د برازیل دویم پېدرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د برازیل دویم پېدرو
(پرتگیزی: Pedro II د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د برازیل دویم پېدرو
د برازیل دویم پېدرو

د شخص معلومات
زیږون نوم (برتغالیه برازیلیه: Dom Pedro de Alcântara João Carlos Leopoldo Salvador Bibiano Francisco Xavier de Paula Leocádio Miguel Gabriel Rafael Gonzaga de Bragança e Habsburgo د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ ډيسمبر ۱۸۲۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
رايو ډي جينېرو   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 5 ډيسمبر 1891 (66 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برازیل [۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ایزابېل، د برازیل د سترواکۍ شهزادګۍ   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د برازیل لومړی پدرو   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه پرتګالي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه
فرانسوي
آلماني ژبه
انگليسي
ایټالیایي ژبه
هسپاني
يوناني ژبه
پرتګالي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
د برازیل دویم پېدرو
د برازیل دویم پېدرو

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډام دویم پېدرو ( زېږېدنه د ۱۸۲۵ کال د ډېسمبر ۲ - مړینه د ۱۸۹۱ کال د ډېسمبر ۵)  مستعار نوم یې "مګنانیموس" چې په پرتګالي ژبه O Magnânimo دی د برازیل دویم او وروستی پاچا و چې له ۵۸ کالونو څخه یې زیاته واکمني وکړه. هغه په ریو ډي ژانیرو کې زیږېدلی چې د امپراتور ډام اول پېدرو او سلطانې ډنا ماریا لیوپولډېنا اووم اولاد و چې د مور د اړیکې په اساس یې د هوس اف براګانزا د برازیلي څانګې غړی و. په ۱۸۳۱ کال کې يې له سلطنت څخه د پلار ناببره لرې کېدلو او اروپا ته راونېدلو دا پنځه کلن ماشوم د امپراتور په توګه پرېښود دا چاره د هغه د ماشومتوب او نوې ځوانۍ د غمجنې دورې لامل شوه ځکه هغه اړ و خپل وخت د واکمنۍ لپاره په تیارۍ او مطالعه تېر کړي. د محکمې د دسیسو په اړه د هغه تجربې او د دې دورې سیاسي اختلافاتو د هغه پر راتلونکي شخصیت اغېز وکړ؛ هغه یو داسې نر وروزل شو چې د خپل هېواد او خلکو لپاره یې د سرښندنې او د چارو د سمبالولو پیاوړی احساس درلود خو د پاچا په توګه له خپل رول څخه خورا زیات خفه و.

دویم پېدرو د له‌منځه تلو په حال کې امپراتورۍ وارث و، خو هغه برازیل په نړیواله کچه په یو نوي راڅرګند ځواک بدل کړ. دا ملت د سیاسي ثبات، د بیان ازادۍ د هیله مندۍ خوندیتوب، مدني حقوقو ته درناوي، ګړندۍ اقتصادي ودې او د واکمنۍ بڼې –د یوې پارلماني واکمنۍ فعال استازیتوب یې کاوه، له خپلو اسپانیوي ګاونډيو څخه مخکښ کړ. برازیل د پلاتین په جګړه، د یورګوایانو په جګړه او پروګوایانو په جګړه کې هم بریالی شو او همدارنګه یې په څو نړیوالو مناقشو او نورو کورنیو نښتو کې هم بری وموند. دویم پېدرو د سیاسي او اقتصادي قدرتونو له مخالفت سره سره په کلک ډول د غلامۍ د له‌منځه وړلو اوصول مخته یوړل. هغه داسې امپراتور و چې په خپله یو لوی عالم و، د کلتور او علومو د زده کړې د کلک ملاتړي په توګه یې شهرت وموند او د چارلېز داروین، وېکتور هوګو او فرېدرېک نیچه په څېر کسانو درناوی او ستاینه یې تر لاسه کړه او د نورو په منځ کې يې له د ریچارډ واګنیر، لویس پاستور او هېنري وادسورث سره ملګرتیا لرله.

