اچ.جي. وېلز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اچ.جي. وېلز
(انګلیسي: Herbert George Wells د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اچ.جي. وېلز
اچ.جي. وېلز

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Herbert George Wells د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ سپټمبر ۱۸۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
مړینه 13 اگسټ 1946 (80 کاله)[۲۲][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۲۲][۱۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ډايبېټېز مېلېټوز  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری ريبيکا وېسټ
مارګريټ سنګر  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استاد توماس هنري هاکسلی  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده ليکوال[۱۸][۱۹][۲۳]
خبريال
سکرين ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۴][۲۵][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه علمي تخیلي ژانر  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اچ.جي. وېلز
اچ.جي. وېلز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېربرټ جورج وېلز (په انګلیسي: Herbert George Wells ؛ زوکړه د ۱۸۶۶ز کال د سپټمبر ۲۱مه ــــ مړینه د ۱۹۴۶ز کال د اګست ۱۳مه) یو انګرېز لیکوال و. هغه چې په ډېرو ژانرونو کې وړتیا درلوده، له پنځوسو څخه زیات ناولونه او په درجنونو لنډې کیسې ولیکلې. د هغه غیر داستاني اثار ټولنیزې تبصرې، سیاست، تاریخ، عامه علوم، طنز، ژوند لیکونه او د هغه د خپل ځان ژوند لیک شاملوي. وېلز اوسمهال د هغه د خپلو علمي تخلیلي ناولونو لپاره شهرت لري او د علمي تخیلي کیسو د پلار په نامه یادېږي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

هغه د یو لیکوال په توګه د هغه له شهرت څخه علاوه، د خپل ژوند په اوږدو کې د یو لېوال او ان تر دې چې رسالتي ټولنیز نقاقد و چې خپلو ادبي استعدادونو ته یې د روڼ اندي لید د ودې لپاره په نړیواله کچه پراختیا ورکړې وه. هغه چې یو راتلونکی پال (فیوچرېست) و یو شمېر اوټوپیایي(د ایډیال ښار اړوند) اثار یې ولیکل او د الوتکو، ټانکونو، فضایي سفر، اتومي وسلو، سټلایټ تلوېزیون او نړیوال غځېدلي جال (World Wide Web) ته د ورته یو څه وړاندوینه یې وکړه. د هغه علمي تخیلي ژانر د وخت سفر، د فضایي موجوداتو یرغل، نامرئيتوب، او بیولوژیکي انجنیري انځور کړې ده. براین الدیس، وېلز ته "د علمي تخیلي ژانر د شکسپیر" په سترګه ګوري، په داسې حال کې چې چارلس فورټ هغه یو "وحشي استعداد بللی دی".[۳۰][۳۱][۳۲]

وېلز خپل اثار د معمولي جزیاتو په القا او په څنګ کې یې د هر اثر لپاره له یوې خارق العاده فرضیې سره ـــ چې د وېلز د قانون نوم یې ورکړی و ـــ  د قناعت وکړ کړل ـــ چې په دې سره، د جوزف کنراډ له خوا په ۱۸۹۸ز کال کې "اې زړه راکښونکي ریالېست! " په توګه وستایل شو. د هغه د علمي تخیلي ژانر تر ټولو ډېر د یادونې وړ اثار د وخت ماشین (۱۸۹۵ز کال)، کوم چې د هغه لومړنی ناول و، د ډاکتر مورو ټاپو (۱۸۹۶ز کال)، نامرئي سړی (۱۸۹۷ز کال)، د نړۍ ګانو جګړه (۱۸۹۸ز کال) او د پوځ اړوند علمي تخیلي ژانر په هوا کې جګړه (۱۹۰۷ز کال) شاملوي. د ټولنیز ریالېزم ناولونه لکه کېپس (۱۹۰۵ز کال) او د ښاغلي پولي تاریخ (۱۹۱۰ز کال) کوم چې له ښکته تر منځنۍ طبقي انګريزي ژوند انځوروي، هغه وړاندیز یې محقق کړی چې نوموړی د چارلس دیکن یو وړ ځای ناستی و. اما وېلز د ټولنیزو اقشارو یوه مجموعه توصیف کړه او ان په ټونو-بونګای (د ۲۰۰۹ز کال اثر) کې یې هڅه وکړه تر څو انګرېزي ټولنه د یوې واحدې ټونې په توګه تشخیص کړي. وېلز څلور ځله د نوبل د ادبیاتو د جایزې لپاره ټاکل شوی دی.[۳۳][۳۴][۳۵]

