Jump to content

جورج ګورجيف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج ګورجيف
جورج ګورجيف

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۳ جنوري ۱۸۶۶، ۱۸۷۲ او ۲۷ ډيسمبر ۱۸۷۷
مړینه
استوګنځای ارمنستان   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت روسي سترواکي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه ارمني ژبه ،  انګرېزي ژبه [۲]،  فرانسوي ژبه [۲]،  يوناني ژبه ،  روسي [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه فلسفه ،  تصوف (عام)   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۳][۴][۵]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

جورج ايوانووېچ ګورجيف “George Ivanovich Gurdjieff” (زوکړه: ۱۸۶۶ – ۱۸۷۷ ز، مړينه: ۱۹۴۹ د اکتوبر ۲۹) يو روسي فيلسوف، صوفي، معنوی ښوونکی او د ارمنستاني او يوناني نسل موسيقي جوړونکی و، چې د روسي سترواکۍ په الکساندروپول (د نني ارمنستان د ګيومري سيمه) کې زېږېدلی دی. ګورجيف تدريس کړل، چې ټول انسانان ورته يا يو ډول شعور نه لري او د همدې له امله د مصنوعي خوب راوړونکي «بيدار خوب» يو حالت کې خپل ژوند کوي، مګر شوني ده چې د شعور يو لوړ حالت ته بيدار شي او بشپړ انساني ځواک تر لاسه کړي. نوموړي د دې ډول تر سره کولو لپاره يو مېتود بيان کړ، چې د «کار» (په خپله کار کولو) يا «سيستم» معنا لري. د نوموړي د لارښوونو او اصولو له مخې د يو شخص د شعوريت راويښولو لپاره د ګورجيف مېتود د فقير، راهب او جوګي درې لارې چارې سره يو کوي او د همدې له امله يې «څلورمه لاره» بولي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ژوندليک

[سمول]

د ژوند لومړي کالونه

[سمول]

