برازیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

برازیل چې په رسمي توگه د برازیل فدراتیف ولسمشریزه ده د سویلي امریکا یو له سترو او گڼ وگړیزو هیوادونو څخه دی چې پلازمېنه یې برازیلیا او رسمي ژبه یې برازیلي ژبه ده. برازيل د پراخوالي له پلوه د نړۍ پنځم لوی هېواد دی. د دغه هېواد شمال ته وينزويلا، کولمبيا، فرانسوي کيانا او شمالي اتلس، شمال ختیځ ته يې اتلس سمندر، سوېل ته يې پاراګوای، يوروګوای، پيرو او سوېلي اتلس، ختیځ ته يې اتلس سمندر، لویدیځ او جنوب لویدیځ ته یې بولیویا او ارجنټاین هېوادونه موقعيت لري. سره له دې چې د استوا کرښه د برازیل له شمالي سیمو څخه تېریږي، خو د ارتفاعاتو او بادونو د لرلو له کبله او دغه راز له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله د برازیل هوا ډېره توده نه ده او د سانتیګراد د ۲۷ او ۲۵ درجو په منځ کې ښکته او پورته کېږي. په برازيل کې په عمومي توګه د کال د ډېرو تودو او سړو میاشتو د تودوخې درجې توپیر ډېر نه دی او له ژمي تر اوړي پورې له ۲ تر ۲.۶ درجو پورې توپير کوي. د برازیل په شمال ختیځو سیمو کې د کال په وچ فصل کې د هوا تودوخه ۳۸ درجو ته رسېږي چې دا د برازیل تر ټولو تودې سیمې بلل کېږي. بل خوا د دغه هېواد په جګو برخو کې د ژمي پر مهال هوا سړه وي او د سیندونو اوبه کنګل نیسي. په برازیل کې هر کال په منځنۍ توګه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ملي مترو پورې اورښت کېږي. د دغه هېواد د امازون د ستر سیند په حوزه کې اورښتونه په جنوري کې پیل کېږي او په جون کې پای ته رسېږي. د برازیل په ډېرو برخو کې د دوبي پر مهال باران اوري او د ژمي میاشتې يې د کال په وچ فصل کې شمېرل کېږي. د یادولو وړ ده چې برازیل له روسیې، کاناډا، چین او امریکا وروسته د نړۍ پنځم لوی هېواد دی چې د جنوبي امریکا ۴۸ سلنه او د ټولې امریکا لویې وچې ۲۰.۸ سلنه خاوره يې نیولې ده. د برازيل پلازمېنه د برازیلیا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۰۸ ميلیونو تنو ته رسېږي، چې په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۲۳ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۸۵ سلنه يې په ښاري او پاتې ۱۵ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۳ کاله ده. ۴۸ سلنه اوسېدونکي يې د سپين، ۴۳ سلنه يې د ګډ تور او سپين، ۲ سلنه يې د عربي او پاتې ۷ سلنه اوسېدونکي يې بيا د مختلفو نورو اسيايي نژادونو درلودونکي دي. د برازيل اوسېدونکي له مذهبي پلوه ۶۴ سلنه د کاتوليک، ۲۲ سلنه د پروتستانت او پاتې نور يې بيا د مختلفو اديانو پيروان دي. د دغه هېواد رسمي ژبه پرتګالي ده، خو پر پرتګالي سربېره هسپانوي، انګليسي او فرانسوي ژبې هم په دغه هېواد کې ګڼ ويونکي لري. ليک يې لاتين دی. برازیل ۲۶ ولایتونه او یوه فدرالی ولسوالي لري. ساو پاولو، ریودوجنیرو، سلوادور، فورتالیزا، بیلوهاریزونټ، کوریټیبا، ماناوس، او بیلیم يې لوی او مشهور ښارونه دي. د برازيل د حکومت ډول فدرالي جمهوريت دی. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په کال ۱۸۹۱ کې تدوین شوی دی. پر دغه قانون تر اوسه څو ځلې بيا کتنې شوې دي. د برازیل ولسمشر چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي، له خپل مرستیال سره په یو وخت کې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او يوازې يو ځل د څلور کلنې دورې لپاره کار کولی شي. د برازیل پارلمان دوې جرګې لري: د مشرانو فدرالی جرګه، ۸۱ غړي لري چې له هر ولایت او فدرالي ولسوالۍ څخه درې - درې کسان د خلکو په رایه ورته ټاکل کېږي او ۸ کاله کار کوي. د دې جرګې ۳۳ سلنه غړي هر څلور کاله وروسته بدلېږي. دویمه يې ولسي جرګه ده چې ۵۱۳ غړي لري او ټول د برازيل د مختلفو سيمو د اوسېدونکو له خوا د نفوس په تناسب ټاکل کېږي. د دې جرګې غړي څلور کاله کار کوي. په برازيل کې د هغو کسانو له لوري د رايې کارول جبري دي چې د عمر ۱۸ کلونه يې پوره کړي وي، خو ۷۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي. د برازیل حقوقي نظام له ۱۹۱۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په رومي قوانینو یا کوډونو ولاړ و، خو په ۲۰۰۲ کال کې پکې بدلونونه راغلل او مدني قوانین نافذ شول. ستره فدرالي محکمه د برازیل لوړ قضایي ارګان دی چې يو مشر یا قاضی القضات او ۱۱ غړي لري او د ولسمشر له لوري د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي. ورپسې بيا د استیناف فدرالي محکمه، د ټاکنو عالي محکمه، د عدالت عالي محکمه او سیمه ییزې فدرالي محکمې د برازیل مهمې محکمې بلل کېږي. د برازیل کارګر ګوند، د برازیل سوسیالېست ګوند، د برازیل کمونېست ګوند، کارګر ولسواک ګوند، زرغون ګوند، د عوامو سوسیالېست ګوند او مترقي ګوند د برازيل مهم او مخکښ سياسي ګوندونه دي. اقتصاد

