د افغانستان – ایران پوله
د افغانستان او ایران پوله د ۹۲۱ کیلومتر (۳٬۰۲۲٬۰۰۰ فوټه) په اوږدوالي یوه پوله ده چي په شمال کي د ترکمنستان له درې اړخه نقطې څخه پیل او په سویل کي له پاکستان سره تر درې اړخیزي نقطې پوري رسیږي.
تاریخ
[سمول]د پارس او افغانستان تر منځ پوله د ۱۸۷۲-۱۹۳۵ په موده کي د دریمې ډلي د منځګړیتوبونو له لاري رسمي سوه، چي پر بنسټ یې د پاریس د تړون (۱۸۵۷) له مخي پارس او افغانستان موافقه وکړه ترڅو د پولي شخړه د منځګړیتوب لپاره بریتانیا ته وړاندي کړي. د یادوني وړ ده چي برتانیې دا وخت د هند لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه، او ختیځ افغانستان هم ددوی د لاندي کېدو په درشل کي وو. [۱] [۲] په ۱۸۶۰ لسیزه کي د افغانستان او پارس تر منځ د جګړو لړۍ د پارس پاچا ناصرالدین شاه قاجار دې ته وهڅاوه ترڅو له انګریزانو څخه وغواړي چي د افغانستان او پارس پوله رسمي کړي. د یادي غوښتني سره سم په 1872 کي د سر فریډریک جان ګولډسمډ په مشرۍ د یوې کمیټي لخوا د هلمند سیند له لاري له بنده کوه ملک سیاه (د عصري افغانستان-ایران-پاکستان په درې اړخیزه سرحدي نقطه کي یوه غونډۍ) ته د یوې کرښي په تېرولو سره د پولي نقطې وټاکل سولې. سره ددې چي دغه وړاندي دواړو خواوو بالاخره ومانه خو په هغه وخت کي نور پلۍ نه سو. [۲]
د ګولډسمت یاده پرېکړه سمه ثابته نسوه، او په دې توګه یو ډیر دقیق سرحد په راتلونکو لسیزو کي په دریو برخو کي بیا جوړ سو، چي لمړۍ شمالي برخه یې د خراسان لپاره د برتانوي قونسل جنرال سی ایس میکلین لخوا په 1888-91 کي، سویلي برخه یعني سیستان یې د ډګروال سر هینري مکموهن لخوا په 1903-1805 او وروستۍ برخه یې د ترکیې د جنرال فرحتین التای لخوا په 1934-1935 کي وټاکل سوه. [۱] [۲]د حدودو تر ټاکلو وروسته د پولي په اوږدو کي لویي تمبې جوړي سوې، چي د پولۍ په وچو او دښتي برخو کي یې شمېر 172 ته رسېدی. [۳]
د افغانستان او ایران پولي له ۱۹۳۵ کال را وروسته چنداني شخړه نه درلوده، خو په سیمه کي د اوبو د منابعو د تخصیص پر سر شخړي د ډیرو کلونو لپاره رواني وې، چي وروسته په ۱۹۷۳ کال کي هغه هم حل سولې. [۲]