جان اډمز
| جان اډمز | |
|---|---|
| [[language|]]: John Adams | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۹ اکتوبر ۱۷۳۵[۱][۲][۳] |
| مړینه | 4 جولای 1826 (91 کاله)[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] |
| استوګنځای | ماساچوست |
| تابعیت | |
| قد | 170 سانتي متره |
| دين | ډئيزم [۱۹][۲۰] |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۱۳] |
| ښځه | ابیګېل اډمز (۲۵ اکتوبر ۱۷۶۴–۲۸ اکتوبر ۱۸۱۸)[۲۱][۲۲] |
| اولاد | جان کوینسي آډمز [۲۳][۲۱][۲۴] |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | هروارد پوهنتون |
| کار/مسلک | قانونپوه ، سياستوال [۱۷][۱۳][۲۵]، ډیپلوماټ [۱۷][۱۸][۱۳]، ليکوال [۲۶] |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۵][۱۳][۲۷]، فرانسوي ژبه ، لاتيني ژبه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
جان اډمز (۱۷۳۵ ، د اکتوبر ۳۰مه – ۱۸۲۶ ، د جولای ۴ مه) يو امريکايي سياستمدار، څارنوال، ليکوال او د امريکا له جوړوونکو يو و، له ۱۷۹۷ز کال څخه يې تر ۱۸۰۱ز کال پورې د امريکا د ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې ده. له ولسمشرۍ مخکې، هغه د امريکايي انقلاب يو مشر و، چې له لويې بریتانيې نه يې خپلواکي تر لاسه کړه او د امريکا د لومړي مرستيال ولسمشر په توګه يې کار وکړ. اډمز يو مسلکي ليکوال و، چې د امريکا د لومړيو کلونو د تاريخ له ګڼو مهمو شخصيتونو،لکه : د هغه مېرمن او سلاکارې ابيګيل اډمز او توماس جفرسن سره يې په منظم ډول ليکنې کولې.
اډمز له انقلاب مخکې يو وکيل او سياسي فعال و، د مشورې د حق لرلو او بې ګناهۍ اصل ته يې ځان وقف کړی و. هغه د بریتانيې ضد احساسات وننګول او په برياليتوب سره يې د بریتانوي ځواکونو له خوا د بوسټن د ټولوژنې په اړوند د وژنو له تورونو څخه دفاع وکړه. اډمز د لويې وچې کانګريس ته د ماساچوسټس له خوا استازی و، چې بيا د انقلاب لارښود شو. هغه په ۱۷۷۶ز کال کې د خپلواکۍ د اعلاميې د مسودې په ليکلو کې مرسته وکړه. په اروپا کې د یوه ديپلومات په توګه، هغه له لويې بریتانيې سره د سولې د تړون او مهمو دولتي پورونو د خونديتابه په مذاکراتو کې مرسته وکړه. اډمز په ۱۷۸۰ز کال کې د ماساچوسټس د اساسي قانون لومړی ليکونکی و، چې د متحده ايالاتو په اساسي قانون يې اغیز درلود، «د دولت په اړه اندونه» په نامه د هغه ليکنو هم د متحده ايالاتو پر اساسي قانون اغېز درلود.
د جورج واشنګټن د ولسمشرۍ پر مهال، اډمز دوه ځلې د ولسمشر د مرستيال په توګه ټاکل شوی او په ۱۷۹۶ز کال کې د متحده ايالاتو د ديم ولسمشر په توګه انتخاب شو. هغه يوازينی ولسمشر و، چې د فډرالسټ ګوند تر بيرغ لاندې وټاکل شو. هغه په لومړي پړاو کې د جفرسن د جمهوري غوښتونکو او د خپل فډراليست ګوند د ځينو غړو له خوا له سختو نيوکو سره مخامخ شو، د کوم ګوند مشري چې الکساندر هملټن کوله. اډمز لانجمن، د پرديو او فتنې قوانين لاسليک کړل او له فرانسې سره د نا اعلان شوې جګړې پر مهال يې پوځ او سمندري ځواک جوړ کړ. د هغه د ولسمشرۍ په پړاو کې، هغه لومړی ولسمشر و چې په اجرائيه ودانۍ کې واوسيږي، چې اوس د سپينې ماڼۍ په نامه ياديږي.
