د شمالي افریقا جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شمالي افریقا جګړه په دویمه نړیواله جګړه کې د ۱۹۴۰ ز کال د جون میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه د ۱۹۴۳ ز کال د مې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې د افریقا په شمال کې پېښه شوه. په دې جګړه کې د لیبیا او مصر د دښتو جګړې (د لوېديځې دښتې جګړه چې د صحرا جګړه هم بلل کېږي) او په مراکش او الجزایز کې (مشعل عملیات) او په تونس کې (د تونس جګړه) شامل وو.

دا جګړه د متفقینو او محور ځواکونو تر منځ ونښته. د متفقینو جګړه‌ييزې هڅې د مشترک المنافع بریتانیا او د جرمني تر اشغال د لاندې اروپا د تبعیدیانو تر تسلط لاندې وې. متحد ایالتونه په رسمي ډول د ۱۹۴۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې جګړې ته دننه شول او د ۱۹۴۲ ز کال د مې میاشتې په ۱۱مه نېته یې په شمالي افریقا کې مستقیمې پوځي مرستې پیل کړې.[۱][۲]

په شمالي افریقا کې جګړه د ۱۹۴۰ ز کال د جون میاشتې په ۱۰مه نېټه د ایټالیا د جګړې له اعلان سره پیل شوه. د جون په ۱۴مه نېټه د بریتانیا د پوځ یوولسم هوسار د مصر له سرحد څخه لیبیا ته واوښت او د ایټالیا «کاپوزو کلا» یې ونیوله. ورپسې پر مصر د ایټالیا متقابل برید وشو، په سپټمبر میاشت کې د مصر «سیدي براني» سیمه ونیول شوه او دا سیمه بېرته په ډسمبر میاشت کې مشترک المنافع بریتانیا د «قطب‌نما عملیاتو» په نامه تر یوه ځوابي برید وروسته لاندې کړه. د قطب‌نما عملیاتو په لړ کې د ایټالیا لسم پوځ له منځه لاړ او د جرمني افریقا پوځ د «اروین رومل» تر قوماندې لاندې د ۱۹۴۱ ز کال په فبرورۍ میاشت کې د «سونن بلوم» عملیاتو په جریان کې شمالي افریقا ته ولېږل شو تر څو د محور د بشپړې ماتې د مخنیوي لپاره له ایټالوي ځواکونو سره مرسته وکړي.

په دې پسې د مصر د ځینو سیمو او لیبیا د کنټرول لپاره یو لړ جګړې وشوې چې دا لړۍ د ۱۹۴۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې د «العلمین» له دویمې جګړې سره اوج ته ورسېده او دا هغه مهال و چې د مشترک المنافع بریتانیا ځواکونو د «برنارډ مونټګومري» تر قوماندې لاندې د افریقا پوځ ته کلکه ماته ورکړه او ترې پاتې پوځیان یې اړ کړل چې تونس ته دننه شي. د ۱۹۴۲ ز کال په نومبر میاشت کې په شمال‌ لوېدیځه افریقا کې د انګلستان-امریکا تر مشعل عملیاتو او د ویشي فرانسې د ځواکونو پر خلاف تر نورو جګړو وروسته متفقینو د تونس په شمال کې سلګونه زره جرمني او ایټالیايي پرسونل محاصره کړ او بالاخره د ۱۹۴۳ ز کال په مې میاشت کې تسلیم شول.[۳][۴][۵]

د لوېديځې دښتې جګړه[سمول]

د ۱۹۴۰ ز کال د مې میاشتې په ۱۰مه نېټه ورماخت [یعنې د جرمني متحد وسله‌وال پوځ] د فرانسې جګړه پیل کړه. یوه میاشت وروسته مشخصه وه چې فرانسه باید په دوو اونیو کې تسلیم شي. د اوربند تړون د ۱۹۴۰ ز کال د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه وشو.

