حميرا بېگم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملکه حميرا بېگم، د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه ماندينه
ملکه حميرا بېگم، د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه ماندينه

ملکه حميرا بېگم (په انگرېزي Queen Humaira Begum) د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مېرمن وه چې د ايټاليا په پلازمېنه روم كې يې د خپل ژوند پور پرې كړ او له دې نړۍ څخه يې سترگې پټې كړې. ملكې حميرا د خپل ژوند 84 پسرلي په دې دنيا تر شا پرېښودل. ملكې نهه اولادونه درلودل چې د شپإو يې لا د ځمكې پر سر د ژوند وربشه شته.

ملكه حميرا يوه ډېره زړه سواندې مېرمن وه، دې به تل د خپل ناچارو خلكو پوښتنه كوله او ورسره به يې وړ مرسته هم كوله. هغه مهال چې ملكه په افغانستان كې وه، وخت ناوخته به روغتونونو ته تله او د ناروغږنو پوښتنه به يې كوله.

ملكه حميرا د احمدشاه خان لور وه، چې 84 كاله مخكې يانې په 1297ل كال كې په كابل كې زېږېدلې وه، د ملكې حميرا پلار د دربار د وزير په توگه د دولت په چارو كې خپله دنده پر مخ بيوله.

ملكه حميرا د 2002 كال د چارشنبې پر ورځ د جون پر 26مه ( 1381ل كال د چنگاښ پر 5مه) د ايټاليا د پلازمينې په يوه روغتون كې په حق ورسېده، تابوت يې چې د افغانستان په درې رنگه ملي بيرغ پوښل شوى و، د ايټاليا په يوه ځانگړې پوځي الوتكه كې د چنگاښ 9مه كابل ته راوړل شو.

ملكه حميرا په ځانگړى مراسمو كې خاورو ته وسپارل شوه، كله چې د ملكې حميرا تابوت له الوتكې كوز كړل شو، نو په خورا جم و جوش سره د هغې درناوي ته خلك راغونأ شوي وو.

د ملكې حميرا په مړينه د هېواد په گوت گوت كې خلك خواشيني وو او د هېواد په لويو ښارونو كې يې فاتحه واخېستل شوه. له هېواده بهر هم د ملكې حميرا فاتحه واخيستل شوه، په دې لړ كې د جرمني په فرانكفورت كې د ښاغلي نثار احمد شريندل په نوښت د يوې درنې فاتحې د مراسمو ترتيبات وينول شول چې خورا ډېرو خلكو گأون په كې كړى و، چې د ملكې اروا ته يې د دعا لاسونه پورته كړل.