بخت زمينه
بخت زمينه | |
---|---|
شاليد | |
زېږون نوم | بخت زمينه |
زېږېدنه | December 0, 1300 کابل, افغانستان |
مړينه | February 14, 1300 (عمر ۰) سالنگ, افغانستان |
دندې | سندرغاړی |
د موسيقۍ آلات | تبله, باجه |
د فعاليت کالونه | 1322– 1361 |
بخت زمينه (په انگرېزي: Bakht Zamina) (زوکړه؟ - مړینه ۱۳۶۰ لمريز کال، کابل) د افغانستان يوه پښتنه سندرغاړې وه.
مخينه
بخت زمينه په کونړ ولايت کې زېږېدلې وه. هغه په خپلې ښکلا او خواږه غږ ډېره ژر اوڅاره شوه او د ډېرو اورېدونکیو په زړونو کې يې د یوې ښې او تکړه سندرغاړې په توگه ځای ونيو. تر اوسه په پښتو موسیقۍ کې څوک پیدا نشو چې د هغې ځای په پښتو پاپ موسیقۍ کې ونيسي.
مړينه
بخت زمينه د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال پر ۱۳۶۰ لمريز کال د نامالومو وسله والو له خوا په کابل ښار کې ووژل شوه.
د ځينو سندرو سربيتونه يې
۱- ما له تا جدا کوينه.
۲- زما ياري ده ډېره سخته.
۳- زما خوږه جانانه، جار مې شه له تانه.
۴- بي دیلداره مې، نه دی ژوند په کار.
۵- زما د مینې یاره.
۶- راشه راشه یاره، راشه زما خواله.
۷- خلقي اختر دی مزه دار.
۸- پښتو ټپې.
۹- ښایسته ځان مې جور کړی په هنر.
۱۰- اې سربازه یاره، خېژه په مورچل باندې.
انځورتون
-
بخت زمينه
-
بخت زمينه
-
بخت زمينه
اخځليک
۱- http://voiceofwomenafg.blogspot.com/2018/04/blog-post_28.html