بوليويا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له بولېویا نه مخ گرځېدلی)

بولیویا په رسمي توګه د بولیویا هیواد ولسمشریزه د سويلي امريکا په مرکز کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی په اساسي قانون کی یی پلازمینه د سوکره ښار ذکر شوی دی.اما ددی هیواد دولت په لاپاز ښار کی میشت دی. د وګړو شمیریی ۱۰ میلیونه تنه او رسمي ژبي یی اسپانیایی’ کچوا’ او ۳۴ نوری بومی ژبی دي. دپیسو واحدیی بولیویانا او حکومتی نظام دموکراسی ده. ۵۵ سلنه خلک یی سور پوستان ۳۰ سلنه مستیزو (دوه رګه سور پوستان او سپین پوستان) او ۱۵ سلنه نو یې سپین پوستان دي. دخلکو دین یې مسیحیت دی ۷۸ سلنه د کاتولیک رومي کلیسا ۱۶ سلنه پروتستان او ۳ سلنه نور یی د مسیحی دین له نورو برخو څخه دي.

بولويا چې رسمي نوم يې د بولويا پلورينيشنل دولت دی، په وچه کې ايسار هېواد دی، په لويديځه-مرکزي سويلي امريکا کې موقعيت لري. د حکومت مرکزيت او اجرائيه پلازمېنه يې «لاپاز» ده، په داسې حال کې چې قانوني پلازمېنه يې «سوکري» ده. ستر ښار او مرکزي صنعتي مرکز يې «سنټا کروز ډي لا سايرا» دی، کوم چې په «Llanos Orientales» (استوايي ښکته ځمکه) کې موقعيت لري چې د هېواد په ختيځ کې تر ډېره بريده اواره سيمه ده.[۱][۲]

د بولويا خپلواک دولت پر اساسي قانون ولاړ اتحادي دولت دی، په نهو ادارو وېشل شوی دی. په لويديځ کې د انډوس له لوړو څوکو څخه نيولې په شمال او ختيځ کې له برازيل، په سويل ختيځ کې له پراګويا، په سويل کې له ارجنټاين، په سويل لويديځ کې له چيني او په شمال لويديځ کې له پيرو سره د دې هېواد جغرافيه توپير لري. د بولويا يو په درې برخه په انډين غره يیزه سيمه کې موقعيت لري. مساحت يې ۱،۰۹۸،۵۸۱ کيلو متر مربع (۴۲۴،۱۶۴ ميل متر مربع) دی، دا هېواد له برازیل، ارجینټاين، پيرو او کولمبيا څخه وروسته په سويلي امريکا کې د مساحت له اړخه پنځم لوی هېواد دی (د پاراګوای تر څنګ، کوم چې په امريکاګانو کې يو له دوه سترو په وچه کې ايسارو هېوادونو څخه دی)، د مساحت له اړخه په ټوله نړۍ کې اوه وېشتم ستر هېواد دی، په سويلي نيمه کره کې په وچه کې ايسار تر ټولو ستر هېواد دی او په ټوله نړۍ کې په وچه کې د ايسارو هېوادونو په شمېره کې اوم دی، قزاقستان، منګوليا، چاد، نيجر، مالي او ايتوپيا له دې هېواد څخه ستر دي.

د وګړو شمېر يې د اټکل تر مخې يوولس مېليونه دي، ګڼ توکمونه پکې ژوند کوي چې امريکايي هندي، ميسټيزوز، اروپايان، اسيايان او افريقايان پکې شامل دي. اسپناوي يې رسمي او تر ټولو زياته ويل کېدونکې ژبه ده؛ خو اصلي ژبې يې هم رسمي حيثيت لري، د دوی له ډلې ګوارين، ايمارا او کوچوا هغه ژبې دي چې ډېر ويونکي لري.[۳]

