تاووس پتنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Inachis io
تاووس پتنگ
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
ډله خوځندکې
تیره پتنگان
Nymphalidae
Inachis

تاووس پتنگ یا تاؤس پتنگ یا طاووس پتنگ (په لاتين: Inachis io) د Aglais د دلې څخه یو رنگ لرونکي ورځني پتنگ دی چی په اروپا او آسيا کی په باغونواو ځنگلونو کی ژوند کوي. نوموړي پتنگ د گلانو زوښو خوري.[۱]

پېژندنه

تاووس پتنگ د ورځني اروپايی پتنگانو څخه تر ټولو مشهور او گن شمیر لرونکی ژوي دی. نوموړي پتنگ څلور پرمختيايی مرحلې (هگی، چنجي، شفیره او پتنگ) لري. د تاووس پتنگ ښځينه د نيښ لرونکي بوټو او چندرۍ تر پاڼو لاندي هگی اچوي. کله چی چنجی د هگی څخه وځی نو خپله ځاله جوړوی. د تاووس پتنگ چنجی د چندرۍ او نيښ لرونکي بوټو پانې خوري. چنجي تور رنگ لري. وروسته چنجی په تورو ځایو کی په یوې شفیرې تبدیل شوي دی. زیږ شوی پتنگ قهوه یی رنگ لري، درې جوړې پښې او دوه اوږده انتنونه لري. د وزرونو پلنوالي یی ۶۴ میلیمترو ته رسېږي.[۲]

انځورتون

سرچینې

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Babo%C4%8Dka_pav%C3%AD_oko
  2. Zoologie 1.díl SPN 1962 prof. dr. Jaroslav Lang