برازیل د کرنې د ډېرو لويو سکټورونو صنعتی
تولیداتو، کاني موادو او خدمتونو د پراخ جال په درلودلو سره د سوېلي امریکا تر ټولو لوی او پرمختللی اقتصاد دی چې په مارکېټ کې پراخ حضور لري. 

د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو په منځ کې د برازیل اقتصاد له ډېرو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ شو خو دولت او اقتصادپوهانو یې له دې پرته چې اقتصادي ودې ته يې زيان ورسېږي، يادې ستونزې هوارې کړې او د هغو پلانونو پلي کولو ته يې دوام ورکړ چې پخواني ولسمشر کاردوسو جوړ کړي وو. برازیل د نړۍ له هغو لومړنیو هېوادونو يو و چې په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې يې د امريکا له متحدو ايالتونو څخه له پيل شوي اقتصادي بحران څخه ځان خلاص کړ. په ۲۰۱۰ کال کې په برازیل کې د خلکو او پانګه والو ډاډ بیا لوړ شو او کورني ناخالص توليد يې ۷ سلنه وده وکړه چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې تر ټولو ډېره او چټکه وده بلل کېږي. د برازيل د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت درې ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي او دغه ارزښت هر کال يو سلنه وده کوي. په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۰۳۰۹ ډالره ده. د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې د کرنې ونډه ۶ سلنه، د صنعت ۲۳ سلنه او د خدماتو بيا ۷۱ سلنه ده. برازيل ۱۱۲ ميليونه کاري ځواک لري چې يوازې ۶ سلنه يې وزګار دي خو سره له دې يې هم ۲۱ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد په بودجه کې په منځنۍ توګه ۸۶۲ ميليارده ډالره عوايد او ۸۳۵ ميليونه ډالره لګښتونه شاملېږي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د برازیل د صنایعو سکټور کرار کرار پر لوی هغه بدل شو او له ۱۹۴۷ زېږديز کال څخه بيا تر ۱۹۶۱ زېږديز کال پورې يې هر کال نږدې ۱۰ سلنه وده تجربه کړه. ماشینونه، نقلیه وسایط، برېښنایي وسایل، المونیم او المونیمي توکي، ساختماني مواد، اوسپنه، پولاد، برېښنا، خوراکي توکي، لرګي، سګرېټ، کیمیاوي مواد، استهلاکي توکي، ټایرونه او ټیوپونه، قرطاسیه، چرم، وسلې او مهمات د برازيل مهم صنعتي توليدات دي. د برازیل ۹ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۲۲ سلنه ځمکه څړځایونو، ۵۷ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د برازیل ۱۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او ۶ سلنه ناخالص کورنی تولید يې له همدې سکټور څخه ترلاسه کېږي. تنباکو، ربړ، کچالو، سابه، مېوې، لبنیات، غوښه، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور مهم محصولات دي. د برازيل د صادراتو کلنی ارزښت ۲۴۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۲۴۱ ميليارده امريکايي ډالره دی. چین، د امريکا متحد ايالتونه، ارجنټاين، جرمني، نايجريا او هالنډ د برازيل لوی او مهم سوداګريز شريکان دي. پولي واحد يې برازيلي رېیل دی او مالي کلونه يې له ميلادي کلونو سره برابر دي. برازيل د ۲۸۵۴۰ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۸ لويې او ۱۶ کارګو بېړۍ او ۴۰۳۹ هوايي ډګرونه لري چې ۶۹۸ هغه يې پاخه دي. د ټلیفون کوډ‌ یې ۰۰۵۵ دی او ۷۶ ميليونه اوسېدونکي يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري. د برازیل ۹۳ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا مسلکي او لوړې زده کړې لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو دفتر په کتاب کې لیکل شوي چې افغانستان او برازیل د ۱۹۶۲ کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د نااستوګنو سفیرانو په کچه د اړیکو اعلامیه خپره کړه او دوه میاشتې وروسته برازیلي ډیپلومات خپل باورلیک د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه ته وړاندې کړ. د ثور له کودتا وروسته د افغانستان او برازیل اړیکې پرې شوې. له افغانستانه تر برازیل پورې د هوا له لارې ۱۳۶۰۹ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او برازيليا تر منځ د وخت توپير شپږ نيم ساعته دی.