د بيا ټاکل کېدو لپاره د هلو ځلو پر مهال د فدرالسټانو او د جفرسنيانو له خوا پرهغه د مطلقه حکومت تورونو له امله اډمز د خپل پخواني ملګري توماس جفرسن په وړاندې ماتې وخوړه او هغه ماساچوسټس ته د متقاعد په توګه ولاړ. د څوارلسو کلونو په موده کې د ليکونو له لارې هغه له جفرسن سره بيا ملګرتيا پيل کړه. هغه او مېرمنې يې د سياسيونو، ديپلوماتانو او تاريخ پوهانو يوه کورنۍ جوړه کړه، چې اوس د اډمز د سياسي کورنۍ په نوم يادېږي. په دې کورنۍ کې د متحده ايالاتو شپږم ولسمشر، د هغوی زوی جان کوينسي اډمز هم شامل دی. جان اډمز د جيفرسن له مړینې څو ساعته وروسته، د ۱۸۲۶ز کال د جولای په څلورمه مړشو، چې دا کال د خپلواکۍ د اعلاميې د تصويب څوارلسمه کليزه وه. اډمز او د هغه زوی د امريکا د لومړيو هغو دولسو ولسمشرانو څخه دي، چې دوی په خپل ژوند کې مريان نه لرل. څېړونکو او اندپوښتونکو د هغه اداره غوره اداره بللې ده.
د ژوند لومړي کلونه او زده کړه
[سمول]کوچنيوالی
[سمول]جان اډمز د ۱۷۳۵ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه، د مشر جان اډمز او سوزانا بويلسټن په کور کې زېږېدلی و. هغه دوه کشران وروڼه لرل، چې هغه بيټر (۱۷۳۸ ز) او اليهو (۱۷۷۵ ز) دي. اډمز د ماساچوسټس د برينټري د کورنۍ په کروندځای کې زېږېدلی و. مور يې د ماساچوسټس د اوسني بروکلين اوسېدونکې، د طبابت له مخکښې کورنۍ سره اړيکه درلوده. پلار يې د مذهبي مراسمو په يوه کليسا کې مذهبي مشر، کروندګر، بوټان ګنډونکی او په مليشه ځواک کې دویم بريدمن و. مشر جان د ښار د شورا د ټاکونکي په توګه کار کړی و او د ښوونځيو او سړکونو د جوړېدو څارنه يې کوله. اډمز به ډېر ځله خپل پلار ستايه او له هغه سره د خپلو نژدې اړيکو يادونه به يې کوله. د اډمز د نیکه په شا اوخوا ۱۶۳۸ز کلونو کې د انګلستان د اسيکس له برينټري څخه ماساچوسټس ته کوچېدلی و.[۲۸][۲۹][۲۸][۳۰][۳۱]
سره له دې چې اډمز، په يو عادي چاپيريال کې رالوی شوی و، هغه احساس کاوه چې له خپلو دودونو سره سم ژوند کولو لپاره تر فشار لاندې و. د هغه کورنۍ «پيوريټان» وه، کومه چې په سختۍ سره له خپل مذهب، کلتور، قوانينو او دودونو څخه اغېزمنه شوې وه. د جان اډمز د زېږېدو پر مهال د «پيوريټان» اصول مخ په ځوړ روان وو، لکه له مخکې څخه په تقدير عقيده او د دوی ډېر سخت مراسم اسانه شوي وو، خو اډمز بيا هم دا اصول «د خپلواکۍ د پورته کوونکو په توګه بلل او خپلواکي اوس هم يوه سپېڅلې اړتيا وه». اډمز يادونه کوي چې: د هغه مور او پلار «په سپکاوي او وېره کې هر ډول بد اخلاقي لرله» او له هر ډول بې لارۍ څخه رامنځ ته شوي د سپکاوي، شرارت او ورانۍ بشپړ انځور يې وړاندې کړ. اډمز وروسته درک کړه چې: «د يوه ماشوم په توګه ممکن ما هغه سترې خوښۍ تر لاسه کړې وې، چې شونې ده يوه انسان ته ورکړل شي – د هغې مور نعمت چې د خپلو کوچنيانو د شخصيت جوړولو لېوالتيا او وړتيا يې درلوده».[۳۲][۳۳]
