پوهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


پوهه پېژندنه، پوهاوی يا د کوم چا يا کوم څه پېژندل دي، لکه: حقيقتونه (تشرېحي پوهه)، مهارتونه (اجرايي پوهه) يا شيان (د پېژندګلوۍ پوهه). د ډېړو حسابونو له مخې، پوهه د ادارک، سبب، حافظې، څرګندولو يا پوهاوي ورکولو، علمي پلټنې، زده کړې او تمرين په ګډون، په زياتو بېلابېلو طريقو او له بېلابېلو سرچينو څخه تر لاسه کېدلی شي، مګر په دې ټولو پورې محدوده نه ده. د پوهې فيلسوفي څېړنې ته ايپيستيمولوژي (epistemology) وايي. [۱]

د پوهې (Knowledge) وییکی، د يوې موضوع نظري يا عملي پوهېدنې ته راجع کېدلی شي. پوهه کولی شي ضمني وي (له عملي مهارتونو سره) يا کېدلی شي څرګند وي (لکه د يوې موضوع په نظري پوهېدنې سره)، کېدلی شي رسمي يا غير رسمي او يا هم ممکن سيستماتيک ځانګړی وي. فيلسوف اپلاتون (Plato) استدلال وکړ، چې د تيتيتيوس (Theaetetus) په رساله کې د پوهې او ريښتيني باور تر منځ توپير و، چې ډېر خلک يې دې ته رهبري کوي چې د «تاييد شوي حقيقي باور» په توګه د پوهې په تعريف کې نوموړي ته نسبت ورکړي. له دې تعريف سره ستونزې د هغه (Gettier problem) [د فلسفې د علم اړوند هغه مهمه ستونزه ده، چې له تشرېحي پوهې سره علاقه او اړيکه لري] په واسطه راپورته شوې، چې په ايپيستيمولوژي کې له نيمې پېړۍ څخه د زياتې مودې لپاره د پراخو بحثونو موضوع ده. [۲][۳][۴][۵]

د پوهې نظريې

له ساينس څخه د فلسفې وروستی سرحد د هغې مفکورې په واسطه د امکان وړ شو، چې د فلسفې هسته « دپوهې نظریه» وه. د «پوهې نظريه» (theory of knowledge) له ساينس څخه توپير لري، ځکه چې دا د دوی بنسټ و. «د پوهې نظريې» له دې مفکورې څخه پرته، دا تصور کول ستونزمن دي چې په معاصرعلم کې فلسفه څه کېدلی شوه. -- فلسفه او د طبيعت هينداره

پوهه د ايپيستيمولوژي لومړنی مضمون دی. دا مضمون څېړي چې، موږ په څه پوهېږو، څنګه يې پېژنو او د کوم څه پېژندل څه معنا لري. د پوهې پېژندني او تعريف د اپيستيمولوژي يو مهم اړخ ځکه دی، چې د يو باور په لرلو بسنه نه کوي؛ بلکې يو څوک بايد د باور لپاره ښه دلايل هم ولري، که نه نو يو باور ته په بل باور د لوړوالي ورکولو لپاره به هيڅ دليل نه وي. [۶]

د پوهې تعريف د ايپيستيمولوژي د عالمانو تر منځ د روانو بحثونو يوه مسئله ده. لرغونی تعريف پوهه تشرېح کوي، مګر اپلاتون يې د نهايي تعريف په توګه نه تاييدوي. نوموړی مشخص کوي، چې د دې لپاره چې يوه وينا د پوهې په توګه په نظر کې ونيول شي؛ بايد درې ځانګړنې ولرې: ۱) تاييد شوې وي، ۲) ريښتيني يا ريښتيا وي او ۳) باور کړی شوې وي (خلک پرې باور ولري). ايپيستيمولوژيستان اوس په عمومي ډول توافق لري، چې ذکر شوي شرطونه کافي نه دي او د (Gettier cases) [دا د فلسفې د علم اړوند هغه حالتونه او بلکې ستونزې دي، چې له تشريحي پوهې سره اړيکه يا علاقه لري] ډېر حالتونه په پام کې دي چې بايد ثابت او په عملي ډول تشرېح شي. د روبرټ نوزيک (Robert Nozick) د وړانديز (د پوهې ټولې بېلګې بايد حقيقت وڅاري) او د سيمون بلېک برن (Simon Blackburn) د وړانديز په ګډون يو شمېر متبادل وړانديز شوي تعريفونه شته. د سیمون بليک برن (Simon Blackburn) وړانديز کوي چې هغه خلک چې د نيمګړتيا، غلطۍ، يا ناکامۍ په واسطه منل شوی باور لري، د پوهې په لرلو کې ناکامېږي. ريچارد کېرخام (Richard Kirkham) وړانديز کوي، چې زموږ د پوهې تعريف غوښتنه کوي چې د باور لپاره ثبوت خپل حقيقت مجبوري. [۷][۸]