ګورجيف د قفقاز يوناني “Caucasus Greek” پلار يانيس جيورجياديس او ارمنستانۍ مور ايودوکيا (د ژوند ليک ليکونکي پاول بيکمان ټيلر په اند) څخه په ترانسقفقاز “Transcaucasus” کې د روسي سترواکۍ په الکساندروپول سيمه کې زېږېدلی دی. د ګورجيف نوم د پونتيک يوناني تخلص «جورجياديس: Geordgiades» روسي بڼه وړاندې کوي. يوناني – جورجيان هم تر تزاري حکومت لاندې په کارس اوبلاست او جورجيا کې خورا عام جوړښتونه وو، چې د نوموړي د تخلص يوه شونې ريښه هم ځکه ده، چې د جورجيا شا او خوا مسلمانان جورجيايي وګړو ته ګورجي “Gurdji” وايي، چې روسي بڼه يې په “-eff” وروستاړي سره پای ته رسېږي. د نوموړي د زوکړه کره کال تر اوسه نامعلوم دی، مګر له ۱۸۶۶ څخه تر ۱۸۷۷ز کال پورې اټکلونه ورکړل شوي دي. ځيني ليکوالان لکه جيمز مور د ۱۸۶۶ ز کال ادعا کوي. اولګا ډي هارتمان او لوئيس جوپفيرت مارچ باور درلود، چې ګورجيف په ۱۸۷۲ ز کال کې زېږېدلی و؛ هارتمان د ګورجيف په وينا د هغه د دنني ژوند لومړنۍ ملګرې وه او جوپفيرت د ۱۹۳۰ ز لسيزې په لومړيو کې د نوموړي ميرزا يا منشۍ وه. يو پاسپورت د زوکړې ورځ د ۱۸۷۷ ز کال د نومبر ۲۸ نېټه په ډاګه کړه، مګر ګورجيف يو ځل څرګنده کړه، چې نوموړی (د جوليان کليزې له مخې) د نوي کال د ورځې په پيل کې د نيمې شپې په بريد کې زېږېدلی و. که څه هم د نوموړي د زوکړې نېټې توپیر کوي، مګر د فرانسې د سيني –ايټ-مارني د اون “Avon, Seine-et-Marne, France” په کومه هديره کې چې د نوموړي جسد ښخ شوی و، د قبر پر يوه دړه باندې يې ۱۸۷۲ ز کال ليکل شوی دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ګورجيف خپل کوچنيوالی په کارس ‘Kars’ کې تېر کړ، چې له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې د روسيې تر واکمنۍ لاندې ترانسقفقاز ولايت د کارس اوبلاست اداري پلازمېنه او په وروستيو کې له عثماني سترواکۍ څخه نيول شوې سيمه وه. دې سيمې پراخه واښه ييزې لوړې سيمې او لوړ غرونه درلودل او ګڼ توکمي او ګڼ منونکي وګړي په کې استوګن شوي وو، چې د ګرځنده سفر کونکو صوفيانو او سپېڅلو خلکو او مذهبي تلفيق او له مذهب څخه د اوښتون له امله يې د درنښت تاريخچه درلوده. د کارس ښار او شا او خوا دواړه سيمې د خورا بېلابېل يا متنوع نفوس ټاټوبی و. که څه هم د کارس اوبلاست ارمنيايي لوړه سطحه “Armenian Plateau” د ارمنيايانو، روسانو، د قفقاز يونانيانو، جورجيانو، ترکانو، کردانو او د ختيځې او مرکزي اروپا د لږ شمېر عيسوي ټولنو لکه قفقازي المانيانو، استونيايانو او د روسيې اړوند ټولنو لکه مولوکانيانو، دوخوربوريانو، پرېګوني او سبوتنيکيانو د استوګنې ځای و. ګورجيف د يزيدي ټولنې ځانګړې يادونه کوي. نوموړی چې په يوه ګڼ توکميزه ټولنه کې يې وده کوله، ارمنيايي، پونتيک روسي او ترکي ژبو کې روان شو، چې په وروسته ژبه يې د ښه ذوق يا ښکلې عثماني او يو څه ځايي ژبې د ګډولې په بڼه خبرې کولې. نوموړي وروسته د بېلابېلو ژاروپايي ژبو د زده کړې له امله د کار کولو اسانتيا تر لاسه کړه. د نوموړي پر ژوند باندې لومړني اغېزناک شخصيتونه د هغه پلار او د ښارګوټي د روسي کليسا پادري ډين بورش “Dean Borsh” وو، چې پلار يې ترکاڼ او اماتور اشيک يا کلی په کلی ګرځېدونکی شاعر و او بورش يې د کورنۍ ملګری و. له دې ليکنو څخه د اغېزمنتيا او د ځينو هغو ښکارندو سره يې مخامخ کېدلو سره چې هغه نه شوې بيانولی، نوموړي دا باور جوړ کړ، چې يو داسې پټ حقيقت شته، چې په پوهه (ساينس) يا د مذهب اصلي بهير کې نه موندل کېږي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سفرونه

[سمول]

د بلوغ په لومړيو کې د نوموړي په خپله وينا چې ليوالتيا يې د دې لامل شوه، چې مخکې له دې چې په ۱۹۱۲ ز کال کې د يو څو کالونو له لپاره بېرته روسيې ته راستون شي، مرکزي اسيا، مصر، ايران، هند، تبت او روم ته سفر وکړي. نوموړی هيڅکله د خپلو لارښوونو د سرچينو په اړه راتلونکی نه و. د هغه د ګرځېدنو يوازينی دليل د نوموړي په کتاب “Meeting with Remarkable Men” کې څرګندېږي. زياتره متبصرين د نوموړي شاليد ناڅرګند پرېږي او ليدنې “Meetings” په عموي ډول باوري يا مستقيم ژوندليک اوسېدل نه ګڼل کېږي. هر څپرکی له يو ځانګړي شخص سره د کتنې په نوم نومول شوی دی، چې زياتره يې په قلمي ډول د «حقيقت غوښتونکو» ټولنې غړي وو. [۲۱][۲۲][۲۳]

