Jump to content

د چنداول پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چنداول پاڅون
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۲۳ جون ۱۹۷۹ (۱۹۷۹) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
نور اړين مالومات
برخه د

د چنداول پاڅون یو ناکام پاڅون وو چي د ۱۹۷۹ کال د جون په ۲۳ نېټه باندي د افغانستان د کابل د زاړه ښار په چنداول سیمه کي رامنځته سو. یاد پاڅون د واکمن خلق – PDPA حکومت لخوا د ښار د شیعه هزاره ګانو او قزلباش د عالمانو او نفوذ لرونکو جنګیالیو له نیولو سره رامنځ ته سو. په سیمه کي لاریونونه هغه مهال ډېر سول کله یې چي اوسیدونکو په هغه ورځ د پولیسو پر یوه مرکز برید او د میوند په لارو او کوڅو کې یې د لاریون ترڅنګ مذهبي او د دولت ضد شعارونه هم ورکړل. په دې لاریون کي په زرګونو کسانو برخه اخیستې وه. حکومت په څلور ساعته جګړه کي د Mil Mi-24 هلیکوپترو او ټانګونو په کارولو سره د دوی پر وړاندي سخت اقدام ترسره او لاریون یې وځپی، چي په پایله کي یې شاوخوا لس زره هزاره ګان او قزلباش بندیان او د دار تختې ته پورته سول. [۱][۲]

دا د داوودخان تر شهادت وروسته د ۱۹۷۹ کال لومړنی ولسي پاڅون و چي په کابل کي رامنځته سو.

  1. "Flashback to 1979: A massacre of unarmed civilians in an uprising « RAWA News". www.rawa.org.
  2. Afghanistan under Soviet Domination, 1964–91 by Anthony Hyman