پتنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Lepidoptera
پتنگان
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
څېرمه شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
څېرمه کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طایفه پتنگان

پتنگان (په لاتين: Lepidoptera) د وزر لرونکو خوځندکو څخه دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. ددې ډول تر اوسه پورې ۱۸۰ زره ډوله ژوې پېژندل شوي دي چې په ۱۳۰ کورنیو تقسیم شوي دي. په اساني توگه پتنگان په ورځني پتنگانو او شپني پتنگانو تقسیمېږي. نوموړي ژوي سر، ټټر، نس، درې جوړې پښې،دوهاوږده انتنونه، لویې مرکبې سترگې لوی (رنگي) وزرونه لري.