نېښ لرونکي بوټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Urtica dioica
نېښ لرونکي بوټي
مملکه نباتونه
شاخه گل لرونکي نباتونه
طایفه ددوو تیفه گانو نباتونه
کورنی Urticaceae
جینس Urtica

نېښ لرونکي بوټي (په لاتين: Urtica dioica) یو درملی بوټي دی چی په شمالي آمریکا او اروپا کی شنه کېږي. خو نوموړي بوټي تر اوسه پورې سهيلی آمريکا ته هم پراخ شوي دی. دغه بوټي په اروپا کی بتو ته هم ورکول کېږي.

پیژندنه[سمول]

نېښ لرونکي بوټي څو کلن نبات دی چی اوږدوالي یی ۱۲۰ سانتيمتر ته رسېږي او د نر او ښځينو گلان لري. د گلانو رنگ شين دي. نوموړي بوټي د جون څخه تر سپټمبر پورې گل کوي. ټول بوټي د سوونکي نېښ لخوا پوښ شوي دي. نېښ لرونکي بوټي د ويټامينونه (B2, B5)، هيسټامین، سروټونين ، اسټيلخولين او زهرجن کنډ محتوي لري. زهرجن کنډ یوه توکه ده چی د انسانانو پر پوستکی باندي سوونکي او خارښت کونکي آغېزه لري.

نېښ لرونکي بوټي په طب کی[سمول]

نېښ لرونکي بوټي په جون کی حاصل ټولول کېږي. د هغو نبات څخه تر وچولو وروسته چای جوړېږي چی د بورې سطح په وینې کی کم کړي نوموړي چای د ادرارآور (diuretic) خواص هم لري.