منځپانگې ته ورتلل

جان کوینسي آډمز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان کوینسي آډمز
[[language|]]: John Quincy Adams  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
جان کوینسي آډمز
جان کوینسي آډمز

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: John Quincy Adams  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۱۱ جولای ۱۷۶۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 23 فېبروري 1848 (81 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
واشنګټن ډي سي [۱۰]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای ماساچوست   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 171 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار جان اډمز [۱۱][۱۲]  ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
مور ابیګېل اډمز [۱۲]  ويکيډاټا کې (P25) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک سياستوال ،  قانونپوه ،  ډیپلوماټ ،  ليکوال [۱۳]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۲]،  فرانسوي ژبه ،  جرمني ژبه ،  هالنډي ژبه ،  لاتيني ژبه ،  زړه يوناني   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جان کوینسي آډمز
جان کوینسي آډمز

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جان کوینسي اډمز (جولای ۱۱، ۱۷۶۷ – فبروري ۲۳، ۱۸۴۸) یو امریکایي سیاستوال،ډیپلوماټ، حقوقپوه/مدافع وکیل او خاطره لیکوونکی و چې له ۱۸۲۵ څخه ۱۸۲۹ پورې یې د امریکا متحده ایالاتو د شپږم ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه له ۱۸۱۷ څخه تر ۱۸۲۵ پورې د امریکا د بهرنیو چارو اتم وزیر پاتې شوی دی. د هغه د اوږدمهاله ډیپلوماټیک او سیاسي کاري ژوند په بهیر کې، اډمز د سفیر په توګه هم خدمت کړی او د امریکا د سنا غړی و او همدا ډول د امریکا په ولسي جرګه (د استازو په کور کې) د ماساچوسټ ایالت استازی ؤ. هغه له ۱۷۹۷ څخه تر ۱۸۰۱ ز کال پورې د امریکا د دویم ولسمشر جان اډمز او لومړۍ مېرمنې ابیګېل اډمز زوی دی. هغه د پلار په څېر له اره فيډرالیسټ و او هغه د ډیموکراټ-جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي په توګه د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او د ۱۸۳۰ لسیزې په نیمايي کې د وېګ ګوند سره یوځای شو.

اډمز د ماساچوسټ په برېنټري سیمه کې (چې اوس د کوېنسي ښارګوټي برخه ده) زېږېدلی او خپله ډېره ځواني يې په اروپا کې تېره کړې ده ځکه پلار يې هلته ډیپلومات و. امریکا ته له راستنېدو وروسته، هغه په باسټن کې بریالی حقوقي کاروبار رامنځ ته کړ. په ۱۹۷۴ز کال کې، ولسمشر جورج واشنګټن اډمز په هالنډ کې د امریکا سفیر وټاکه او همدا و چې په ۱۸۰۱ ز کال کې، د توماس جیفرسن تر ولسمشر کېدو پورې يې په لوړو ډیپلوماتیکو بستونو کې کار وکړ. په ماساچوسټ کې فیډرالیسټو مشرانو اډمز په ۱۸۰۲ ز کال کې د امریکا د مشرانو جرګې په ټاکنو کې بریالی کړ، خو اډمز د بهرني سیاست پر سر له فیډرالیسټ ګوند سره مخه ښه وکړه او د بیاځلې ټاکل کېدو څخه یې ډډه وکړه. په ۱۸۰۹ز کال کې، ولسمشر جېمز ماډېسون چې د ډموکراټیک-جمهوري پالو ګوند غړی و، ادمز په روسیه کې د امریکا سفیر وټاکه. اډمز د ماډېسون په ولسمشرۍ کې پر ډپلوماټیکو موقفونو کار وکړ او د ۱۸۱۲ز کال د شخړې پای ته رسولو اړوند مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي غړی هم و. هلته، هغه د اډمز-اونیس تړون پر سر مذاکرات وکړل چې په پایله کې یې فلوريډا سیمه د امریکا برخه شوه. هغه همدا ډول د مونرو په ډکټورین جوړولو کې یې مرسته وکړه، چې همدا ډکټورین بیا د امریکا د بهرني سیاست کلیدي بنسټ شو. په ۱۸۱۸ز کال کې، اډمز په فلادلفیا ایالت کې د امریکا د فسلسفي ټولنې غړی وټاکل شو.  [۱۴][۱۵]

