Jump to content

میګرین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

میګرین (بریټانیا کې: / ˈmiːɡreɪn/، متحده ایالاتو کې: / ˈmaɪ-/) یو عام عصبي اختلال دی چې په متکررو سردردیو سره ځانګړی کېږي. په معمول ډول، د سر درد د سر یوه خوا تر اغېزې لاندې راولي، ټکان لرونکی خصوصیت لري، کېدای شي شدت یې متوسط تر شدید وي او له څو ساعتونو تر درې ورځو پورې دوام کولی شي. د سر درد پرته نورو علایمو کې یې زړه بدوالی، کانګې او همدارنګه رڼا، غږ یا بوی سره حساسیت شامل دي. درد په ټوله کې د حملې په اوږدو کې له بدني فعالیت سره لا بدتره کېږي، که څه هم په منظم ډول ورزش کول کېدای شي له نورو راتلونکو حلمو څخه مخنیوی وکړي. یو پر درې کسان چې په دې مرض اخته دي اورا لري: په معمول ډول، دا د لیدلو یو لنډ اختلال دی چې ښکاروي د سر درد به ډېر ژر رامنځته شي. کله کله، اورا کېدای شي له لږ سر دردي یا هم پرته له سردردي څخه رامنځته شي، خو ټول خلک بیا دا علایم نه لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

باور پر دې دی چې میګرین د چاپېریالي او جنیټیکي لاملونو ترکیب له امله رامنځته کېږي. د دې پېښې دوه پر درې پېښې په کورنیو کې لیدل کېږي. د هورمونونو د کچې بدلون هم کولی شي په کې رول ولري، ځکه چې مخکې له بلوغه له نجونو څخه هلکان ډېر په میګرین اخته کېږي او له بلوغ وروسته د سړیو په پرتله ښځې ډېرې پرې اخته کېږي. په معمول ډول د امېندوارۍ په وخت کې او له مینوپاز (د مېرمنو میاشتني عادت ختمېدو) وروسته په میګرین د اخته کېدو ګواښ کمېږي. اساسي میکانیزمونه په بشپړ ډول نه دي پېژندل شوي. په هرحال، باور پر دې دی چې لامل یې د اعصابو او د مغزو د وینو رګونو اخته کېدل کېدای شي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لومړنۍ توصیه شوې درملنه کې د سردرد لپاره د درد له ساده درملو لکه ایبوپروفین او پرسټامول (اسټامینوفن)، د زړه بدوالي لپاره د درملو کارول او له محرکینو څخه مخنیوی شامل دي. ځانګړي درمل لکه ټریپټان او ارګوټامین کېدای شي د هغو کسانو لپاره چې د درد ساده درمل پرې اغېزه نه کوي، وکارول شي. کافئین د درد له نورو درملو سره په ترکیب کې د میګرین په درملنه کې بې‌خطره او اغېزناک دي. ځینې نور درمل لکه مېټوپرولول، والپروېټ او ټاپیرامېټ له حملو څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ټوله نړۍ کې، کابو ۱۵ سلنه خلک په میګرین اخته دي. په ۲۰۱۰م کال کې د ناروغۍ د مطالعې نړیوال بار کې، په نړۍ کې د دریمې ډېرې پراخې ناروغۍ ځای خپل کړ. ډېری د بلوغ په وخت کې پیلېږي او په منځني عمر کې ترټولو بد حالت خپلوي. له ۲۰۱۶م کاله، د ناتوانۍ یو له ډېرو عامو لاملونو څخه دی. د میګرین لومړنۍ تشریح د Ebers په پاپیروس کې شتون لري چې له میلاد څخه کابو ۱۵۰۰ کاله مخکې په لرغوني مصر کې لیکل شوی دی. د میګرین کلمه له یوناني ἡμικρᾱνίᾱ (hēmikrāníā)، «د نیم سر درد»، یانې له ἡμι- (hēmi-)، «نیم» او κρᾱνίον (krāníon)، «کوپړۍ» څخه اخېستل شوی دی.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نښې او علایم

