جرم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جرم په عامه ژبه کې، یوه غیر قانوني کړنه ده چې د دولت یا بل واک له لوري د سزا وړ ګڼل کېږي. په معاصر جزايي قانون کې، د جرم اصطلاح کوم ساده او په عمومي کچه منل شوی تعریف نه لري، که څه هم د موضوعه قوانینو له مخې یې تعریفونه د ځانګړو موخو لپاره چمتو شوي دي. تر ټولو نامتو نظر دا دی چې: جرم هغه مقوله ده چې د قانون له خوا رامنځ ته شوې وي یا هغه څه جرم ګڼل کېږي چې د اړونده او نافذه قانون له لوري جرم وګڼل شي. یو وړاندیز شوی تعریف دا دی چې، جرم یا سرغړونه (یا جرمي سرغړونه) هغې کړنې ته ویل کېږي، چې نه یوازې یوه وګړي ته زیان رسوي، بلکې ټولنې، ډلې یا دولت ته هم زیان رسوي، یعنې د ("یوه عامه سرغړونه") ګڼل کېږي. دا ډول کړنې، د قانون له مخې منع او د سزا وړ دي. [۱][۲][۳][۴]

دا لیدلوری په ټوله نړۍ کې شته چې د قتل، جنسي تېري او غلا په څېر کړنې باید منع وي. هغه څه چې په کره توګه یوه جرمي سرغړونه ګڼل کېږي، د هر اړونده قضایي نظام له خوا د جزایي قانون پر بنسټ تعریف شوی دی. لکه څرنګه چې زیاتره دا نظامونه، د جزایي کوډ په نوم د جرمونو لپاره ټولګه لري، د کامن لا په ځینو هېوادونو کې داسې جامع موضوعه قوانین نشته.  [۵]

دولت دا واک لري چې د یو چا آزادي د جرم د ارتکاب له امله په کلکه محدوده کړي. په معاصرو ټولنو کې داسې کړنلارې شته، چې د څېړنو او محاکمې په اوږدو کې باید په نظرکې ونیول شي. که چېرې  یو کس مجرم وپېژندل شي، نو دا کس ښایي د خپل جرم د جبران لپاره د سزا په یوه بله بڼه، لکه: بدیله جزا، یا د جرم له ماهیت سره سم، په بند، عمري بند، یا په ځینو قضایاوو کې، په مرګ محکوم شي. ځینې ​​قضایي نظامونه، د اصلاح لپاره وګړو ته د پروګرامونو سزا ورکوي، په داسې حال کې چې زیاتره قضايي نظامونه وګړي مجازات کوي یا د پورته ذکر شوو سزاګانو ګډه بڼه پر مخ وړي.  

په عمومي توګه، هغه څه چې باید د جرم په توګه طبقه شي، یعنې "د یوه جرمې عمل ترسره کول" (د جرم مادي عنصر) باید د ځینو استثناوو په ګډون- "د جرم د ترسره کولو د ارادې" (د جرم معنوي عنصر) سره مل وي.

لکه څنګه چې هر جرم، له قانون څخه سرغړونه ګڼل کېږي، خو د قانون څخه هره سرغړونه جرم نه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه: د خصوصي قانون فسخ (د جرم شبه او د تړون فسخ) په سمدلاسي توګه د دولت له لوري نه مجازات کېږي، مګر د مدني کړنو(اجراآتو) له لارې پلي کېدای شي.

کتنه[سمول]

کله چې غیر رسمي اړیکې، د غوره ټولنیز نظم په رامنځ ته کولو او ساتلو کې بسنه ونه کړي، دولت کولای شي، د ټولنیز نظم لپاره زیاتې رسمي یا سختې تګلارې پلې کړي. دولتې چارواکي د اداری او قانوني وسایلو په واک سره کولای شي، خلک اړ کړي چې له قوانیو سره سم ځانونه عیار کړي او کولای شي، د هغو کسانو د مجازاتو یا اصلاح هڅه وکړي، چې له قانون سره سم عمل نه کوي.

چارواکي په عمومي توګه، د ځانګړیو چلندونو د تنظیم (هڅولو یا منع کولو) لپاره ډول ډول کړنلارې کاروي. د بېلګې په توګه: حکومتی یا اداري بنسټونه کولای شي، قواعد په قوانینو واړوي، اتباع او لیدونکي وڅاري، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې له دې قوانینو سره سم عمل کوي او نور داسې سیاستونه او کړنې پلې کړي، چې قانون جوړونکو یا اداره کوونکو د جرم د منعې یا مخنیوي په موخه وضع کړي دي. د دې ترڅنګ، چارواکي د حقوقو د ورکړې او د مجازاتو تګلارې چمتو کوي، چې په ټولیز ډول دا د جرمي عدالت نظام منځ ته راوړي. قانوني مجازات د سختۍله مخې، په پراخه کچه توپیر لري، چې کېدای شي (د نمونې په توګه) یو کس په لنډ مهاله توګه یوازې د اصلاح لپاره په بند محکوم شي. ځینې ​​قضایې نظامونه، د سزا داسې کوډونه لري چې د دایمي سختو مجازاتو، لکه په قانوني بڼه د بدن د غړو غوڅول، د مرګ سزا او عمري بند لپاره لیکل شوي دي.

