منځپانگې ته ورتلل

جېمز جویس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز جویس
James Augustine Aloysius Joyce  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
جېمز جویس
جېمز جویس

د شخص مالومات
زېږون نوم
James Augustine Aloysius Joyce[۱]  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲ فېبروري ۱۸۸۲[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱][۱۶]
دوبلين [۱۷]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 13 جنوري 1941 (59 کاله)[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۱۵][۳۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
څوریخ [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۰][۱۷]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت ايرلينډ جمهوريت [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۱۷]

برېتانيا [۱۷]

فرانسه [۱۷]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 71 اينچ   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۴۲][۳۰][۱۵]،  ښوونکی ،  ليکوال [۳۰][۱۵][۱۷]،  خبريال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه اېټاليايي ژبه ،  لاتيني ژبه ،  فرانسوي ژبه ،  انګليسي ژبه [۲۰][۴۳]،  جرمني ژبه ،  ډېنمارکي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه ادبيات ،  ناول   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جېمز جویس
جېمز جویس

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۴۴]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جېمز اګوستین الویسیوس جویس (په انګلیسي: James Augustine Aloysius Joyce ؛ زوکړه د ۱۸۸۲ز کال د فبروري دویمه ـــ مړینه د ۱۹۴۱ز کال د جنوري ۱۳مه) یو ایرلنډي ناول لیکونکی، شاعر او ادبي منتقد و. هغه په عصريیت پال اوانت ګرېد غورځنګ کې ونډه واخیسته او د ۲۰مې زیږدیزې پېړۍ له تر ټولو اغېزناکو او مشهورو لیکوالانو څخه ګڼل کېږي. د جویس اولیسیس ناول (۱۹۲۲ز کال) داسې یوه د عطف نښه ده چې پکې د هومر اودېسي د کیسو لړۍ د بېلابېلو ادبي سبکونو له لارې، په ځانګړې توګه د ذهن د سیال جریان له لارې موازي شوې ده. د هغه نور مشهور اثار د ډوبلینرز (۱۹۱۴ز کال) په نامه د لنډو کیسو مجموعه او د د یو ځوان سړي په بڼه د یو نقاش انځوروَنه (۱۹۱۶ز کال) او فینېګانس وېک (۱۹۳۹ز کال) دي. د هغه نورې لیکنې د شعر درۍ کتابونه، یوه نمایشنامه او کله نا کله د ژورنالېست په توګه د هغه کار د یادونې وړ دي.

جویس په ډوبلین کې د متوسطې طبقې په یوه کورنۍ کې زیږېدلی دی. هغه چې یو ځیرک زده کوونکی و، په کاونټي کیلدار کې یې د کلانګوس ووډ کالج او ورپسې یې د لنډې مودې لپاره د عیسوي وروڼو له خوا په لاره اچول شوی کولونیل ښوونځی ولوست. هغه د خپلې کورنۍ د لوړو او ژورو ډک ژوند سره سره کوم یې چې د پلار د نه اټکل کېدونکو عوایدو له امله تحمیل شوی و، هه په بېلودېدر یسوعي کالج (Jesuit Belvedere College) کې ښه وځلېد او په ۱۹۰۲ز کال کې په ډوبلین کې د پوهنتون له کالج څخه فارغ شو. نوموړي په ۱۹۰۴ز کال کې، له خپلې راتلونکې مېرمنې نورا بارناکل سره وکتل او دوی دواړه د اروپا اصلي خاورې ته وکوچېدل. هغه د یوې لنډې مودې لپاره په پولا کې کار وکړ او بیا د اتریش-هنګري ترایست ته ولاړ، چې هلته یې د انګلیسي ژبې د یو ښوونکي په توګه کار کاوه.

پرته له دې چې جویس یو ځل په روم کې د اتو میاشتو لپاره د مکاتبې د لیکوال په توګه کار وکړ او ډوبلین ته یې درۍ سفرونه درلودل، تر ۱۹۱۵ز کال پورې هلته اوسېده. هغه په ټرایسټ کې، خپل د اشعارو کتاب چمبر موزیک او خپله د لنډو کیسو مجموعه ډوبلینرز خپاره کړل، او هغه په انګلیسي مجله ځان غوښتونکې (The Egoist) کې د یو ځوان سړي په څېره کې د نقاش اځوروَنه په لړییزه بڼه خپرول پیل کړل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په زیاتره برخه کې، جویس د سویس په زوریخ کې واوسېده، او په اولیسیس باندې یې کار وکړ. له جګړې څخه وروسته، هغه د یوې لنډې مودې لپاره ټرایسټ ته راستون شو او ورپسې په ۱۹۲۰ز کال کې پاریس ته کډه شو، کوم چې تر ۱۹۴۰ز کال پورې د هغه د استوګنې یوازینی ځای شو.

