Jump to content

شېرپور هديره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د شیرپور هدیره نه مخ گرځېدلی)
هدیرې ته د ننوتلو لاره
د کابل د ساحوي ځواکونو قوماندان سر فریډریک رابرټس په ۱۸۷۹ کال کې د کابل په شمال کي د ۱.۵ کیلومتره په فاصله باندې د افغان انګلیس د دوهمې جګړې په ترڅ کي د شېرپور په کنډک کې د افغان توپخانې څخه لیدنه وکړه.
د اوریل سټین قبر

د شېرپور کنډک هدیره یا د شېرپور هدیره یا د برېتانیا هدیره د افغانستان په پلازمېنه کابل کې موقعیت لري. دا سیمه د برېتانوي سرتېرو کنډک او د انګلیس - افغان په دوهمه جګړه کي د ۱۸۷۹ز کال د شېرپور کنډک د محاصرې ځای وو. یاده سیمه اوس مهال په رسمي ډول د عیسوي قبرستان په نوم یادیږي. او په سیمه يیزه توګه د "بهرنیانو هدیرې" په نوم پېژندل سوې ده.

شېرپور هديره
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۲′۳۴″شمال ۶۹°۱۰′۲۶″ختیځ / 34.5427°شمال 69.17392°ختيځ / 34.5427; 69.17392 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

اوسنۍ هدیره او تاریخي شالید یې

[سمول]

د شېرپور هدیره په ۱۸۷۹ کال کي د افغان-انګلیس په دوهمه جګړه کي د وژل سوو برېتانوي سرتېرو لپاره جوړه سوې وه، ترڅو د لومړۍ انګرېز-افغان جګړې پر مهال د پخوانۍ جوړي سوې هدیرې ځای ونیسي. ددې ځیني قبرونه آن د ۱۸۴۲ کال د ماتي سره تړاو لري. [۱] ویل کیږي چي دلته شاوخوا 160 سرتیري ښخ سوي دي. [۲] په دې هدیره کي د نورو مړو نښي هم شته، په ځانګړې توګه د بېلابیلو ملیتونو ملکي وګړي، چي له ۱۹مې نیولې تر ۲۱مې پېړۍ پورې په کابل کي مړه سوي دي. [۱] د ۲۰۰۰ لسیزې په اوږدو کي د شېرپور هدیرې په جنوبي دېوال کي د مرمرو لس تختې هم کېښودل سوې، چي سربېره ورباندې د هغه برېتانوي سرتېرو نومونه لیکل سوي دي، کوم چي د ۲۰۰۱ څخه وروسته په افغانستان کي مړه سول. [۲]

شېرپور هدیره د یو باغ په توګه جوړه سوې ده، چي شاوخوا د ګلانو ښکلا هم لري. [۳]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ . 17 August 2009. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . 9 June 2012. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  3. Kvesic, Ivana (9 August 2011). "Afghanistan: The corner of Kabul that is forever England". Christian Post. بياځلي په 11 September 2021.