د ګورجيف له مړينې څخه وروسته جی جي بينيټ “J. G. Bennett” په پراخه کچه د نوموړي سرچينې وپلټلې او وړانديز يې وکړ، چې دا ځانګړتياوې د درې ډوله خلکو نښه ييزې ځانګړنې وې، چې ګورجيف په دې ډول په ګوته کړل: ۱: په خپل فزیکي بدن يا جسم باندې متمرکز، ۲: په خپلو احساساتو کې متمرکز او ۳: په خپلو ذهنونو باندې متمرکز. نوموړی څرګندوي چې له دروېشانو، فقيرانو او د ايرو شويو هستيو اولادونو سره مخامخ شوی دی، چې د ګورجيف په وينا تدريس يې د سارمونګ “Sarmoung” [سيمې] په صومعه کې سالت شوی و. ياد کتاب «له شګو څخه مخکې مصر» او د «سرمونګ ورورولۍ» (Sermoung Brotherhood) سره د مبارزې په پايله کې د يوې پراخه پلټنې کيسه هم رانغاړي. [۲۴]

سوداګريز مسلک

[سمول]

ګورجيف وليکل چې نوموړي د خپلو سفرونو پر مهال د بې جوړې يا عجيبو دندو او سوداګريزو پلانونو په مرسته د خپل ځان ملاتړ وکړ. د هغه په بيا راڅرګندېدنه باندې تر هغه ځايه چې په تاريخي سند يا ريکارډ پورې اړه لري، نوموړی يو سوداګر شوی و. د نوموړي د دې دورې د ژوند ليک اړوند ليکنه د نېکمرغه راتلونکي زېری “The Herald of Coming Good” دی. په دې کې نوموړی د اخته کېدنو يا اعتیادونو په درملنه کې د مصنوعي رغونکي يا هايپنوتراپيسټ د تخصص کونکي او د خپلو مېتودونو لپاره د لاسي دستې په توګه د خلکو د کارونې د عمل يا کار کولو يادونه کوي. دا هم اټکل شوي دي، چې نوموړی د خپلو سفرونو پر مهال د سترې لوبې “The Great Game” د برخې په توګه د سياسي فعاليت په ځانګړې کچه کې هم ښکېل و. [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118543679  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/89210467
  3. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0348566/ — د نشر نېټه: ۲ اگسټ ۲۰۱۹
  4. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0348566/ — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۱۹
  5. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/494c401e-328c-4e6b-8926-a7bad28b4eb8 — د نشر نېټه: ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  6. http://www.cambridgescholars.com/download/sample/58952 Archived 2019-09-18 at the Wayback Machine. Cambridge Scholars Publishing. Edited by Michael Pittman. G. I. Gurdjieff: Armenian Roots, Global Branches. During the early period after Gurdjieff's arrival in Europe in 1921 he gained significant notoriety in Europe and the United States... In October of 1922, Gurdjieff set up a school at the Prieuré des Basses Loges at Fontainebleau-Avon, outside of Paris. It was at the Prieuré that Gurdjieff met many notable figures, authors, and artists of the early twentieth century, many of whom went on to be close students and exponents of his teaching. Over the course of his life, those who visited and worked with him included the French author René Daumal; the renowned short story author from New Zealand, Katherine Mansfield; Kathryn Hulme, later the author of A Nun's Life; P. L. Travers, the author of Mary Poppins; and Jean Toomer, the author of Cane, whose work and influence would figure prominently in the Harlem Renaissance... Numerous study groups, organizations, formal foundations, and even land-based communities have been initiated in his name, primarily in North and South America and Europe, and to a lesser extent, in Japan, China, India, Australia, and South Africa. In 1979, Peter Brook, the British theater director and author, created a film based on Meetings with Remarkable Men.
