انا پولیتکوفسکایا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اناپولیتکوفسکایا نه مخ گرځېدلی)
انا پولیتکوفسکایا
(یوکرائني: Ганна Степанівна Політковська)
(روسي: Анна Степановна Политковская د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انا پولیتکوفسکایا
انا پولیتکوفسکایا

د شخص معلومات
زیږون نوم (یوکرائني: Ганна Степанівна Мазепа)
(روسي: Анна Степановна Мазепа د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳۰ اگسټ ۱۹۵۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
نيويارک   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 7 اکتوبر 2006 (48 کاله)[۷][۸][۱][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۱۹۵۸–۱۹۹۱)
روسیه (۱۹۹۱–۲۰۰۶)
د امریکا متحده ایالات (العقد 1990–۲۰۰۶)[۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال [۶]
د بشري حقوقو فعال
ليکوال [۶]
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
روسي [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

انا ستيپانونا پولیتکوفسکایا (په روسي ژبه: Анна Степановна Политковскаяد فونتیک نړیوال الفابېت (IPA) یې [ˈanːə sʲtʲɪˈpanəvnə pəlʲɪtˈkofskəjə] دی؛ په اوکرایني ژبه: Ганна Степанівна Політковська، د فونوتیک نړیوال الفابېت یې [ˈɦɑnːɐ steˈpɑn⁽ʲ⁾iu̯nɐ pol⁽ʲ⁾itˈkɔu̯sʲkɐ]؛ کورنی نوم یې مزپا، مزیني دی چې د فونوتیک نړیوال الفابېت يې: [mɐˈzɛpɐ]دي؛ د ۱۹۵۸ کال د اګست په ۳۰مه زېږېدلې او د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۷ مړه شوې) یوه روسۍ ژورنالیسته او د انساني حقونو فعاله چې د روسیې د سیاسي پېښو په اړه يې په ځانګړي ډول د چیچین په دویمه جګړه کې (۱۹۹۹ -۲۰۰۵) راپور ورکاوه.[۱۱]

دا له چیچین څخه د هغې راپور ورکول وو چې پولیتکوفساکا ته یې هېوادنی او نړیوال شهرت ورپه برخه کړ. هغې ۷ کاله د ګواښونو او بېلابېلو تاوتریخوالو سره سره د جګړې په اړه له راپور ورکولو څخه لاس وانه خیست. پولیتکوفساکایا په چیچینیا کې د روسي پوځیانو له خوا ونیول شوه او په مصنوعي اعدام محکومه شوه. په ۲۰۰۴ کال کې کله چې یې له مسکو څخه د بسلان ښوونځي د برامته نیولو کړکېچ په هواري کې د مرستې لپاره په روسټوف- ان- ډون کې پرواز درلود مسمومه او شاتګ ته اړه شوه، چې د خپل روغتیایي حالت د رغېدو لپاره یې په مسکو کې کره درملنې ته اړتیا لرله.[۱۲]

له ۱۹۹۹ کال څخه وروسته د چیچینیا د وضعیت په اړه د هغې مقالې څو څو ځله په کتابونو بدلې شوې؛ د هغې انتشاراتو او څېړنو ته د روسي لوستونکو لاسرسی د نوایاګازتا په نوم د یوې روسۍ ورځپاڼې له طریقه و، چې د روسیې انتقادي، سیاسي، ټولنیزې او څېړنیزې چارې يې پوښلې. هغې له ۲۰۰۰ کال څخه وروسته د خپلو کارونو لپاره بېلابېلې جایزې ترلاسه کړې. په ۲۰۰۴ کال کې يې د لویدیځو لوستونکو لپاره د پوتین روسیه په نوم د روسیې یو شخصي راپور خپور کړ.[۱۳][۱۴]

هغه د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۷مه د خپل بلاک په لفت/ اسانسور کې ووژل شوه، یوه وژنه چې د نړیوالو پام یې ځاتنه واړوه. د ۲۰۱۴ په جون کې پنځه کسان د دې وژنې په تور بندیان شول خو دا لا تر اوسه ناڅرګنده ده چې چا د هغې د وژنې امر کړی او یا یې پیسې ورکړې.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

