ابیګېل اډمز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابیګېل اډمز
(انګلیسي: Abigail Adams د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ابیګېل اډمز
ابیګېل اډمز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ نومبر ۱۷۴۴[۱][۲][۳][۴]
مړینه 28 اکتوبر 1818 (74 کاله)[۱][۵][۲][۳][۴][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه جان اډمز (۲۵ اکتوبر ۱۷۶۴–۲۸ اکتوبر ۱۸۱۸)[۸][۹]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد جان کوینسي آډمز[۸][۱۰]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 6   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ليکوال[۱۱][۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۳][۱۴]
لاتين ژبه[۱۵]
فرانسوي[۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ابیګېل اډمز
ابیګېل اډمز

جان کوېنسي اډمز ابېګېل اډمز (۱۷۴۴-۱۸۱۸) د جان اډمز ښځه او تر ټولو نږدې سلاکاره او د جان کوېنسي اډمز مور وه. هغه کله ناکله د امریکا یو له بنسټګرو هم بلل کېږي او اوس د امریکا دویمه لومړۍ مېرمن وه، که څه هم هغه مهال دغه اصطلاح نه کارول کېده. دا او باربارا بوش یواځینی دوه هغه مېرمنې دي چې هم د امریکا د یوه ولسمشر ښځې او هم د بل مورانې دي. [۱۶]

د لومړیو مېرمنو (First Ladies) تر منځ د اډمز ژوند د تر ټولو ډېرو مستندو شویو په کتار کې راځي: هغې په فلادلفیا او پنسلوانیا کې د امریکايي انقلاب د کانګرسونو په بهیر کې ښکېل خپل مېړه ته ډېر لیکونه ولیکل. جان به د ډېرو مسلو په اړه اکثراً د ابیګېل څخه مشوره اخیسته او د دوی لیکونه د حکومت او سیاست په اړه له عالمانه بحثونو ډک دي. د هغې لیکونه همدا ډول د امریکا د انقلاب جګړې پر مهال د ولسي وګړو او عامو خلکو عملیاتو د سترګو لیدلی حالت هم بیانوي.

د ماساچوسټ په وېماوت سیمه کې د ابیګېل اډمز د زوکړې ځای

ماشومتوب، ځواني او کورنۍ[سمول]

ابیګېل اډمز د ماساچوسټ ایالت د وېماوت سیمې په نارت پېرېش کانګرېګېشنل چرچ کې د ویلیم سمېت (۱۷۰۷-۱۷۸۳) او الیزابېت سمېت په نوم پلار او مور څخه زېږېدلې ده. د مور له اړخه، هغه د کوېنسي کورنۍ اولاده ده چې د ماساچوسټ په مستعمره کې یوه نوموتې سیاسي کورنۍ ده. د مور له اړخه، هغه د ډوروتي کوېنسي د تره لور وه چې د جان هانکوک سره يې واده کړی و. اډمز هم د جان نارتن غورنیکه و چې د ماساچوسټ ایالت په هینګهم سیمه کې يې د اولډ شيپ کلیسا بنسټګر او پادري و. دا په ماساچوسټ کې د ۱۷مې پېړۍ یوازینۍ پاتې کلیسا وه چې د پیورټن عیسوۍ فرقې د راټولېدو ځای و. سمېت په ۱۷۴۰ز کال کې له الیزابیت کوېنسي سره واده وکړ او دوی درې لورګانې لرلې: ماري چې په ۱۷۴۱ ز کال کې زېږېدلې، ابیګېل چې په ۱۷۴۴ز کال کې زېږېدلې او الیزابیت چې په ۱۷۴۵زکال کې زېږېدلې ده. د خپلو پلرونو او نیکونو په شان، د اډمز پلار هم د کانګرېګېشنل عیسوۍ فرقې پادري و: هغه د یانکي ټولنې د پادریانو د چارو ټینګ سمبالوونکی و. سمېت د قضا او قدر (نصیب او قسمت) یا د ادم او حوا په اړه خطبې نه ورکولې بلکې، هغه د استدلال او اخلاقو پر اهمیت او ارزښت ټینګار کولو. د ۱۷۷۵ ز کال په جولای میاشت کې، د هغه د ۳۵ کلونو ښځه د چیچک ناروغۍ له امله مړه شوه. په ۱۷۸۴ زکال کې، سمېت د ۷۷ کلونو په عمر ومړ. [۱۷][۱۸][۱۹]