اولیسیس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۲ز کال کې په پاریس کې خپور شو، اما په انګلستان او متحده ایالاتو کې په هغه کې د ښکاره ناوړه الفاظو له امله د هغه  چاپ او خپرېدنه ممنوع کړای شوې وه. نسخې یې یادو دواړو هېوادونو ته قاچاق کېدې، او غیر قانوني نسخې یې د ۱۹۳۰مې زېږدیزې لسیزې تر نیمایي پورې تر هغې پورې چاپېدې تر څو یې چې چاپ بالاخره قانوني وګرځېد. جېمز خپل بل لوی اثر فینېګانس وېک، په ۱۹۲۳ز کال کې پیل او ۱۶ کاله وروسته یې په ۱۹۳۹ز کال کې خپور کړ. د دغو کلونو تر منځ جویس په پراخه توګه سفرونه وکړل. هغه او نورا په لندن کې په ۱۹۳۰ز کال کې له یوې لړۍ عرفي مراسمو سره واده وکړ. هغه د خپلو سترګو د مخ پر زیاتېدونکو ځوروونکو د ستونزو د مکررې درملنې او د خپلې لور لوسیا لپاره د رواني مرستې په موخه سویس ته یو شمېر سفرونه وکړل. کله چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال فرانسه د جرمني له خوا اشغال وه، جویس په ۱۹۴۰ز کال کې بېرته زوریخ ته ولاړ. نوموړی هلته په ۱۹۴۱ز کال کې د یو سوري شوي زخم له عملیاتو وروسته د خپلې ۵۹مې کلیزې له رارسېدو څخه مخکې له یوې میاشتې په لږ واټن کې ومړ.

اولیسیس په وار وار د ادبیاتو د سترو کتابونو په فهرستونو کې لوړ ځای خپلوي، او هغه اکادميک ادبیات چې د هغه د اثر ارزونه کوي، پراخ او متمادي دي. زیات شمېر لیکوالان، د فلم جوړوونکي او نور هنرمندان د هغه له سبکي نوښتونو، لکه تفصیلاتو ته د هغه د دقیقې پاملرنې، د داخلي مونولوګ (interior monologue) کارونې، له کلیمو سره لوبېدنې او (د ناولونو یا کیسو) په دودیزه طرحه کې د بنسټیز بدلون څخه اغېزمن شوي دي. که څه هم چې د هغه د ځوانۍ زیاتره عمر بهر تېر شوی دی، اما د هغه د تخیلي کیسو نړۍ په ډوبلین باندې متمرکزه ده، او تر ډېره د داسې شخصیتونو څخه ډکه شوې ده چې هلته د هغه د کورنۍ د هماغه وخت له غړو، دوښمنانو او دوستانو سره ډېر اړخ لګوي. اولیسیس په ځانګړې توګه د سړکونو او د ښارونو د تیاره کوڅو صحنې انځور کړې دي. له جویس څخه رانقل شوي دي چې وایي: "زما په اړه، زه د تل لپاره د ډوبلین په اړه لیکنې کوم، ځکه چې که زه وکولی شم د ډوبلین زړه ته ورسېږم، کولی شم د ټولې نړۍ زړه ته ځان ورسوم. هغه په یوازې ځان سره ټوله نړۍ په بر کې لري."[۴۵]

د ژوند لومړني وختونه

[سمول]

