تانبه:کندهار/Introduction

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Location on the world map

کندهار (په دري: قندهار) د افغانستان دويم لوی ښار دی چې د افغانستان په جنوب کې د ارغنداب رود په دره کې پروت دی او د کندهار د ولايت مرکز دی. دغه ښار تقريبًا ۴۵۰،۳۰۰ نفوس لري. کندهار د افغانستان د تجارتي مرکزونو څخه يو مهم مرکز دی او د مالوچو (پنبې، پختې) او وچو مېوو د برار (توليد) هم ښار دی. په کندهار کې يو نړيوال هوايي ډگر هم شته.چی دد کندهار نړيوال هوايي ډگر په نامه دی . په اوس وخت کې دغه هوايي ډگر د ناټو هډه ده. دغه هوايي ډگر چې په ۷۰ کلونو کې جوړ شوی په منځنۍ آسيا کې تر ټولو لوی هوايي ډگر دی .