ایزابېل، د برازیل د سترواکۍ شهزادګۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن/ډونا ایزابېل (زوکړه: د ۱۸۴۶ زکال د جولای ۲۹مه – مړینه: د ۱۹۲۱ زکال د نومبر ۱۴مه) چې «بریا ته د رسوونکې؛ په انګریزي: the Redemptress» په مستعار نوم هم پېژندل کېده د برازیل د سترواکۍ وارثه شهزادګۍ او همدارنګه د دریو دورو لپاره د دغې سترواکۍ نایب السلطنت وه. نوموړې په ریو ډي ژینرو کې وزیږېده او د برازیلي سترواک دویم پدرو او ملکې تریزا کریسټینا لور وه چې د براګانازا کورنۍ برازیلۍ څانګې ته اړوند وه. د ماشومتوب پر مهال د هغې د دوه وروڼو له مړینې وروسته نوموړې د خپل پلار د څرګندې وارثې په توګه پیژندل کېده. دې د اي یو(Eu) له کنټ او فرانسوي شهزاده ګاسټون سره واده وکړ او درې ماشومان یې لرل. [۱]

هر هغه مهال چې پلار به یې له هېواده بهر و، د نایب السلطنتې په توګه به یې د هغه چارې مخته وړې. هغې د خپلې نایب السلطنتۍ په دریمه او وروستۍ دوره کې د لي اویرا یا طلایي قانون په نامه هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې ټول برازیلي غلامان آزاد اعلان شول. په داسې حال کې چې دغه اقدام په پراخه کچه محبوبیت وموند خو د سترواکې په توګه یې د هغې د ځای ناستوب اړوند شدید مخالفتونه راوپارول. جنسیت، پیاوړي کاتولیک باورونه او له یو بهرني وګړي سره واده هغه پلمې وې چې د هغې د سترواکې کېدو پر وړاندې کارول کېدلې؛ همدارنګه د غلامانو آزادۍ هم د هغې پر وړاندې د بډایه ځمکه لرونکو کرکه رامنځته کړه. د دې کورنۍ په ۱۸۸۹ زکال کې د یوې نظامي کودتا پر مټ له واکه ګوښه کړای شوه او په دې سره یې د ژوند پاتې ټول ۳۰ کلونه په فرانسه کې په تبعید کې تېر کړل.

لومړنی ژوند[سمول]

زوکړه[سمول]

ایزابېل د ۱۸۴۶ زکال د جولای میاشتې د ۲۹مې نېټې د مازیګر په ۶:۳۰ بجو د ریو ډي ژنیرو په سېنټ کریسټوفر ماڼۍ کې وزیږېده. نوموړې د برازیلي سترواک دویم پدرو او د هغه د مېرمنې تریزا کریسټینا لور وه. دغې نوې زیږېدلې شاهزادګۍ ته په ګلوري کلیسا کې د لویو مراسمو پر مهال د تعمید غسل ورکړل شو. دغه مهال یې پر هغې د ایزابېل کریسټینا لئوپولډینا اګوستا میکائلا ګابریلا رافائلا ګونزاګا نوم کېښود. د هغې د نامه وروستۍ څلور کلمې د هغې د ټولې کورنۍ غړو ته اړوند وې او ایزابېل له دې سربېره د خپلې مورنۍ انۍ او مور نومونه هم په نوبت سره په خپل نامه کې لرل. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

نوموړې د خپل پلار له اړخه د براګانزا کورنۍ د برازیلۍ څانګې غړې وه او د ماشومتوب له مهاله ورته د مېرمنې (ډونا) لقب کارول کېده. هغه د برازیل د سترواک لومړي پدرو (چې همدارنګه د لنډ مهال لپاره د څلورم پدرو په توګه د پرتګال پاچا و) لمسۍ او د پرتګال د ملکې ماریا (د دویم فردیناند مېرمن) خورځه وه. نوموړې د خپلې مور له اړخه د ټو سیسلي د دواړو پاچایانو؛ لومړي فرانسېس لمسۍ او د دویم فردیناند خورځه وه. [۸][۹][۱۰]