[سمول]

میګرین په عموم ډول له په خپله محدودېدونکي، تکراري او شدید سردرد چې له اوټونومي نښو سره تړاو لري څرګندېږي. کابو ۱۵ تر ۳۰ سلنه خلک چې له میګرین سره ژوند کوي، ځینې پړاوونه له اورا سره تجربه کوي، او همدارنګه ډېری کله له اورا پرته ځینې پړاوونه تجربه کوي. د سردرد شدت، دوام او تعداد په خلکو کې متغیر دی. د میګرین حمله چې کله له ۷۲ ساعتو څخه ډېر دوام وکړي د میګریني حالت په نوم یادېږي. د میګرین حملې لپاره څلور پړاوونه شتون لري، که څه هم اړینه نده چې څلور پړاوونه ټول تجربه شي:[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

  • د پروډروم پړاو، کوم چې له سردرد څخه څو ساعته یا څو ورځې مخکې رامنځته کېږي
  • د اورا پړاو، کوم چې سمدستي له سردرد څخه مخکې پیلېږي
  • د درد پړاو، چې د سردرد پړاو په نوم هم یادېږي
  • پوسټ ډروم پړاو، کوم کې چې د میګرین حملې له پای وروسته ورپسې اغېزې ښکاروي

میګرین له ژور خپګان، دوه قطبي اختلال، اضطرابي اختلالاتو او جنوني اجباري وسواس سره تړاو لري. دا اروایي اختلالونه کابو له ۲ تر ۵ برابره په هغو کسانو کې چې اورا پړاو نه لري او له ۳ تر ۱۰ برابره په هغو کسانو کې چې اورا پړاو لري، عام دي.[۲۹]

د پرو‌ډروم پړاو

[سمول]

د پروډروم یا مخکینۍ نښې په میګرین اخته کابو ۶۰ سلنه کسانو کې رامنځته کېږي چې پیل یې کېدای شي د درد له پیل یا اورا څخه دوه ساعته تر دوه ورځې مخکې وي. دې نښو کې کېدای شي د پدیدو یو پراخه لړۍ لکه د بدل شوی مزاج او خوی، تحریک پذیري، خپګان یا خوشالي، ستړیا، د (ځانګړو) خوړو لېوالتیا، د عضلاتو کلکېدل (په ځانګړې توګه په غاړه کې)، قبضیت یا اسهال او بوی یا شور ته حساسیت ښکارول شامل وي. دا کېدای شي په هغو کسانو کې چې میګرین له اورا سره یا میګرین له اورا پرته ولري رامنځته شي. عصبي تصویر اخیستنه (نیوروایمیجنګ)،  لیمبیک سیسټم او هایپوټلاموس د پروډرومي نښو د سرچینې په توګه ښکاروي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د اورا پړاو

[سمول]

اورا یوه لنډمهاله فوکل عصبي پدیده ده چې له سردردي څخه مخکې یا یې په لړ کې رامنځته کېږي. اورا په تدریج سره د څو دقو په لړ کې راڅرګندېږي (په معمول ډول د ۵ تر ۶۰ دقیقو په لړ کې رامنځته کېږي) او معمولاً له ۶۰ دقیقو څخه لږ دوام کوي. نښې یې کېدای شي بصري، حسي یا حرکتي طبیعت ولري او ډېری کسان له یوه څخه ډېر یې تجربه کوي. بصري اغېزې ډېرکله رامنځته کېږي: ۹۹ سلنه پېښو کې بصري اغېزې رامنځته کېږي او له ۵۰ سلنه زیاتو کې ورسره حسي یا حرکتي اغېزې یوځای نه وي.[۳۶][۳۷][۳۸]

