فرانسوي الجزاير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرانسوي الجزاير (عربي: الجزاير المستعمرة) چې د استعماري الجزاير په نوم هم پېژندل کېږي، د فرانسې له خوا د الجزاير د نيولو پړاو دی. په دې سیمه کې د فرانسې واکمني په ۱۸۳۰ز کال کې په الجزاير له برید سره پيل شوه او په ۱۹۶۲ز کال کې الجزاير د خپلواکۍ د جګړې تر پای ته رسېدو يې دوام پیدا کړ. په داسې حال کې چې د فرانسې د ۱۳۲ کلنې واکمنۍ پر مهال د الجزاير اداره کې د پام وړ بدلون راغی، د الجزاير د مديترانې ساحلي سيمې چې د دې هېواد د اکثريت وګړو استوګنځای و، له ۱۸۴۸ز کال څخه د دې هېواد تر خپلواکۍ پورې د فرانسې د نه جلا کېدونکې برخې په توګه واکمني وکړه.[۱][۲][۳]

له هېواده بهر تر ټولو اوږدې مودې لپاره د فرانسې تر واک لاندې د يوې سيمې په توګه، الجزاير د سلګونه زره اروپايي کډوالو لپاره يو منزل وګرځېد چې د «کالون» او وروسته د « pieds-noirs» په نوم پېژندل کېدل. په هر حال، د تاريخ په اوږدو کې اصلي اوسېدونکي د دې سيمې د وګړو اغلب اوسېدونکي وو. په کرار کرار، د دوی د سياسي او اقتصادي خپلواکۍ د کمښت له امله د مسلمانانو په منځ کې نارضاييت، د سياسي خپلواکۍ او بالاخره د فرانسې څخه د خپلواکۍ غوښتنو ته هوا ورکړه. په ۱۹۵۴ز کال کې د دواړو خواوو تر کړکېچ هغه مهال خپل اوج ته ورسېد، کله چې په لومړي ځل تاوتريخوالی پيل شو، کوم چې وروسته د الجزايري جګړې په نوم ونومول شو، په دې جګړو کې چریکي جنګونه او د بشريت خلاف جرمونه شامل وو چې فرانسويانو د بغاوت مخنیوي لپاره تر سره کړي وو. دا جګړه په ۱۹۶۲ز کال کې پای ته ورسېده، کله چې د ۱۹۶۲ز کال د مارچ په مياشت کې د «Evian» له تړون او د ۱۹۶۲ز کال د جولای په مياشت کې د خپلواکۍ په اړوند له ټولپوښتنې وروسته الجزاير خپلواکي تر لاسه کړه.[۴]

د فرانسې د مستعمرې په توګه په خپلو وروستيو کلونو کې، الجزاير د فرانسې نه جلا کېدونکې برخه وه، د اروپا د ډبرو سکرو او وسپنې د ټولنې او د اروپا د اقتصادي ټولنې بنسټګر غړی و.[۵]

تاريخ[سمول]

لومړۍ جګړې[سمول]

په ۱۵۱۶ز کال کې د عثماني امير البحرانو،  اورس وروڼو او حيرالدين بارباروسا له خوا د الجزاير له نيولو وروسته، الجزاير په مديترانې بحيره کې د ټکرونو او سمندري غلاوو مرکز و. په ۱۶۸۱ز کال کې، څوارلسسم لويس د اميرالبحر ابراهيم دوکيسن څخه غوښتنه وکړه چې د بربري سمندري غلو سره وجنګيږي، همدا راز د مسيحي مريانو د مرستې او د هغوی د ژغورلو په بهانه يې د ۱۶۸۲ او ۱۶۸۳ز کلونو تر منځ په الجزاير د پراخه بريد حکم وکړ. يو ځل بيا، « Jean II d'Estrées» له ۱۶۸۵ څخه تر ۱۶۸۸ز کال پورې په طرابلس او الجزاير بريدونه وکړل. د الجزاير يو سفير په وارسا کې له دربار څخه ليدنه وکړه او په ۱۶۹۰ز کال کې يو تړون لاسليک شو، کوم تړون چې د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې سوله تامين کړه.[۶][۷]

