ګوجر قبیله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګوجر یوه پخوانۍ او لرغونې قبیله او اتنیکه ډله ده چې په پخوانیو تاریخونو کې یې یادونه ا و ذکر شوی دي .ګوجریوه سنسکریت کلمه ده چې ګو له مینځه وړونکي او جر دښمن ته وایی یعنې ددښمن له مینځه وړونکی. دګوجرو اصلي ټاټوبی دهند دګوجرات ایالت ( صوبه )او دمونټ ابو او بیج نات پوري سیمې دي چې دمونټ ابو سیمه اوس دهند په راجستهان ایالت پورې اړه لري .ددوی ژبه ګوجري ژبه ده، خو په کومو ځایونو کې چې دوي استوګنه لري دهما غه ځایونو دخلکو په ژبو غږیږي.دوی بیا وروسته دتاریخ په بیلا بیلو پړاوونو کې دجګړواو ځینو نورو لاملونو له کبله دخپل اصلي ټاټوبي ګوجراته لیږدیدلي دی او په نورو سیمو کې خواره واره شوي دي .ویل کیږي چې ګوجر دهونانیانو دقام یوه څانګه ده چې په شپږمه عیسوي پیړۍ کې دهند نیمې وچې ( بر صغیر) ته ورغلي دي . ګوجر دهند په بیلا بیلو ایالتونو(صوبو) لکه : راجستهان،ډیلي ، هاریانا ، پنجاب ، اتهرپردیش، مدهیا پردیش، مهاراشټرا، هیما چل پردیش،اترکهنډ ، جمو او کشمیر ، دپاکستان په سند ، پنجاب او همداراز په پښتونخوا او افغانستان کې استوګنه لري. په ګوجرو کې مسلمانان، هندوان، عیسا ئیان ، دجین او بدمت دمذهبونوپیروان او سکهان هم شته.

په هندوستان کې میشته ګوجر[سمول]

لکه چې دمخه وویل شول ګوجر دهند ، پاکستان ، پښتونخوا او افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې میشته دي .هغه ګوجر چې دهند په اتهرپردیش کې ژوند کوي نو دوی ددغه ایالت ( صوبې )داود، دوآب، سهارنپور، مظفر پور ، شامل، میرټ ، جیلم ، بلند شهر ، علیګړ، مراد آباد ، روهیلکهنډ ، رای بریلي ، سلطانپور، باره بنکي ، ګوړکهپور او بهړایچ په سیمو کې استوګنه لری . داتهر پردیش زیاتره ګوجر مسلمانان دي او دهند په خپلواکۍ کې دانګریزانو پر خلاف یې مبارزې هم کړې دي.همداراز هغه ګوجر چې دهند دجمو او کشمیر په اایالت ( صوبه ) کې ژوند کوي نو ددغه ایالت ( صوبې ) په راجوړي ، پونچ ، اننت ناګ، اودهم پور او ډوډه کې استوګنه لري.

په پاکستان کې میشته ګوجر:[سمول]

دپاکستان میشته ګوجر ددغه هیواد په سند او پنجاب ایالتونو کې ژوند کوي.دوی ددغه هیواد په سیاست کې هم ونډه درلودلې ده او ډیر شمیر لوړپوړي چارواکي او ووزیران هم دګوجرو دقام پورې اړه لري .

په پښتونخوا کې میشته ګوجر[سمول]

په پښتونخوا کې میشته ګوجر دلرغونو زمانو نه په دې سیمه کې میشته دي .دوی په ملا کنډ ، بټ خیله ، باجوړ او دیر کې ژوند کوي.ـ دګندهارا په تهذيب کې هم د ګوجر قام ونډه زیاته وه اوویل کیږي چې مشهور هندي واکمن کنشکا کشان ګجر و چې دهغه اولاده ا وس هم په سوات کى اباد دى او ددغه ځای خلک ورته کسان خيل او يا کسانه واييي دوی په مردان ـ چارسده او صوابئ ملا کنډ ، بټ خیله ، باجوړ او دیر کې او د صوبې په هر ګوټ کى ژوند کوي.اوپه سلو کې 95 ګوجر قام په پښتو ژبه خبرې کوي .ګوجر زیاتره دکرنې ، سوداګرۍ له لارې خپله ګوزاره پر مخ بیایی او په پاکستان او هندوستان کى ډیرې ځمکې لري . او نوابان هم پکې تیر شوي دي کوى د بلوچستان وزېر اعلى نواب ثناا لله خان زهرى هم د ګوجر وقوم پورې اړه لري .

په افغانستان کې میشته ګوجر[سمول]

په افغانستان کې ګوجر دکونړ په دانګام ، نورستان ، لغمان ،کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو ( صوبو ) کې ژوند کوي . دافغانستان ګوجر زیاتره د وزو ، غواګانو ،میښو. ګډو او پسونو دساتلو له لارې خپله ګوزاره پر مخ بیایی او ډیرې لږې ځمکې لري . دافغانستان په ملي سرود کې دافغانستان دنورو قومونو تر څنګ دګوجرو دقوم نوم هم یاد شوی دی .