تانبه:پوهنه/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:Science portalbar


پوهه یا ساینس: د علومو څانګې د اساسي علوم او تطبیقي علومو باندې وېشل شوي. د اساسي علومو د هغو علومو مجموعه ده چې د بنسټیزو پدیدو یا د ماهیت، قوانینو او د هغو ترمنځ د حاکمو اړیکو ارزونه ترسره کوي. له دې مجموعې څخه د شمېرپوهنې، کېمیا، فېزیک، فلسفه، منطق، ژوندپوهنې او ژبپوهنه او داسې نورو ته اشاره وکړو. اساسي علوم د نورو ټولو علومو او پوهو بنسټیز اصل ګڼل کېږي.‌ تطبیقي علوم په یوه فېزیکي چاپېریال کې د علمي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په کارېږي. د مهندسۍ څانګې د تطبیقي علومو سره نږدې اړیکې لري. تطبیقي علوم د ټکنالوجۍ په پرمختګ کې رغنده رول لوبولی دی. ددې علومو کارونه د صنعتي چاپېریالونو کې د څېړنې او پراختیا لامل ګرځېدلی دی. نور...