د زوکړې پر مهال هغې د آفونسو په نامه یو مشر ورور درلود چې د برازیل د پاچاهۍ څرګند وارث و. له ځانه څخه وروسته یې یوه خور او یو ورور لرل: لیپولډینا په ۱۸۴۷ زکال او پدرو هم په ۱۸۴۸ زکال کې وزیږېد. په ۱۸۴۷ زکال کې د افونسو په مړینې سره دوه نیم کلنه ایزابېل د دویم پدرو ښکاره وارثه شوه. نوموړې د سترواکۍ د شهزاده پدرو په زیږون سره د لنډ مهال لپاره دغه ځایګی له لاسه ورکړ، خو په ۱۸۵۰ زکال کې د خپل ورور له مړینې وروسته ایزابېل د خپل پلار د سترواکۍ واقعي وارثه شو، او د خپل پلار د ځای ناستو په کتار کې یې لومړنی ځایګی خپل کړ. د ایزابېل د ژوندانه لومړني کلونه په برازیل کې د هوساینې او آرامۍ کلونه وو. والدینو یې هم ورته د غوره او سالمو زده کړو زمینه برابره کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نایب السلطنتي[سمول]

لومړۍ ځل نایب السلطنتي[سمول]

ګاسټون او ایزابېل د ۱۸۷۱ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه درې اونۍ وړاندې له دې چې سترواک او مېرمنه یې اروپا ته په سفر ولاړ شي؛ برازیل ته راوګرځېدل. دغه مهال ایزابېل د سترواک په غیابت کې د بشپړ واک په لرلو د برازیل د سترواکۍ نایب السلطنته وټاکل شوه؛ په داسې حال کې چې تمه دا وه چې د ریو ویسکانټ او لومړی وزیر خوزه پارانهوس او ګاسټون به په واقعیت کې واک ترلاسه کړي. په متحده ایالاتو کې د غلامۍ له پای ته رسولو وروسته دویم پدرو ژمن و چې دی به هم په تدریجي ډول په برازیل کې شته غلامان آزاد کړي. ایزابېل د ۱۸۷۱ زکال د سپټمبر په ۲۷مه هغه مهال چې سترواک له هېواده بهر و د غلامۍ ضد قانون یې لاسلیک او په مقننه شورا کې یې هم په چټکۍ سره تصویب کړ. دا د آزاد زیږون قانون و چې له مخې یې له دغې نېټې وروسته د ټولو غلامانو ماشومان آزاد بلل کېدل. هغه مهال چې دویم پدرو د ۱۸۷۲ زکال په مارچ میاشت کې بېرته برازیل ته راوګرځېد، ایزابېل له دولتي واک څخه لرې او بېرته یې خپل خصوصي ژوند ته مخه کړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ایزابېل د خپل واده په لومړنیو کلونو کې له ماشوم لرلو سره لېوالتیا لرله، خو د هغې لومړنی ځل امیدواري د ۱۸۷۲ زکال په اکتوبر میاشت کې د جنین په سقط پای ته ورسېده. نوموړې چې د امیدوارۍ په برخه کې د خپلې څرګندې ناتوانۍ څخه اندېښمنه وه، په ۱۸۷۳ زکال کې یې اروپا ته د سفر پر مهال له یو متخصص ډاکټر سره مشوره وکړه او همدارنګه لورډ زیارت ته ولاړه. هغه د ۱۸۷۳ زکال په ډسمبر میاشت کې امېدواره شوه. له دې سره چې ایزابېل غوښتل د خپل ماشوم له زیږون وروسته د یو مهال لپاره په اروپا کې پاتې شي، خو سترواک پلار یې ټینګار درلود چې هغه باید برازیل ته راشي څو د هغې ماشوم چې کېدای شي د سترواکۍ تاج او تخت په میراث کې ترلاسه کړي باید له هېواده بهر وه نه زیږي. دوی د ۱۸۷۴ زکال په جون میاشت کې ریو ته ورسېدل. د زیږون له ۵۰ ساعته درد وروسته ماشوم د هغې په رحم کې ومړ. د دې کاتولیک باورونو ورته جرائت ورکاوه، خو له اولترامونټانېزم سره یې اړیکې چې پر دولت باندې یې د کلیسا پر اقتدار ټینګار درلود، د هغه کسانو نیوکې را وپارولې چې غوښتل یې له موقتو دولتي چارواکو سره باید د کلیسا اړیکې پرې شي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ایزابېل په ۱۸۷۵ زکال کې د دریم ځل امېدواري پر مهال اندېښمنه وه چې دا ځل بیا خپل ماشوم له لاسه ورنکړي. د هغې د ماشوم د زیږون په موخه له فرانسې څخه یو ډاکټر او یوه قابله راوغوښتل شول چې له امله یې سیمه ییز ډاکټران ناخوښه شول ځکه چې په دغې چارې سره یې د هغوی غرور او وړتیاوو ته زیان واړوه. له ۱۳ ساعته درد وروسته یو ماشوم چې د خپل بابا له نامه څخه په ګټنې د پدرو ډي الکانترا په نوم د تعمید غسل ورکړل شو د فورسپس عملیې په مرسته وزیږېد. په ډېر احتمال سره د ستونزمن زیږون له امله د ماشوم پدرو ښی لاس فلج و. [۲۸][۲۹][۳۰]