د لومړي فرانسوي جمهوريت (۱۷۹۵-۹۹) د ډايريکټري حکومت (ډايريکټري حکومت د څو تنو له خوا پر مخ وړل کېدو چې اجرائيوي پلاوی و) پر مهال، د الجزاير يهودي سوداګرو بکري او بسناچ، د ۱۷۹۶ز کال د ايټاليې جګړو کې برخه اخيستونکو ناپليون د پوځيانو لپاره په زياته کچهه غلې دنې مهيا کړې. په هر حال، بوناپارټ د دوی د قيمت ورکولو څخه انکار کړ او دليل يې دا و چې دا له اړتيا زياتې دي. په ۱۸۲۰ز کال کې، اتلسم لويس د دې ډايريکټوري د پورونو نيمه برخه بېرته تاديه کړه. «دای» چا چې بکري ته ۲۵۰۰۰۰ فرانکه پور ورکړی و، پاتې پيسې يې له فرانسې څخه وغوښتې.

د الجزاير «دای» (دای د عثماني سترواکۍ لاندې د دې سيمې د واکمن لقب و) خپله له سياسي، اقتصادي او پوځي لحاظه کمزوری و. هغه مهال الجزاير او تر څنګ يې اوسنی تونس د بربري دولت برخه وه چې په عثماني سترواکۍ متکي وو او هغه مهال يې مشري دويم محمد کوله، خو تر يو بریده يې خپلواکي درلوده. بربري ساحلونه د بربري سمندري غلو پیاوړي مرکزونه وو، چا به چې په اروپايي او امريکايي بېړيو بريدونه تر سره کول. د بربري دولتونو او د متحده ايالاتو تازه خپلواکې شوې امريکا تر منځ جګړې په لمړي ځل په (۱۸۰۱-۰۵) او دويم ځل په (۱۸۱۵) کلونو کې پېښې شوې. د امير البحر «لارډ ايکسماوت» په مشرۍ د انګلستان او هالنډ ځواکونو د ۱۸۱۶ز کال په اګست مياشت کې په الجزاير بريد کولو سره يو تاديبي ماموريت پر لار واچاوه. «دای» اړ شو چې بربري تړونونه لاسليک کړي، په داسې حال کې چې امريکايي، برتانوي او فرانسوي پوځونو ټيکنالوژيکي ګټې په سمندري جګړه کې په الجزايري مهارتونو غلبه تر لاسه کړه.

د جولای سلطنت تر واکمنۍ لاندې له بريا وروسته، د الجزاير هغو سيمو ته په لمړي ځل د «په شمالي افريقا کې د فرانسې ملکيتونو» نوم ورکړل شو، کومې سيمې چې د عثماني سترواکۍ سره په منازعه کې وې، مخکې تر دې چې «جنرال جين ډي ډيو سولټ ډيوک اف ډلماټيا» دې سيمو ته په ۱۸۳۹ز کال کې د الجزاير نوم ورکړي.[۸]

د فرانسې له خوا د الجزاير نيول[سمول]

د الجزاير د نيولو پيل د بوربن له خوا بيا واک تر لاسه کولو په وروستيو ورځو کې د لسم چارلس له خوا وشو، نوموړي په دې ډول هڅه کوله چې په فرانسوي ولسونو کې خپل مقبوليت زيات کړي، په ځانګړي ډول په پاريس کې، چېرته چې د ناپولين د جګړې ډېری پخواني سرتيري اوسېدل. د هغه موخه ملتپالنې جذباتو ته وده ورکول او د «دای» پر ضد د جګړو په کولو سره په ناسمې طريقې له کورنيو تګلارو څخه پام بل خوا ته اړول و.[۹]

د فلای ويسک پېښه[سمول]

