بایسنقر
غیاث الدین بایسنقر یا بایسنګور (په پارسي: غیاثالدین بایسنقر) چي د بایسونقار او سلطان بایسونسور بهادر خان په نوم هم یادیږي ( 1397-1433) د تیموري واکمن شاهرخ میرزا زوی او د تیمورلنګ لمسئ وو.
نوموړی په افغانستان او سیمه کي د هنرونو او معمارۍ د سرپرست، د فارسي کوچنیو انځورونو مخکښ سرپرست، پر بایسنګور شاهنامې او نورو اثارو باندي کار کوونکی او همدارنګه د یو مشهور خطاط په توګه پیژندل سوی دی. [۱]
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/50/Baysunghur%27s_Shahname_001.jpg/220px-Baysunghur%27s_Shahname_001.jpg)
بایسنګور د شاه رخ میرزا او د هغه مېرمني ګوهر شاد زوی وو.[۱]
د عصري تاریخ پوهانو په نظر بایسنقر په حقیقت کي د خپل مشر ورور الغ بیګ په پرتله یو ښه سیاستوال وو، چي د شاهرخ په تخت کي د هغه راتلونکي میراث ګڼل کېدی. نوموړي د خپل پوهي له امله په افغانستان کي د شاهرخ یوازینی ځایناستۍ وو.[۱] [۲] هغه په فارسي، عربي او همدارنګه په خپل مورنۍ ژبه چغتايي ښه پوهه درلوده. باسینقر د حافظ ابرو (وفات 1430) په ګډون د پارسي مورخینو سرپرست وو، چا چي خپل کتاب زبدة التواریخ بایسنقور ته وقف کړ. [۱]
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/19/Baysonqor%27s-calligraphy.jpg/220px-Baysonqor%27s-calligraphy.jpg)
بایسنقر تر ۱۴۱۷ پورۍ په هرات کي د والي په توګه دنده ترسره کول. د تبریز له نیولو وروسته په ۱۴۲۱ کال کي نوموړی د تبریزي هنرمندانو او خطاطانو یوه ډله چي پخوا یې د احمد جلییر لپاره کار کاوه هرات ته راوستل، تر څو د خپلو افغان او ترک هنرمندانو سره یې یوځای کړي.
شخصي ژوند[سمول]
- کورنۍ
بایسنقر پنځه میرمني درلودې:
- جان ملک اغا چي د امیر چوپان کوچین لور وه.
- ګوهر نصیب اغا، د خوارزم یوه ښځه؛
- خندان اغا
- افق اغا
- شاه بیګي اغا;
- زامن
بایسنقر درې زامن درلودل:
- علاء الدوله مرزا - له جان ملک اغا څخه
- ابوالقاسم بابر مرزا – د ګوهر ناصب آغا څخه
- سلطان محمد میرزا – د خندن اغا څخه
- لوڼي
بایسنقر اته لوڼي درلودې:
- رقيه بيګي بيګم - له شاه بيګي اغا څخه
- فاطمه سلطان بیګم - د ګوهر نصیب اغا څخه
- زهره بیګي بیګم - د ګوهر نصیب اغا څخه
- عایشه بیګم – د آفاق اغا څخه، نوموړي مېرمني د سلطان مسعود میرزا سره واده وکړ، چي د سیورغتمش مرزا زوی او د شاه رخ لمسئ کیږي.
- سعادت بیګي بیګم - د خندن اغا څخه
- بخت دولت بیګم؛
- پاینده سلطان بیګم؛
- صاحبه سلطانه بیګم چي د محمد خلیل میرزا له زوی محمد جهانګیر میرزا سره یې واده وکړ