منځپانگې ته ورتلل

اډولف ایچمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اډولف ایچمان[۱] ( 1906 _ 1962 ) د نازي جرمني یو فوځي افسر او د هولوکاسټ مشهوره څېره وه چي د دویمي نړیوالي جګړې پر مهال یې لوی شمېر یهوادن ووژل. په نازي جرمني کي د هټلر د حکومت اړوند د SS- Obergruppenführer Reinhard Heydrich لخوا دنده وسپارل سوه تر څو د جرمني تر اشغال لاندي اروپا کي د ملیونونو یهودانو په ډله ایزو شړلو کي د نازي میشت ځایونو او د نازیانو د ویجاړولو کمپونو ته د لوژستیک اسانتیا برابره او اداره کړي.

اډولف ایچمان
Otto Adolf Eichmann (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹ مارچ ۱۹۰۶[۶][۷][۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱ جون ۱۹۶۲[۹][۱۰] — ۳۱ می ۱۹۶۲[۶][۷][۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
hanging (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
جوړښت
جایزې
  لړۍ...

تر دویمي نړیوالي جګړې وروسته ایچمان په 1945 کي د متحدینو لخوا پیدا او ژوندئ ونیول سو، خو تر لږ وخت تېرولو وروسته یې ځان په تیښته ارجنتاین هیواد ته ورساوه. د 1960 په مئ کي هغه د اسراییلو د موساد استخباراتي ادارې لخوا تعقیب او په ارجنټاین کي تر نیولو وروسته د اسراییلو سترې محکمې ته بوتلل سو. د اسراییل دولت په 1962 کي تر یوې محکمې وروسته ایچمان ته د اعدام حکم واوراوه او هغه یې د بیت المقدس په ښار کي دار ته وخېژاوه.

د معلوماتو له مخي ایچمان په کوچنیوالي کي تر زدکړو وروسته په اتریش کي د خپل پلار د کان کیندني په شرکت کي کار کاوه، چیري چي یې کورنۍ هم اوسېدل. نوموړي په 1927 کي د تیلو پلورونکي په توګه کار کاوه، او په 1932 کي د نازي ګوند او SS دواړو سره یوځای سو. ایچمان په ۱۹۳۳ کي د یهوادنو د جبري شړلو د یوه چارواکي په توګه دنده ترسره کړه او د ۱۹۳۹ کال د سپتمبر په میاشت کي د دویمې نړیوالې جګړې له پیلیدو وروسته هغه او د هغه کارکوونکو د یهودانو لپاره په لویو ښارونو کي په یهودي میشت ځایونو کي د دې تمه پیدا کړه چي دوی به ختیځ یا بهر ته ولیږدول سي.

تر دې پیښي وروسته نازیانو د ۱۹۴۱ کال د جون په ۲۲ مه پر شوروي اتحاد یرغل پیل کړ او د دوی یهودي محوره پالیسي له بند یا جبري هجرت څخه په ویجاړۍ بدله سوه. اېچمان او د هغه کارمندانو د یهودانو د ایستلو لپاره د ویجاړۍ کمپونو ته د استولو مسولیت په غاړه درلود، چیري چي به قربانیان په ګازو مسموم او وژل کېدل. د ایچمان د جرمونو په لړۍ کي په 1944 کي د یوه کاروان د درولو پر مهال د هنګري له 725,000 یهودانو څخه 437,000 وژل سوي وه.

ایچمان تر دویمي نړیوالي جګړې وروسته د لوئر ساکسوني په یوه کوچني کلي کي اوسېدی، او په 1950 کي د جعلي کاغذونو په کارولو سره ارجنټاین ته ولاړ. د اسرایلو د استخباراتو ادارې موساد لخوا راټول سويو معلوماتو په 1960 کي د هغه ځای په نښه کړ، او تر نښه کولو وروسته هغه له ارجنټاین څخه اسراییل ته انتقال او په ټولو تورونو مجرم وپیژندل سو، چي پر بنست یې د 1962 د جون پر 1 نېټه اعدام سو.

  1. "Eichmann". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۱۰ ډېسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118529447. ويل شوي په: Catalog of the German National Library. بياځلي سمون: ۲۰ ډېسمبر ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  4. ويل شوي په: Oorlogsbronnen. Oorlogsbronnen ID: 3b4a5d66-250b-43eb-af1c-1b62f5ac6606. بياځلي سمون: ۲۲ فېبروري ۲۰۲۵. Subject named as: Adolf Eichmann.
  5. سرچينې تړی: https://diepresse.com/home/zeitgeschichte/711960/Wie-Eichmann-vom-Oesterreicher-zum-Deutschen-wurde.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۹ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6pz5j3j. Subject named as: Adolf Eichmann. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 5351. Subject named as: Otto Adolf Eichmann. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  9. سرچينې تړی: https://www.dhm.de/lemo/biografie/adolf-eichmann.
  10. سرچينې تړی: https://babel.hathitrust.org/cgi/pt?id=mdp.39015065795596&view=1up&seq=178. Page(s): 160-178.
  11. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  12. ويل شوي په: Great Norwegian Encyclopedia. Store norske leksikon (Great Norwegian Encyclopedia) ID: Adolf_Eichmann. اثر ژبه: بوکمول ژبه. ISSN: 2464-1480.
  13. سرچينې تړی: https://www.spiegel.de/politik/absolute-gerechtigkeit-a-fe5d2817-0002-0001-0000-000013517583.
  14. ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11974316g. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  15. ويل شوي په: Národní autority České republiky. NL CR AUT پېژند: jn20000700473. بياځلي سمون: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  16. ويل شوي په: SS : Roll of Infamy. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۷.
  17. ويل شوي په: BnF authorities. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ليکوال: Bibliothèque nationale de France.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ ۱۸٫۴ ويل شوي په: TracesOfWar. TracesOfWar person ID: 78241. بياځلي سمون: ۱۵ نومبر ۲۰۲۴.