د پلټنو فدرالي اداره (اف بي آی)
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| رسمي ژبه | |
| مرکز | |
| ادرس | |
| هېواد |
| مهمې پېښې |
|---|
| بنسټګر |
|---|
| وېبپاڼه |
fbi.gov (انګليسي ژبه) |
|---|---|
| کورډينېشن |

د فدرالي پلټنو اداره (په انګلیسي: Federal Bureau of Investigation) په لنډه توګه (په انګلیسي: FBI) د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو او امنیت اداره او د دې هیواد اصلي فدرالي او قانون پلي کونکۍ بنسټ ګڼل کیږي. دا اداره چي د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت تر واک لاندي فعالیت کوي، د متحده ایالاتو د استخباراتو د ټولنې غړې هم ده او د متحده ایالاتو لویي څارنوالي او ملي استخباراتو ته راپور ورکوي. د تروریزم سره د مبارزې، استخباراتو او جنایي پلټنو په برخه کي د مخکښ سازمان په توګه FBI د فدرالي جرمونو له 200 څخه تر زیاتو سرغړونو باندي واک لري.
د FBI ډیری فعالیتونه ځانګړي دي او د ملي امنیت په ملاتړ کي د دې ادارې کار د برتانیې MICEX او د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو سره پرتله کیږي. د مرکزي استخباراتي ادارې (CIA) پر خلاف چي د قانون پلي کولو واکونه نلري او یوازي په بهر کي د استخباراتو په راټولولو تمرکز کوي، اف بي آی په اصل کي یو کورنی سازمان دی، چي د متحده ایالاتو په لویو ښارونو کي 56 ساحوي دفترونه او له 400 څخه ډیري ادارې په کوچنیو ښارونو کي لري. د FBI په یوه سیمه ایز دفتر کي د FBI یو لوړ پوړی استازی د ملي استخباراتو د رییس په توګه هم دنده ترسره کوي.
د خپل کورني تمرکز سره سره اف بي آی د پام وړ نړیوال فعالیت هم لري او په ټوله نړۍ کي د متحده ایالاتو په ډیپلوماټیکي اتشې کي 60 قانوني دفترونه یا (LEGATs) او 15 فرعي دفترونه لري. یاد بهرني دفترونه په اصل کي د بهرنیو امنیتي خدماتو سره یوځای د همغږۍ وظیفه مخته وړي او په عامه توګه په کوربه هیوادونو کي یو اړخیز عملیات نه ترسره کوي. اف بي آي همدارنګه کولای سي ځیني وختونه په بهر کي پټ عملیات ترسره کړي، سره ددې چي د مرکزي استخباراتو اداره محدود داخلي فعالیت لري. د ادارې دغه فعالیتونه عموما د دولتي ادارو ترمنځ همغږي ته اړتیا لري.
د پلټنو فدرالي اداره یا FBI په 1908 کي د پلټنو د بیورو (BOI یا BI) په توګه رامنځ ته سول، خو وروسته یې نوم په 1935 کي د پلټنو فدرالي ادارې ته بدل سو. د FBI مرکزي دفتر په J.اډګر هوور، واشنګټن ډي سي کي موقعیت لري.
- هغه پاڼې چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P159 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P6375 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- سمون کينډۍ
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه