الغ بېګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

میرزا محمد تراغای بن شاهرخ (په چغتایي ژبه: میرزا محمد طارق بن شاہ رخ، په فارسي ژبه: میرزا محمد تراغای بن شاہ رخ)، چې د الغ بېګ په نوم مشهور دی (د ۱۳۹۴ کال د مارچ له ۲۲ د ۱۴۴۹ کال د اکتوبر تر ۲۷) د تېموریانو د کورنۍ یو پاچا، او همدارنګه یو ستورپوه او ریاضی پوه و.

الغ بېګ د ستورپوهنې اړوند ریاضیاتو کې، لکه مثلثات او کروی هندسه د خپل کار او همدارنګه په هنرونو او معنوي فعالیتونو کې د خپلې پراخې لېوالتیا له امله مشهور و. ویل کېږي چې نوموړي په ​​پنځو ژبو: عربي، فارسي، ترکي، منګولیایي او لږ څه چینایي خبرې کولې. د نوموړي د واکمنۍ په اوږدو کې (لومړی د والي په توګه، ورپسې د ټولواک په توګه) د تېموریانو سترواکي د هغه تر پاملرنې او لاس لاندې، د تېموریانو د رنسانس کلتوري عظمت ته لوړه شوه. پلار یې، شاهرخ، سمرقند فتح کړ او هغه یې الغ بېګ ته وسپاره. [۱][۲][۳][۴][۵]

نوموړي د ۱۴۲۴ او ۱۴۲۹ کلونو تر منځ په سمرقند کې د الغ بېګ ستر ستورکتنځای جوړ کړ. د پوهانو له انده دا په هغه وخت په اسلامي نړۍ کې له غوره کتنځایونو څخه شمېرل کېده او په منځنۍ آسیا کې تر ټولو لوی و. وروسته الغ بېګ د زیاتره پوهانو له خوا د ۱۵ پېړۍ مهم ستورکتونکی ستورپوه وګڼل شو. په سمرقند او بخارا کې یې د الغ بېګ مدرسه (۱۴۱۷ - ۱۴۲۰) تاسیس کړه او دا ښارونه یې په منځنۍ آسیا کې د زده کړو په فرهنګي مرکزونو بدل کړل. [۶][۷][۸]

خو د الغ بېګ ساینسي تخصص د نوموړي د حکومتوالۍ له مهارتونو سره سمون نه درلود. نوموړی د خپلې لنډې واکمنۍ په اوږدو کې، و نه توانېد چې خپل واک او صلاحیت وساتي. په پایله کې، د هغه د کورنۍ په ګډون نورو واکمنانو د هغه د کنترول له نشتون څخه ګټه پورته کړه چې په نتیجه کې را و پرځول شو او ووژل شو.[۹]

لومړی ژوند[سمول]

هغه د ستر فاتح او پاچا تېمور (۱۳۳۶ - ۱۴۰۵) لمسی او د شاهرخ مشر زوی و، چې دواړه د ترانسوکزیانا (اوسنۍ ازبکستان) د ترک شوې برلاس قبیلې له نسب څخه وو. مور یې، ګوهر شاد اشرافه ښځه وه چې یوې ترک اشرافي قبېلې د استازي، غیاث الدین ترخان لور وه.[۱۰][۱۱][۱۲]

الغ بېګ د خپل نيکه د فارس د يرغل پر مهال په سلطانيه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. په هغه یې د میرزا محمد تراغای نوم کېښود. الغ بېګ، چې نوموړی په عام ډول په هغه پېژندل کېده، په حقیقت کې یو شخصي نوم نه و، بلکې یو دوهم نوم و، چې په ساده ډول د "ستر حاکم" په توګه ژباړل کېدای شي (په عصري ترکي ژبه کې د اولو، "ستر" او بې، "مشر" سره پرتله کېدای شي) او د تېمور د فارسي-عربی، امیر کبیر لقب ترکي معادل دی. [۱۳]

په ماشومتوب کې کله چې د نوموړي نیکه د منځني ختیځ او هند په لور خپل فتوحات پراخول، هغه په لویه کچه له دې سیمو لیدنه وکړه. د تېمور له مړینې وروسته، شاهرخ د سلطنت پلازمینه هرات (په اوسني افغانستان کې یو ولایت) ته انتقال کړه. وروسته شپاړس کلن الغ بېګ په ۱۴۰۹ کال کې د پخوانۍ پلازمېنې، سمرقند والي شو.

ساینس[سمول]

ځوان واکمن دا ښار د سترواکۍ لپاره په معنوي مرکز بدل کړ. نوموړي د ۱۴۱۷ او ۱۴۲۰ کلونو ترمنځ د سمرقند په ریګستان چوک کې (چې اوس مهال په ازبکستان کې دی)، یوه مدرسه تاسیس کړه او زیاتره اسلامي ستورپوهانو او ریاضي پوهانو ته یې د زده کړې بلنه ورکړه. د مدرسې ودانۍ لا هم پاتې ده. علي قوشچي (چې په ۱۴۷۴ کې مړ شو)، په ستورپوهنه کې د الغ بېګ تر ټولو مشهور شاګر ګڼل کېږي. د الغ بېګ په مدرسه کې قاضی زاده رومي تر ټولو مشهور ښوونکی و او ستورپوه جمشید الکاشي وروسته له دې ډلې سره یوځای شو. [۱۴]

ستورپوهنه[سمول]

الغ بېګ هغه مهال له ستورپوهنې سره لېوالتیا پیدا کړه چې په ځوانۍ کې یې د مراغې ستورکتنځای څخه لیدنه وکړه. دا ستوکتنځای چې د ایران په مراغه کې موقعیت لري، هغه ځای دی چې مشهور ستورپوه ناصرالدین الطوسی کار کړی دی. [۱۵]

الغ بېګ په ۱۴۲۸ کال کې په قسطنطنیه کې د تقی الدین ستورکتنځای او د تیکو براهه ستورکتنځای ته ورته یو لوی ستورکتنځای جوړ کړ. د څېړنو لپاره د تلسکوپونو د نشتوالی له امله، هغه د خپل سدس د اوږدوالی په زیاتېدو خپل دقت زیات کړ. د فخري په نوم دې سدس ۳۶ متره (۱۱۸ فوټه) شعاع او ۱۸۰" (د قوس سانیي) د نظري تفکیک  وړتیا درلوده. فخري سدس په سمرقند کې د ستورکتنې ترټولو لویه وسیله وه (د دې سدس یو عکس د مقالې په څنګ کې لیدل کېږي او د دې وسیلې پاتې برخه ښیي، چې یوه زیرزمیني، او د آلې لاندینۍ برخه دي چې له منځه نه دي تللي). په دې ځای کې د ستورپوهنې نور ډېر وسایل هم موجود وو، خو د فخري سدس یې تر ټولو مشهور و. د فخري سدس موخه د ستورو د عبور د ارتفاع اندازه کول وو. دا د ستورو د افق له پاسه د لوړترینې ارتفاع اندازه کول وو. د سماوي شیانو د کوزېدو (میلان) اندازه ګیري یوازې د دې وسیلې په کارولو ممکنه وه. د الغ بېګ لخوا جوړ شوی ستورکتنخای په ټوله اسلامی نړۍ کې تر ټولو لوی او مشهور ځای و. [۱۶][۱۷]

په د سمرقند کې د شته وسایلو په مرسته، الغ بېګ د ستورو یو کتلاک( لارښود) ترتیب کړ چې په کې د ۱۰۱۸ ستورو معلومات درج شوي وو، چې د بطلیموس د ستورو د کتلاک په پرتله یې یوولس ستوري کم وو. الغ بېګ د الصوفي له سنجشونو څخه کار واخیست او د ستورو خپل کتلاک یې د نوي تحلیل پر بنسټ ترتیب کړ چې د بطلیموس له خوا د کارول شوو معلوماتو څخه خپلواکه و. الغ بېګ د خپل ژوند په اوږدو کې د یو ستورپوه په توګه ، په دې پوه شو چې بطلیموس په کار او معلوماتو کې چې د ډېرو کلونو لپاره کارول کېدل، زیاتې غلطۍ موجودې وې. [۱۸][۱۹]

د هغه په کارولو، نوموړي د ۹۹۴ ستورو ۱۴۳۷ ذیج سلطاني تالیف کړ، چې په عمومي توګه د بطلیموس او تیکو براهه د کتلاکونو په پرتله د ستورو ترټولو لوی کتلاک ګڼل کېږي، چې دا کار د عبدالرحمن الصوفي د ثابتو ستورو کتاب سیال دی. هغه جدي تېروتنې چې نوموړي په پخوانیو عربي ستور کتلاکونو کې وموندلې (چې زیاترو یې په ساده ډول د بطلیموس کار اپډېټ کړی و او په عرض البلدونو کې یې د انحراف اغیزې اضافه کړې وې) هغه دې ته وهڅو چې د ۹۹۲ ثابتو ستورو موقعیتونه بیا وټاکي، چې په هغه کي یې د عبدالرحمن الصوفي د ۹۶۴ کال له کتلاک څخه ۲۷ ستوري اضافه کړل چې د کتنې لپاره له سمرقند څخه سویل لوري ته دېر لرې وو. دا کتلاک، چې د منځنیو پېړیو له اصلي کتلاکونو څخه و، په ۱۶۶۵ کال کې په اکسفورډ کې لومړی ځل د توماس هایډ له خوا د Jadāvil-i Mavāzi' S̱avābit, sive, Tabulae Long. ac Lat. Stellarum Fixarum ex Observatione Ulugh Beighi  تر سرلیک لاندې اډېټ شو او په ۱۷۶۷ کال کې د جی شارپ له خوا بیا چاپ شو. نورې وروستي نسخې یې د په ۱۸۴۳ کال کې فرانسیس بیلي له خوا د شاهي ستورپوهنې ټولنې د یادښتونو (Memoirs of the Royal Astronomical Society) تر سرلیک لاندې دریالسم چاپ دی، او همدارنګه د د اېډوارډ بال نوبل له خوا د الغ بېګ ستورو په کتلاک، د ټولو هغو فارسي نسخو بیاکتنه چې په لویه بریتانیا کې شته، د فارسي او عربي کلماتو سره (۱۹۱۷) (Ulugh Beg's Catalogue of Stars, Revised from all Persian Manuscripts Existing in Great Britain, with a Vocabulary of Persian and Arabic Words (1917).) تر سرلیک لاندې وشوه.

الغ بېګ په ۱۴۳۷ کال کې، د نجومي کال طول په داسې ډول و ټاکه: 365.2570370...d = 365d 6h 10m 8s (د ۵۸+ ثانیو په انحراف سره). نوموړي د زیاتو کلونو په اوږدو کې په خپلو سنجشونو کې ۵۰ متره لوړه عقربه (اشاره ګر) کارولی. په ۱۵۲۵ کال کې دا ارزښت په ۲۸ ثانیو کې د نیکولاس کوپرنیک لخوا اصلاح شو، چې هغه د ثابت ابن قره (۸۲۶ – ۹۰۱) اټکل اصلاح کړ، چې د ۲ +  ثانیو انحراف یې درلود. خو وروسته الغ بېګ د استوایی کال یو بل دقیق ارزښت 365d 5h 49m 15s سنجش کړ، چې د ۲۴ + ثانیو انحراف یې درلود، دا د کوپرنیکس له سنجش څخه چې د ۳۰ + ثانیو انحراف یې درولوډ، دقیق و. الغ بېګ همدارنګه د شپته درجې-دوران په سیستم کې قوس د درجو، دقیقو او ثانیو پر بنسټ د ځمکې محوري انحراف 23°30'17"  سنجش کړ، چې په عشاریوي توګه 23.5047° ته بدلېږي.[۲۰]

ریاضیات[سمول]

په ریاضیاتو کې، الغ بېګ د ساین او تانجانت د ارزښتونو کره مثلثاتي جدولونه لږ تر لږه د اتو اعشاري ارزښتونو په اندازه اصلاح کړل. [۲۱]

د ځایناستۍ جګړه او مړینه[سمول]

د خپل پلار، شاهرخ په مړینه له خبرېدو سره سم،  الغ بېګ په ۱۴۴۷ کال کې بلخ ته لاړ. هلته خبر شو چې د خپل مرحوم ورور، بایسنغر زوی علاء الدوله په هرات کې د تېموریانو د سلطنت دعوه کړې ده. ورپسې، الغ بېګ د علاء الدوله د مقابلې لپاره حرکت وکړ  په مرغاب کې په جګړه کې ورسره مخامخ شو. هغه خپل وراره ته ماتې ورکړه او په ۱۴۴۸ کال کې یې د هرات پر لور پرمختګ وکړ او په ۱۴۴۸ کال کې یې د هغه  ځای د وګړو په عام وژنه لاس پورې کړ، خو د علاء الدوله ورور ابوالقاسم بابر میرزا مرستې ته راغی او الغ بېګ ته یې ماتې ورکړه. [۲۲]

الغ بېګ د بلخ په لور شاتګ وګړ او متوجه شو چې د هغه مشر زوی عبداللطیف میرزا، د دې ځای والي د ده پر ضد بغاوت کړی دی. په  دې وخت کې یوه بله کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه. عبداللطيف د آمو سيند پر غاړه د خپل پلار له لښکر سره د مقابلې لپاره سرتېري راټول کړل. خو الغ بېګ په ښار کې د ګډوډۍ د خبرونو په اوریدلو، د جګړ له پیلېدو مخکې سمرقند ته په شا شو. عبداللطيف ډېر ژر سمرقند ته ورسېد او الغ بېګ بې د خپلې خوښې خپل زوی ته تسليم شو. عبداللطیف خپل پلار له بنده خوشې کړ او د حج لپاره یې مکې ته اجازه ورکړه. خو هغه پرېکړه وکړه چې الغ بېګ هېڅکله خپل منزل ته و نه رسېږي، هغه او همدارنګه ورور یې، عبدالعزیز په ۱۴۴۹ کال کې ووژل. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

