شمالي قطبي سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له شمالي منجمد سمندر نه مخ گرځېدلی)
شمالي قطبي سمندر
حداکثر ژوروالی ۵۴۴۹ متره
اوسطی ژوروالی ۱۳۲۸ متره
وچې امریکا،آسیا،اروپا

شمالي قطبي سمندر (شمالي منجمد سمندر) یاهم (شمال منجمد سمندر) د نړی د هغو سمندرونو څخه دی چی په شمالي قطب کی د امریکا، آسیا او اروپا په منځ کی پروت دی. مساحت یی ۱۴ میلیونه کیلومتره مربع دی چی اوسطی ژوروالی یی ۱۳۲۸ متره رېسیدلی سی. د سمندر سطح د یخ په واسطه پوښل شوی دی. مگر په اوس وخت کی د سمندر د یخ دغه پوښ د مځکې د کرې د تدویجی گرموالی په سبب کم شوی دی. د دغه سمندر په ژورو کی بیلا بیل تر اوبو لاندی بحری حیوانات شته. د سمندر په اوبو کی په څانگړی ډول نهنگان او سمندری نولی ژوند کوي. په ۱۹۵۸ کال کی امریکایی اټمی محت بحری بیړۍ (اوبتل) لمړی ځل د یخ تر پوښ لاندی ولامبل او د شمال تر قطب پورې ورسېده. د سړی جگړې په وجت کی شوروی اتحاد او امریکا د شمالی سمندر اوبو تحقیق کول او خپل اوبتلونه شمالی سمندر ته ولېږل. په ۹۰ کلنو کی په دی سمندر کی د گاز او نفت ‌ذخیرې کشف شوې.

د شمالي قطب سمندر د نړۍ د پينځو سترو سمندرونو له ډلې تر ټولو کوچنی او رغی يا سطحي سمندر دی. دا سمندر نږدې ۱۴۰۶۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۵۴۳۰۰۰۰ ميل مربع) سيمه پوښي او د ټولو سمندرونو د تر ټولو سوړ سمندر په توګه هم پېژندل کېږي. د اوبو نقشه کولو نړیوال سازمان (International Hydrographic Organization IHO) يې د يوه سمندر په توګه په رسميت پېژني، که څه هم ځيني سمندرکښونکې ورته د شمالي قطب مديترانه يي سمندر وايي. ياد سمندر نږدې د اتلانتيک سمندر د يوې خولې (مدخل) په توګه هم تشرېح شوی دی او د ټول رانغاړونکي نړيوال سمندر د بېخي شمالي اړخ په توګه هم ورته کتل کېږی. [۱][۲][۳]

د شمالي قطب سمندر د شمالي څنډې په منځ کې د شمالي قطب سيمه راشاملوي او نږدې 60N جنوب ته غځېږي. دا سمندر د يوريشيا او شمالي امريکا له لورې احاطه شوی دی او پولې يې د نقشه کښۍ بڼې تعقيبوي، چې د ارام [سمندر] اړخ ته يې Bering Strait او اتلانتيک [سمندر] لوري ته يې Greenland Scotland پراته دي. د دې سمندر ډېره برخه د ټول کال پر مهال او زياتره وخت د ژمي په موسم کې، په بشپړ ډول د سمندري کنګل په واسطه پوښل شوې ده. د سمندر د سطحې د تودوخې درجه او مالګينتوب په مسوسمي ډول د کنګل د وېلې کېدلو او کنګل کېدلو له امله توپير کوي، مالګينتوب يې په منځني ډول د پينځو سترو سمندرونو په پرتله د ټيټ تبخير، له سيندونو او ويالو څخه ورته په زياته پيمانه د تازه اوبو د ورګډېدلو او د شا او خوا لوړ مالګينتوب لرونکو سمندرونو سره د ټاکلې اړيکې او بانديني بهير له امله تر ټولو ټيټ دی. د اوړي په موده کې د کنګل سره ننه ايستل [وېلي کېدل] ٪۵۰ بيان شوي يا رانقل شوي دي. د متحده ايالتونو د واورې او کنګل معلوماتو ملي مرکز (US National Snow and Ice Date Center: NSIDC) د شمالي قطب سمندر د کنګل پوښښ د ورځني ثبت چمتو کولو او يوې منځنۍ دورې او تېرو معلومو کلونو سره په پرتلنې د وېلې کېدو اندازې معلومولو په موخه کې د سپوږمکۍ معلوماتو څخه ګټه اخلي، چې د سمندري کنګل په پراخوالي کې يو پرله پسې کمښت ښيي. د ۲۰۱۲ ز کال په سپټمبر کې د شمالي قطب د کنګل پراخوالی د تر ټولو لږې کچې يو نوي ثبت (ريکارډ) ته ورسېد. د (۱۹۷۹ – ۲۰۰۰ز کال ) له منځني پراخوالي سره په پرتلنې، د سمندر کنګل ٪۴۹ کوچنی يا کم شوی و. [۴][۵][۶]

تاريخچه

شمالي امريکا

د شمالي امريکا په قطبي سيمه کې انساني استوګنه لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ کلونو پخوا يعنې د Wisconsin کنګل کېدنې مهال ته رسېږي. په دې وخت کې د سمندر کچو ښکته راتللو خلکو ته لاره هواره کړه، چې د Bering ځمکني پل څخه تېر شي. ياد پل سايبريا له شمال لويديځي شمالي امريکا (الاسکا) سره يو خای کړې ده، چې د امريکا مېشتېدنې ته يې لاره لارښوونه کوي. [۷]

لومړنيو لرغونو Eskimo ډلو له Dorset څخه وړاندې (۸۵۰- ۳۲۰۰ ق م)، د Greenland سققاق (Saqqaq) کلتور(له ميلاد څخه مخکې ۲۵۰۰-۸۰۰)، د شمال لويديځې کاناډا او ګرينلېنډ (Greenland) د لومړۍ خپلواکۍ او دويمې خپلواکۍ (c. 2400–1800 BC او c. 800–1 BC) کلتورونه او د Labrador او Nunavik ګروسواټر (Groswater) رانغاړي. د Dorset کلتور له ميلاد څخه د مخکې ۵۰۰ او ۱۵۰۰ ميلادي کالونو تر منځ د شمالي قطب په شمالي امريکا کې خپور شو. Dorset په شمالي قطب کې د Thule، چې د معاصر Inuit نيکونه وو، د اوسمهال الاسکا له لويديځې کډوالۍ څخه مخکې د Paleo-Eskimo تر ټولو وروستی ستر کلتور و. [۸]

د Thule دود يا کلتور له نږدې ۲۰۰ مخکې له ميلاد څخه تر ۱۶۰۰ ميلادي پورې ادامه وکړه، چې د Bering Strait له نږدې وختونو څخه راښکاره کېږي او وروسته د شمالي امريکا نږدې د شمالي قطب نږدې ټوله سيمه رانغاړي. د Thule وګړي د Inuit نيکونه وو، چې اوس په الاسکا، شمال ختيځ پولو (قلمرو)، Nunavut، شمالي کيوبيک، Labrador او ګرينلېنډ کې ژوند کوي. [۹]

اروپا

د شمالي قطب سيمې د اروپايي تاريخ د ډېرې مودې لپاره په پراخه ډول ناڅرګندې او جغرافيه يې اټکلي پاتې شوه. د Massilia سيمې Pytheas د شمال پر لور د Eschate Thule په نوم ځمکې ته له ميلاد څخه ۳۲۵ کلونه پخوا د يو يون دليل ثبت کړی دی، چې لمر په کې په ورځني ډول يوازې د درې ساعتونو لپاره ښکته کېږي او د اوبو پر ځای په کې يوه داسې کنګل شوې ماده وه، چې نه پرې څوک پلی ګرځېدلی شو او نه يې بېړۍ واني پرې کولی شوه. نوموړي کېدای شي د بې پايه سمندر کنګل تشرېح کاوه، چې اوس ورته growlers [غرغر کوونکي] يا “bergy bits” وايي. د نوموړي Thule کېدای شي ناروې وه، که څه هم د Faroe ټاپوګان يا Shetland هم وړانديز شوي دي. [۱۰]

لرغوني نقشه کښونکي ډاډمن نه وو، چې ايا د شمالي قطب شا او خوا سيمه د ځمکې (لکه د Johannes Ruysch د ۱۵۰۷ ز کال نقشه يا د Gerardus Mercator د ۱۵۹۵ ز کال نقشه) يا اوبه (لکه: د Martin Waldseemuller د ۱۵۰۷ ز نړۍ نقشې سره) په توګه رسم کړي. Cathay ته د يوې شمالي لارې، د شمالي سمندر يونلور (Northern Sea Route) يا د شمال ختيځ لارې لپاره د اروپايي سوداګرو توده هيله د اوبو اسانه بريالي کېدلو سبب شول او په ۱۷۲۳ ز کې ځينو نقشه جوړوونکو، لکه: Johann Homann د خپلو نقشو په شمالي څنډو کې يوې پراخه «Oceanus Septentrionalis» ته بڼه ورکړه.

د شمالي قطب کړۍ (Arctic Circle) تر شا د زياتې اغېزې يا نفوذ کولو په موخه په ياده زمانه کې يو څو ګړنديتوبونو يوازې کوچني ټاپوګانو، لکه: Novaya Zemlya (۱۱ پېړۍ) او Sitzbergen (۱۵۹۶زکال ) زيات کړل. که څه هم دا چې دوی ډېری وختونه د نقلي کنګل په واسطه رانغاړل شوي وو، شمالي بريدونه يې ډېر روښانه نه وو. د هوانوردۍ نقشو جوړونکو چې د ځينو خورا خيالي نقشه کښونکو په پرتله يو څه محافظه کار وو؛ په کې د نقشه شوې معلومه ساحلي ليکې په يوازې ماټو شويو ټوټو سره، د يادې سيمې د تشې يا خالي پرېښودلو هڅه وکړه.