  7. Ouspensky, P. D. (1977). In Search of the Miraculous. pp. 312–313. ISBN 0-15-644508-5. Schools of the fourth way exist for the needs of the work... But no matter what the fundamental aim of the work is ... When the work is done the schools close.
  8. Nott, C.S. (1961). Teachings of Gurdjieff : A Pupil's Journal : An Account of some Years with G.I. Gurdjieff and A.R. Orage in New York and at Fontainbleau-Avon. Henley, UK / London: Routledge and Kegan Paul. p. x. ISBN 0-7100-8937-6.
  9. James Webb, The Harmonious Circle, Thames and Hudson, 1980, pp. 25–26 provides a range of dates from 1872, 1873, 1874, 1877 to 1886.
  10. De Penafieu, Bruno (1997). Needleman, Jacob; Baker, George (eds.). Gurdjieff. Continuum International Publishing Group. p. 214. ISBN 1-4411-1084-4. If I were to cease working... all these worlds would perish.
  11. "Gurdjieff International Review". Gurdjieff.org. نه اخيستل شوی 2014-03-02.
  12. Shirley, John (2004). Gurdjieff: An Introduction to His Life and Ideas. New York: J.P. Tarcher/Penguin. p. 44. ISBN 9781585422876. The Caucasus Greeks of Kars Oblast were generally regarded as Russianized eastern Pontic Greeks and lived in areas and villages with large indigenous Armenian populations, which explains the variant spellings of the surname of Gurdjieff's father and the fact that like many in the Kars region he was of mixed Greek and Armenian parentage. Greek-Russian and Greek-Georgian were also very common combinations in Kars Oblast and Georgia under the Tsarist rule.
  13. Taylor, Paul Beekman (1969). Gurdjieff and Orage. York Beach, ME: Weiser Books. p. x. ISBN 1-57863-128-9.
  14. Challenger, Anna T. (2002). Philosophy and Art in Gurdjieff's Beelzebub: A Modern Sufi Odyssey. Amsterdam: Rodopi. p. 1. ISBN 9789042014893.
  15. "The Gurjieff Legacy Foundation". Archived from the original on 2022-08-15. نه اخيستل شوی 2022-08-15. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  16. "AVON (77) : Cimetière - Cimetières de France et d'ailleurs".
  17. Meetings with Remarkable Men, Chapter II. Gurdjieff uses the spelling "ashok".
  18. "spirituality – BOOK OF DAYS TALES". www.bookofdaystales.com (په انګليسي). Archived from the original on 2019-09-16. نه اخيستل شوی 2017-09-12. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  19. John G. Bennett, Witness, Omen press, Arizona 1974 p. 55.
  20. Challenger, Anna T. (2002). Philosophy and Art in Gurdjieff's Beelzebub: A Modern Sufi Odyssey. Amsterdam: Rodopi. p. 1. ISBN 9789042014893.
  21. S. Wellbeloved, Gurdjieff, Astrology and Beelzebub's Tales, pp. 9–13
  22. "T. W. Owens, Commentary on Meetings with Remarkable Men". Gurdjieff.org. 2000-04-01. نه اخيستل شوی 2014-03-02.
  23. J.G.Bennet Gurdjieff – Making a New World
  24. Mark Sedgwick, "European Neo-Sufi Movements in the Inter-war Period" in Islam in Inter-War Europe, ed. by Natalie Clayer and Eric Germain. Columbia Univ. Press, 2008 p. 208. ISBN 978-0-231-70100-6
  25. Gurdjieff, G.I: "The Material Question", published as an addendum to Meetings with Remarkable Men
  26. Gurdjieff, G.I.: Herald of Coming Good, p22
  27. Moore, pp 36–7