Jump to content

جورج لیوس بورګېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج لیوس بورګېس
جورج لیوس بورګېس
جورج لیوس بورګېس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت ارجنټاین [۷]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي ،  امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه اسپانيايي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
مؤثر جوزف کونراد ،  ادګار آلن پو ،  اپلاتون ،  روډیارډ کیپلېنګ ،  اچ.جي. وېلز ،  لوئیس کارول ،  جېمز جویس ،  هومر   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جورج لیوس بورګېس
جورج لیوس بورګېس

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جورج فرانسیسکو ایسیدورو لیوس بورګېس اسېوېدو (په انګلیسي: Jorge Francisco Isidoro Luis Borges Acevedo ، /ˈbɔːrhɛs/؛ په هسپانوي: [ˈboɾxes]؛ زوکړه د ۱۸۹۹ز کال د اګست ۲۴مه ـــ مړینه د ۱۹۸۶ز کال د جون ۱۶مه) د لنډو کیسو لیکونکی، رساله لیکونکی، شاعر او ژباړن، او په هسپانوۍ ژبه او نړیوالو ادبیاتو کې یوه کلیدي څېره وه. د هغه ډېر مشهور کتابونه خیالي کیسې (Ficciones) او الف (El Aleph) چې په ۱۹۴۰مه لسیزه کې خپاره شوي دي، د لنډو کیسو مجموعې دي چې د خوبونو، معماوو، فیلسوفانو، کتابتونونو، هندارو، افسانوي لیکوالانو، او افسانه پوهنې په ګډون د ګډو موضوعاتو په واسطه سره تړلي دي. د بورګېس اثارو په فلسفي ادبیاتو، او فانتزي (د خیال پردازۍ او ماوراء الطبیعي جادویي هنر) ژانر کې ونډه لرلې ده، او د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ په لاتین امریکايي ادبیاتو کې یې جادویي حقیقت پال (magic realist) خوځښت تر اغېزې لاندې راوستلی دی. د هغه وروستني اشعار د سپینوزا، کامویس او ویرګیل په څېر د کلتوري څېرو په ژبه باندې خبرې کوي.[۸][۹][۱۰]

بورګېس چې په بوینس آیرس (Buenos Aires) کې زیږېدلی و، وروسته په ۱۹۱۴ز کال کې له خپلې کورنۍ سره سویس ته کډه شو، چېرته یې چې د جنیو کالج ولوست. کورنۍ یې د هسپانیا په ګډون په اروپا کې په پراخه توګه سفرونه وکړل. بورګېس په ۱۹۲۱ز کال کې ارجنتاین ته له راستندېدو سره سملاسي، په سوریالېستي ادبي ژورنالونو کې د خپلو شعرونو او رسالو تالیف پیل کړ. هغه همدارنګه د یو کتابتون د مسئول او عامه لکچر ورکوونکي په توګه هم کار کړی دی. هغه په ۱۹۵۵ز کال کې، د ملي عامه کتابتون د مشر په توګه او د بوینس آیرس په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې د پروفیسور په توګه وګمال شو. نوموړی په ۵۵ کلنۍ کې په پوره توګه ړوند شو. څېړونکو وړاندیز کړی دی چې د هغه مخ پر ودې ړوندوالي له هغه سره مرسته کړې ده تر څو د تخیل له لارې نوښتګر ادبي سمبولونه رامنځته کړي. د هغه اثار  په ۱۹۶۰مه لسیزه کې په متحده ایالاتو او اروپا کې په پراخه توګه خپاره شول. بورګېس پخپله په څو ژبو باندې حاکم و.