د وېلز تر ټولو لومړنۍ تخصصي روزنه په بیولوژي کې وه، او د اخلاقي مسایلو په اړه د هغه افکارو دارویني رېښه درلوده. هغه همداراز له لږ عمر څخه یو نظریاتي سوسیالېست و، زیاتره وخت یې ( خو نه د تل لپاره، لکه د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې) له سوله ییزو لیدلورو سره خواخوږي ښودله. هغه په خپلو وروستیو کلونو کې، لږ تخیلي کیسې او تر ډېره هغه اثار ولیکل چې د نوموړي د سیاسي او ټولنیزو لیدلورو څرګندونه یې کوله، او زیاتره وخت به یې خپل مسلک د یو ژورنالېست هغه معرفي کاوه. وېلز د شکرې ناروغي درلوده او او په ۱۹۳۴ز کال کې یې د شکرې ناروغۍ د خیریه ټولنې (چې اوسمهال د ډیابټس یوکې (Diabetes UK) په نامه پېژندل کېږي) په تاسیس کې ونډه واخیسته.[۳۶][۳۷][۳۸]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

هېربرټ جورج وېلز د۱۸۶۶ز کال د سپټمبر په ۲۱مه نېټه په کېنت کې، د بروملي په ۱۶۲ سړک کې په اطلس هاوس کې زیږېدلی دی. هغه چې د کورنۍ له خوا یې برټي بلل کېده، د جوزف وېلز چې یو پخوانی کورنی ملیار، او په هغه وخت کې یو ویندوی او د کریکټ مسلکي لوبغاړی و، او د سارا نیل چې، یوه خدمتګاره وه، څلورم او وروستنی ماشوم و. دغې کورنۍ ته په یو میراث کې دا زمینه برابره شوې وه تر څو یوه هټۍ استملاک کړي په کومه کې یې چې چینایي او د سپورت وسایل پلورل، که څه هم پرمختګ یې پکې ونکړ: ګدام زوړ او شړېدلی و، او موقعیت یې ناسم و. جوزف وېلز وتوانېد یوه لږه اندازه عاید په لاس راوړي، خو ډېر لږ یې له هټۍ څخه و او هغه د کېنت د ایالت لپاره د مسلکي کریکټ له لوبېدو څخه هم یو نا ثابت مقدار عاید لاسته راوړه. [۳۹][۴۰]

د ځوان وېلز په ژوند کې یوه تعیینوونکې پېښه، په ۱۸۷۴ز کال کې یوه حادثه وه چې هغه یې له ماتې پښې سره بستري کړ. د دې لپاره چې وخت (ساعت) تېر کړي، هغه له یو سیمه ییز کتابتون څخه د کتابونو لوستل پیل کړل، چې پلار به یې ورته راوړل. هغه ژر نورو هغو نړیو او ژوندونو ته ځان وقف کړ، د کومو په اړه چې کتابونو هغه ته لارښوونه وکړه؛ یادو کتابونو همداراز د کتابونو لیکلو ته د هغه لېوالتیا وهڅوله. د هماغه کال په وروستیو کې هغه  د توماس مورلي په سوداګریزې اکادمۍ کې، چې د مورلي د مخکیني ښوونځي د مالي سقوط په تعقیب په ۱۸۴۹ز کال کې تاسیس شوی یو خصوصي ښوونځی و، نوم لیکنه وکړه. ښوونه نامنظمه وه، وېلز وروسته وویل چې نصاب تر ډېره، د کاپر پلېټ د سبک د لیکنو په تولید او او د سوداګرو لپاره په ګټورو معاملو باندې متمرکز و. وېلز د مورلي اکادمۍ ته تر ۱۸۸۰ز کال پورې ادامه ورکړه. په ۱۷۸۷ز کال کې، د هغه د پلار، جوزف وېلز، ورون مات شو. دغې پېښې د کرېکټر په توګه د جوزف حرفې ته په اغېزناک ډول د پای ټکی کېښود، او د یو هټۍ وال په توګه د هغه بعدي عاید کافي نه و چې د کورنۍ مخکینۍ یوازینۍ عایداتي منبع جبران کړي. [۴۱][۴۲]