د مشر ماشوم په توګه اډمز اړ و چې، رسمي زده کړې ترلاسه کړي. د هغه زده کړې په شپږ کلنۍ کې د نجونو او هلکانو د يوې اغلې مېرمنې په يوه ښوونځي کې پيل شوې، چې د ښوونکې په کور کې تر سره کېدې او مرکز يې «نيو انګلينډ پرايمر» و. لږ وخت وروسته، اډمز د «جوزف کلورلي» تر څارنې لاندې د برينټري لاتين ښوونځي ته ولاړ، چېرې چې لاتيني، بلاغت، منطق او حساب لوستل کېدل. د اډمز په لومړيو زده کړو کې، له ښوونځي تېښته، د ښوونکي څخه کرکه او د بزګرۍ هيله شامل وو. ټول بحثونه د هغه د پلار په حکم پای ته ورسېدل، چې هغه بايد په ښوونځي کې پاتې شي: « ته بايد زما له هيلو سره سم عمل وکړې». ډيکن اډمز د ښوونځي نوی مدير جوزف مارش د ښوونکي په توګه وګوماره او د هغه زوی، دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه.[۳۴]
د پوهنځي زده کړې او ځواني
[سمول]ادمز په ۱۷۵۱ز کال کې، هغه مهال چې شپاړس کلن و، په هارورډ پوهنځي کې داخل شو او د جوزف ميهو تر څار لاندې يې زده کړې وکړې. په ځوانۍ کې اډمز يو لېوال څېړونکی و، د توسيديس، افلاتون، سيسرو او تاسيتوس په څېر د لرغونو ليکوالانو آثار يې د دوی په خپله ژبه کې لوستل. که څه هم پلار يې غوښتل چې، هغه يو مذهبي مشر شي، په ۱۷۵۵ز کال کې د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره له فراغت وروسته په داسې حال کې چې په خپلې دايمي دندې يې فکر کاوه، هغه په «ورسسټر» کې په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار وکړ. په راتلونکو څلورو کلونو کې هغه د عزت، د «درناوي يا شهرت» په مينه او له خپلو ملګرو څخه د زيات توپير په لټه کې شو» او پریکړه يې کړې وه چې، بايد يو ستر سړی شي. هغه د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره پریکړه وکړه چې وکيل شي او خپل پلار ته يې وليکل چې، د وکيلانو په منځ کې يې «مشهورې او د درناوي وړ لاسته راوړنې لرلې دي»، خو د روحانيونو په منځ کې«د ځينو مطلقو احمقانو په اړه د سپيڅلتيا څرګندنه کوي».د هغه هيلې د هغه د «پيوريتانيزم» سره په ټکر کې وې، هغه يې خپلې تعريف کړې ظاهري خوښۍ ساتلو ته وهڅاوه او له خپلو ملګرو سره د خوښۍ په شريکولو کې ناکام شو. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
په ۱۷۵۴ز کال کې د فرانسې او هنديانو د جګړې په پيلېدو سره، اډمز نولس کلن و، هغه په جګړه کې د خپلو مسئوليتونو د تر سره کولو لپاره مبارزه وکړه او د هغه وخت د ډېرو نورو په څېر د پيسو لپاره جګړې ته ولاړ. وروسته اډمز وويل: «ما د بل هر وخت په پرتله هيله لرله، چې د يوه وکيل پر ځای يو سرتيری شم»، دې ته په کتنې سره، چې هغه د خپلې کورنۍ لومړی کس و چې، «د خپل کور له معيارونو ښکته شي، تر هغه وخته چې په وسله واله مليشه کې يو افسر ونه اوسي».[۳۹]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ سرليک: Адамсъ — خپور کړی: Encyclopedic Lexicon. Volume I, 1835
- ↑ سرليک: John Adams — خپور کړی: Encyclopædia Britannica Ninth Edition — وينا: He was born on the 19th or (new style) 30th of October 1735, in that part of the township of Braintree, in Massachusetts, which on a subsequent division was called Quincy.