۱۹ پېړۍ

په دې اړه د پوهې کمښت چې څه شي شمال د کنګل بدلېدونکی خنډ جوړ کړ، يو شمېر اټکلونه راپورته کړل. په انګليستان او نورو اروپايي ټولنو کې د «خلاص قطبي سمندر» افسانه ثابته وه. John Barrow چې د اوږدې مودې لپاره د بریتانيې د سمندري قوماندانۍ مرکز دويم منشي پاتې شوی دی، د دې په څېړنه کې له ۱۸۱۸ ز کال څخه تر ۱۸۴۵ ز کال پورې د يادې سيمې راسپړنې ته پرمختګ ورکړ.

په متحده ايالتونو کې په ۱۸۵۰ ز او ۱۸۶۰ ز لسيزو کې دوو څېړونکو Elisha Kane او Isaag Israel Hayes د اوبو د دې تېراېستونکې برخې د لیدلو ادعا وکړه. ان د يادې پېړۍ په بېخي وروستيو کې لوړپوړي چارواکي Matthew Fontaine Maury د «سمندر فزيکي جغرافيه» په سرليک ۱۸۸۳ ز کې خپل درسي کتاب کې د خلاص قطبي سمندر په اړه يوه تشرېح راونغاړله. سره له دې چې ټولو هغو راسپړونکو چې قطب ته يې يو څه نږدې يون وکړ، راپور ورکړ چې د قطبي کنګل سرپوښ بشپړ ډبل دی او ټول کال ټينګېږي؟

Fridtjof Nansen لومړنی شخص و، چې په ۱۸۹۶ ز کې يې د شمالي قطب سمندر څخه د بېړۍ په واسطه تېر شو.

شلمه پېړۍ

د سمندر پر سطحه لومړنۍ تېرېدنه په ۱۹۶۹ ز کې د Wally Herbert له لورې په هوايي ملاتړ سره له الاسکا څخه Svalbard ته د يوه سپي ښوېيدونکې دړې کې رهبري شوه؟. د شمالي قطب لومړنی سمندري لېږد په ۱۹۵۸ ز کې د USS nautilus تحت البحري له لوري او لومړنی سطحي سمندري لېږد په ۱۹۷۷ ز کې د کنګل ماتونکي NS Arktika له لوري پېښ شو. [۱۱]

له ۱۹۳۷ ز راهيسې د روسيې او شوروي د بې ارادې اداره شوي کنګل تم ځايونو په پرخه ډول د شمالي قطب سمندر اداره کړی دی. علمي مېشتېدنې پر بې ارادې [نه اداره کېدونکې] کنګل باندې رامنځته شوې وې او د کنګل دړو په واسطه په زرګونو کیلومتره وړل شوې وې. [۱۲]

په دويم نړيوال جنګ کې د شمالي قطب سمندر اروپايي سيمه په پياوړي ډول مبحث شوې وه: د شوروي اتحاديې د بيا ملاتړ په موخه متحده ژمنتيا د خپلو شمالي بندرونو له لارې، د جرمني سمندري او هوايي ځواکونو له لوري له مخالفت سره مخ شو.

له ۱۹۵۴ ز راهيسې سوداګريزو هوايي ليکو د شمالي قطب پر سر الوتنې کړې دي.

انځورونه

سرچینه

  1. Pidwirny, Michael (2006). "Introduction to the Oceans". physicalgeography.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tomczak, Matthias; Godfrey, J. Stuart (2003). Regional Oceanography: an Introduction (الطبعة 2nd). Delhi: Daya Publishing House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7035-306-5. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "'Arctic Ocean' – Encyclopædia Britannica". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۲. As an approximation, the Arctic Ocean may be regarded as an estuary of the Atlantic Ocean. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Understanding the Arctic sea ice: Polar Portal". polarportal.dk. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Arctic Sea Ice News and Analysis | Sea ice data updated daily with one-day lag" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Some Thoughts on the Freezing and Melting of Sea Ice and Their Effects on the Ocean K. Aagaard and R. A. Woodgate, Polar Science Center, Applied Physics Laboratory University of Washington, January 2001. Retrieved 7 December 2006.
  7. Goebel T, Waters MR, O'Rourke DH (2008). "The Late Pleistocene Dispersal of Modern Humans in the Americas" (PDF). Science. 319 (5869): 1497–502. Bibcode:2008Sci...319.1497G. CiteSeerX = 10.1.1.398.9315 10.1.1.398.9315. doi:10.1126/science.1153569. PMID 18339930. S2CID 36149744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Prehistory of Greenland" Archived 16 May 2008 at the Wayback Machine., Greenland Research Centre, National Museum of Denmark, accessed 14 April 2010.
  9. Park, Robert W. "Thule Tradition". Arctic Archaeology. Department of Anthropology, University of Waterloo. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pytheas Archived 18 September 2008 at the Wayback Machine. Andre Engels. Retrieved 16 December 2006.
  11. "Channel 4, "Sir Wally Herbert dies" 13 June 2007". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. North Pole drifting stations (1930s–1980s). Woods Hole Oceanographic Institution