بېنظیر بوټو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بېنظیر بوټو (زوکړه د ۱۹۵۳ کال جون – مړینه د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر ۲۷مه) یوه پاکستانۍ سیاستواله او دولتي ښځه وه چې له ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۰ کال پورې او بیاځلې له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۶ کال پورې یې د پاکستان د ۱۱مې او ۱۳مې لومړۍ وزیرې په توګه خدمت وکړ. هغه لومړنۍ ښځه وه چې د لوی اکثریت مسلمان مېشته هېواد د دیموکراتیک دولت ریاست ته وټاکل شوه. هغه له اېډیولوژیکي پلوه یوه ازادي‌پاله او سکیولاریسته وه، د۱۹۸۰ کال له لومړیو څخه يې تر هغه چې په ۲۰۰۷ کال کې ترور شوه د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) ریاست پر غاړه درلود.

بوټو په کراچۍ کې له سیندي او کردي ترکیبي اصالت څخه په یوه مهمه او شتمنه اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته راغله. هغې په هاوارډ او اکسفورډ پوهنتون کې چېرته چې د اکسفورډ ټولنې رییسه وه زده‌کړې وکړې. پلار يې ذوالفقار بوټو چې د PPP مشر و په ۱۹۷۳ کال کې د یو سیاسي جوړجاړي له لارې په ۱۹۷۳ کال کې لومړی وزیر وټاکل شو. هغه په ۱۹۷۷ کال کې لږ مخکې تر دې چې پلار يې په یوه پوځي کودتا کې له واک څخه لرې او اعدام شي، پاکستان ته راستنه شوه. بوټو او مور یې نصرت بوټو د PPP واک په لاس کې واخیست او د دیموکراسۍ د رغونې لپاره يې د هېواد د غورځنګ مشري وکړه. بوټو څو څو ځله د محمد ضیاءالحق د پوځي حکومت له‌خوا ونیول شوه او بندي شوه او وروسته په ۱۹۸۴ کال کې بریتانیا ته تبعید/جلاوطنه شوه. هغه په ۱۹۸۶ کال کې بېرته راستنه شوه او -د تاچر (د بریتانوي محافظه‌کارې ایډیالوژۍ نوم، ژباړن) د اقتصادي اغېز په مرسته ـ مخکې له دې چې د ۱۹۸۸ کال په ټاکنو کې بریا ته ورسېږي، د PPP چوکاټ یې له سوسیالیستي څخه لیبرالي ته واړوه. د لومړۍ وزیرې په توګه د سمونو/اصلاحاتو لپاره د هغې هڅې د اسلام‌پاله محافظه کارو پوځیانو لکه ولسمشر غلام اسحاق خان او پیاوړي پوځ له‌خوا زندۍ شوې. د هغې دولت پر فساد او خپلوي پالنې تورن شو او په ۱۹۹۰ کال کې د خان له‌خوا له‌منځه یوړل شو. استخباراتي خدماتو د هغه کال ټاکنو کې درغلې وکړه تر څو د محافظه‌کار اسلامي دیموکراتیک پیوستون (IJI) بریا تضمین کړي، بوټو هغه مهال د اپوزیسیون مشره شوه.

