مينې جذبات بيا کله کله انسان ته دومره جر عت ورکړی . چې انسان د خپلی ټولنې او ټو لنیز قانون نه سر غړاويې ته مجبوروی . لکه دا لنډۍ :

په توراور بل مې جنگ جوړ يږی
زما بې غوره ياره ځه چې تر ينه ځونه

چې البته داحالت د ينې استعراق يا جنون مرحله ده چې سړی خپل استو گنځی پر يږدی . او د ناخوالو له لاسه د ټو لنې نه تجد يديږی . خو په هر صورت ملامتيا ددي مۍلو مو انسانانو هم نه ده . ځکه هغه دچا خبره ده . (دمينې نازولی حالت ته جنون وايې ) نو چې د سړی مينه دیره نازولی شی ، نو هغه به ولی نه جنون کيږی . دوی چې جنون شی ، نو د دونيا ټول خواږه او د معشيت ژوند شاکړی او بلاخره د جنون په سمندر لاهو شی .او خپل هر څه د خپلی ميني نه قربان کړی . هغه د اختر و صيب خبره چې

سرو مال به درته دوه په ميدان کيږدم
کومه ورځ چې ستا د مينې جواری شوه

نو دغسی پښتانه مينان هم ځان یو له بله قربانوی . او دا خو ښکاره ده چې بښتانه په قربانې او ځان تيرونه کې نوم لری لکه دا لاند ې لنډۍ :

د غرغری ميدان ته راشه
سبا مې ستا په تهمت دار ته خيژوينه

خو معشو قه بيا د خپل غاشق پدی حال فخر کوی . او وياړی ،چې دا قر بانې يواځی او يواځی ددي مينې ته ورکوی . او خپل سپيڅلی روح د يوی سپيڅلی مينې قر بانوی . او وايې :

خاونده ټوله مې تری زار کړی
زما په سر يې غرغري منلی دينه

په بای کې دومره وايم چې لنډيو ته زه دومره عقيده لرم چې که په پښتو کې هيڅ شعر نه وايې او يواځی همدا لنډي وی ،نو د پښتو ادب لپاره به کا فی وايې . او په اخر کې دادی کوم چې پښتا نه دی ژوندې وې او پښتون دی اباد وې . او خدای (ج) به پری د ابدی عمر پيزو وکړی

عمر دی ډير شه خپله ياره
زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه

سرچينې[سمول]

۱-کو نړی ،جلا ل ال دين ،(په پښتو لنډيو کې تشبهات) ميا شتني مجله ،پيښور ،پښتو اکا ډمې ، جنوری ،فبروری ،کال : (۲۰۰۰) م ، مخ (۴۵)

۲- طاهر ،نواز .روهي ادب ،پيښور ، پښتو اکاډمی ،کال : (۱۹۷۸) مخ (۴۲)

۳- پښتو لنډۍ ،د ژبو او اد بياتو مر کز پښتو ټو لنه ،سر یزه ص ،۲ .

۴- ر فیع، حبیب الله ،د خلکو سندري دولتی مطبعه ، کابل ،گال : (۱۳۴۹) لمر يز

۵- نوری ، هوسا ، په حما سی لنډيو کې ارز ښت ،ملی او هنری ، کال : (۱۳۸۴) لمر یز