په بصري اختلالاتو کې یې ډېری څرکنده سکوټوما (د لید په ډګر کې له جزئي بدلونونو سره یوه ساحه ده چې څرکېږي او کېدای شي د یوه کس د لوستلو یا موټر چلولو په وړتیا کې اختلال رامنځته کړي). دا په معمول ډول د لیدلو مرکز ته نږدې څخه پیل کوي او وروسته له زیګزاګي کرښو سره چې د یوې کلا د دېوالونو یا قلعو په شان توصیف شوي دي دوه اړخونو ته پراخېږي. په معمول ډول کرښې تور او سپین رنګ لري خو ځینې خلک رنګه کرښې هم ویني. ځینې خلک خپل د لید ساحې یوه برخه چې د همیانوسپيا په نوم یادېږي له لاسه ورکوي په داسې حال کې چې ځینې نور بیا تیاره لید تجربه کوي.[۳۹]

حسي اورا دوهمه عامه بڼه ده؛ دا د هغو کسانو په منځ کې چې په اورا اخته دي له ۳۰ تر ۴۰ سلنه رامنځته کېږي. ډېری په یوې خوا کې د لاس او مټې په ستنې ستنې کېدو سره پیلېږي او په هماغه خوا کې د پوزې او خولې سیمې ته پراخوالی مومي. کرخت‌والی په معمول ډول د خارښت له تېرېدو وروسته د هماغه موقعیت د حس له لاسه ورکولو سره رامنځته کېږي. د اورا پړاو په نورو نښو کې کېدای شي د وینا یا د ژبې اختلالات، د نړۍ تاوېدل (چکر وهل) او په کمه توګه حرکتي ستونزې شامل وي. حرکتي نښې ښکاروي چې دا یو همي پلژیک میګرین دی او د نورو اورا ګانو په خلاف په دې بڼه کې ضعف ډېری له یوه ساعت څخه اوږدېږي. اورېدونکي توهمات او هذیان (فریب) هم په کې بیان شوي‌ دي.[۴۰]

د درد پړاو

[سمول]

په کلاسیک ډول د سردرد یواړخیز، ټکان لرونکی او له متوسطه تر شدید شدت لرونکی دی. په معمول ډول ورو ورو رامنځته کېږي او د حملې په وخت کې له بدني فعالیت سره زیاتېږي. په هرحال، پر میګرین د بدني فعالیتونو اغېزې پېچلې دي او ځینې څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې په داسې حال کې چې ورزش کولی شي میګریني حملې وهڅوي، منظم ورزش کېدای شي ترې مخنیوی وکړي او د حملو تعداد را ټیټ کړي. د ټکان وهونکي درد احساس له نبض سره په یوه پړاو کې ندی. که څه هم، له ۴۰ سلنه ډېرو پېښو کې، درد کېای شي دوه اړخیز وي (د سر دواړو خواوو کې وي) او په معمول ډول د غاړې درد هم ورسره یوځای وي. دوه اړخیز درد په ځانګړې توګه هغو کسانو کې ډېر دی چې له اورا پرته میګرین لري. لږ درد کېدای شي په عمده ډول په شا یا هم د سر په پورتنۍ برخه کې رامنځته شي. درد په معمول ډول په لویانو کې له ۴ تر ۷۲ ساعتونو دوام کوي؛ په داسې حال کې چې په وړو کوچنیانو کې ډېری کله له ۱ ساعته کم دوام کوي. د حملو ګڼ والی متغیر دی، په ټول ژوند کې له څو حملو څخه نیولې تر دې چې په هره اونۍ کې څو ځلې رامنځته شي، چې منځنۍ کچه یې په هره میاشت کې کابو یوځل ده.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