د جون په ۱۵مه نېټه شاهي ایټالیا د نازي جرمني تر څنګ ودرېده او له فرانسې او بریتانیا سره یې جګړه اعلان کړه. په مصر کې پرتو بریتانوي سرتېرو (او تر څنګ یې هندي او روډزیايي سرتېرو) ته حکم وشو چې دفاعي اقدامات وکړي خو د امکان تر کچې له پاروونکو کارونو څخه ډډه وکړي. دوی د جون په ۱۱مه نېټه په لیبیا کې د ایټالیا پر موقعیتونو بریدونه پیل کړل. ایټالوي ځواکونه د جون په ۲۵مه نېټه د فرانسې تر ماتې وروسته په طرابلس کې – د تونس مېشتو فرانسوي ځواکونو په مقابل کې – د ایټالیا له لسم پوځ سره د مرستې لپاره سیرنائیکا ته ولېږل شول.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ایټالیا دیکتاتور «بنیټو موسولیني» لسم پوځ ته حکم وکړ چې د اګسټ تر ۸مې نېټې پورې پر مصر برید وکړي. دوې ورځې وروسته په داسې حال کې چې هېڅ برید نه و پیل شوی، موسولیني «مارشال ګرازیاني» ته حکم وکړ چې هغه مهال باید برید وکړي چې جرمني ځواکونه «سي لاین عملیات» پیل کړي. د سپټمبر په ۸مه نېټه ایټالویانو – چې د ترانسپورتي وسایلو د کمښت، د افسرانو د ټيټې ښوونیزې کچې او د ملاتړو وسایلو د کمزورۍ له امله کمزوري شوي وو – حکم ترلاسه کړ چې راتلونکې ورځ پر مصر برید وکړي. د جګړې پلان د ساحلي واټ په اوږدو کې مخته تګ و، په داسې حال کې چې کمو زغره‌والو ځواکونو د دښتې په خوا کې عملیات کول.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د سپټمبر په ۱۶مه نېټه ایټالوي ځواکونه د «مرسی مطروح» ښار لوېديځ لوري ته شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره (۸۰ مایله) د «ماکتیلا» پر لوري مخته لاړل او دلته د تدارکاتي ستونزو له امله ودرېدل. که څه هم «موسولیني» د مخته تګ غوښتنه ترې وکړه، خو «ګرازیان» خپلو کسانو ته حکم وکړ چې د «سیدي براني» سیمې په شاوخوا کې مېشت شي، په دې توګه دلته یو کلک لښکرکوټ یا کمپ جوړ شو. اضافي ځواکونه هم د اصلي ځواکونو تر شا ځای پر ځای شول. د خورو ورو ایټالوي کمپونو په مقابل کې انګرېزانو د «قطب‌نما» په نامه یو پنځه ورځنی برید پلان کړ تر څو دغو کلکو کمپونو ته زیان واړوي. د مشترک المنافع بریتانیا ځواکونه چې ټول ۳۶۰۰۰ کسان وو، د ډسمبر میاشتې په ۹مه نېټه یې پر ایټالوي پوځ برید وکړ. تر لومړنۍ بریا وروسته د قطب‌نما عملیاتو ځواکونه د هغو ایټالوي ځواکونو په تعقیب کې شول چې شاتګ یې کړی و. په جنورۍ میاشت کې د «البردیة» کوچنی بندر ونیول شو او ډېر ژر د «طبرق» کلک بندر هم لاندې شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د دغو دوو بندرونو په داخل او شاوخوا کې کابو ۴۰۰۰۰ ایټالویان ونیول شول او د لسم پوځ پاتې سرتېرو د ساحلي واټ په اوږدو کې د «العقلیة» سیمې پر لوري شاتګ وکړ. «ریچارډ اوکونر» اوومه زغره‌واله فرقه له یوه کوچني اکتشافي ګروپ سره یوځای دښتې ته واستوله. تر ایټالویانو شاوخوا نوي دقیقې مخکې «بډا فوم» ته ورسېده او د هغوی شاتګ یې ودراوه. که څه هم هغوی ناچاره هڅې وکړې چې د بډا فوم په جګړه کې پر بریتانوي ځواکونو برلاسي شي، خو نفوذ یې ونه‌کړای شو او د پوځ پاتې برخه د شاتګ په حال کې تسلیم شوه. د متفقینو ځواکونو په څه باندې لسو اونیو کې د ایټالیا لسم پوځ دړې وړې کړ او العقیلې ته ورسېدل او په دې بهیر کې یې ۱۳۰۰۰۰ جنګي بندیان ونیول.[۲۶][۲۷][۲۸]

د تونس جګړه[سمول]

د ۱۹۴۲ ز کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې تر مشعل عملیاتو وروسته جرمنیانو او ایټالویانو په تونس کې د ځواکونو په راټولولو پیل وکړ تر څو د هغو فرانسوي ځواکونو تشه ډکه کړي چې شاتګ یې کړی و. په دې جریان کې که څه هم متفقین له فرانسوي چارواکو سره لاس او ګرېوان وو، پرېکړه یې وکړه چې تونس ته د چټک مخته تګ مخه ونیسي. د متفقینو ډېری سرتېري د نامعلوم وضعیت له امله د ګارنېزیون په دندو کې بوخت وو.