یو طبیعي شخصیت، په معمولي توګه جرم ترسره کوي، خو حقوقي اشخاص هم جرم ترسره کولای شي. له تاریخي اړخه، زیاتره پخوانۍ ټولنې په دې باور وې چې، غیر انساني حیوانات هم جرم ترسره کوي او د جرم سره سم یې هغوی محاکمه او مجازات کول.  [۶]

ټولنپوه ریچارد کوېني د ټولنې او جرم ترمنځ د اړیکو په اړه لیکنې کړې دي. کله چې کویني وايي چې: "جرم یوه ټولنیزه پدیده ده" نوموړی د ټولنیزو معیارنو پر بنسټ دواړه په پام کې نیسي، چې انفرادي کسان څرنګه جرم په نظر کې نیسي او وګړي دا څه ډول درک کوي.[۷]

رېښه[سمول]

د جرم کلیمه، د لاتیني رېښې cernō څخه اخیستل شوې ده چې د "زه پرېکړه کوم، زه قضاوت کوم" په معنا ده. په اصل کې د crīmen لاتیني کلیمه د "تور" یا "د ستونزې له امله د ژړا." په معنا ده. لرغونې یوناني کلیمه κρίμα، یا krima، چې له هغې څخه رېښه اخیستل شوې ده، په عمومي ډول د ټولنې په وړاندې د معنوي تېروتنې یا سرغړونې په معنا ده، نه د شخصي یا اخلاقي تېروتنې په معنا.  [۸][۹]

د آنلاین ایټیمولوژي قاموس له مخې د دیارلسمې پېړۍ په انګلیسي ژبه کې crime یا جرم د "ګناه" په معنی وه. ښایې دا کلمه انګلستان ته د زړې فرانسوي ژبې له خوا د crimne په بڼه راوړل شوی وې (چې د ۱۲ پېړۍ په عصري فرانسوي کې crime دی) چې د لاتیني ژبې له crimen (د نوم په ملکي حال: criminis) څخه اخیستل شوې ده. crimen په لاتین کې ښایي له لاندې معناګانو څخه: "تور، تهمت، اتهام، جرم، خطا، سرغړونه" یوه ورکړي.

ښايي دا کلیمه، د لاتیني cernere څخه اخیستل شوې وي، چې د "پرېکړې یا ماتولو" په معنا ده (، په Kairos یا مناسبه شېبه او Chronos یا وخت باندې را منځ ته شوې بحث ته مراجعه وکړئ). خو ارنسټ کلین (د کارل برګمن له قوله) دا ردوي او وړاندیز کوي، cri-men په اصل کې د "د ستونزې له امله د ژړا" په معنا ده. توماس جې تکر د "ژړا" په کلیمو کې د رېښې وړاندیز کوي چې په انګلیسي ژبه کې د زاریو، شکایت او داسې نورو په معنا ده. د "قانون له مخې د مجازاتو وړ سرغړونه" معنا د څوارلسمې پېړۍ له وروستیو څخه را پورته شوې ده. په زړه انګلیسي کې لاتیني کلیمه د facen په توګه تشرېح شوې ده چې د جعل سره په پرتله د "فریب، درغلې او خیانت" په معنا ده.  Crime wave   یا د جرم څپې، په لومړي ځل په ۱۸۹۳ ز کال کې په امریکایی انګلیسي کې تایید شوې ده.

سرچینې[سمول]

  1. "Crime". Oxford English Dictionary Second Edition on CD-ROM. Oxford: Oxford University Press. 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Farmer, Lindsay: "Crime, definitions of", in Cane and Conoghan (editors), The New Oxford Companion to Law, Oxford University Press, 2008 (کينډۍ:ISBN), p. 263 (Google Books Archived 2016-06-04 at the Wayback Machine.).
  3. In the United Kingdom, for instance, the definitions provided by section 243(2) of the Trade Union and Labour Relations (Consolidation) Act 1992 and by the Schedule to the Prevention of Crimes Act 1871.
  4. Elizabeth A. Martin (2003). Oxford Dictionary of Law (الطبعة 7). Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-860756-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 17 June 2010 باندې). What is crime?.
  6. Girgen, Jen (2003). "The Historical and Contemporary Prosecution and Punishment of Animals". Animal Law Journal. 9: 97. مؤرشف من الأصل في ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Quinney, Richard, "Structural Characteristics, Population Areas, and Crime Rates in the United States," The Journal of Criminal Law, Criminology and Police Science, 57(1), pp. 45–52
  8. Bakaoukas, Michael. "The conceptualisation of 'Crime' in Classical Greek Antiquity: From the ancient Greek 'crime' (krima) as an intellectual error to the christian 'crime' (crimen) as a moral sin." ERCES ( European and International research group on crime, Social Philosophy and Ethics). 2005. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  9. Ernest Klein, Klein's Comprehensive Etymological Dictionary of the English Language Archived 2016-03-22 at the Wayback Machine.