Woman with deep black hair and dark eyes wearing a blue and pink dress
جان اډمز – په ۱۷۶۶ ز کال کې د بلایت له خوا کښل شوی تک انځور
Man in dark gray clothing with dark hair
ابیګېل سمېت اډمز – په ۱۷۶۶م کال کې د بنجامین بلایت لخوا کښل شوی انځور
ابیګېل ښوونځی نه وو لوستی ځکه په کوچینوالي کې به تل ناجوړه وه او همدا یو جدی لامل دی چې دا يې د زده کړو ترلاسه کولو ته نه پرېښوده. وروسته بیا اډمز ویلې چې دا ځکه له زده کړو پاتې شوه چې ښځو ته ډېر لږ دا فرصت ورکول کېده. که څه هم هغې رسمې زده کړې نه درلرلې، خو مور يې هغې او د هغې دوه خویند ماري (۱۷۳۹-۱۸۱۱) او الیزابیت (۱۷۴۲-۱۸۱۶) ته لوستل، لیکل او د کوډونو په بڼه د لیک لیکل ورزده کړل. د هغې د پلار، تره او نیکه سترو کتابتونو دغو خویندو ته فرصت په لاس ورکړ څو انګریزي او فرانسوی ادبیات زده کړي. د هغې انا، الیزابیت کوېنسي هغه د اډمز په زده کړو کې مرسته وکړه. ابیګېل په ځوانی کې له خپلو ملګرو سره لوستل پیل کړل څو په دې توګه خپلې زده کړې ډېرې کړي. ابیګېل د ټولو هغو ښځو تر منځ چې د لومړۍ مېرمنې په توګه يې خدمت کړی و، یو له ډېرو پوهو ښځو څخه وه. [۲۰][۲۱][۲۲]

واده او ماشومان[سمول]

ابیګېل سمېټ په ۱۵ کلنۍ کې په ۱۷۵۹ ز کال له جان اډمز سره وکتل. جان له خپل ملګري ریچارډ کرانچ سره د سمېټ تر کوره لاړ. کرانچ د ابیګېل د مشرې خور ماري سمېت کوژدن و او دوی وروسته د فډرال قاضي ویلیم کرانچ وزېږولو. اډمز وايي چې د سمېټ خویندې نه لېواله وې، نه سپین سترګې وې او نه هم بې پرده وې. [۲۳]

که څه هم د اډمز پلار دې اړیکې ته اجازه ورکړه خو مور یې پرېشانه وه او ویل چې لور به يې اوس د یوه ساده کلیوال حقوقپوه سره واده کوي، خو بالاخره راضي شوه. دوی دواړو په وېماوت سیمه کې د سمېټ دوی په کور کې د ۱۷۶۴ ز کال د اکټوبر په ۲۵مه نېټه واده وکړ. د ابیګېل پلار سمېټ هم د جان اډمز او هم د خپلې لور د واده د مراسمو مسؤل و. له محفل وروسته، دغه جوړه په یوه اس سپره شوه او خپل نوي کور ته ولاړه. د دوی کور یوه جونګړه او فارم و چې جان ته د ماساچوست په برېنټري سیمه کې په میراث پاتې شوی و. وروسته دوی باسټن ته ولاړل او هلته يې خپل د حقوقي برخې کار ته پراختیا ورکړه. د واده څخه نهه میاشتې وروسته يې ماشوم پیدا شو. [۲۴][۲۵]

په ۱۲ کلونو کې هغې شپږ اولادونه وزېږول:

  • ابیګېل ("نابي"؛ ۱۷۶۵-۱۸۱۳)
  • جان کوېنسي اډمز (۱۷۶۷-۱۸۴۸)
  • ګرېس سوسانا ("سوسانا"، لقب "سوکي") (۱۷۶۸-۱۷۷۰)[۲۶]
  • چارلس (۱۷۷۰-۱۸۰۰)
  • توماس بایلسټن اډمز (۱۷۷۲-۱۸۳۲)
  • الیزابیت (مړه وزېږېده) (۱۷۷۷)[۲۷]