درد ډېری له زړه بدوالي، کانګو، رڼا سره حساسیت، شور سره حساسیت، بوی سره حساسیت، ستړیا او تحریک پذیري سره یوځای وي. له همدې کبله ډېری ناروغان د یوې تیارې او خاموشه کوټې په لټه کې وي. په بازیلار میګرین کې، هغه میګرین چې د مغزو ډډ اړوند عصبي نښې یا هم د بدن په دواړو اړخونو کې عصبي نښې ولري، ګډو اغېزو کې د نړۍ څرخېدل (چکر وهل)، د سر تاوېدل او ګنګس‌توب شامل دي. زړه بدوالی کابو په ۹۰ سلنه کسانو کې رامنځته کېږي او کانګې یو پر درې پېښو کې لیدل کېږي. نورو نښو کې کېدای شي تیاره لید، د پوزې بندوالی، اسهال، پرله پسې متیازې کول، د رنګ سپین تښتېدل یا خوله کېدل شامل وي. کېدای شي د سر د پوستکي پړسوب یا حساس توب او همدارنګه د غاړې شخ‌والی هم رامنځته شي. تړلې نښې په زړو خلکو کې لږ لیدل کېږي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې

[سمول]
  1. اشرف غنیمتی
  2. کينډۍ:Cite EPD
  3. "Headache disorders Fact sheet N°277". October 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 February 2016. بياځلي په 15 February 2016.
  4. Simon RP, Aminoff MJ, Greenberg DA (2009). Clinical neurology (7 ed.). New York, N.Y: Lange Medical Books/McGraw-Hill. pp. 85–88. ISBN 9780071664332.
  5. Headache Classification Subcommittee of the International Headache Society (2004). "The International Classification of Headache Disorders: 2nd edition". Cephalalgia. 24 Suppl 1 (Suppl 1): 9–160. doi:10.1111/j.1468-2982.2004.00653.x. PMID 14979299. as PDF Archived 31 March 2010 at the Wayback Machine.
  6. Amin FM, Aristeidou S, Baraldi C, Czapinska-Ciepiela EK, Ariadni DD, Di Lenola D, et al. (September 2018). "The association between migraine and physical exercise". The Journal of Headache and Pain. 19 (1): 83. doi:10.1186/s10194-018-0902-y. PMC 6134860. PMID 30203180.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  7. Pryse-Phillips W (2003). Companion to clinical neurology (2nd ed.). Oxford: Oxford university press. p. 587. ISBN 9780195159387. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 March 2017.
  8. Piane M, Lulli P, Farinelli I, Simeoni S, De Filippis S, Patacchioli FR, Martelletti P (December 2007). "Genetics of migraine and pharmacogenomics: some considerations". The Journal of Headache and Pain. 8 (6): 334–9. doi:10.1007/s10194-007-0427-2. PMC 2779399. PMID 18058067.
  9. Bartleson JD, Cutrer FM (May 2010). "Migraine update. Diagnosis and treatment". Minnesota Medicine. 93 (5): 36–41. PMID 20572569.
  10. Lay CL, Broner SW (May 2009). "Migraine in women". Neurologic Clinics. 27 (2): 503–11. doi:10.1016/j.ncl.2009.01.002. PMID 19289228.
  11. Stovner LJ, Zwart JA, Hagen K, Terwindt GM, Pascual J (April 2006). "Epidemiology of headache in Europe". European Journal of Neurology. 13 (4): 333–45. doi:10.1111/j.1468-1331.2006.01184.x. PMID 16643310. S2CID 7490176.
  12. "NINDS Migraine Information Page". National Institute of Neurological Disorders and Stroke. 3 November 2015. خوندي شوی له the original on 16 February 2016. بياځلي په 15 February 2016.
  13. Gilmore B, Michael M (February 2011). "Treatment of acute migraine headache". American Family Physician. 83 (3): 271–80. PMID 21302868.
  14. Nowaczewska M, Wiciński M, Kaźmierczak W (July 2020). "The Ambiguous Role of Caffeine in Migraine Headache: From Trigger to Treatment". Nutrients. 12 (8): 2259. doi:10.3390/nu12082259. PMC 7468766. PMID 32731623.
  15. Shapiro RE, Cowan R (2017-01-10). "Caffeine and Migraine". American Migraine Foundation. بياځلي په 2021-06-08.