د حکومت ولی په بڼې کې د بدلون لپاره ډېری برازیلیانو هېڅ لېوالتیا نه لرله، خو امپراتور په یوه ناڅاپي کودتا کې نسکور شو چې د دولت د یوې دیکتاتورې جمهوري بڼې د غوښتونکو پوځي مشرانو هېڅ بهرنی ملاتړ یې نه درلود. دویم پېدرو له واکمنۍ څخه ستړی او د پاچاهۍ له راتلونکې څخه ناهیلی و، د خلکو له پراخ ملاتړ سره سره یې اجازه ورنه کړه چې له ګوښه کېدو یې مخنیوی وشي او د واک د بېرته ولکه کولو لپاره یې د هېڅ یوې هڅې ملاتړ ونه کړ. هغه د خپل عمر دوه وروستي کالونه په اروپا کې د تبعید په حال کې تېر کړل او په ډېرو لږو پیسو یې یوازې ژوند کاوه.

په دې توګه د دویم پېدرو واکمني په غیر عادي ډول پای ته ورسېده- هغه په داسې حال کې چې د خلکو له ژورې پاملرنې او مینې سره مخ و نسکور شو او ځينې لاسته راوړنې يې ډېر زر په اوبو لاهو شوې ځکه برازیل د اوږدې مودې لپاره د کمزورې واکمنۍ، دېکتاتوریو او مشروطو اقتصادي کړکېچونو منګولو ته ولوېد. هغه کسانو چې نوموړی تبعید کړی و ډېر زر يې په هغه کې د برازیل جمهوریت بېلګه لیدله. د هغه تر مړينې څو لسیزې وروسته د هغه شهرت بیا راژوندی شو او د هغه پاتې شونې په ټول هېواد کې له جشنونو سره برازیل ته راوړل شول. تاریخ‌پوهانو امپراتور له خورا مثبت لید سره ارزولی او څو کسان هغه تر ټولو لوی (له معنوي پلوه ستر انسان) برازیلی یاد کړی.  

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

زېږون[سمول]

پېدرو د ۱۸۲۵ کال د ډېسمبر په دویمه نېټه د ماسپښين په ۲:۳۰ بجو د برازیل په ریو ډي جینیرو کې د ساوکرېسټووا ( São Cristóvão) په ماڼۍ کې زېږېدلی و. هغه د الکانټرا سېنټ پيټر په نوم ونومول شو، چې بشپړ نوم يې پېدرو ډي الکانټرا ژووا کارلوس ليوپولډو سلواډور بيبیانو فرانسېسکو زېویر ډي پاولا لیوکاډیو ميګل ګابریل رافیل ګونزاګا و. د خپل پلار امپراتور لومړي ډام پېدور له پلوه هغه د براګانزا (په پرتګالي: برګنکا/ Bragança) کورنۍ د برازیلي څانګې غړی و او د زېږیدو له مهال یې د ډام (لارډ) له وياړلې اصطلاح څخه کار اخیست. هغه د پرتګالي پاچا شپږم ډام ژووا لمسی او د ډام لومړي مېګل وراره و، مور یې اتریشۍ ارچډچېس ماریا لیوپولانډا د روم د وروستي سپېڅلي امپراتور دویم فرانز لور وه. پېدور د خپلې مور له پلوه د ناپيلون بېناپارت خوریېږ او د فرانسې د دویم امپراتور، د اتریش – هنګري د لومړي جوزوف او د مکسیکو د لومړي ډان مکسیمېلیانو لومړنی د ترور زوی و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

هغه د لومړي پېدرو یوازینی مشروع نارینه اولاد و چې له ماشومتوب څخه ژوندی وتلی و، هغه د ۱۸۲۶ کال د اګست په ۶مه په رسمي او قانوني ډول د برازیل د تاج او تخت د ظاهري وارث په توګه وپېژندل شو. سلطانه ماریا لیوپولدېنا د ۱۸۲۶ کال د ډېسمبر په ۱۱مه کله چې پېدرو یو کلن و، د یو مړ ماشوم تر زېږولو وروسته ومړه. پلار یې دوه‌نیم کاله ورسته د لوکټنبورګ له شهزادګۍ امیلي سره واده وکړ. شهزاده پېدرو له هغه سره مينه‌ناکه اړیکه جوړه کړه او هغه يې خپله مور ګڼله. لومړي پېدرو هيله لرله چې خپله لور دویمه ماریا د پرتګال تاج او تخت ته چې د هغه د ورو لومړي مېګل له خوا غصب شوی و راوګرځوي، ځکه د مېګل په کور کې د هغه د سیاسي موقف راښکته کېدل د ۱۸۳۱ کال د اپرېل په ۷مه له واک څخه د هغه د ناڅاپي ګوښه کېدو لامل شول. هغه او اميلي په بېړه اروپا ته لاړل او د امپراتورۍ شهزاده‌توب یې شاته پرېښود او هغه امپراتور ډام دویم پېدرو شو.    [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

لومړۍ تاج اېښودنه[سمول]

امپراتور لومړي پېدرو د هېواد تر پرېښودو وروسته، درې کسان د خپل زوی او نورو لوڼو د پالنې او مسؤلیت لپاره وټاکل. لومړنی کس د هغه ملګری حوزې بونیفاسیو ډي اندراډا و چې د برازیل د خپلواکۍ په دوران کې یو له اغېزناکو مشرانو څخه و او د ساتونکي په توګه ونومول شو. دویم کس ماریانا ډي وېرنا وه، چې د دویم پېدرو له زېږون راهیسې يې د [2]ایا (والۍ) دنده پر غاړه وه. امپراتور شهزاده هغه په کوچني‌والي کې «داداما» نومولې وه، ځکه د داما (مېرمنې) کلیمه يې سمه نه شوی تلفظ کولی. نوموړي هغه خپله استازې مور (د مور ځای ناستې) ګڼله او تر لوی‌والي يې هغې ته په‌خپل مستعار نوم غږ کاوه. درېیم کس رافيل و چې د سېپلاتین په جګړه کې یو پخوانی افریقايي-برازیلی سرتېری و. هغه د سايو کرېستووا په ماڼۍ کې کارمند و، چې لومړي پېدرو ژور باور پرې درلود او له هغه څخه يې وغوښتل چې له زوی څخه يې ساتنه وکړي- هغه بار چې د عمر تر پایه يې په‌خپلو اوږو ولېږدوه.  [۲۲][۱۶][۲۴][۲۳][۲۵][۲۵][۲۶][۲۴][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

[1] دا یوه اصطلاح ده چې معمولاً د اشرافي کورنۍ نارینه اولادونو ته کارول کېږي او د خپلې کورنۍ لپاره د خوړو د تامینوونکي په معنا ده، ژباړن.

[2] دا یوه اصطلاح ده چې په خصوصي ډول ښځینه ښوونکې ته کارول کېږي چې په کور کې ماشومانو ته تدریس کوي، دا اصطلاح اوس تر ډېره له‌منځه تللې، ژباړن. 

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119446383  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa21646/dom-pedro-ii — subject named as: Dom Pedro II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p11237.htm#i112369 — subject named as: Dom Pedro II de Bragança, Emperor of Brazil — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/peter-peter-ii-40 — subject named as: Peter II. (Peter)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0050118.xml — subject named as: Pere II del Brasil — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=173 — subject named as: Don Pedro d' Alcantara — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Pedro — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=22894
  8. https://www.brasilparalelo.com.br/artigos/dom-pedro-ii
  9. See:
  10. See:
  11. See:
  12. Besouchet 1993، ص. 40.
  13. Schwarcz 1998، ص. 47.
  14. Barman 1999، ص. 424.
  15. See:
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Barman 1999، ص. 29.
  17. Olivieri 1999، ص. 5.
  18. Lira 1977, Vol 1، ص. 15.
  19. Carvalho 2007، ص. 21.
  20. Besouchet 1993، ص. 41.
  21. Calmon 1975، ص. 15.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Calmon 1975، ص. 5.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Vainfas 2002، ص. 198.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Carvalho 2007، ص. 31.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Calmon 1975، ص. 57.
  26. Besouchet 1993، ص. 39.
  27. Schwarcz 1998، ص. 50.
  28. Lira 1977, Vol 1، ص. 17.