جویس  د ۱۸۸۲ زکال د فبروري په دویمه  په ایرلنډ کې د ډوبلین د راتګار په ۴۱مو برایټون څلور لارو کې د جان ستانیسلاوس او ماري جان "مې" (چې کوچینی نوم یې موري دی) په کور کې زیږېدلی دی. هغه د خپلو ژوندیو پاتې شویو لسو خویندو او وروڼو په منځ کې تر ټولو مشر و. هغه ته د ۱۸۸۲ز کال د فبروري په پنځمه نېټه د جېمز اګوستین جویس له نامه سره د رومن کاتولیکې کلیسا د دود او مراسمو سره سم  په ور څېرمه تېرېنور کې په سېنټ جوزف کلیسا کې د رېف. جان اومولي په واسطه د تعمید غسل ورکړل شوی دی. د هغه تعمیدي پلار او مور فلیپ او اېلن مکن وو. د جان ستانیسلاوس جویس کورنۍ په کاونټي کارک کې د فېرومي اوسېدونکي وو، چېرته یې چې د مالګې او چونې کوچینی کار ځای درلود. د جویس پلرنی نیکه جېمز اګوستین، له اېلن اوکونېل (Ellen O'Connell) سره واده کړی و چې نوموړې د جان اوکونېل چې د کارک یو ملک و او د رختونو کاروبار او په کارک ښار کې یې نور ملکیتونه لرل. د اېلن کورنۍ د سیاسي مشر دانیال اوکونېل سره، چا چې په ۱۸۲۹ز کال کې له ایرلنډیانو څخه د کاتولیکې کلیسا په ازادولو کې مرسته کړې وه، د خپلوۍ لرلو ادعا کوله. د جویس د کورنۍ ادعایي نیکه سین مور سیوغي له کونېمارا څخه یو د تیږو معمار و.[۴۶][۴۷][۴۸]

د جویس پلار د ډوبلین شرکت له خوا په ۱۸۸۷ز کال کې د وضع شوو مالیو د راټولولو مسئول ټاکل شوی و. دغې کورنۍ یو پر موډ برابر کوچیني ښار برای (Bray) ته، چې له ډوبلین څخه ۱۲ مایله (۱۹ کیلومتره) لرې پروت دی، نقل مکان وکړ. جویس د دغه وخت په اوږدو کې د یو سپي له خوا وداړل شو، چې په دې سره یې د ټول ژوند لپاره له سپیو څخه وېره پیدا شوه. هغه وروسته د تندرونو د ډار په نامه اثر رامنځته کړ، کوم یې چې د یوې خرافاتي عمه/خاله څخه چا چې تندرونه  د خدای د قهر نښه بللي وو، راغونډ کړ.

په ۱۸۹۱ز کال کې، نهه کلن جویس د چارلس سټېوارټ پارنل په مړینه کې د "ات تو هیلي" (Et Tu, Healy) شعر ولیکه او پلار یې هغه چاپ او د ملګرو په منځ کې توزېع کړ. یاد شعر د مشر جویس، څوک چې د ایرلنډي کاتولیکې کلیسا، ایرلنډي پارلماني ګوند، او د برتانوي لېبرال ګوند له لوري د پارنل سره د ښکاره غدارۍ له کبله په غوسه و، کوم چې د برتانیا په پارلمان کې د ایرلنډي داخلي واکمنۍ په تامینولو کې په ګډه سره ناکام شول، د نوموړي عاطفه څرګنده کړې وه. د غدارۍ دغه صحنه، چې په ځانګړې توګه د کلیسا له لوري رامنځته شوې وه، په جویس باندې یو پایېدونکی اغېز پرېښود، کوم چې هغه وروسته په خپل هنر او ژوند کې اظهار کړی دی.[۴۹][۵۰]

هغه کال د نوموړي کورنۍ د بېوزلۍ خوا ته وروښويېده، چې د هغه د پلار د شرابو د څښلو او د هغه د ناسم مالي مدیریریت له امله یې وضعیت د بدېدو خوا ته ولاړ. د ۱۸۹۱ز کال په نومبر کې د جان جویس نوم په سټبز ګازتې (Stubbs' Gazette) مجلې له خوا د پور اخیستونکو او مفلسینو په یوه تور لېست کې چاپ شو، او نوموړی په موقتي توګه له خپل کار څخه ایسته شو. د ۱۸۹۳ز کال په جنوري کې، هغه له رالږ شوي تقاعد سره له کار څخه منفک شو.