پولیتکوفسکایا په  ۱۹۵۸ کال کې د نیویارک ښار په انامزېپا کې زېږېدلې د اوکراین له کوستوبوبریف څخه د سټېفن فېدرووېچ مازپا (زوکړه ۱۹۲۷ - مړینه ۲۰۰۶) او له کرېچ څخه د رایسا الېکساندروانا مازپا (زوکړه ۱۹۲۹ - مړینه ۲۰۲۱) لور وه ځینې سرچینې د هغې د زېږېدلو نوم په حقیقت کې هانا مازپا یادوي. ځینې نورې سرچینې وایي چې هغه د اوکراین په چرنیهیو سیمه کې زېږېدلې. د  هغې مور او پلار اوکرایني وو چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې شوروي دیپلوماتان وو. پولیتکوفسکایا د خپل ماشومتوب ډېره برخه په مسکو کې تېره کړه؛ هغه په ۱۹۸۰ کال کې د مسکو د دولتي پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځۍ څخه فارغه شوه.  خپل تېزس یې د ماریناتېسویتاوا پر اشعارو دفاع کړ او له خپل ټولګيوال الکساندر پولیتکوفسکای سره یې واده وکړ. هغوی د وېرا او لیا په نوم دوه ماشومان لرل. الکساندر په لومړیو کې له تلویزوني خبریال ولادیسلاو لېستیف سره د وزګلیاد په نوم د شپې ناخته خپرونه کې د چلوونکي په توګه ښه پېژندل شوی و.هغې له ماشومتوب څخه پرته تل له څو اونیو پرته ډېر وخت له روسیې څخه بهر نه تېراوه ان هغه مهال یې چې ژوند يې په خطر کې و. هغه د متحده ایالاتو تبعه/ښارونده وه او د متحده ایالاتو پاسپورت یې درلود، له دې سره هغې هېڅکله خپل روسي ښاروندیتوب پرېنښود.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د خبریالۍ کار[سمول]

پولیتکوفسکایا له ۱۹۸۲ څخه تر ۱۹۹۳ کال پورې اېزوېستیا ته د بېړنیو او طبعي پېښو د خبریالې او سمونګرې په توګه کار وکړ. له ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې یې د یېګوځ د یاکوفلیف په مشرۍ د  بشایاګزېټا د مرستیالې مدیرې په  توګه کار وکړ او هلته یې تر ډېره د ټولنیزو ستونزو په ځانګړي ډول د کډوالو د سخت حالت په اړه لیکنې کولې. له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې يې د نوایاګېتزا ورځپاڼې دوو اونیزو ته غبرګې لیکنې وکړې. دې ورځپاڼې پیاوړي  څېړنیز راپورونه خپرول او په لومړیو کې یې تر شوروي وروسته پر نوي رژیم نیوکې کولې. هغې د ولادمیر "پوتین روسیه" راپور په ګډون د چیچینیا، په روسیه کې ژوند او روسیه د ولادمیر پوتین په واکمنۍ کې په نوم څو جایزه ګټونکي کتابونه ولیکل.[۲۴][۲۵]

له چیچینیا څخه راپور[سمول]

پولتیکوفسکایا د خپلو کارونو لپاره جایزې ترلاسه کړې. هغې هره دا پېښه د هغه لویدیځو دولتونو د ډېر مسؤلیت او اندېښنې راپارولو لپاره وکاروله، چې پر متحده ایالاتو د سېپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته یې د تروریزم پروړاندې جګړه کې د پوتین له ګډون څخه ملاتړ وکړ. هغې د پولیسو او پوځ له چارواکو سره خبرې وکړې او همداراز یې په چیچین او ګاونډۍ اېنګوشتیا کې په پرلپسې ډول له روغتونو او د کډوالو له کمپونو څخه لیدنه وکړه تر څو د نوې جګړې له ټپیانو او بې کوره شويو سره مرکه وکړي.[۲۶][۲۷]

پولیتکوفسکایا په چيچين کې پر جګړې او روسي پلوه شته رژيم د نیوکو په بېلابېلو مقالو کې د روسیې د پوځي ځواکونو، د چيچين یاغیانو او د احمدقدیروف او د هغه د زوی رمضان قدیروف په مشرۍ د روسیې له ملاتړ سره مل دولت له خوا تر سره شوې ادعايي ناسمې کارونې تشرېح کړې. هغې د شمالي قفقاز په ګڼو برخو کې د بشري حقونو د سرغړونې موارد او سیاسي ماتې هم تشرېح کړې. په ۱۹۹۹ کال کې یې په یوه مشخصه بېلګه کې هغې نه یوازې دا چې په ګروزني کې يې د بوډاګانو د ساتنې پر یو کور د بمبار په اړه ولیکل بلکې د یوې ورځ‌پاڼې او عمومي ملاتړ په مرسته یې د بوډا اوسېدونکو پر خوندي اېستلو کې هم مرسته وکړه. د هغې مقالې چې تر ډېره د ناپاکې جګړې (۲۰۰۱) او د دوزخ کوچنۍ څنډې (۲۰۰۳) بنسټ جوړوي، هغه نښتې انځوروي چې چیچیني جنګیالي او د فېدرال پوځ سرتېري په‌کې وحشیانه ښودل کېږي او ترمنځ یې ملکي وګړي د دوی په جوړ دوزخ کې بندېدل. 