په ۱۹۶۱ز کال کې، نوموړی هغه وخت په نړیواله کچه د پام وړ وګرځېد چې د فورمېنټور جایزه یې تر لاسه کړه، کومه یې چې د ساموئیل بېکېټ سره شریکه کړه. په ۱۹۷۱ز کال کې، هغه د یورشلم یا بیت المقدس جایزه وګټله. نړیوال شهرت یې په ۱۹۶۰مه زېږدیزه لسیزه کې، په انګلیسي ژبه د هغه د موجودو اثارو، د لاتین امریکایي رونق په مرسته او د ګارسیا مارکوز د یوازېتوب د سلو کلونو د بریا له امله پیاوړی شو. هغه خپل وروستنی اثر، دسیسه جوړوونکي، د سویس جنیوا ښار ته وقف کړ. لیکوال او رساله لیکونکي جې.ام. کوېتزي (J. M. Coetzee) د هغه په اړه ویلي دي چې: "هغه د خیالي کیسو په ژبه کې له بل هر چا څخه ډېر نوښت راوستلی دی، او په دې توګه یې د هسپانوي-امریکایي ناول لیکونکو یوه د پام وړ نسل لپاره لاره پرانیستې ده"[۱۱][۱۲][۱۳]

ژوند او حرفه

[سمول]

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې

[سمول]

جورج فرانسیسکو ایسودورو لیوس بورګېس اسېوېدو د منځنۍ طبقې په یوه با سواده  کورنۍ کې د ۱۸۹۹ز کال د اګست په ۲۴مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. کورنۍ یې په هوسا شرایطو کې ژوند کاوه اما دومره بډایه نه وه چې د بوینس آیرس د ښار په مرکز کې و اوسېږي نو له همدې امله یاده کورنۍ په پالېرمو کې چې هغه وخت یو نسبتاً بې وزله ګاونډ و، مېشته وه. د بورګېس مور، لیونور اسېوېو سوارېز له یوې دودیزې یوروګوایۍ کورنۍ کریولو (هسپانوۍ) رېښې څخه وه. د هغې کورنۍ د سوېلي امریکا په اروپایي مېشتېدنو او د ارجنتاین د ازادۍ په جګړه کې په لوړه کچه ونډه درلوده، او دې به کله ناکله د یادې کورنۍ د اتلولۍ د مبارزو یادودونه کوله. [۱۴][۱۵]

د هغه د ۱۹۲۹ز کال په کتاب، کوادرنو سان مارتین کې، د "اېسېدورو اسېوېدو" په نامه شعر شامل دی چې پکې د هغه د نیکه، ایسیدورو دې اسېوېدو لاپریدا، چې د بوینس آیرس د اردو یو سرتېری و، ستاینه کوي. اسېوېدو لاپريدا چې د ارجنتاین د یو حقوقي وکیل او سیاستوال فرانسیسکو نارسیسو دې لاپېدرا (Francisco Narciso de Laprida) له اولادونو څخه دی، په ۱۸۵۹ز کال کې یې د سېپېدا (Cepeda) او په ۱۸۶۱ز کال کې یې د پاون (Pavón) او په ۱۸۸۰ز کال کې یې د لاس کورالېس (Los Corrales) په جنګونو کې برخه اخیستې ده. اسېوېدو لاپېدرا په سږو کې د وینې د احتقان د ستونزې له امله په هغه کور کې چې لمسی یې جورج لیوس بورګېس پکې زیږېدلی و، ومړ.

د انتونیو اندرادې په واسطه د یوې مطالعې پر بنسټ، جورج لیوس بورګېس له پرتګالي نسل څخه و: د بورګېس غور نیکه، فرانسیسکو، په ۱۷۷۰ز کال کې په پرتګال کې زیږېدلی و، او مخکې له دې چې ارجنتاین ته مهاجرت وکړي، او هلته له کارمېن لافینور سره واده وکړي، د هېواد په شمال کې په تورې دې مونکوروو (Torre de Moncorvo) کې اوسېده.