  16. Diener HC, Charles A, Goadsby PJ, Holle D (October 2015). "New therapeutic approaches for the prevention and treatment of migraine". The Lancet. Neurology. 14 (10): 1010–22. doi:10.1016/s1474-4422(15)00198-2. PMID 26376968. S2CID 26523013.
  17. Armstrong C (April 2013). "AAN/AHS update recommendations for migraine prevention in adults". American Family Physician. 87 (8): 584–5. PMID 23668450.
  18. Linde M, Mulleners WM, Chronicle EP, McCrory DC (June 2013). "Valproate (valproic acid or sodium valproate or a combination of the two) for the prophylaxis of episodic migraine in adults". The Cochrane Database of Systematic Reviews (6): CD010611. doi:10.1002/14651858.CD010611. PMID 23797677.
  19. Vos T, Flaxman AD, Naghavi M, Lozano R, Michaud C, Ezzati M, et al. (December 2012). "Years lived with disability (YLDs) for 1160 sequelae of 289 diseases and injuries 1990-2010: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2010". Lancet. 380 (9859): 2163–96. doi:10.1016/S0140-6736(12)61729-2. PMC 6350784. PMID 23245607.
  20. Gobel H. "1. Migraine". ICHD-3 The International Classification of Headache Disorders 3rd edition (in American English). بياځلي په 22 October 2020.
  21. Vos, Theo; et al. (GBD 2016 Disease and Injury Incidence and Prevalence Collaborators) (September 2017). "Global, regional, and national incidence, prevalence, and years lived with disability for 328 diseases and injuries for 195 countries, 1990-2016: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2016". Lancet. 390 (10100): 1211–1259. doi:10.1016/S0140-6736(17)32154-2. PMC 5605509. PMID 28919117.
  22. Miller N (2005). Walsh and Hoyt's clinical neuro-ophthalmology (6 ed.). Philadelphia, Pa.: Lippincott Williams & Wilkins. p. 1275. ISBN 9780781748117. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2017.
  23. Liddell HG, Scott R. "ἡμικρανία". A Greek-English Lexicon. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 November 2013. on Perseus
  24. Anderson K, Anderson LE, Glanze WD (1994). Mosby's Medical, Nursing & Allied Health Dictionary (4 ed.). Mosby. p. 998. ISBN 978-0-8151-6111-0.
  25. Bigal ME, Lipton RB (June 2008). "The prognosis of migraine". Current Opinion in Neurology. 21 (3): 301–8. doi:10.1097/WCO.0b013e328300c6f5. PMID 18451714. S2CID 34805084.
  26. The Headaches, Pg 232–233
  27. Gutman SA (2008). Quick reference neuroscience for rehabilitation professionals: the essential neurologic principles underlying rehabilitation practice (2 ed.). Thorofare, NJ: SLACK. p. 231. ISBN 9781556428005. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2017.
  28. Jes Olesen (2006). The headaches (3 ed.). Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. p. 512. ISBN 9780781754002. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 December 2016.
  29. Baskin SM, Lipchik GL, Smitherman TA (October 2006). "Mood and anxiety disorders in chronic headache". Headache. 46 Suppl 3: S76-87. doi:10.1111/j.1526-4610.2006.00559.x. PMID 17034402. S2CID 35451906.
  30. Simon RP, Aminoff MJ, Greenberg DA (2009). Clinical neurology (7 ed.). New York, N.Y: Lange Medical Books/McGraw-Hill. pp. 85–88. ISBN 9780071664332.
  31. Lynn DJ, Newton HB, Rae-Grant A (2004). The 5-minute neurology consult. Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. p. 26. ISBN 9780683307238. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 March 2017.