بالاخره، د الغ بېګ وراره، عبدالله میرزا (۱۴۵۰ - ۱۴۵۱) د نوموړي شهرت را ژوندی کړ. هغه د نوموړي پاتې شونې په سمرقند کې د امیر تېمور د قبر د پښو خوا ته خښ کړل، چې په ۱۹۴۱ کال  کې د روسي لرغونپوهانو له خوا وموندل شول. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Science in Islamic civilisation: proceedings of the international symposia: "Science institutions in Islamic civilisation", & "Science and technology in the Turkish and Islamic world"[۱]
  2. "Ulugh Beg". OU Libraries. Britannica Academic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  3. "Ulugh Beg and His Observatory". University of Washington. د لاسرسي‌نېټه May 2, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Ulugh Beg". MacTutor. د لاسرسي‌نېټه May 2, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Samarkand: Ulugh Beg's Observatory". Depts.washington.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Science in Islamic civilisation: proceedings of the international symposia: "Science institutions in Islamic civilisation", & "Science and technology in the Turkish and Islamic world"[۲]
  7. The global built environment as a representation of realities: By author:A.J.J. Mekking [۳]
  8. "The Legacy of Ulugh Beg | Central Asian Monuments | Edited by H. B. Paksoy | CARRIE Books". Vlib.iue.it. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Ulugh Beg". The University of Oklahoma Libraries. Britannica Academic. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. V. V. Bartold. Улугбек и его время [Ulug Beg and his time]. St Petersburg (1918). p. 37.
  11. "Ulug Beg – Biografiya" Улугбек - Биография. Opklare.ru. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Encyclopædia Britannica, "Timur", Online Academic Edition, 2007. Quotation: "Timur was a member of the Turkicized Barlas tribe, a Mongol subgroup that had settled in Transoxania..."
  13. B. F. Manz, "Tīmūr Lang", in Encyclopaedia of Islam, Online Edition, 2006
  14. "Samarkand: Ulugh Beg's Observatory". Depts.washington.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Legacy of Ulugh Beg | Central Asian Monuments | Edited by H. B. Paksoy | CARRIE Books". Vlib.iue.it. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Samarkand: Ulugh Beg's Observatory". Depts.washington.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Krisciunas, Kevin (1992). "The Legacy of Ulugh Beg". In Paksoy, Hasan Bulent (المحرر). Central Asian Monuments. Istanbul: Isis Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۳ – عبر Carrie Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Ulugh Beg". OU Libraries. Britannica Academic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  19. "The Star Catalogues of Ptolemaios and Ulugh Beg" (PDF). Astronomy & Astrophysics. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. L. P. E. A. Sédillot, Prolégomènes des tables astronomiques d'OlougBeg: Traduction et commentaire (Paris: Firmin Didot Frères, 1853), pp. 87 & 253.
  21. "Ulugh Beg (1393 - 1449)". mathshistory.st-andrews.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Krisciunas, Kevin (1992). "The Legacy of Ulugh Beg". In Paksoy, Hasan Bulent (المحرر). Central Asian Monuments. Istanbul: Isis Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۳ – عبر Carrie Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "ʿABD-AL-LAṬĪF MĪRZĀ – Encyclopaedia Iranica". Iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The history of Persia. Containing, the lives and memorable actions of its kings from the first erecting of that monarchy to this time; an exact Description of all its Dominions; a curious Account of India, China, Tartary, Kermon, Arabia, Nixabur, and the Islands of Ceylon and Timor; as also of all Cities occasionally mention'd, as Schiras, Samarkand, Bokara, &c. Manners and Customs of those People, Persian Worshippers of Fire; Plants, Beasts, Product, and Trade. With many instructive and pleasant digressions, being remarkable Stories or Passages, occasionally occurring, as Strange Burials; Burning of the Dead; Liquors of several Countries; Hunting; Fishing; Practice of Physick; famous Physicians in the East; Actions of Tamerlan, &c. To which is added, an abridgment of the lives of the kings of Harmuz, or Ormuz. The Persian history written in Arabick, by Mirkond, a famous Eastern Author that of Ormuz, by Torunxa, King of that Island, both of them translated into Spanish, by Antony Teixeira, who liv'd several Years in Persia and India; and now render'd into English.
  25. Jonathan L. Lee, The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731 (1996), p. 21
  26. Krisciunas, Kevin (1992). "The Legacy of Ulugh Beg". In Paksoy, Hasan Bulent (المحرر). Central Asian Monuments. Istanbul: Isis Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۳ – عبر Carrie Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ahmad Hasan Dani, Akhmadali Askarovich Askarov, Sergeĭ Pavlovich Gubin, Rediscovery of the civilization of Central Asia: integral study of silk roads, roads of dialogue, steppe route expedition in USSR (1991), p. 82