د برازیل لومړی پدرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د برازیل لومړی پدرو
(پرتگیزی: Pedro I)
(پرتگیزی: Pedro I do Brasil د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د برازیل لومړی پدرو
د برازیل لومړی پدرو

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ اکتوبر ۱۷۹۸[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 24 سپټمبر 1834 (36 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د برازیل سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د برازیل دویم پېدرو  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
شاعر
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پرتګالي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ټنګټکور[۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
د برازیل لومړی پدرو
د برازیل لومړی پدرو

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډوم لومړی پدرو (انګلیسي: لومړی پیټر؛ ۱۲ اکتوبر ۱۷۹۸ – ۲۴ سپټمبر ۱۸۳۴ زکال) چې د «آزادي ګټونکي» په مستعار نوم پېژندل کېږي د برازیل د سترواکۍ لومړنی سترواک او بنسټګر و. د ډوم پاچا په توګه څلورم پدرو د لنډ مهال لپاره په پرتګال واکمني وکړه چې هغه هم د «ازادي ګټونګي» او «سرتیري پاچا» په نومونو پېژندل کېږي. لومړی پدرو په لیسبون کې وزېږېد؛ هغه د پرتګال د ډوم پاچا شپږم جان او هسپانوۍ ملکې کارلوتا خواکینا څلورم اولاد او همدارنګه د براګانزا کورنۍ غړی و. په ۱۸۰۷ زکال کې هغه مهال چې فرانسویانو یې پر هېواد برید وکړ هغه او کورنۍ یې د پرتګال تر ټولو لویې او بډایې مستعمرې یا برازیل ته وتښتېدل.

په لیسبون کې د ۱۸۲۰ زکال د لیبرال انقلاب په رامنځته کېدو سره د پدرو پلار لومړی پدرو اړ کړ چې د ۱۸۲۱ زکال په اپرېل میاشت کې پرتګال ته ولاړ شي او هغه یې د برازیل نایب السلطنت وټاکه. هغه اړ و چې د انقلابیونو له خوا له رامنځته شوو ستونزو او د پرتګالي ځواکونو د بغاوتونو سره مخامخ شي او هغوی تر کنټرول لاندې راولي. د پرتګال د دولت له خوا د برازیل د خپلواکې سیاسي ادارې د لغو کولو اړوند ګواښ چې له ۱۸۰۸ زکال راهیسې یې سیاسي خپلواکه اداره لرله؛ په برازیل کې د پراخو ناخوښیو لامل وګرځېد. لومړي پدرو د برازیل لوری ونیو او د ۱۸۲۲ زکال د سپټمبر په ۷ مه یې د خپلواکۍ اعلان وکړ. د اکتوبر په ۱۲ مه هغه د برازیل د سترواک په لقب وستایل شو او د ۱۸۲۴ زکال تر مارچ میاشتې پورې یې پرتګال ته وفادار ټول ځواکونه مات کړل. څو میاشتې وروسته لومړي پدرو د استوا کرښې لنډ مهالی کنفدریشن یا د برازیل په شمال ختیځ کې د سیمه ئیزو یاغیانو تجزیه غوښتونکې هڅه هم له منځه یووړه.

د ۱۸۲۵ زکال په لومړیو کې په سویلي ایالت کیسپلاتینا کې جلا غوښتونکی پاڅون او ورپسې د هغو د الحاق په موخه د ریو او د لاپلاتا متحدو ایالاتونو له خوا د هغو د الحاق هڅې سترواکي اړ کړه څو د کیسپلاتینا جګړه وکړي. د ۱۸۲۶ زکال په مارچ میاشت کې لومړی پدرو د لنډ مهال لپاره د پرتګال پاچا شو خو د خپلې مشرې لور، دویمې ډونا ماریا په ګټه له واکه ګوښه شو. په ۱۸۲۸ زکال کې دغه وضعیت وروسته له هغه خراب شو چې په سویل کې جګړه د برازیل له لاسه د کیسپلاتینا د وتو لامل وګرځېده. همدغه کال په لیسبون کې د دویمې ماریا تاج او تخت د لومړي پدرو د کوچني ورور شاهزاده دویم میګل له خوا غصب شو. ورته مهال له یوې درباري ښځې سره د سترواک جنجالي جنسي اړیکې د هغه شهرت ته زیان واړوه. د برازیل په پارلمان کې د حکومت ټاکلو پر سر چې آیا حکومت به پاچا ټاکي او یا هم مقننه قوه ستونزې راوپارېدې چې له ۱۸۲۶ زکال څخه یې تر ۱۸۳۱ زکال پورې د سیاسي بحثونو موضوع جوړه کړه. لومړی پدرو چې هم مهاله یې د برازیل او پرتګال ستونزو ته چاره نه شوای موندلای د ۱۸۳۱ زکال د اپرېل په اوومه د خپل زوی ډوم دویم پدرو په ګټه له واکه لاس واخیست او اروپا ته ولاړ.