د بورګېس خپل پلار، جورج ګویلېرمو بورګېس هاسلم (زوکړه د ۱۸۷۴ز کال د فبروري ۲۴مه ـــ مړینه د ۱۹۳۸ز کال د فبروري ۱۴مه نېټه)، یو وکیل و او په ۱۹۲۱ز کال کې یې د اِل کادیلو ناول لیکلی و. بورګېس هاسلم له هسپانوي، پرتګالي او انګرېزي رېښې څخه په انترې ریوس کې زیږېدلی و، نوموړی د فرانسیسکو بورګېس لافینور، چې یو ډګروال و، او فرانسېس ان هاسلم، یوې انګرېزې مېرمنې زوی و. بورګېس هاسلم په کور کې په انګلیسي ژبې خبرو کولو سره را لوی شو. کورنۍ یې په مکرر ډول اروپا ته سفر کاوه. بورګېس له  لیونور اسېوېدو سوارېز سره په ۱۸۹۸ز کال کې واده وکړ او د هغوی د اولادونو په منځ کې نورا بورګېس چې نقاشه، او د جورج لیوس بورګېس خور وه، هم شامله وه.  [۱۶]

جورج بوګس په نهه کلنۍ کې، د اوسکار وېلډ اثر خوشحاله شهزاده هسپانوۍ ته وژباړه. چې په سیمه ییز ژورنال کې خپور شو، خو د بورګېس ملګرو داسې انګېرله چې د یادې ژباړې اصلي مولف د هغه پلار و. بورګېس هاسلم یو وکیل او د ارواپوهنې ښوونکی و، چې ادبي جذبات یې درلودل. بورګېس ویلي دي چې "پلار یې هڅه وکړه تر څو یو لیکوال شي، خو د ۱۹۲۱ز کال د اثر  اِل کادیلو سره سره، په خپلو هلو ځلو کې بریالی نه شو". جورج لیوس بورګېس لیکلي دي چې، "څرنګه چې زما د خلکو زیاتره برخه سرتېري وو او زه پوهېدم چې هېڅکله به یو سرتېری نه شم، نو له مخکې نه مې د شرم احساس کاوه، ځکه چې زه یو د جګړو سړی وم، بلکې پر ځای یې یو کتابي شخص وم. "[۱۷]

جورج لیوس بوګس تر ۱۱ کلنۍ پورې په خپل کور کې زده کړې کړې دي، هغه په دوه ژبو، هسپانوي او انګلیسي مسلط و، چې په ۱۲ کلنۍ کې یې د شکسپیر کتاب په انګلیسې باندې لوست. کورنۍ یې په یو لوی کور کې چې له زرو څخه د زیاتو انګلیسي کتابونو یو کتابتون یې درلود، اوسېده؛ بورګېس به وروسته یادونه کوله چې، "که له ما څخه مې د ژوند د تر ټولو غوره پېښې په اړه پوښتنه وشي نو زه به وایم چې هغه زما د پلار کتابتون دی. "[۱۸][۱۹]

پلار یې د سترګو د لید د له منځه تلو له کبله وکالت پرېښود، چې دې امر بالاخره د هغه زوی له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړ. په ۱۹۱۴ز کال کې یې کورنۍ د سویس جنیوا ته کډه شوه، او راتلونکې لسیزه یې په اروپا کې تېره کړه. په جنیوا کې، د سترګو د یو متخصص په واسطه د بورګېس هاسلم درملنه وشوه، په داسې حال کې چې زوی او لور یې هلته ښوونځي ته ولاړل. جورج لیوس فرانسوي ژبه زده کړه، د توماس کارلایل اثر یې په انګلیسي کې ولوست او په جرمني ژبه یې د فلسفې لوستل پیل کړل. په ۱۹۱۷ز کال کې، کله چې هغه ۱۸ کلن و، له لیکوال ابرامویچ سره یې ولیدل، او له هغه سره یې یوه داسې ادبي ملګرتیا پیل کړه چې هغه د پاتې ژوند تر پایه پورې یې دوام وموند. هغه د خپلې بکلوریا سند په ۱۹۱۸ز کال کې د جنیو له کالج څخه تر لاسه کړ. د بورګېس کورنۍ د جګړې په بهیر کې په ارجنتاین کې د سیاسي نا کراریو له امله په سویس کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه. له لومړۍ نړیوالۍ جګړې څخه وروسته یې کورنۍ، په بېلابېلو ښارونو لکه لوګانو، بارسلونا، ماژورکا، سویلي (Seville) او مادرېد کې په اوسېدو سره درۍ کاله تېر کړل. هغوی تر ۱۹۲۱ز کال پورې په اروپا کې پاتې شول. [۲۰]