جویس په ۱۸۸۸ز کال کې په کلونګاوس ووډ کالج کې، چې د کاونټي کیلدار کلېن (Clane) ته نږدې یو یسوعي لیلیه لرونکی ښوونځی و، خپلو زده کړې پیل کړې، اما په ۱۸۹۱ز کال کې کله چې د هغه پلار نور فیس نشوی تادیه کولی، هغه اړ شو چې کالج پرېږدي. هغه په کور کې زده کړې کولې او د لنډې مودې لپاره یې د ډوبلین په شمالي ریچمونډ سړک کې د عیسوي وروڼو اوکولونېل ښوونځي ولوست. د جېمز پلار ته بیا یوه موکه برابره شوه تر څو له یسوعي راهب جان کانمي سره چې د هغه له کورنۍ سره یې پېژندګلوي درلوده، وویني. کانمي د جویس او د هغه د ورور ستانیسلاوس لپاره له فیس پرته له ۱۸۹۳ز کال څخه په پیل سره د ډوبلین بېلوېدر کالج (Belvedere College) د لوستلو شرایط برابر کړل. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ WikiTree person ID: https://www.wikitree.com/wiki/Joyce-1117 — خپرېدونېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱
  2. سکالو پېژند: James Joyce — Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12759 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  3. سکالو پېژند: James Joyce — د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Joyce — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. سکالو پېژند: Joyce, James — د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11909158m — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  5. سکالو پېژند: James Joyce — SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6br8rk8 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  6. سکالو پېژند: James Joyce — Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6601 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  7. سکالو پېژند: James Joyce — Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1453 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  8. سکالو پېژند: James Joyce — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Joyce,_James — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  9. سکالو پېژند: James Joyce — ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?113840 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  10. سکالو پېژند: Joyce, James Augustine Aloysius — Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/joyce-james-augustine-aloysius — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  11. سکالو پېژند: James Joyce — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF16470 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  12. سکالو پېژند: James Augustine Joyce — Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034971.xml — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  13. سکالو پېژند: James Joyce — HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/fr/articles/043889 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — ليکوال: various authors — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  14. سکالو پېژند: James Joyce — Notable Names Database: https://www.nndb.com/people/073/000031977/ — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/13384 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
  16. سکالو پېژند: James Joyce — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002309 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118558501 — خپرېدونېټه: ۱۸ جولای ۲۰۲۵
  18. پیوستون : 118558501  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  19. پیوستون : 118558501  — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Джойс Джеймс — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11909158m — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  21. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6br8rk8 — سکالو پېژند: James Joyce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  22. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6601 — سکالو پېژند: James Joyce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  23. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1453 — سکالو پېژند: James Joyce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  24. ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?113840 — سکالو پېژند: James Joyce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  25. Brockhaus Enzyklopädie — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  26. سکالو پېژند: James Joyce — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF16470
  27. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034971.xml — سکالو پېژند: James Augustine Joyce — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  28. HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/fr/articles/043889 — سکالو پېژند: James Joyce — ليکوال: various authors — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  29. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2057 — سکالو پېژند: James Joyce
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ ۳۰٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12759 — خپرېدونېټه: ۳ ډېسمبر ۲۰۲۰
  31. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002309 — سکالو پېژند: James Joyce — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  32. پیوستون : 118558501  — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  33. پیوستون : 118558501  — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Джойс Джеймс — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  34. Flann O'Brien, James Joyce, and The Dalkey Archive — خپور کړی: New Hibernia Review
  35. http://muse.jhu.edu/books/9780472025930?auth=0
  36. http://www.nytimes.com/2011/05/01/travel/01trieste-italy.html?_r=1&pagewanted=all
  37. https://www.nytimes.com/books/00/01/09/specials/joyce.html
  38. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Joyce — خپرېدونېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  39. Dictionary of Irish Biography ID: https://doi.org/10.3318/dib.004359.v1 — خپرېدونېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱ — ليکوال: various authors — سرليک: Dictionary of Irish Biography — خپروونکی: Royal Irish Academy
  40. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1453 — خپرېدونېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱
  41. ELMCIP ID: https://elmcip.net/node/13825
  42. http://www.nytimes.com/2010/06/11/books/11bloom.html
  43. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6585187
  44. خپروونکی: MetaBrainz Foundation
  45. Ellmann 1982، م. 505: Cited from Power, Arthur (n.d.). From an Old Waterford House. London. pp. 63–64.
  46. Jackson او Costello 1998، مم. 6–7.
  47. Jackson او Costello 1998، م. 20.
  48. Bowker 2012، م. 19.
  49. McCaffrey 2006، م. 200.
  50. McCaffrey 2006، مم. 198–199.
  51. Ellmann 1982، م. 35.
  52. Sullivan 1958، مم. 9–10.
  53. Sullivan 1958، م. 105.
  54. Manglaviti 2000، م. 215.
  55. Ellmann 1982، مم. 27, 32, 34.