د ماشومانو د لویولو بڼه يې په بې رحمانه او دوامداره ډول دا راښيي چې د اولادونو راوړل یو فضیلت او د اډمزخېلو دود و. کله به چې د اډمز مېړه په اوږده سفر و، نو هغې به د کور او فارم چارې سمبالولې. هغې د ۱۷۷۳ ز کال په ډېسمبر میاشت کې ولیکل؛ "آه، د واورو څومره غرونو ته او زه سره جلا کړي یو." د اډمز او جان د لیکونو او لیکنو له لارې د هغوی واده په ښه ډول مستند شوی دی. د جان د سیاسي دندو اړوند تبادله شوي لیکونه ښيي چې هغه د ابېګېل په پوهه له زړه څخه باور درلود. د خپل مېړه په څېر، ابیګېل به ډېر ځله په خپلو لیکونو کې له ادبیاتو کار اخیست. تاریخپوه ډېوېډ مک کولو وايي چې دا له خپل مېړه څخه "ډېره چټګه" وه. د دوی لیکونه ښيي چې دوی یو د بل احساس او پوهې ته درناوی درلود. جان به کله ناکله خپل "بې ګټې توب" بیانولو او په مسایلو به یې له هغې څخه موافقه اخیسته. [۲۸][۲۹]

د ۱۷۶۸ ز کال د اپرېل په میاشت کې هغه خپله کورنۍ باسټن ته بوتله او هلته يې د براټل په کوڅه کې د لرګیو یو کور په کرایه ونیولو چې د سیمې خلکو "سپینه ماڼۍ" بلله. دی او ابیګېل او کورنۍ يې هلته د یوه کال لپاره واوسېدل، وروسته بیا کولډ لېن او له هغه وروسته د ښار په مرکز کې په براتل څلورلارې کې یوه غټ کور ته کډه شول.

د جان مخ پر وده حقوقي کاروبار دی اړ کولو چې نویو ځایونو ته کډه وکړي. په ۱۷۷۱ ز کال کې هغه ابیګېل او ماشومان برېنټري ته بوتلل خو دفتر يې بیا هم په باسټنن کې و ځکه هغه تمه درلوده چې له کوره لرې به په خپل کار ښه پام ورټول کړای شي. خو په پلازمېنه کې له لږ څه وخت تېرولو وروسته، د هغه زړه د برېنټري له  کلیوال او ولسي ماحول څخه سوړ شو او همدا وو چې د ۱۷۷۲ ز کال په اګسټ میاشت کې يې خپله کورنۍ بېرته باسټن ته بوتله. [۳۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120500772 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p26xbn — subject named as: Abigail Adams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4 — subject named as: Abigail Adams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32349.htm#i323482 — subject named as: Abigail Smith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Abigail-Adams — subject named as: Abigail Adams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. subject named as: Abigail Smith Adams — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=133 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=adams — subject named as: Abigail Adams
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ سرليک: Kindred Britain
  9. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32349.htm#i323482 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  10. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سرليک: American Women Writers
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120500772 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/51790691
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/51790691 — سمونګر: Rossiter Johnson
  16. "Barbara Bush, matriarch of Bush dynasty, dies at 92". David Cohen. Politico. 17 April 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cullen-DuPont, Kathryn (2000). Encyclopedia of women's history in America. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4100-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "American Experience | John & Abigail Adams | People & Events". PBS. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Abigail Adams". April 21, 2001. د اصلي آرشيف څخه پر April 21, 2001 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Holton, Woody (2010). Abigail Adams. Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781451607369. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Abigail Adams Biography". Firstladies.org. National First Ladies' Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Withey, ch. 1
  23. McCullough 2001، صص. 51–52.
  24. "Abigail Adams Biography". Firstladies.org. National First Ladies' Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Abigail Adams Biography – Adams National Historical Park". www.nps.gov. U.S. National Park Service. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Gilles, Edith Belle (2002). Abigail Adams: A Writing in Life. Routledge. د کتاب پاڼې xv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-93945-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. G. J. Barker-Benfield (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Stillbirth and Sensibility The Case of Abigail and John Adams"]. Early American Studies 10 (1): 2–29. doi:10.1353/eam.2012.0003. 
  28. Garry Wills, Henry Adams and the Making of America, 2005; p. 24; Wills cites the criticisms of Paul Nagel "and others"
  29. McCullough 2001، ص. 272.
  30. Ferling, John (1992). John Adams: A Life. University of Tennessee Press. کينډۍ:ISBN. [ebook] ch. 3