Jump to content

جنرال حمید ګل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جنرال حمید ګل
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۰ نومبر ۱۹۳۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۵ اگسټ ۲۰۱۵[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Murree (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

ډګر جنرال حمید ګل ( ‎ 20 نومبر 1936 - 15 اګست 2015) یو پاکستانی درې ستوری جنرال او د دفاعي چارو شنونکی وو. حمید ګل د 1987 او 1989 کلونو ترمنځ د پاکستان د استخباراتي ادارې ( ISI )د عمومي رییس په توګه یوه نامتو څېره ګڼل کېده. نوموړي د خپلي دورې په جریان کي د شوروي - افغان جګړې پر مهال د CIA سره په همږغي د امریکا څخه د پیسو او وسلو په بدل کي د شوروي ځواکونو په وړاندي د افغان مقاومت ډلو ته د ISI د یوه استخباراتي ملاتړي په توګه مهم رول ولوباوه. [۲]

حمید ګل ددې ترڅنګ په پراخه کچه د کشمیر د آزادۍ جنګیالیو ته د پټ ملاتړ په پار خورا زیات مشهوره وو. [۳] د 1989 کال [۴] راهیسي د کشمیر په لانجمنه سیمه کي حمید ګل د خپل ګاونډي سیال هند په وړاندي د پاکستان د جیوستراتیژیکو پالیسیو د "ګاډ فادر" په توګه شهرت ترلاسه کړ. [۵] [۶] همدارنګه په افغان شوري جګړه، او افغان کورنۍ جګړه کي له مجاهدینو، طالبانو او القاعده له جنګیالیو سره د ISI اړیکي او د حمید ګل سیاسي او استخباراتي کړني ددې لامل سوې ترڅو نوموړی د سیمي په کچه یو ستر سیاسي لوبغاړۍ وګڼل سي.

حمید ګل په 1988 کي د IJI په جوړولو کې هم مهم رول ولوباوه، هغه محافظه کار سیاسي اتحاد چي د صدراعظمې بې نظیر بوټو د پیپلز ګوند سره د مخالفت لپاره جوړ سوی وو.

حمید ګل د 2015 کال د اګست په 15 نېټه د مغزي سکتې له امله مړ سو. [۷]

  1. "Former ISI chief Lt-Gen (Retd) Hamid Gul passes away".
  2. Afghanistan War Infoplease.com, 22 July 2007
  3. https://tribune.com.pk/story/2355549/kashmiri-youth-remember-freedom-fighter. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  4. "Bhutto Conspiracy Theories Fill the Air" Time, 28 December 2007
  5. . 16 August 2015. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. "Ex-Pakistan spy chief urges talks with Mullah Omar" Archived 2012-10-11 at the Wayback Machine. CNN, 12 March 2010
  7. . 16 August 2015 https://www.nytimes.com/2015/08/17/world/asia/hamid-gul-pakistans-former-spy-chief-dies-at-78.html. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)