څرنګه چې یادې کورنۍ خپل مالي تامین نور نشوی کولی، په مختلفو حرفو کې د خپلو زامنو په د شاګرد کولو په لټه کې شوه. له ۱۸۸۰ز کال څخه تر ۱۸۸۳ز کال پورې، وېلز په ساوتسي (Southsea) کې د هایدې د ټوکرانو په پلورنځي کې  یوه ناخوښه شاګردي لرله. د هایدي په پلورنځي کې د هغه تجربې، چېرته چې هغه په ورځ کې ۱۳ ساعته کار کاوه، او له نورو شاګردانو سره په یوه لیلیه کې ویده کېده، وروسته د هغه د چانس څرخونه، د ښاغلي پولي تاریخ او کېپس نومو ناولونو ته الهام بښونکې شوې، کوم چې د یو ټوکر پلورونکي د شاګرد ژوند انځوروي او همدارنګه د ټولنې د شتمني د توزېع په اړه نقد وړاندې کوي. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د وېلز مور او پلار له دې امله چې مور یې یوه پروتیستانت وه او پلار یې یو ازاد اندی و، یو له نوساناتو ډک ژوند درلود. کله چې د هغه مور د خدمتګارې مېرمنې په توګه (د ساکسکس په په اپپارک کې، په یوه کلیوالي کوور کې) کار ته مخه کړه، د کار له شرایطو څخه یو دا و چې د اجازه یې نه لرله تر څو هلته د خپل مېړه او زامنو لپاره د ژوند کولو ځای ولري. له هماغه وخت وروسته دې او جوزف جلا ژوند درلود، خو سره له دې هم دوی هېڅکله طلاق وانخیست او یو بل ته ژمن پاتې شول.  د پایلې په توګه، د هېربرټ خصوصي ستونزې  په ډېرېدو شوې ځکه چې هغه د یو ټوکر پلورونکي او وروسته د یو درمل پلورونکي د مرستندوی په توګه ناکام شو. په هر ترتیب، اپپارک یو مجلل کتابتون درلود په کوم کې چې هغه مجذوب شو، او د افلاطون جمهوریت، د توسا مور، اوتوپیا او د دانیال دېفو د اثارو په شمول یې زیات شمېر کلاسیک اثار ولوستل. کله چې وېلز د یو جلا ژانر په توګه د علمي تخیلي ژانر لومړنۍ مخکښه څېره وګرځېده، هغه د خپلو اثارو سره په تړاو د ماري شېلي فرانکنشتاین اثر ته په اشارې سره ولیکل، "نوموړی د لیکنو له هغه طبقې سره تړاو لري کومه چې د فرانکنشتاین کیسه شاملوي. "[۴۷][۴۸]

ښوونکی[سمول]

د ۱۸۷۹ز کال په اکتوبر کې، د وېلز مور د یو لرې خپلوان ارتور وېلیام  له لارې هغه ته په ووکي (Wookey ) کې په نېشنل ښوونځي کې د یو ممتاز زده کوونکي په صفت چې د کوچینیانو زده کوونکو د ښوونکي په توګه یې عمل کاوه، د داخلېدو زمینه برابره کړه. په هر حال، د هماغه کال په دسمبر میاشت کې وېلیام د خپلو ښوونیزو چارو د بې نظمۍ له امله له دندې ګوښه شو او وېلز بېرته اپپراک ته راوستنېد. هغه مېډهرسټ ته څېرمه په یو درمل پلورنځي کې له یوې لنډې مودې کار زده کړې او د مېډهرسټ په ګرامر ښوونځي کې له ډېرې لنډې مودې استوګنې وروسته، په هایدي کې د خپلې کار زده کړې پاڼې امضاء کړې.[۴۹][۵۰]

