دارو خان خاکسار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دارو خان خاکسار (۱۳۳۲ لمریز لېږدي کال، د اروزګان ولایت، د چورې ولسوالي - د ۱۳۹۴ ل ل کال د غويي ۲۹) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، ليکوال او سیاسي وگړه (شخصیت) وو.

مخینه[سمول]

دارو خان خاکسار د صاحب خان زوی او د ملک تاج محمد خان لمسی پر ۱۳۳۲ لمریز لېږدي کال د ارزگان ولایت د چورې ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.

دارو خان خاکسار پر ۱۳۵۲ ل ل کال د پکتيا ولايت له ښوونتون (د ښوونکي د روزنې مؤسسه) څخه فارغ شوی دی. وروسته یی درې دورې د کابل ښار د ټولنیزو علومو انستيتوت په لومړۍ درجه پای ته رسولی دی. هغه د ښوونکي، سرښوونکي، د سیدالخان لیسې د مدیر او پر نورو بېلابېلو سرکاري او ځاني مؤسسو کې دندې ترسره کړې دي.

پر ۱۳۹۰/۵/۵ نېټه د هېوادمشر په فرمان د ارزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ولسوال په توگه وگومارل شو، خو هغه ډډه ترې وکړه. نوموړي د خپلو خلکو د استازي په توگه په دوديزه لویه جرگه کې هم گډون کړی دی.

خاکسار د ۱۳۴۷ لمریز لېږدي کاله راهسې شعر ليکه، او له همدی لامله یې پر ۱۳۹۱ ل ل کال د سولې په مشاعره کې نغدي جايزه وگټله او د ځوان غږ د ۱۳۹۲ کال په مشاعره کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا ستاینلیک تر لاسه کړ.

مړینه[سمول]

خدای بښلی داروخان خاکسار پر ۱۳۹۴/۰۲/۲۹ نېټه د درې نۍ (سه شنبې) پر ورځ، گهيځ پر ۷ بجو او ۱۵ دقيقو ( ۷:۱۵ ) په داسې اکر کې چې له کوره د خپل درملتون پر لور رهي وو، د سړک غاړې بم د چاودنې له لامله له دې نړۍ سترگې پې کړې. هغه د هېواد او اسلام دوښمنانو شهيد کړ. په دې ډول شهید استاد داروخان خاکسار له خپلو نیمگړو هیلو او ارمانونو سره د هېواد او ولس له مینې ډکه د سولې او خپلواکۍ ترانه په خوله، له دې پاني او ستړې نړۍ د تل لپاره رخصت واخیست. اروا يې ښاده او جنت یې ځای.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- ارزگان ناوې.

۲- گران وطن جانان وطن.

۳- ملي نغمې او ترانې.

۴- د چورې ولسوالي او د ارزگان نومیالي.


د داروخان خاکسار نږدې ۲۵ نښيرونه ناچاپ پاتی دي.


اخځليک[سمول]

۱- https://fr-fr.facebook.com/1596820697257390/posts/1720947814844677/

۲- http://www.bakhtarnews.com.af/dari/culture/item/48568-%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1-%D8%A7%D8%B7%D9%84%D8%A7%D8%B9%D8%A7%D8%AA-%D9%88-%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AF-%D9%85%D8%B1%DA%AF-%D8%B4%D9%87%DB%8C%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D9%88%D8%AF-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D8%B1-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1-%D9%88-%D9%86%D9%88%DB%8C%D8%B3%D9%86%D8%AF%D9%87-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%D8%B1%D8%A7-%D8%AA%D8%B3%D9%84%DB%8C%D8%AA-%DA%AF%D9%81%D8%AA.html

۳- https://khabarial.com/ar/%D8%AF-%D9%A2%D9%A9-%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%84%D9%8A%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A8%D9%85%D9%8A-%DA%86%D8%A7%D9%88%D8%AF%D9%86%D9%8A-%D8%B4%D9%87%D9%8A%D8%AF-%DA%A9%DA%93/[مړه لينکونه]

۴- http://www.jomhornews.com/fa/news/65998/