اطلس سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اطلس سمندر د نړۍ دوهم لوی سمندر دی چې امریکا لویه وچه له اروپا او افریقا نه بیلوي او لویوالی هم له سویلي قطب نه تر شمالي منجمد سمندر پوری رسیږي. ددی سمندر نوم له پخوانی افسانوي یوناني پادشاه اطلس نه اخیستل شوی دی. ترټولو پخوانی نوم ددی سمندر لپاره له میلاد نه ۶۳۰ کاله مخکنی یوناني شاعر استسیخروس له خواه یاد شوی دی.