اډمز، انډریو جکسن، ویلیام اېچ کراوفورډ او هېنري کلې ـ چې ټول د ډموکراټیک-جمهوري غوښتونکي ګوند غړي وو- د ۱۸۲۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې سیالي وکړه. څرنګه چې هېڅ نوماند د الېکټرول رایو اکثریت ونه ګټلې، د امریکا ولسي جرګې (House of Representatives) احتمالي ټاکنې (contingent election) ترسره وکړې او اډمز د هېنري کلې په ملاتړ دغه ټاکنې وګټلې. د ولسمشر په توګه، اډمز د یوې مهمې اجنډا چې په هغه کې په فډرالي توګه تموېلېدونکې زیربنايي پروژې، د یوه ملي پوهنتون جوړول، د لاتینې امریکا له هېوادونو سره تعامل شامل و، خو کانګرس د هغه ډېر نوښتونه تصویب نه کړل. د اډمز د ولسمشرۍ په بهیر کې، ډموکراټیک-جمهوري غوښتونکی ګوند په دوو سترو ډلو ووېشل شوه: ملي جمهوري غوښتونکی ګوند، چې له ولسمشر اډمز څخه يې ملاتړ کاوه او د انډریو جکسن ډموکراټیک ګوند. ډموکراټانو وښودله چې دوی له اډمز او د هغه له جمهوري غوښتونکو ملاتړو په پرتله ډېر اغېزناک سیاسي تنظیمونکي دي او جکسون د ۱۸۲۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې اډمز ته سخته ماته ورکړه او دی (له خپل پلار څخه وروسته) دویم ولسمشر شو چې بیاځلې یې ټاکنې ونه ګټلې.

د دې پر ځای چې له دولتي چارو لاس په سر شي، اډمز د ولسي جرګې ټاکنې وګټلې او له ۱۸۳۱ ز کال بیا په ۱۸۴۸ ز کال کې د مرګ تر ورځې په دنده کې پاتې شو. هغه یوازینی پخوانی ولسمشر دی چې جرګې ته وټاکل شو. له هغه وروسته چې اډمز د ماساچوسټ ایالت والي څوکۍ او مشرانو څوکۍ ته په بیا ځلي ټاکنو کې ناکام شو، د ۱۸۳۰ کال په لومړیو کې له ماسونی ضد ګوند سره یوځای شو خو وروسته بیا د وېګ ګوند غړی شو چې د ولسمشر جکسون مخالفین یې سره یوځای کول. په کانګرس کې د دندې پر مهال، هغه په ډېرېدونکې بڼه پر غلامۍ نیوکه کوله او د سویلي ایالتونو پر مشرانو يې اعتراض درلود ځکه ده باور درلود چې دوی ډیموکراتیک ګوند په خپل کنټرول کې ساتلی. هغه په ځانګړي ډول له امریکا سره د تګزاس ايالت د یوځای کېدو او همدا ډول د مکسیکو-امریکا جګړې مخالف و ځکه هغه جګړې ته د غلامۍ د پراختیا او د کانګرس د سیاسي کابو کولو په توګه کتل. هغه د "ګاګ قاعدې [چې پارلمان له مذاکراتو منع یا محدودی]" د لغو کولو مشري کوله، ځکه دې قاعدې ولسي جرګې ته اجازه نه ورکوله چې د غلامۍ د لغو کولو په غوښتنه بحث وکړي. تاریخپوهان وايي چې اډمز د امریکا د تاریخ یو تر ټولو سترو ډیپلوماټانو او بهرنیو چارو وزیرانو څخه و؛ خو یو منځلاری ولسمشر يې ګڼي، ځکه هغه د سترو خیالونو طرحه لرله خو کانګرس کې یې تصویب نشوای کړای.

د ماساچوسټ په کوېنسي کې د اډمز د زوکړې ځای

ماشومتوب او ځوانی، زده کړې او کاري ژوند

[سمول]

جان کوېنسي اډمز د ۱۷۶۷زکال د جولای میاشتې په ۱۱مه نېټه د جان او ابیګېل اډمز په نوم مور او پلار څخه د ماساچوسټ په برېنټري (اوسني کوېنسې) سیمه کې وزېږېد. پر هغه يې د مور د پلار (نیکه) نوم، ډګروال جان کوېنسي، کېښود چې د ماساچوسټ کوېنسي سیمه هم د هغه په نوم یادېږدي. ځوان اډمز خصوصي استادان لرل – د هغه د تره زوی جېمز تاکسټر او د هغه د پلار حقوقي منشي، ناتان رایس. هغه ډېر ژر ادبي مهارتونه له ځان وښودل او په ۱۷۷۹ ز کال کې يې د خاطرو په لیکلو پیل وکړ او دغه کار يې په ۱۸۴۸ ز کال کې تر مرګه وکړ. تر لس کلنۍ پورې، اډمز په برېنټري کې د خپلې کورنۍ په ځمکو کې رالوی شو او تر ډېره یې پالنه د مور پر غاړه وه. که څه هم په امریکايي انقلاب کې د ګډون له امله د اډمز پلار به ډېری وخت پر کور نه و، خو هغه به خپل زوی سره د لیکونو راکړه ورکړه کوله او هغه به یې د توسیدید او هوګو ګروتیوس اثارو لوستلو ته هڅولو. د هغه د پلار په هڅونه، اډمز د ویرګیل، هوراس، پلوتارک او ارسطو کلاسیک اثارهم ترجمه کړل.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ۱۷۷۸ ز کال کې يې دی او پلار اروپا ته ولاړل، ځکه جان اډمز هلته په فرانسه او هالنډ کې د امریکا د ډیپلوماتیکو ماموریتونو برخه وو. د دې دورې په بهیر کې، اډمز حقوق، فرانسوي، یوناني او لاتین ژبې ولوستې او د لینډن پوهنتون په ګډون ګڼو ښوونځیو ته لاړ. په ۱۷۸۱ ز کال کې، اډمز د روسیې سنټ پټرسبوزګ ښار ته ولاړ او هلته يې د امریکايي ډیپلوماټ فرانسیس ډانا د سکرتر په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۷۸۳ زکال کې هالنډ ته راستون شو او په په ۱۷۸۴ ز کال کې د پلار سره په ګډه سترې بریټانیې ته ولاړ. که څه هم اډمز په اروپا کې خوشاله و خو هغه او کورنۍ يې پرېکړه وکړه چې باید امریکا ته ستانه شي څو هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي او بالاخره سیاسي کاري ژوند پیل کړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