سرچينې [سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119290531 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118643266 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/H-G-Wells — subject named as: H.G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vh5nfb — subject named as: H. G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6001 — subject named as: H. G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?65 — subject named as: H. G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/19940 — subject named as: H. G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/201193 — subject named as: H.G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: H. G. Wells — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/07a314ebe4fb45af9689f5f08c1ef2e6 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-11022-BD-.html — subject named as: H.G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wells-h-g-herbert-george — subject named as: H. G. (Herbert George) Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=H._G._Wells — subject named as: H. G. Wells — سرليک: Store norske leksikon
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: H. G. Wells — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF15603
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=wellsh0 — subject named as: H. G. Wells
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/63894 — subject named as: Herbert George Wells
  16. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/26217 — subject named as: H.G. Wells
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12829 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1923/ — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۲۱
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ https://cs.isabart.org/person/16167 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000358 — subject named as: H. G. Wells — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000358 — subject named as: H. G. Wells — سرليک: ПроДетЛит
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Уэллс Герберт Джордж — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  23. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  24. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119290531 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  25. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7703907
  26. "Wells, H. G.". Revised 18 May 2015. The Encyclopedia of Science Fiction (sf-encyclopedia.com). Retrieved 22 August 2015. Entry by 'JC/BS' John Clute and Brian Stableford.
  27. Parrinder, Patrick (2004). Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Adam Charles Roberts (2000), "The History of Science Fiction", page 48. In Science Fiction, Routledge, کينډۍ:ISBN.
  29. . HG Wells – father of science fiction with hopes and fears for how science will shape our future. ABC.
  30. (په 9 October 2017 باندې). HG Wells: A visionary who should be remembered for his social predictions, not just his scientific ones.
  31. Wagar, W. Warren (2004). H. G. Wells: Traversing Time. Wesleyan University Press. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Wells, Herbert George (2007). The Time Machine. London: Penguin UK. د کتاب پاڼي xiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-143997-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. . How Hollywood fell for a British visionary. The Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  34. Vincent Brome, H. G. Wells: A Biography (London, New York, and Toronto: Longmans, Green, 1951), p. 99.
  35. "Nomination Database: Herbert G Wells". Nobel Prize.org. Retrieved 19 March 2015.
  36. Robert M. Philmus and David Y. Hughes, ed., H. G. Wells: Early Writings in Science and Science Fiction (Berkeley, Los Angeles, and London: University of California Press, 1975), p. 179.
  37. Vincent Brome, H. G. Wells: A Biography (London, New York, and Toronto: Longmans, Green, 1951).
  38. "H G Wells – Author, Historian, Teacher with Type 2 Diabetes". www.diabetes.co.uk. 15 January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Wells, H. G. (2005) [1905]. Claeys, Gregory; Parrinder, Patrick (المحررون). A Modern Utopia. Gregory Claeys, Francis Wheen, Andy Sawyer. Penguin Classics. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-144112-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Smith, David C. (1986) H. G. Wells: Desperately mortal. A biography. Yale University Press, New Haven and London کينډۍ:ISBN
  41. Parrinder, Patrick (2004). Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Sep. 21, 1866: Wells Springs Forth". Wired. 9 October 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 11 October 2017 باندې). HG Wells: prophet of free love.
  44. Wells, Geoffrey H. (1925). The Works of H. G. Wells. London: Routledge. د کتاب پاڼې xvi. OCLC 458934085. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-86012-096-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Wells, H. G. (2005) [1905]. Claeys, Gregory; Parrinder, Patrick (المحررون). A Modern Utopia. Gregory Claeys, Francis Wheen, Andy Sawyer. Penguin Classics. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-144112-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Batchelor, John (1985). H. G. Wells. Cambridge, England: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-27804-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Pilkington, Ace G. (2017). Science Fiction and Futurism: Their Terms and Ideas. McFarland. د کتاب پاڼې 137. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Ball, Philip (18 July 2018). "What the War of the Worlds means now". New Statesman. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Wells, Geoffrey H. (1925). The Works of H. G. Wells. London: Routledge. د کتاب پاڼې xvi. OCLC 458934085. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-86012-096-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Smith, David C. (1986) H. G. Wells: Desperately mortal. A biography. Yale University Press, New Haven and London کينډۍ:ISBN