Jump to content

ترينکوټ هوايي ډګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ترينکوټ هوايي ډګر
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۲°۳۶′۱۹″شمال ۶۵°۵۱′۵۱″ختیځ / 32.6053°شمال 65.8642°ختيځ / 32.6053; 65.8642 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

ترينکوټ هوايي ډګر ( دري : میدان هوایي ترینکوت ) د ترینکوټ ښار سوېل ته د 6.4 کیلومتره په فاصله کي د کندهار ترینکوټ پر لویه لاره پروت هوایي ډګر دی. یاد هوايي ډګر د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت (MoTCA) تر سرپرستۍ لاندي یو کورنی هوایی ډګر دی چي د ارزګان ولایت خلکو ته چوپړتیاوي وړاندي کوي. [۱]

ترینکوټ هوایي ډګر د سمندر له سطحي 4429 فوټه (1350) پورته جوړ سوی دی، او د اصلي ځغاستي ځای یې 7300 په 137 فوټه کي ډیزاین دی. [۲] هوایی ډګر د مسافرینو یو واحد ټرمینل او یو جلا 4 پوړیز لوړ کنټرول برج لري. په ډګر کي دننه د دفاع وزارت د هوايي اډې سره نږدې څو چورلکې ، د الوتکو د تمځای ځایونه او بېلابیلي ودانۍ هم شتون لري چې د افغان وسله والو ځواکونو لخوا د ترتیب سویو نظامي او وختي بیړنیو مرستو لپاره کارول کیږي.

ترينکوټ ته نور نږدې لوی هوايي ډګرونه په شمال کي د ګاونډي دایکندي ولایت د نیلي هوايي ډګر ، په سوېل ختیځ کي د زابل ولایت د قلات هوايي ډګر ، په سوېل کي د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ، په سوېل لوېدیځ کې د لښکرګاه د بست هوايي ډګر او د فراه هوايي ډګرونه دي.

  1. . January 29, 2022. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . 2018. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)