اډمز په ۱۷۸۵ ز کال کې امریکا راستون شو او په راتلونکي کال کې يې د هاروارډ کالج په ټولګیو کې نوملیکنه وکړه. هغه له في بېټا کپپا سره یو ځای شو او لوړې نومرې به اخیستې چې په ۱۷۸۷ ز کال کې د خپل ټولګي دویم نمره فارغ شو. له هاروارډ څخه تر فارغېدو وروسته، هغه د ۱۷۸۷ تر  ۱۷۸۹ ز کال پورې د ماساچوسټ په نیوبوري پورټ کې له تیوفیلوس پییرسن سره حقوق ولوستل. اډمز په لومړیو کې د امریکا د اساسي قانون له تصویب سره مخالف و خو په پای کې يې دغه سند ومانه او په ۱۷۸۹ ز کال کې يې پلار د لومړي ځل لپاره د امریکا په تاریخ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118643789  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12284310j — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65t3jgp — سکالو پېژند: John Quincy Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/3119 — سکالو پېژند: John Quincy Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7 — سکالو پېژند: John Quincy Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32349.htm#i323481 — سکالو پېژند: John Quincy Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/adams-john-quincy — سکالو پېژند: John Quincy Adams — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=adamsj — سکالو پېژند: John Quincy Adams
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john+quincy;n=adams — سکالو پېژند: John Quincy Adams
  10. پیوستون : 118643789  — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  11. سرليک: Адамсъ — خپور کړی: Encyclopedic Lexicon. Volume I, 1835
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ سرليک: Kindred Britain
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  14. Quincy, Mailing Address: 135 Adams Street. "John Quincy Adams Birthplace - Adams National Historical Park (U.S. National Park Service)". nps.gov. بياځلي په March 4, 2020.{{cite web}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link) کينډۍ:PD-notice
  15. "APS Member History". search.amphilsoc.org. خوندي شوی له the original on 2021-07-10. بياځلي په 2021-04-05.
  16. Rettig, Polly M. (April 3, 1978). [[[:کينډۍ:NHLS url]] "John Quincy Adams Birthplace"]. National Park Service. بياځلي په November 1, 2011. {{cite web}}: Check |url= value (help)
  17. Herring, James; Longacre, James Barton (1853). The National Portrait Gallery of Distinguished Americans. D. Rice & A.N. Hart. p. 1. ISBN 978-0-405-02500-6.
  18. Remini 2002
  19. "The Diaries of John Quincy Adams: A Digital Collection". Massachusetts Historical Society. بياځلي په October 30, 2011.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  20. Cooper 2017, pp. 5–8.
  21. Richard, Carl (2009). The Golden Age of the Classics in America: Greece Rome and the Antebellum United States. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. p. 23. ISBN 978-0-674-03264-4.
  22. Cooper 2017, pp. 8–9, 16.
  23. Cooper 2017, pp. 9, 14–16.
  24. "American presidents and their special relationship with Leiden". universiteitleiden.nl. January 11, 2017. بياځلي په October 4, 2020.
  25. Cooper 2017, pp. 17–18.
  26. Cooper 2017, pp. 21–22
  27. Edel 2014, pp. 36–37
  28. Cooper 2017, pp. 24–27
  29. Musto, David F. (April 20, 1968). "The Youth of John Quincy Adams". Proceedings of the American Philosophical Society. 113. Philadelphia, Pennsylvania: American Philosophical Society: 273. PMID 11615552.
  30. Cooper 2017, pp. 29–30
  31. Cooper 2017, pp. 32–33