لومړي پدرو د ۱۸۳۲ زکال په جولای میاشت کې په پرتګال برید وکړ؛ په پیل کې داسې څرګندېده چې په یوې کورنۍ ملي جګړې کې ښکېل دی، خو ډېر ژر دغې شخړې پراختیا ومونده او ټوله ایبري ټاپووزمه د لیبرالېزم د پلویانو او د مطلق پالنې د پلویانو ترمنځ چې د بېرته ستنېدو په هڅه کې و د شخړو په ډګر واوښته. لومړی پدرو د ۱۸۳۴ زکال د سپټمبر په ۲۴ مه د خپلې او د خپلو لیبرالو پلویانو له بریا یوازې څو میاشتې وروسته د سل ناروغۍ له امله ومړ.

لومړي کلونه[سمول]

زیږون[سمول]

پدرو د ۱۷۹۸ زکال د اکتوبر په ۱۲ مه نېټه په اتو بجو د پرتګال لیسبون ته څېرمه په کوئلوز شاهي ماڼۍ کې وزېږېد. د هغه نوم د سنټ پیټر آلکانتارا له نوم اخیستل شوی و او بشپړ نوم یې پدرو د الکانترا فرانسیسکو انتونیو ژوائو کارلوس خاویر د پائولا میګل رافائل خواکیم خوزه ګونزاګا پاسکال سیپریانو سرافیم و. [۷][۸][۹][۱۰]

پدرو د پلار له لوري چې پلار یې شهزاده ډوم جان (وروسته ډوم پاچا شپږم جان) نومېده؛ د براګانزا کورنۍ غړی او د ډوم پاچا دویم پیټر او پرتګالي ملکې ډونا (مېرمن) لومړۍ ماریا لمسۍ و. د هغه مور ډونا کارلوتا خواکینا د هسپانوي پاچا ډون څلورم چارلز لور وه. د پدرو والدینو خوشاله ژوند نه درلود. کارلوتا خواکینا ځان غوښتونکې مېرمن وه او تل د هسپانیا د ګټو د ترلاسه کولو په موخه وه آن که هغه به د پرتګال په زیان هم وې. هغې چې په ښکاره ډول له خپل مېړه سره خیانت کړی و تر دې بریده مخکې ولاړه چې له ناراضي پرتګالي اشرافو سره یې د خپل مېړه د واکمنۍ د رانسکور کولو نقشه طراحي کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پدرو د خپلې کورنۍ د دویم مشر زوی (د خپلې کورنۍ څلورم ماشوم و) په توګه په ۱۸۰۱ زکال کې د خپل مشر ورور فرانسیسکو انتونیو له مړینې وروسته د خپل پلار د واکمنۍ وارث او د بیرا شهزاده شو. شاهزاده ډوم جان د خپلې مور، ملکې لومړۍ ماریا له لوري د نایب السلطنت په توګه وروسته له هغه چې په ۱۷۹۲ زکال کې نه درملنه کېدونکې لیونۍ وښوول شوه؛ عمل کاوه. په ۱۸۰۲ زکال کې د پدرو والدین له یو بل جلا شول؛ جان دغه مهال د مافرا په ملي ماڼۍ او کارلوتاخواکینا په رامالهائو ماڼۍ کې ژوند کاوه. پدرو او خویندو وروڼو یې په کوئلوز مانۍ کې له خپلې انۍ سره له خپلو والدینو لرې ژوند کاوه او یوازې به یې د یو شمېر دولتي مراسمو پر مهال یو بل سره لیدل. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

زده کړې[سمول]

د ۱۸۰۷ زکال د نومبر په وروستیو کې چې پدرو ۹ کلن و، شاهۍ کورنۍ هغه مهال له پرتګال وتښتېده چې د ناپلیون له خوا بریدګر فرانسوي ځواک لیسبون ته نږدې شو. پدرو او د هغه کورنۍ د ۱۸۰۸ زکال په مارچ میاشت کې ریوډوژانیرو ته چې د پرتګال د بډایه او لویې مستعمرې برازیل پلازمینه وه ورسېدل. د سفر په اوږدو کې پدرو د انه اید په نامه د ویرژیل اثر ولوست، د بېړۍ له چلوونکو سره یې بحث کاوه او د بېړۍ چلونې مهارتونه یې زده کړل.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د هغه په زده کړو کې ګڼ شمېر مضامین لکه ریاضي، سیاسي اقتصاد، منطق، تاریخ او جغرافیا شاملېدل. هغه نه یوازې په پرتګالي ژبه لیکل او لوستل زده کړل بلکې په لاتین او فرانسوي ژبو باندې یې هم لوستل او لیکل کولای شول. هغه کولای شول له انګلیسي ژباړه وکړي او په جرمني ژبه هم پوهېده. وروسته پدرو د سترواک په توګه هم د خپلې کاري ورځې لږ تر لږه دوه ساعته مطالعې او لوستلو ته ځانګړي کول. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

پدرو د زده کړو د پراختیا سربېره لږ لوړ تحصیلات لرل. تاریخ لیکونکی اوتاویو تارکوانیو د سوسا وايي چې پدرو «له هېڅ شک پرته ځېرک، هوښیار او با هوښه» وه. له دې سره تاریخ پوه رودریک جي. بارمن څرګندوي چې هغه «له کچې زیات احساساتي، نا منظم او ژر پارېدونکی» و. هغه د یو ژر پرېکړه کوونکي په توګه پاتې شو او هېڅکله یې زده نه کړل چې په ځان کنټرول ولري، د خپلو پرېکړې پایلې و ارزوي او یا هم موقعیت ته په پام په هغو کې بدلون راولي. پلار یې هېڅکله اجازه نه ورکوله چې له هغه سره دې دسپلیني چلن وشي. په داسې حال کې چې د هغه په پروګرام کې د ورځې دوه ساعته مطالعه اړینه وه خو هغه به ځینې وخت د خپلو روزونکو په ویستلو سره د هغه چارو ترسره کولو په موخه چې ده ته به جالبې په نظر ورغلې وې له مطالعې لاس اخیست. [۲۹][۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118983318  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Dom Pedro I — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Pedro_I,_Dom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa21791/dom-pedro-i-imperador-do-brasil — subject named as: Dom Pedro I, Imperador do Brasil — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p11162.htm#i111611 — subject named as: Dom Pedro IV de Bragança, Rei de Portugal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/peter-peter-i — subject named as: Peter (Peter I.) — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. Musica Brasilis composer ID: https://musicabrasilis.org.br/compositores/d-pedro-i
  7. See:
  8. Barman 1999، ص. 424.
  9. Calmon 1975، ص. 3.
  10. Branco 1838، ص. XXXVI.
  11. Sousa 1972, Vol 1، صص. 4, 8, 10, 28.
  12. Calmon 1950، صص. 12–13.
  13. Calmon 1950، ص. 12.
  14. Sousa 1972, Vol 1، صص. 5, 9–10.
  15. Calmon 1950، صص. 5, 9, 11.
  16. Sousa 1972, Vol 1، ص. 12.
  17. Macaulay 1986، ص. 7.
  18. Macaulay 1986، ص. 3.
  19. Sousa 1972, Vol 1، ص. 9.
  20. Macaulay 1986، ص. 6.
  21. See:
  22. Macaulay 1986، ص. 189.
  23. Sousa 1972, Vol 1، صص. 125, 128.
  24. Macaulay 1986، ص. 29.
  25. Macaulay 1986، ص. 22.
  26. Sousa 1972, Vol 1، صص. 39,41.
  27. Sousa 1972, Vol 1، ص. 121.
  28. Costa 1995، ص. 101.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Macaulay 1986، ص. 32.
  30. Macaulay 1986، صص. 22, 33.
  31. Calmon 1950، ص. 33.
  32. Barman 1999، ص. 17.
  33. Sousa 1972, Vol 2، ص. 101.