د بریتانیا اتم پوځ – چې د شمالي افریقا د ساحل په اوږدو کې د لوېديځ پر لوري مخ ته روان و - د مارچ میاشتې په پیل کې د تونس سرحد ته رسېدلی و. «رومل» او «وون ارنیل» ځانونه د متفقینو د «دوو پوځونو» په منګول کې لیدل. هغوی خوندي وو، شمېر یې ډېر و او په وسلو سمبال وو. رومل د روغتیايي مسائلو په دلیل جرمني ته وګرځېد او ځای یې ایټالوي جنرال «مېسي» ډک کړ.

د بریتانیا اتم پوځ د مارچ میاشتې په وروستیو کې تر سختو جګړو وروسته د محور دفاع په «مارث» کرښه کې ماته کړه او لومړي پوځ د تونس په مرکز کې خپل اصلي برید د اپرېل په لومړیو کې پیل کړ، تر څو د محور ځواکونه تر فشار لاندې ونیسي او په افریقا کې یې مقاومت ناکام کړي. د محور ځواکونه د ۱۹۴۳ ز کال د مې میاشتې په ۱۳مه نېټه د څه باندې ۲۷۵۰۰۰ جنګي بندیانو په تحویل سره تسلیم شول. د محور وروستی ځواک چې په شمالي افریقا کې تسلیم شو، د جنرال مېسي لومړنی ایټالوي پوځ و. که څه هم د محور ځینې ځواکونه له تونس څخه وتښتېدل، خو د مجربو ځواکونو دغې لویې ضایعې د محور د ځواکونو پوځي ظرفیت تر ډېره را کم کړ. په افریقا کې دغه ماته د دې لامل شوه چې په افریقا کې د ایټالیا ټولې مستعمرې ونیول شي.[۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Military Operations in North Africa". ushmm.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Boundless (12 January 2017). "The North African Front". Boundless. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  3. Robert Citino, Death of the Wehrmacht: The German Campaigns of 1942, University Press of Kansas, 2007, p. 116.
  4. Patrick Bernhard (1 December 2012). "Behind the Battle Lines: Italian Atrocities and the Persecution of Arabs, Berbers, and Jews in North Africa during World War II". Holocaust and Genocide Studies. 26 (3): 425–446. doi:10.1093/hgs/dcs054. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Patrick Bernhard, Im Rücken Rommels. Kriegsverbrechen, koloniale Massengewalt und Judenverfolgung in Nordafrika, 1940-1943 in:ZfGen Zeitschrift für Genozidforschung, page 83 - 122 ZfGen, Volume 17 (2019), Issue 1-2, ISSN: 1438-8332, ISSN online: 1438-8332, "the North African Campaign was anything but war without hate. There ere numerous intentional crimes and infringements of the rules of conduct, including the ill treatment and murder of captured enemy soldiers, the plunder of indigenous population, the rape of local woman, as well as exploitation, murder and mass detainment in concentration camps of Arabs, Berbers and Jews which was often motivated by racial and anti-Semitic hatred"
  6. Playfair, p. 109
  7. Playfair, p. 41
  8. Churchill, p. 371
  9. Macksey, p. 38
  10. Macksey, p. 25
  11. Macksey, p. 35
  12. Macksey, p. 38
  13. Macksey, p. 25
  14. Macksey, p. 40
  15. Playfair (2004), pp.209–210
  16. Macksey, p. 47
  17. Macksey, p. 68
  18. Wavell کينډۍ:London Gazette
  19. Playfair pp. 260–261, 264
  20. Bauer (2000), p.95
  21. Playfair p. 267
  22. Mead, p. 331
  23. Playfair p 271
  24. Playfair, pp. 286–287
  25. Dunn, Jimmy. "World War II's Opening Salvoes in North Africa". Tour Egypt. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Playfair, p. 358
  27. "Fall of Bengasi". Time. العدد 17 February 1941. 17 February 1941. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Wavell in کينډۍ:London Gazette
  29. Walker 2006, p. 193