وروسته تر هغې چې د IJI دولت لومړی وزیر نواز شریف هم د فساد په تور ګوښه شو، بوټو د ۱۹۹۳ کال په ټاکنو کې PPP بریا ته ورساوه. هغې د خپلې واکمنۍ په دویمه دوره کې پر اقتصادي خصوصي‌ کولو او د ښځو د حقونو پر پرمختیا نظر درلود. د هغې دولت د څو لانجو لکه د هغې د ورو مرتضی وژنه، د ۱۹۹۵ کال ناکامه کودتا او د هغې او د هغې د خاوند اصف علي زرداري د ډېرې بډې/رشوت اخیستلو د رسوايي له امله زیانمن شو. چې په ځواب کې يې ولسمشر فاروق لغری هغه له واکمنۍ څخه ګوښه کړه. PPP د ۱۹۹۷ کال په ټاکنو کې ماته وخوړه او هغې په ۱۹۹۸ کې يې په خپله خوښه جلاوطني غوره کړه او یوه لسیزه یې په لندن او دبۍ کې ژوند وکړ. د فساد په اړه پراخې څېړنې په ۲۰۰۳ کال کې د سویس په محکمه کې پای ته ورسېدې. له ولسمشر پرویز مشرف سره د متحده ایالاتو تر منځکړو مذاکراتو وروسته په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان ته راستنه شوه تر څو د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې ګډون وکړي. د هغې دريځ د پوځ پر ملکي نظارت او د اسلام‌پالو د زیاتېدونکي تاوتریخوالي پر مخالفت ټینګار کاوه. هغه تر یو سیاسي راغونډېدلو وروسته په راولپنډي کې ترور شوه. د القاعده سلفي جهادي ډلې يې مسولیت پر غاړه واخیست، که څه هم د پاکستاني طالبانو او د استخباراتي کړیو یاغي عناصر هم په پراخې لاس لرنې مشکوک وو. هغه د خدا بخش ګرې په سیمه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

بوټو یوه متنازعه څېره وه چې تفرقه اچوونکې پاتې شوه. هغه معمولاً د سیاسي بې‌تجربه‌توب له امله له نیوکو سره مخ وه، پر فساد تورنه وه او د خپلو سیکولریستي او نوي کولو برنامو په پلي کولو کې د پاکستان د اسلام‌پاله لابي له ډېرو مخالفتونو سره مخ شوه. له دې سره سره هغه د خپل کاري ژوند په لومړیو کې د خپلو خلکو تر منځ محبوبیت درلود او همدارنګه یې د لویديځو هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړ ځکه د هغوی لپاره د دیموکراسۍ اتله وه. تر مړینې وروسته هغه په یوه نر- واکمنه ټولنه کې د خپل سیاسي بریالیتوب له امله د ښځو د حقونو لپاره د نښان په توګه په پام کې ونیول شوه.  

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماشومتوب ۱۹۵۳-۱۹۶۸[سمول]

بوټو د ۱۹۵۳ کال د جون په ۲۱مه د پاکستان د کراچۍ ښار، سېند ایالت د پېنټو په پالن‌ځای (Nursing Home) کې نړۍ ته راغله. سیاستوال ذوالفقار علي بوټو د هغې پلار او بېګم نصرت اسفهاني يې مور وه. مور يې د فارس (اوسني ایران) په اسفهان کې په یوه شتمنه ایرانۍ سوداګره کورنۍ کې چې نسبي کوردي نسب یې درلود زېږېدلې وه. ذوالفقار علي بوټو د شاه نواز بوټو زوی او مخکښ سیاستوال و چې د جوناګاد ایالت د لومړي وزیر په توګه يې خدمت کړی و. بوټویان د سیند په نوم د وادروس د یوې برخې شتمن اشراف یا د املاکو اشراف وو. هغوی شیعه مسلمانان وو.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

بېنظیر د «ختيځ نجلۍ» په نوم په‌خپل ژوندلیک کې لیکي: «زموږ له نیکونو څخه د یو د یادښت کتابچه چې زموږ کورني جزیات په کې یاد شوي وو زما د نیکه په وخت کې په یوه لوی سېلاب کې له‌منځه لاړه. خو په ماشومتوب کې یې موږ ته ویل چې موږ یا د راجپوتانو ... او یا هم د هغو عربو له ټبر څخه یو چې زموږ د ټاټوبي سېند له طریقه له میلاد څخه وروسته په ۷۱۲ کال کې هند ته دننه شوي».