- ↑ سرليک: Адамс, Джон — خپور کړی: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume I, 1890
- ↑ ليکوال: Edward Channing — سرليک: Adams, John — خپور کړی: Encyclopædia Britannica 11th edition — وينا: On the 4th of July 1826, on the fiftieth anniversary of the adoption of the Declaration of Independence, he died at Quincy.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12186797v — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ks6rvm — سکالو پېژند: John Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/3069 — سکالو پېژند: John Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6 — سکالو پېژند: John Edmund Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32348.htm#i323480 — سکالو پېژند: John Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/131418 — سکالو پېژند: John (1735-1826) . Peabody, James Bishop, 1922- Ed. Adams — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/adams-john — سکالو پېژند: John Adams — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/adams-john — سکالو پېژند: John Adams — سرليک: Адамс, Джон — خپور کړی: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume I, 1890 — وينا: † в Квинси 4-го июля 1826 г., в день провозглашения независимости Соединенных Штатов.
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ ۱۳٫۴ CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp01329638 — خپرېدونېټه: ۸ جولای ۲۰۲۰ — خپروونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=adamsjohn — سکالو پېژند: John Adams
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=adams;oc=12 — سکالو پېژند: John Adams
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/5017 — سکالو پېژند: John Adams — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118500597 — خپرېدونېټه: ۸ جولای ۲۰۲۰ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500353261 — خپرېدونېټه: ۸ جولای ۲۰۲۰ — پنځوونکی: Getty Research Institute
- ↑ Stanford Encyclopedia of Philosophy ID: https://plato.stanford.edu/entries/enlightenment/ — وينا: Deism plays a role in the founding of the American republic as well. Many of the founding fathers (Jefferson, Franklin, Madison, Paine) author statements or tracts that are sympathetic to deism; and their deistic sympathies influence the place given (or not given) to religion in the new American state that they found.
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/topic/Deism — وينا: The second and third presidents of the United States also held Deistic convictions, as is amply evidenced in their correspondence. “The ten commandments and the sermon on the mount contain my religion,” John Adams wrote to Thomas Jefferson in 1816.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ سرليک: Kindred Britain
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32348.htm#i323480 — خپرېدونېټه: ۷ اگست ۲۰۲۰
- ↑ سرليک: Адамсъ — خپور کړی: Encyclopedic Lexicon. Volume I, 1835
- ↑ ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — خپرېدونېټه: ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۰ — خپروونکی: American Astronomical Society او Tufts University
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/51789667
- ↑ ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ McCullough 2001، مم. 29–30.
- ↑ Ferling 1992، مم. 11–14.
- ↑ Ferling 1992، م. 317.
- ↑ Ferling 1992، م. 11.
- ↑ Kirtley 1910، م. 366.
- ↑ Brookhiser 2002، م. 13.
- ↑ Ferling 1992، مم. 12–14.
- ↑ Ferling 1992، مم. 17–18.
- ↑ Ferling 1992، م. 16.
- ↑ McCullough 2001، م. 13.
- ↑ McCullough 2001، م. 35.
- ↑ Ferling 1992، م. 21.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1826ز مړينې
- 4 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P140
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P26
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P40
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي

