منځپانگې ته ورتلل

لوئیس کارول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوئیس کارول
Lewis Carroll  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
لوئیس کارول
لوئیس کارول

د شخص مالومات
زېږون نوم
Charles Lutwidge Dodgson[۱]  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲۷ جنوري ۱۸۳۲[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
مړینه 14 جنوري 1898 (66 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل سینه بغل [۳۰]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای انګلېنډ   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي [۱۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی میګرین   ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم اکسفورډ پوهنتون (۱۸۵۱–۱۸۵۷)[۱]  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک عکاس [۳۱][۲۸]،  شاعر [۳۲]،  ډيکون ،  ليکوال [۲۷][۲۸][۳۳]،  فیلسوف   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۳۴][۲۹]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه ليکوال ،  پنځگر   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی اکسفورډ پوهنتون [۱]  ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
لوئیس کارول
لوئیس کارول

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

چارلز لاتویج ډاجسون ( د ۱۸۳۲ کال د جنوري له ۲۷ – د ۱۸۹۸ کال د جنوري تر ۱۴) چې په خپل مستعار نوم، لوئیس کارول سره ډېر مشهور دی، یو انګلیسي لیکوال، شاعر او ریاضي پوه ؤ. د هغه زیات د پام وړ آثار د عجایبو په خاوره کې د الیس سرګذشتونه (Alice's Adventures in Wonderland) (۱۸۶۵) او دوام یې د هندارې هاخوا (Through the Looking-Glass) (۱۹۷۱) دي. هغه د کلمو په لوبه، منطق او په فانتزي کې د خپل وړتیا له کبله د پام وړ وګرځېد. د هغه شعرونه جابرووکي (Jabberwocky) (۱۸۷۱) او د خیالي حیوان ښکار (The Hunting of the Snark ) (۱۸۷۶) د چټي ادبياتو په ډولونو کې راځي.  

کارول د لویې کلیسا انګلیکانو له کورنۍ څخه ؤ او د آکسفورد د کریسټ کلیسا سره چې عالم او ښوونکي په توګه یې د خپل ژوند ډېره برخه په کې تېره کړه، اوږدې اړیکې رامنځته کړې. د کریسټ کلیسا د رئیس، هنري لیډیل لور الیس لیډیل د (الیس د عجایبو په خاوره کې) کتاب اصلي الهام بلل کېږي، خو کارول تل له دې موضوع څخه انکار کاوه.  

کارول چې یو ډېر لېوال معماګر ؤ، د کلمه ییز زینې معما یې رامنځته کړه (چې ده هغه وخت د " Doublets " په نوم بله)، چې د ۱۸۷۹ او ۱۸۸۱ کلونو ترمنځ په وینټي فیئر (Vanity Fair) مجله کې د هغه په اوونیزه ستن کې خپره شوه. په ۱۹۸۲ کال کې د ویسټ منسټر ابې په پایټز کارنر کې د کارول د یادښت ډبره څخه پرده پورته شوه. د نړۍ په ډېرو برخو کې داسې ټولنې شته چې د ده د آثارو څخه د خوند اخیستلو او د هغوی د دودې لپاره وقف شوې دي.[۳۵][۳۶]

لومړنی ژوند   

[سمول]

د ډاجسون کورنۍ اصلاً د شمال انګلیزه، محافظه کاره او د لویې کلیسا انګلیکن وه. د ده زیاتره نارینه نیکونه د پوځ سرتېري یا انګلیکن پادریان وو. د پلار نیکه یې، چارلز ډاجسون د کلیسا د رتبو له لارې وده وه او د آیرلنډ په کلیوالو سیمو کې د ایلفین سرپادري شو. پلرنی نيکه یې، یو بل چارلز، د پوځ مشر پاتې شوی او په ۱۸۰۳ کال کې په آيرلنډ کې په عملياتو کې ووژل شو، په دې وخت د هغه دوه زامن ډېر کوچني وو. د کوچنیانو مشر، بل چارلز ډاجسون د کارول پلار ؤ. هغه د ویسټ منسټر ښوونځۍ او بیا د آکسفورډ کریسټ کلیسا ته تله. هغه د کورنۍ بل دود ته واوښت او د پادری مقامونه یې ترلاسه کړل. هغه په ریاضي کې استعداد درلود او دوه ګونه لومړۍ درجه (double first degree) یې وګټه، چې کېدای شو د ځلانده علمي مسلک لپاره سریزه شي. د دې پرځای یې په ۱۸۳۰ کال کې د خپلې تره لور فرانسیس جین لوتویج سره واده وکړ او د لسوالۍ پادري شو.   [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

ډاجسون د ۱۸۳۲ کال د جنورۍ په ۲۷ د چشایر د ډرزبوري کلي په آل سنټز ویکارج کې زیږېدلی، په هلکانو کې مشر او د ۱۱ ماشومانو دریم کس دی . کله چې ۱۱ کلن ؤ، پلار ته یې د یارکشایر په کرافټ-آن-ټیس کې ژوند ورکړ او ټوله کورنۍ یې د پادريایو لوی کور ته کډه شوه. دا ځای د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره د دوی کور پاتې شو. د چارلز پلار د انګلنډ د کلیسا یو فعال او ډېر محافظه کار روحاني ؤ، چې وروسته د ریچمونډ سرپادري مرستیال شو او ځان به یې ځینې وختونه په سختو دیني مباحثو کې چې کلیسا یې وېشله، ښکېل کاوه. هغه د لویې کلیسا ؤ، خو د انګلو - کاتولیکیزم یې غوره باله، د جان هنري نیومن او د تراکتوریانو غورځنګ ستایونکی ؤ او زیات هڅه یې وکړه ترڅو په خپلو ماشومانو کې دا ډول نظرونه القا‌ء کړي. خو چارلز د خپل پلار د ارزښتونو او په ټوله کې د انګلنډ کلیسا سره دوه اړخیزه (ګنګه) اړیکه رامنځته کړه.   [۴۲][۴۳][۴۴]

ډاجسون د خپلې ځوانۍ په لومړیو کې په کور کې تعلیم ترلاسه کړ. د "لوستنې لیستونه" یې چې د کورنۍ په آرشیف کې ساتل شوي، په ژر رسېدوکي عقل شاهدي ورکوي: هغه په اوه کلنۍ کې د زائر سفر (The Pilgrim's Progress.) په څېر کتابونه لوستل. ده د ژبې بندوالی درلود، چې اکثراً د ژوند په اوږدو کې یې د ټولنیز ژوند مخه نیوله او دا وضعیت یې زیاتره خویندو او وروڼو درلود. په دولس کلنۍ کې د شمالي یارکشیر په ریچمونډ کې ریچمونډ ګرامر ښوونځۍ (چې اوس د ریچمونډ ښوونځۍ یوه برخه وه) ته واستول شو.  [۴۵]

ډاجسون په ۱۸۴۶ کال کې رګبي ښوونځۍ ته لاره ومونده، په دې ښوونځۍ کې ظاهراً ناخوښ ؤ، ځکه د دې ښوونځۍ له خوشې کولو څخه څو کاله وروسته یې ولیکل: "زه نه شم ویلای ... چې ځمکني عوامل به ما دې ته اړ کړي چې خپل درې کاله بیا تېر کړم ... زه صادقانه ویلای شم ... که زه  په شپه کې د خپګان څخه خوندي وای، د ورځني ژوند سختۍ به واړه شیان وو چې ما زغملي وی. هغه ادعا ونه کړه چې له ځورونې سره مخ شوی، خو یادونه یې وکړه چې په رګبي کې کوچني هلکان د لویو ځورونکو اصلي موخې وې. د ډاجسون وراره، سټوارټ ډاجسون کولنګ ووډ لیکلي چې "که څه هم هغو کسانو ته چې هغه یې یوازې د نرم او متقاعد ښاغلي په توګه پېژانده، سخته ده چې په دې موضوع باور وکړي، خو دا رېښتیا ده چې د ښوونځۍ له پرېښودو څخه ډېر وخت وروسته، نوم یې د هغه هلک د نوم په څېر يادېد، چې ښه پوهېد د نېکې موخې په دفاع کې خپل سوکونه څنګه وکاروي"، چې دا د کوچنیو هلکانو څخه ساتنه ده.   [۴۶][۴۷]

که څه هم علمي پلوه په ښکاره آسانۍ سره مخکې شو. د ریاضیاتو استاد آر. بي. مېیور څرګنده کړه، "له هغه وخت راهیسې چې زه رګبي ته راغلم، د هغه په ​​عمر ما داسې هيله بښونکی هلک نه درلود".  د فرانسیس واکینګیم د ښوونکي مرستیال؛ د حساب لنډیز (The Tutor's Assistant; Being a Compendium of Arithmetic)، د ریاضیاتو هغه درسي کتاب دی چې ځوان ډاجسون کاراوه او تر اوس پورې شته او په لاتین ژبه یو مننلیک په کې ؤ، چې ژباړه يې داسې ده: "دا کتاب د چارلز لوتویج ډاجسون پورې اړه لري: لاس مه وهئ!" په ځینو پاڼو کې ياداښتونه هم وو لکه دا یو چې په ۱۲۹ مخ کې موندل شوی، چې د یوې پوښتنې ترڅنګ یې لیکلي "په اعشاري کسرونو کې سمه پوښتنه نه ده".   [۴۸][۴۹][۵۰]

هغه د ۱۸۴۹ کال په پای کې رګبي پرېښود او د ۱۸۵۰ کال په مې کې یې په آکسفورډ پوهنتون کې د خپل پلار په پخواني کالج، کریسټ چورچ کې د غړي په توګه نوم لیکنه کړه. په کالج کې د کوټو د برابرولو لپاره د انتظار وروسته، هغه د جنوري په 1851 کې خپل استوګنځي ته لاړ. هغه یوازې دوه ورځې په اکسفورډ کې و چې کور ته یې بلنه ورکړل شوه. د هغه مور د 47 کلنۍ په عمر کې د "دماغ التهاب" - شاید مننژیت یا سټروک - له امله مړه شوې وه.  [۵۱][۵۲]

د هغه لومړنی علمي دوران د لوړې هیلې او سخت انحراف تر منځ تېر شو. ده تل سخت کار نه کاوه، خو استثنایي استعداد ورکړل شوی ؤ او لاسته راوړنې په آسانۍ ور په برخه شوې. په ۱۸۵۲ کال کې د ریاضیاتو په مودرېشن آزموینو (Moderations) کې د لومړۍ درجې ویاړونه ترلاسه کړل او ډیر ژر وروسته د خپل پلار مخکیني ملګري کانن اډوارډ پوسي له خوا تحصیلي بورس لپاره ونومول شو. په ۱۸۵۴ کال کې، هغه د ریاضیاتو د وروستي ویاړونو ښوونځۍ کې د لومړي درجې ویاړونه ترلاسه کړل، په لیست کې لومړی ؤ، له همدې کبله لیسانس فارغ شو. دی په کریسټ کلیسا کې پاتې شو په زده کړو او تدریس بوخت شو، خو راتلونکی کال د سکلرشیپ په یوه مهمه آزموینه کې له دې امله ناکام شو چې د زده کړې لپاره یې له ځانه کټه نه وه اخیستې او په دې ناوړتیا باندې یې اعتراف وکړ.  که څه هم د ریاضي پوه په توګه د هغه استعداد په ۱۸۵۵ کال کې د کریسټ چرچ د ریاضي وینا کونې مقام ور په برخه کړ، چې تر راتلونکو ۲۶ کلونو پورې ور سره ؤ. ډاجسون د لومړنۍ ناخوښۍ سره سره تر خپلې مړینې پورې په کریسټ کلیسا کې د کریسټ کلیسا د کتابتون د فرعي کتابدار په ګډون په بېلابېلو مقامونو کې پاتې شو، د کتابدارۍ دفتر یې ریاست ته نږدې ؤ، چېرې چې الیس لیډیل اوسېده.    [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 11851928X  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118859183 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118859183 — خپرېدونېټه: ۲۲ اگست ۲۰۱۷ — پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Charles Lutwidge Dodgson
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/23435 — سرليک: Charles Lutwidge Dodgson
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B2235769 — سرليک: Lewis Carroll — خپروونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Lewis-Carroll — سکالو پېژند: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w66j70 — سکالو پېژند: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa7467/lewis-carroll — سکالو پېژند: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Itaú Cultural — خپروونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2213 — سکالو پېژند: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?3059 — سکالو پېژند: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ سکالو پېژند: Lewis Carroll — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Carroll,_Lewis — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ سکالو پېژند: Lewis Carroll — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Carroll,_Lewishttp://web.archive.org/web/20170324033915/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/lewis-carroll — خونديځ اصل Invalid <ref> tag; name "0abf964d150293666a2af2956035101564658404" defined multiple times with different content
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ سکالو پېژند: Lewis Carroll — Luminous-Lint ID: https://www.luminous-lint.com/phoenix.php/photographers/single/Lewis__Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Luminous-Lint
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-51377 — سکالو پېژند: Lewis CARROLL — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-21178-BD-.html — سکالو پېژند: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ سکالو پېژند: Lewis Carroll — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF10865
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ سکالو پېژند: Lewis Carroll — سرليک: Carroll, Lewis — خپور کړی: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T014441
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0015398.xml — سکالو پېژند: Lewis Carroll — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lutwidgedodgsonc — سکالو پېژند: Lewis Carroll
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=charles+lutwidge;n=dodgson — سکالو پېژند: Charles Lutwidge Dodgson
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2763 — سکالو پېژند: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3440 — سکالو پېژند: Lewis Carroll
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14609 — سکالو پېژند: Lewis Carroll — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/16071 — خپرېدونېټه: ۳ ډېسمبر ۲۰۲۰
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ ۲۸٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/17681 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ ۲۹٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/17681 — سرليک: ПроДетЛит Invalid <ref> tag; name "581a089c6475878a6bfd21a47766b29e2ecbcb78" defined multiple times with different content
  30. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/7749 — خپرېدونېټه: ۱۹ می ۲۰۲۲ — سمونګر: Colin Matthew او David Cannadine — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
  31. Museum of Modern Art work ID: https://www.moma.org/collection/works/55958 — خپرېدونېټه: ۴ ډېسمبر ۲۰۱۹
  32. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/lewis-carroll — خپرېدونېټه: ۱۸ می ۲۰۲۲
  33. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  34. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/148835
  35. "Lewis Carroll Societies". Lewiscarrollsociety.org.uk. خوندي شوی له the original on 29 March 2016. ترلاسه‌کېدو نېټه 7 October 2020.
  36. Lewis Carroll Society of North America Inc. Archived 26 March 2022 at the Wayback Machine. Charity Navigator. Retrieved 7 October
  37. Clark, p. 10
  38. Collingwood, pp. 6–7
  39. Bakewell, Michael (1996). Lewis Carroll: A Biography. London: Heinemann. p. 2. ISBN 9780434045792.
  40. Collingwood, p. 8
  41. Cohen, pp. 30–35
  42. "Google map of Daresbury, UK". ترلاسه‌کېدو نېټه 22 October 2011.[مړه لينکونه]
  43. "Charles Lutwidge Dodgson". The MacTutor History of Mathematics archive. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 July 2011. ترلاسه‌کېدو نېټه 8 March 2011.
  44. Cohen, pp. 200–202
  45. Cohen, p. 4
  46. Collingwood, pp. 30–31
  47. Woolf, Jenny (2010). The Mystery of Lewis Carroll: Discovering the Whimsical, Thoughtful, and Sometimes Lonely Man Who Created "Alice in Wonderland". New York: St. Martin's Press. pp. 24. ISBN 9780312612986.
  48. Collingwood, p. 29
  49. Carroll, Lewis (1995). Wakeling, Edward (ed.). Rediscovered Lewis Carroll Puzzles. New York City: Dover Publications. pp. 13. ISBN 0486288617.
  50. Lovett, Charlie (2005). Lewis Carroll Among His Books: A Descriptive Catalogue of the Private Library of Charles L. Dodgson. Jefferson, North Carolina: McFarland & Company, Inc., Publishers. p. 329. ISBN 0786421053.
  51. Clark, pp. 63–64
  52. Clark, pp. 64–65
  53. Collingwood, p. 52
  54. Clark, p. 74
  55. Collingwood, p. 57
  56. Wilson, p. 51
  57. Cohen, p. 51
  58. Clark, p. 79
  59. Flood, Raymond; Rice, Adrian; Wilson, Robin (2011). Mathematics in Victorian Britain. Oxfordshire, England: Oxford University Press. p. 41. ISBN 978-0-19-960139-4. OCLC 721931689.
  60. Cohen, pp. 414–416
  61. Leach, Ch. 2.