ځینې وایي چې بېنظیر بوټو د پنجاب د مسلمانانو قبیلې اېرېن ټبر څخه ده چې د بوټا په نوم فرعي قبیله لري او همدارنګه ادعا کوي چې د هغو عربو له ټبر څخه ده چې له میلاد څخه وروسته په ۷۱۲ کال کې هند ته دننه شوي، حال دا چې ځینې نور وایې بېنظیر بوټو له راجپوتانو څخه ده. [۷]

دې جوړې (د هغې مور او پلار) په ۱۹۵۱ کال کې واده کړی و او بېنظیر د هغوی لومړی بچی و. په هغې یې د خپلې هغې عمه نوم کېښود چې په ځوانۍ کې مړه شوې وه. د بوټویانو درې کوچني بچیان مرتضی (زوکړه ۱۹۵۴) صنم (۱۹۵۷) او شهنواز (۱۹۵۸) وو. کله چې مشر شهنواز په ۱۹۵۷ کې ومړ ذوالفقار د کورنۍ ځمکې په میراث ترلاسه کړې او هغه يې ډېر شتمن کړ. [۸][۹][۱۰]

د بېنظیر لومړنۍ ژبه انګلیسي وه؛ په ماشومتوب کې یې په اردو ژبه لږې خبرې کولې، که څه هم له سېندي سره بلده وه خو په سیمه‌ییزه سېندي ژبه يې په سختۍ خبرې کولې. مور یې په ماشومتوب کې هغې ته فارسي ژبه ورزده کړه. بېنظیر د کراچۍ په لیډي جیننګز وړکتون کې زده‌کړې وکړې. او وروسته په کراچۍ کې د عیسی او مریم کلیسا او له هغه ځایه په مري ښار کې د عیسی او مریم کلیسا لیلیه ښوونځي ته ولېږل شوه. مري د هند پولې ته نږدې دی او په ۱۹۶۵ کال کې د هند او پاکستان د جګړو په بهیر کې بوټو او ګڼ نور زده‌کوونکي د هوايي بریدونو له تمرین سره مخ شوي. بوټو د ۱۹۶۸ کال په ډېسمبر کې د خپلو ازموینو تر تېرولو وروسته خپلې د O-levels  (معمولي کچې) زده‌کړې له لوړو نمرو سره پای ته ورسولې.   [۱۱]

بوټو د خپلې ځوانۍ په بهیر کې خپل پلار بت باله او هغه یې په بدل کې د ټولو هغو دودیزو تګلارو خلاف چې هغه مهال يې په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې نفوذ کړی و ښوونیز پرمختګ ته وهڅوله. که څه هم د هغې د ماشومتوب پر مهال يې د مور او پلار اړیکې سره خړې پړې وې؛ ذوالفقار له واده پرته له نورو ښځو سره اړیکې لرلې او کله چې نصرت له دې کار سره مخالفت وکړ هغه يې له کور څخه وشړله. هغه ایران ته کډه شوه، خو وروسته له دې چې ذوالفقار یې هغه ځای ته د بچیانو له تګ سره مخالفت وکړ، ۶ میاشتې وروسته راستنه شوه او د پاکستان په کراچۍ کې مېشته شوه. بوټو د خپل ژوند په بهیر کې هېڅکله هم په علني ډول دغه داخلي کورنی اختلاف تایید نکړ.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. . pakistan, a Shia-leads a Sunni Army.
  2. . From Jinnah to Benazir.
  3. . Benazir's Hindu Connections.
  4. Suvorova 2015، ص. 31.
  5. Bhatia 2008، ص. 12.
  6. Bhatia 2008، ص. x.
  7. Bhutto, Benazir (2008). Daughter of the East. د کتاب پاڼې 25. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Allen 2016، ص. 12.
  9. Suvorova 2015، ص. 106.
  10. Allen 2016، ص. 9.
  11. "The death of an icon". 25 October 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Allen 2016، ص. 16.
  13. Allen 2016، صص. 15–16.
  14. Bhatia 2008، ص. 14.
  15. Bhatia 2008، ص. 16.