دې نږدې کولو ته په توپير لوډويګ وېټجينسټين (Ludwig Wittgenstein) د مور (Moore) راتلونکي متناقضه وينا مراعات کړه، چې يو څوک ويلی شي: «هغه په دې باور لري، مګر دا داسې نه ده»، مګر داسې نه شي ويلی چې: «هغه دا پېژني، مګر دا داسې نه ده». نوموړی استدلال کوي، چې دا سمون نه خوري چې ذهني حالتونه بېل کړي، مګر دا چې د باور په اړه د خبرې کولو لارې بېلې کړي. دلته چې کوم څه بېل يا مختلف دي، د خبرې کوونکي ذهني حالت نه دی، بلکې هغه فعاليت دی چې دوی په کې بوخت دي. د بېلګې په ډول: په دې حساب باندې، د چای جوش په خوټېدو باندې پوهېدل د اعصابو په يو ځانګړي حالت کې اوسېدل نه ډي، مګر په دې وينا سره د يوې ځانګړې دندې تر سره کول دي چې «چای جوش خوټېږي». ويټجينسټين (Wittgenstein) غوښتنه وکړه چې، د تعريف ستونزه هغې لارې ته د کتو په واسطه له فرعي لارې څخه حل کړي، چې «پوهه» په طبيعي يا اصلي ژبو کې کارول کېږي. نوموړي پوهه د يوې کورني ورته والي د حالت په توګه مشاهده کړه. ښاغلي (Wittgenstein) دا نظريه تعقيبوله، چې «پوهه» د يوه راغونډ شوي مفهوم په توګه جوړه شوې ده چې، اړونده بڼو يا ښوونو ته اشاره کوي، مګر دا د هېڅ يوه تعريف په واسطه په مناسب ډول نه ده را اخیستل شوې. [۹][۱۰]

ځان پېژندنه

ځان پېژندنه معمولاً د يوه شخص د خپل احساس پوهې، فکرونو، باورونو او نورو ذهني حالتونو ته راجع کېږي. د ځان پېژندنې اړوند يو شمېر پوښتنې په فلسفه کې د پراخو بحثونو موضوع ده. ځينې له دې پوښتنو دا دي: ايا ځان پېژندنه د پوهې له نورو ډولونو سره توپير لري، ايا موږ د نورو د ذهنونو د پوهې په پرتله لومړيتوب ورکړل شوې ځان پېژندنه او له موږ سره زموږ د ورته والي طبيعت لرو. ډيويد هيوم (David Hume) دې ته د شک په سترګه ګوري چې ايا موږ کله هم ځان پېژندنه زموږ د یو لړ ادراکونو له ناڅاپي پوهاوي څخه پورته درلودلی شوه. نوموړې پوښتنه د شخصي پېژندني په اړه (David Hume) د پراخې بدبينۍ يا د شک په سترګه د کتنې برخه وه. [۱۱]

د پوهې ارزښت

دا په عمومي ډول مفروض شوې ده، چې پوهه  یوازې د ريښتيني باور په نسبت زياته ارزښتناکه ده. که چېرې همداسې وي، نو وضاحت يې څه دی؟ په ايپيستيمولوژي کې د ارزښت د ستونزې يو فارمول د لومړي ځل لپاره د اپلاتون په (Meno) کې واقع شو. سقراط (Meno) ته په دې ډول اشاره کوي: «هغه څوک چې په هغه طريقه پوهېده، چې (Larissa) نور خلک هلته په سمه توګه رهبري کولی شول، مګر که داسې هغه شخص هم کولی شول، چې هلته د رسېدو په اړه يې ريښتيني باورونه درلودل، ان که هلته هېڅ نه و تللی يا يې د (Larissa) هېڅ پوهه هم نه لرله. سقراط وايي: داسې ښکاري چې پوهه او ريښتينې نظريه دواړه کولی شي، عمل ته لارښوونه وکړي. (Meno) تعجب کوي چې، ولې پوهه د ريښتيني باور په نسبت زيات ارزښت لري او ولې پوهه او ريښتينی باور بېل دي. سقراط ځواب ورکوي چې: پوهه د ريښتيني باور په نسبت ځکه زيات ارزښت لري، چې پوهه خوندي، تړلې او تاييد شوې ده. تاييد يا د يوه ريښتيني باور لپاره په دليل باندې کار کول د ريښتيني باور مخه نيسي.[۱۲]