په ۱۷۹۰ز لسيزه کې، فرانسې د الجزاير د دوه سوداګرو هر يو ميسر بکري او بوشناک سره د فرانسوي پوځ لپاره د غنمو د رانيولو تړون کړی و او د دې د قيمت په تاديه کې يې ځنډېدلي و. بکري او بوشناک  له «دای» څخه د پيسو پوروړي وو او هغوی ادعا وکړه، ت څو چې فرانسې دوی ته د دوی پورونه نه وي تاديه کړي، دوی هغه ته تاديه نه شي کولا. «دای» د دې حالت د سمون په موخه د فرانسې د کونسل «پير ديول» سره ناکام مذاکرات وکړل او هغه په «ډيول» شک درلود چې د هغه پر ضد له سوداګرو سره همکاري کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې د فرانسې حکومت په ۱۸۲۰ز کال کې سوداګرو د هغوی د پورونو د تاديه کولو هېڅ ترتيب جوړ نه کړ. د ډيول وراره اليګزانډر، څوک چې په بون کې کونسل و، د لومړيو تړونونو په خلاف په بون او لاکالي کې د فرانسې د زېرمه ځايونو په لا پیاوړي کولو سره« دای» لا پسې خفه کړ.[۱۰]

له يوې لانجمنې ناستې وروسته، په کومه کې چې «ډیول» د ۱۸۲۷ز کال د اپريل د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د ډاډمن ځواب ويلو څخه انکار وکړ، «دای» په خپل «فلای ويسک» (فلای ويسک هغه پشمي جارو ته ورته شی و چې بنده ماشې له ځانه پرې شړي) سره ډيول وواهه. لسم چارلس د خپل سفارتي استازي په وړاندې له دې سپکاوي څخه په کار اخيستلو لومړی له «دای» وغوښتل چې بښنه وغواړي او بيا يې د الجزايري بندرګاه پر ضد محاصره پيل کړه. فرانسې غوښتنه وکړه چې «دای» دې فرانسې ته يو سفير واستوي، څو دا ستونزه حل کړي. کله چې «دای» د يوې هغې بېړۍ پر لور د توپ ډز وکړ چې بندرګاه يې بنده کړې وه، نو فرانسويانو پرېکړه وکړه چې د لا زياتو سختو اقداماتو اړتيا ده.[۱۱]

په الجزاير بريد (۱۸۳۰ جون)[سمول]

پيري ديول او په الجزاير کې نور اوسېدونکي فرانسويان فرانسې ته روان شول، په داسې حال کې چې د جنګ وزير «کلرمونټ ټونيري» د يو پوځي ماموريت وړانديز وکړ. په هر حال، د «ويلی» کاونټ، څوک چې د شورا يو ډېر زیات شاهي مشر او د پاچا وارث و، د هر ډول پوځي اقدام مخالفت وکړ. د بوربن د بيا پر ځای کېدو حکومت بالاخره د درې کلونو لپاره د الجزاير د محاصره کولو پرېکړه وکړه. په دې منځ کې، بربري سمندري غلو په اسانۍ سره د ساحل له جغرافيې د ګټې اخيستلو وړتيا درلوده. د محاصرې له ناکامېدو مخکې، د ۱۸۳۰ز کال د جنورۍ په یو دېرشمه نېټه نوي حکومت پرېکړه وکړه چې د الجزاير په وړاندې په يو پوځي بريد کې شامل شي.

سرچينې[سمول]

  1. Scheiner, Virgile (14 October 1839) Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist. کينډۍ:In lang
  2. Non exhaustive list of ancient and modern books named "Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist.": کينډۍ:In lang 1848; 1856; 1864; 2007; and so on
  3. African Boundaries. Royal Institute for international affairs. 1979. د کتاب پاڼې 89. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780903983877. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Surkis, Judith (15 December 2019). Sex, law, and sovereignty in French Algeria, 1830–1930. Ithaca. OCLC 1089839922. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5017-3952-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hans Groth; Alfonso Sousa-Poza (26 March 2012). Population Dynamics in Muslim Countries: Assembling the Jigsaw. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-27881-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Martin, Henri (1865). Martin's history of France: the age of Louis XIV. Walker, Wise and co. د کتاب پاڼې 522. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Matar, Nabil I. (2009). Europe Through Arab Eyes, 1578–1727. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 313. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231141949. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. La Guerre d'Algérie. Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist.. 2003. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-2903-3569-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Algeria, Colonial Rule". Encyclopædia Britannica. 
  10. Abun-Nasr, Jamil. A history of the Maghrib in the Islamic period, p. 249
  11. Abun-Nasr, p. 250