له اسپانوي نېواک مخکې، د بولوييا انډين سيمه د اينکا سترواکۍ برخه وه، په داسې حال کې چې په شمالي او ختيځو ځمکو يې خپلواکو قبايلو ژوند کاوه. د کوسکو او اسيونسيون څخه په شپاړسمه پېړۍ کې راغلیو نېواکګرو دا سيمه په خپل واک کې واخسته. د اسپانيې د استعمار پر مهال، د بولويا اداره د اسپانيې د « Real Audiencia of Charcas» په لاس کې وه. اسپانيې د بوليويا له کانونو څخه د را ايستل شويو سپينو زرو په مټ د خپلې سترواکۍ ستره برخه جوړه کړه. په ۱۸۰۹ز کال کې د خپلواکۍ له لومړۍ غوښتنې وروسته، د جمهوريت له قیام مخکې شپاړس کاله جګړې وشوې، کوم ته چې د «سايمن بوليور» نوم ورکړل شوی دی. د نولسمې او شلمې پېړۍ د لومړيو په اوږدو کې، بولويا ګڼې سرحدي سيمې ګاونډيو هېوادونو ته وبايللې چې په ۱۸۷۹ز کال کې د دې هېواد ساحلي ليکې چيلي ونيولې. له سياسي اړخه تر ۱۹۷۱ز کال پورې بوليويا ارام پاتې هېواد و، تر هغه وخته چې د سي ای ای له ملاتړ څخه برخمن «هوګو بنزر» د کودتا مشري وکړه، د «جوان هوزي ټوريس» ټولنپال حکومت يې نسکور او د بينزر په مشرۍ يې د پوځ په مشرۍ ديکتاتوري نظام قايم کړ، ټوريس په ۱۹۷۶ز کال کې د ارجنټاين په بيونس ايرس کې، د ښي اړخو د مرګ د ډلګۍ له خوا ووژل شو. د بنزر حکومت چپ اړخي او مخالف سوسياليستان  او نورو بڼو  مخالفين وځپل چې په دې پايله کې يو شمېر بوليويايي وګړي شکنجه او مړه شول. بنز په ۱۹۷۸ز کال کې معزول کړای شو او وروسته بيا له جمهوري لارې وتوانيد چې د ولسمشر په توګه وټاکل شي، له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې يې حکومت وکړ.[۴]

اوسنۍ بولويا د « UN, IMF, NAM,[16] OAS, ACTO, Bank of the South, ALBA» او « USAN» منشوري غړی هېواد دی. دا هېواد په سويلي امریکا کې دويم تر ټولو بې وزله هېواد دی، خو د بې وزلۍ په کچه کې يې کمښت راوستی او په سويلي امریکا کې يو له هغو هېوادونو دی چې چټکه اقتصادي وده کوي (د ناخالص داخلي تولید له اړخه). دا يو مخ پر وده هېواد دی، په داسې حال کې چې د بشري ودې شاخص يې په لوړه کچه کې دی. د بوليويا په اساسي اقتصادي فعاليتونو کې کرنه، ځنګلونه، کب نيول، کان کېندنه او د توکو جوړول شامل دي، لکه رخت، پوښاک، تصفيه شوي فلزات او تصفيه شوي پيتروليم. بوليويا د معادنو له اړخه غني هېواد دی چې په هغې کې قلعي، سپین زر، ليتيوم او مس شامل دي.[۵]

رېښه

د بوليويا نوم د « Simón Bolívar» له نوم څخه اخستل شوی دی، څوک چې د خپلواکۍ په اسپانوي امریکايي جګړو کې يو وينزيولايي رهبر و. د وينزويلا مشر « Antonio José de Sucre» ته اختار ولکړش وی چې يا خو چاراکاس (د اوسني وخت بولويا) د پيرو نوي جوړو شوي جمهوريت سره يو ځای کړي، تر څو د « Río de la Plata» د متحده ولايتونو سره يو ځای شي، يا خو په بشپړ ډول د اسپانيې څخه په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان وکړي. Sucre په ټوله معنا د يو نوي دولت جوړول غوره کړل او د ۱۸۲۵ز کال د اګست په شپږمه نېټه يې د سيمه ييز ملاتړ په مرسته د « Simón Bolívar»  په وياړ د بولیويا نوم ورکړ.[۶][۷]

اصلي نوم يې د بولويور جمهوريت و. يو څو ورځې وروسته، د کانګريس غړي  « Manuel Martín Cruz» وړانديز وکړ چې «که چېرې له رومولس څخه روم دی، نو له بوليور څخه بولويا ده» (په اسپانوي ټکو په دې ډول چې: Si de Rómulo, Roma; de Bolívar, Bolivia). د ۱۸۲۵ز کال د اکتوبر په درېیمه نوټه همدا نوم تاييد شو. په ۲۰۰۹ز کال کې، یو نوي اساسي قانون د دې هېواد نوم بدل کړل او د « Plurinational State of Bolivia» نوم يې غور کړ، څو د نومي قانون تر مخې د دې هېواد د ګڼ توکميز طبيعيت او د بولويا د اصلي اوسېدونکو د حقوقو د پياوړتيا څرګندونه وکړي.[۸][۹]

تاريخچه

له اشغال مخکې

هغه سيمه چې اوس د بوليویا په نوم پېژندل کېږي، د «ایمارا» په رارسېدو سره له ۲،۵۰۰ کلونو څخه د زيات وخت لپاره اشغلا وه. په هر حال، د اوسني وخت ايمارا ځانونه د «ټويناکو» سترواکۍ د لرغوني تمدن سره تړلي بولي، د کوم پلازمېنه چې د بولويا په لويديځ د «ټويناکو» په سيمه کې وه. د ټويناکو د مرکزي ښار تاريخ له ۱۵۰۰ مخزېديزې نېټې ته رسېږي، کله چې دا يو کوچنی، پر کرنه ولاړ کلی و.[۱۰]