په هغه وخت کې، بورګېس د ارتور سکوپنهاور لیکنې او د ګستاو مېرینک اثر ګوېلم (The Golem (1915)) کشف کړل، کوم چې د هغه په اثارو باندې اغېزناک تمام شول. بورګېس په هسپانیا کې، په اوانت ګرېد کې، چې د ماډرنېزم ضد، د ګویلاوم اپولینایر (Guillaume Apollinaire) او فیلیپو توماسو مارینیتي (Filippo Tommaso Marinetti) څخه الهام اخیستونکی او انځور پالانو ته نږدې یو افراطي محافظه کار غورځنګ و، ښکېل او د هغه یو غړی شو.[۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6280 — subject named as: Jorge Luis Borges — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Todotango.com person ID: https://www.todotango.com/creadores/ficha/842/- — subject named as: Jorge Luis Borges — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?1125 — subject named as: Jorge Luis Borges — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Jorge Luis BORGES — NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=855 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/borges-jorge-luis — subject named as: Jorge Luis Borges
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ پیوستون : 118513532  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. ELMCIP ID: https://elmcip.net/node/7635
  8. "Borges". Random House Webster's Unabridged Dictionary; accessed 1 April 2016.
  9. Theo L. D'Haen (1995) "Magical Realism and Postmodernism: Decentering Privileged Centers", in: Louis P. Zamora and Wendy B. Faris, Magical Realism: Theory, History and Community. Duhan and London, Duke University Press pp. 191–208.
  10. *David Wheatley (Director) (1983). Profile of a Writer: Borges and I (Feature Documentary). Arena.
  11. کينډۍ:In lang Masina, Lea. (2001) "Murilo Rubião, o mágico do conto". In: O pirotécnico Zacarias e outros contos escolhidos. Porto Alegre: L & PM, pg. 5.
  12. Borges on Life and Death, Interview by Amelia Barili.
  13. Coetzee, J.M. "Borges’ Dark Mirror", New York Review of Books, Volume 45, Number 16. 22 October 1998.
  14. Bell-Villada, Gene (1999). Borges and His Fiction. United States of America: University of Texas Press. pp. 14. ISBN 0-292-70877-7.
  15. Tóibín, Colm, "Don't abandon me", London Review of Books, 11 May 20061; retrieved 19 April 2009.
  16. Tóibín, Colm, "Don't abandon me", London Review of Books, 11 May 20061; retrieved 19 April 2009.
  17. Harold Bloom (2004) Jorge Luis Borges, Infobase Publishing. ISBN 978-950-07-1121-0
  18. Tóibín, Colm, "Don't abandon me", London Review of Books, 11 May 20061; retrieved 19 April 2009.
  19. Borges, Jorge Luis, "Autobiographical Notes", The New Yorker, 19 September 1970.
  20. Gene H. Bell-Villada, Borges and His Fiction: A Guide to His Mind and Art, University of Texas Press (1999), p. 16; ISBN 978-0-292-70878-5
  21. Wilson, Jason (2006). Jorge Luis Borges. London: Reaktion. pp. 45–47. ISBN 1-86189-286-1. OCLC 65768057.
  22. Wilson, Jason (2006). Jorge Luis Borges. Reaktion Books. p. 37. ISBN 1-86189-286-1.