  32. Buzzi MG, Cologno D, Formisano R, Rossi P (October–December 2005). "Prodromes and the early phase of the migraine attack: therapeutic relevance". Functional Neurology. 20 (4): 179–83. PMID 16483458.
  33. Rossi P, Ambrosini A, Buzzi MG (October–December 2005). "Prodromes and predictors of migraine attack". Functional Neurology. 20 (4): 185–91. PMID 16483459.
  34. Ropper AH, Adams RD, Victor M, Samuels MA (2009). Adams and Victor's principles of neurology (9 ed.). New York: McGraw-Hill Medical. pp. Chapter 10. ISBN 9780071499927.
  35. May A, Burstein R (November 2019). "Hypothalamic regulation of headache and migraine". Cephalalgia. 39 (13): 1710–1719. doi:10.1177/0333102419867280. PMC 7164212. PMID 31466456.
  36. Tintinalli, Judith E. (2010). Emergency Medicine: A Comprehensive Study Guide (Emergency Medicine (Tintinalli)). New York: McGraw-Hill Companies. pp. 1116–1117. ISBN 978-0-07-148480-0.
  37. Ashina M (November 2020). "Migraine". The New England Journal of Medicine. 383 (19): 1866–1876. doi:10.1056/NEJMra1915327. PMID 33211930. S2CID 227078662.
  38. The Headaches, pp. 407–419
  39. The Headaches, pp. 407–419
  40. Slap, GB (2008). Adolescent medicine. Philadelphia, PA: Mosby/Elsevier. p. 105. ISBN 9780323040730. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 March 2017.
  41. Jes Olesen (2006). The headaches (3 ed.). Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. p. 238. ISBN 9780781754002. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 March 2017.
  42. Dalessio (2001). Silberstein SD, Lipton RB, Dalessio DJ (eds.). Wolff's headache and other head pain (7 ed.). Oxford: Oxford University Press. p. 122. ISBN 9780195135183.
  43. Bigal ME, Arruda MA (July 2010). "Migraine in the pediatric population--evolving concepts". Headache. 50 (7): 1130–43. doi:10.1111/j.1526-4610.2010.01717.x. PMID 20572878. S2CID 23256755.
  44. Tintinalli, Judith E. (2010). Emergency Medicine: A Comprehensive Study Guide (Emergency Medicine (Tintinalli)). New York: McGraw-Hill Companies. pp. 1116–1117. ISBN 978-0-07-148480-0.
  45. Qubty W, Patniyot I (June 2020). "Migraine Pathophysiology". Pediatric Neurology. 107: 1–6. doi:10.1016/j.pediatrneurol.2019.12.014. PMID 32192818. S2CID 213191464.
  46. Tepper SJ, Tepper DE (1 January 2011). The Cleveland Clinic manual of headache therapy. New York: Springer. p. 6. ISBN 9781461401780. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 December 2016.
  47. Lisak RP, Truong DD, Carroll W, Bhidayasiri R (2009). International neurology: a clinical approach. Chichester, UK: Wiley-Blackwell. p. 670. ISBN 9781405157384.
  48. Kaniecki RG (June 2009). "Basilar-type migraine". Current Pain and Headache Reports. 13 (3): 217–20. doi:10.1007/s11916-009-0036-7. PMID 19457282. S2CID 22242504.
  49. Sirven JI, Malamut BL (2008). Clinical neurology of the older adult (2 ed.). Philadelphia: Wolters Kluwer Health/Lippincott Williams & Wilkins. p. 197. ISBN 9780781769471. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2017.
  50. Joel S. Glaser (1999). Neuro-ophthalmology (3 ed.). Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. p. 555. ISBN 9780781717298. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 March 2017.
  51. Simon RP, Aminoff MJ, Greenberg DA (2009). Clinical neurology (7 ed.). New York, N.Y: Lange Medical Books/McGraw-Hill. pp. 85–88. ISBN 9780071664332.