د ايمارا ټولنه د ۶۰۰ز او ۸۰۰ز کلونو تر منځ ښاري تناسب ته وده وکړه، او په دې ډول په سويلي انډيز کې يو له مهمو سيمه ييزو ځواکونو څخه وګرځېد. د لومړيو اټکلونو تر مخې، دا شار زیات نه زيات نږدې شپږ اعشاريه پنځه کيلو متر مربع (۲.۵ ميل مربع) سيمه خپور و او د ۱۵،۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ تر منځ اوسېدونکي يې درلودل. په ۱۹۹۶ز کال کې د سټلايټ انځور اخستلو په کارولو سره تيواناکو درې بنسټيزو درو کې د سوکا کولس (له سيلابي اوبو څخه ډکې شوې سيمې) د اندازې نقشه جوړوه شوه، به دې ډول د ۲۸۵۰۰۰ او ۱،۴۸۲،۰۰۰ خلکو تر منځ په هر ځای کې د اوسېدو په نظر کې نيولو سره د وړتيا اټکل ته رسېدلي وو.[۱۱][۱۲]

د ۴۰۰ز په شا او خوا کې، ټيواناکو په سيمه يیزه کچه د یو واکمن ځواک څخه په يو ښکاري (بريد کوونکي) هېواد بدل شو. ټيواناکو تر یونګاس پورې رسېدلو ته پراختيا ورکړه او پيرو، بوليويا او چلي کې يې خپل کلتور او د ژوند طريقه ډېرو نورو کلتورونو پورې ورسوله. تيواناکو په ډېرو برخو کې يو بريد کوونکی کلتور نه و. تر څو خپل لاسرسي ته پراختیا ورکړي، تيواناکو ډېره سياسي هوښياري وکاروله، استوګنځايونه يې جوړ کړل، سوداګريزو تړونونه يې پیاوړي کړل (چې په پرتليز ډول يې نور کلتورونه تر يو بريده منحصر کړل) او دولتي فرقې يې جوړې کړې.[۱۳]

دا سترواکي په داسې حال کې مخ پر وده روانه وه چې پای يې نه شکارېدو. ولیام ايچ. ايسابل وايي « Tiahuanaco د  ۶۰۰ز او ۷۰۰ز کلونو ت رمنځ د يو هېښونکي بدلون څخه تېر شوی، کوم چې د ښاري فن تعمير لپاره نوي یادګاري معيارونه جوړ کړل او د اوسېدونکو وګړو شمېر يې دېر زیات کړ». ټيواناکو د کلتورونو د ختمولو پر ځای هغه په خپل ځان کې جذبول. لرغوني پېژدونکي په ټيواناکو سيرامکس کې د هغو کلتورونو په ډرامايي ډول د خپلولو يادونه کړې ده، کوم کلتورونه چې د ټيواناکو د سترواکۍ برخه ګرځېدلي دي. د ټيواناکو ځواک د سوداګرۍ په مټ لا زیات پیاوړی شو، کومه سوداګري چې دې په خپله سترواکۍ کې د ښارونو تر منځ په عمل کې راوستې وه.[۱۴]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

سرچينې

  1. "Bolivia (Plurinational State of)". World Health Organization. 11 May 2010. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Bolivia (Plurinational State of)". UNdata. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جولای ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "South America :: Bolivia — The World Factbook - Central Intelligence Agency". www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Salem Press". 2013-08-25. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Non-Aligned Movement (NAM) - The Nuclear Threat Initiative". د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "6 de Agosto: Independencia de Bolivia". Historia-bolivia.com (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Simón Bolívar". Salem Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kapoor, Ilan (2021). Universal Politics. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 164. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-760761-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tovar-Restrepo, Marcela (2013). "Nations within Nations: Transnationalism and Indigenous Citizenship in Latin America". In Irazábal, Clara (المحرر). Transbordering Latin Americas: Liminal Places, Cultures, and Powers (T)Here. Routledge. د کتاب پاڼې 150. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-02239-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fagan 2001، ص. کينډۍ:Page needed.
  11. Kolata 1996، ص. کينډۍ:Page needed.
  12. Kolata 1993، ص. 145.
  13. McAndrews, Timothy L.; Albarracin-Jordan, Juan; Bermann, Marc (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Regional Settlement Patterns in the Tiwanaku Valley of Bolivia"]. Journal of Field Archaeology 24 (1): 67–83. doi:10.2307/530562. 
  14. Isbell, William H. (2008). "Wari and Tiwanaku: International Identities in the Central Andean Middle Horizon". The Handbook of South American Archaeology. د کتاب پاڼي 731–751. doi:10.1007/978-0-387-74907-5_37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-74906-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)