ستونزه دا ده چې، مشخص شي چې څه شی (که هر شی وي) پوهه د ريښتيني باور په پرتله ارزښتناکه کوي يا دا چې پوهه د خپلو اجزاوو، لکه: تاييد، خونديتوب، حساسیت، احصائيوي امکان او د پوهې پر يوه ځانګړي تحليل باندې د (Gettier) د شرایطو ضد د يوازې کم ارزښته يووالي يا تصادف په پرتله زياته ارزښتناکه کوي، چې پوهې ته په برخو يا اجزاوو د وېش په توګه فکر کوي. (د پوهې لومړنيو ايپيستيمولوژيکي نظريو ته، چې علم د بنسټ په توګه ګڼي، د يادونې وړ استثناات دي). د ارزښت ستونزه په فلسفي ادب کې په ايپيستيمولوژي باندې په يووېشتمې پېړۍ کې د يوې برخې په توګه بيا راښکاره شوه، چې په ۱۹۸۰ ز لسيزو کې يې د ښېګڼې يا فضيلت ايپيستيمولوژي راپورته کېدل تعقيبول او په اخلاقو کې د ارزښت د مفهوم د څرګندې اړيکې له امله وو. [۱۳][۱۴]

په معاصره فلسفه کې د ايرنيست سوسا (Ernest Sosa)، جان ګريکو (John Greco)، جوناتان کوانويګو (Jonathan Kvanvig)، ليندا زاګزيذسکي (Linda Zagzebski) او ډنکان پريچارډ (Duncan Pritchard) په ګډون، د ايپيستيمولوژي پوهانو د ښېګڼې يا فضيلت ايپيستيمولوژي څخه د ارزښت ستونزې ته د حل په توګه دفاع کړې ده. دوی استدلال کوي چې، لکه څرنګه چې عوامل د خلکو ځانګړتیاوې (لکه: معنوې ښېګڼې) ارزوي؛ ايپيستيمولوژي هم بايد د دې په پرتله چې يوازې د وړانديزونو ځانګړتياوې او تجويزي ذهني چلندونه ارزوي؛ د خلکو ځانګړتياوې ارزيابي کړي. [۱۵]

علمي پوهه

د علمي مېتود پرمختګ په دې برخه کې مهمه ونډه لرلې ده چې د فزيکي نړۍ پوهه او ښکارنده څه ډول تر لاسه شوېده. د دې لپاره چې دا علمي اصطلاح ورته وکارېږي، د پلټنې يوه کړنلاره بايد د دليل او تجربې مشخصو اصولو ته د کتنې او اندازې وړ موضوع د راټولولو پر بنسټ وي.  [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچینې

  1. Grimm, Stephen R. (2014), Fairweather, Abrol (المحرر), "Understanding as Knowledge of Causes", Virtue Epistemology Naturalized: Bridges Between Virtue Epistemology and Philosophy of Science, (په انګلیسي ژبه کي), Cham: Springer International Publishing, د کتاب پاڼي 329–345, doi:10.1007/978-3-319-04672-3_19, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-04672-3, د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "knowledge: definition of knowledge in Oxford dictionary (American English) (US)". oxforddictionaries.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Steup, Matthias; Neta, Ram (2020), Zalta, Edward N. (المحرر), "Epistemology", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Fall 2020), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Paul Boghossian (2007), Fear of Knowledge: Against relativism and constructivism, Oxford: Clarendon Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199230419 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Chapter 7, pp. 95–101.
  5. "The Analysis of Knowledge". Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Steup, Matthias; Neta, Ram (2020), "Epistemology", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Fall 2020), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. In Plato's Theaetetus, Socrates and Theaetetus discuss three definitions of knowledge: knowledge as nothing but perception, knowledge as true judgment, and, finally, knowledge as a true judgment with an account. Each of these definitions is shown to be unsatisfactory.
  8. Kirkham, Richard L. (October 1984). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Does the Gettier Problem Rest on a Mistake?"]. Mind. New Series 93 (372): 501–513. doi:10.1093/mind/XCIII.372.501.  jstor کينډۍ:Subscription
  9. Ludwig Wittgenstein, On Certainty, remark 42
  10. Gottschalk-Mazouz, N. (2008): "Internet and the flow of knowledge," in: Hrachovec, H.; Pichler, A. (Hg.): Philosophy of the Information Society. Proceedings of the 30. International Ludwig Wittgenstein Symposium Kirchberg am Wechsel, Austria 2007. Volume 2, Frankfurt, Paris, Lancaster, New Brunswik: Ontos, S. 215–232. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  11. "Self-Knowledge". Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Plato (2002). Five Dialogues. Indianapolis, IN: Hackett Pub. Co. د کتاب پاڼي 89–90, 97b–98a. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87220-633-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Value of Knowledge". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 
  14. Pritchard, Duncan (April 2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Recent Work on Epistemic Value"]. American Philosophical Quarterly 44 (2): 85–110. 
  15. Kvanvig, Jonathan L. (2003). The Value of Knowledge and the Pursuit of Understanding (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139442282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  16. "Science – Definition of science by Merriam-Webster". merriam-webster.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "[4] Rules for the study of natural philosophy", Newton 1999, pp. 794–796, from the General Scholium, which follows Book 3, The System of the World.
  18. scientific method, Merriam-Webster Dictionary.