دویم ځل نایب السلطنتي[سمول]

سترواک د ۱۸۷۶ زکال په مارچ کې شمالي امریکا، اروپا او منځني ختیځ ته اوږد مهالی سفر پیل کړ او ایزابېل بیاځلي نایب السلطنت وټاکل شوه. دغه مهال د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره ټاکنې د کاکسیاس د دوک په مشرۍ د فعلي حکومت په ګټه پای ته ورسېدې، خو په دغو ټاکنو کې چلوټیو او د ټاکنیزو سیالیو پر مهال تاوتریخوالو د نوموړي او همدارنګه د ایزابېل شهرت ته زیان واړوه. سربېره پر دې د کلیسا او دولت ترمنځ جنجالونو هم د هغې محبوبیت راکم کړ. دغې چارې د هغې اندېښنې زیاتې کړې چې له امله یې د ۱۸۷۶ زکال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه خپل بل ماشوم سقط او د زیاتې وینې له ضایع کولو وروسته کمزورې هم شوه. ورته مهال د هغې مېړه په برانشیټ ناروغۍ اخته و او له امله یې نږدې درې اونۍ په روغتون کې بستر و. دغې جوړې پرېکړه وکړه چې له عامه چارو لاس واخلي، هماغه ډول چې ګاسټون څرګنده کړې: «هغه مهال چې شهزادګۍ نوره هره ورځ د ریو په واټونو کې وه نه لیدل شي له یو څه مودې وروسته د خلکو له یاده وزي، د دې پر ځای چې د هغې د پرېکړو او چارو له امله تل یوازې دا وغندل شي». ورته مهال دغه ګوښه توب د هغې د انزوا او همدارنګه په عامه افکارو باندې یې د اغېز د کمښت لامل وګرځېد. د ۱۸۷۷ زکال په ټوله نیمایي کې هغه مهال چې د برازیل په شمال ختیځو برخو کې یوې شدیدې وچکالۍ عامه نظم ګواښه، ایزابېل ډیری دغه مهال په کور کې تېر کړ ځکه چې دا ځل یې بیا یوه ستونزمنه امېدواري زغمله. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Barman 2002، ص. 1.
  2. Barman 2002، صص. 19, 21, 22.
  3. Barman 2002، ص. 22.
  4. Barman 2002، ص. 23.
  5. Calmon 1975، ص. 309.
  6. Longo 2008، ص. 84.
  7. Barman 2002، ص. 21.
  8. Barman 1999، ص. 424.
  9. Barman 2002، صص. 14, 23.
  10. Barman 2002، ص. 10.
  11. Barman 2002، ص. 24.
  12. Barman 2002، صص. 25, 27, 237.
  13. Longo 2008، ص. 88.
  14. Longo 2008، صص. 87, 88.
  15. Calmon 1975، ص. 318.
  16. Calmon 1975، صص. 317–318.
  17. Calmon 1975، ص. 274.
  18. Longo 2008، ص. 87.
  19. Barman 2002، ص. 119.
  20. Barman 2002، ص. 117.
  21. Barman 2002، ص. 111.
  22. Barman 2002، صص. 112–113.
  23. Barman 2002، صص. 132–135, 245.
  24. Barman 2002، ص. 130.
  25. Barman 2002، ص. 127.
  26. Barman 2002، ص. 129.
  27. Barman 2002، صص. 123–124.
  28. Barman 2002، ص. 139.
  29. Barman 2002، صص. 136–138.
  30. Barman 2002، صص. 138–139.
  31. Barman 2002، صص. 148–152.
  32. Barman 2002، صص. 146–147.
  33. Barman 2002، صص. 146.
  34. Barman 2002، صص. 145–146.
  35. Barman 2002، صص. 145.
  36. Barman 2002، صص. 144–145.
  37. Barman 2002، صص. 143–144.
  38. Barman 2002، ص. 140.