لکه څنګه چې پولیتکوفسکایا راپور ورکړ هغه ظاهري نظم چې د قدیروفیانو په وخت کې حاکم و، د نویو چيچنیايي چارواکو او یا په چيچينیا کې د مېشتو فېدرالي پوځیانو په واسطه د شکنجې، تښتونې او قتل په رژیم بدل شو. د هغې له وروستیو څېړنو څخه یوه د یوې ناپېژانده پياوړې کيمیاوي مادې په واسطه د چيچیني زده‌کوونکو د ټولیز مسمومیت په اړه وه چې هغوی يې د څو میاشتو لپاره له خڼد سره مخ کړل. [۲۸][۲۹]

پر ولادمیر پوتین او FSB نیوکې[سمول]

وروسته له دې چې پولتکوفسکایا په لویديځ کې په پراخ ډول وپېژندل شوه، هغې د پوتین روسیه (چې وروسته د « په یوې ماتې خوړلې دیموکراسۍ کې ژوند» له فرعي نوم سره یاد شو) په نوم کتاب د لیکلو مسؤلیت ورکړل شو، مخکې له دې چې د KGB (د پخواني شوروي اتحاد د اطلاعاتي او امنیتي خدماتو  کمېټه) پخوانی نائب ولادمیر پوتین د بورېس یېلتسن لومړی وزیر شي او وروسته د روسیې ولسمشرۍ ته ورسېږي د هغې د ليدلورو او تجربو یوه پراخه تشرېح وه. چې د چیچن د دویمې جګړې لپاره د پوتين څارنه په‌کې شاملېده. هغې په دې کتاب کې د روسیې د فېدرال امنیت پرخدماتو (FSB) تور پورې کړ چې د شوروي په سبک د یوې دېکتاتورۍ د رامنځته کولو لپاره يې ټولې مدني ازادۍ ځپلې دي، خو اعتراف یې وکړ:

[دا] موږ د پوتین د سیاستونو مسؤل یو ... [ټـ]ولنې نامحدود بې احساس‌توب ښودلی ... [دا]چې چېکستان/Chekists  (د روسیې د پټو پولیسو له خوا د وضعیت شدید کنترول، ژباړن) په واک کې ثابت پاتې شوي، موږ هغوی ته اجازه ورکړې چې زموږ وېره وویني او په پایله کې د دوی غوښتنه لوړه شوې او زموږ سره د غواګانو په څېر چلند وکړي، موږ ټول باید په دې پوه شو چې  KGB یوازې  پیاوړو خلکو ته درناوی لري. کمزوري خوري.

هغې دا هم ولیکل:

موږ د اطلاعاتي خلا له لارې چې مړينه له خپلې ناپوهۍ څخه څاري بېرته د شوروي کړنګ ته ورلویږو، یوازینی شی چې موږ ته پاتې دی انټرنېت دی چې هلته معلوماتو ته لاس‌رسی لاهم وړیا /ازاد دی. نور که تاسو غواړی د یو خبریال په توګه کار وکړئ دا پوتین ته بشپړه غوړه‌مالي ده. له دې صورت پرته کېدی شي مړينه، مرمۍ، زهر یا محکمه وي- هر څه چې زموږ ځانګړي خدمات او د پوتین ساتونکي سپي مناسب بولي. [۳۰]

سرچينې[سمول]


[1]  د فېدرال امنیت خدمات

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/16123232 — subject named as: Anna Politkovskaya — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. http://www.britannica.com/EBchecked/topic/1263184/Anna-Politkovskaya
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Anna Politkowskaja / Politkovskaya — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=30953 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/anna-politkowskaja — subject named as: Anna Politkowskaja
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/10089 — subject named as: Anna Politkovskaïa
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ https://cs.isabart.org/person/115175 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  7. http://www.timesonline.co.uk/article/0,,60-2394867,00.html
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13598743f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. У Анны Политковской было гражданство США — خپرونکی: Newsru.com — د خپرولو نیټه: ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۶
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13598743f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. World Politics Review, "Politkovskaya's Death, Other Killings, Raise Questions About Russian Democracy" Archived 2009-10-02 at the Wayback Machine., 31 October 2006
  12. (په 9 October 2006 باندې). Obituary: Anna Politkovskaya. The Guardian.
  13. these were mostly published outside of Russia, see Literature.
  14. "АННА СТЕПАНОВНА ПОЛИТКОВСКАЯ" [Anna Stepanovna Politkovskaya]. Novaya Gazeta (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gilman, Martin (16 June 2009). "Russia Leads Europe In Reporter Killings". Moscow Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The State of the World's Human Rights (Internet Archive), Amnesty International 2009, Report on Jan–Dec 2008, p. 272: "In June [2008], the Office of the Prosecutor General announced that it had finished its investigation into the killing of human rights journalist Anna Politkovskaya, who was shot dead in Moscow in October 2006. Three men accused of involvement in her murder went on trial in November; all denied the charges. A fourth detainee, a former member of the Federal Security Services who had initially been detained in connection with the murder, remained in detention on suspicion of another crime. The person suspected of shooting Anna Politkovskaya had not been detained by the end of the year and was believed to be in hiding abroad."
  17. (په 9 October 2006 باندې). Anna Politkovskaya: Putin's Russia. BBC News.
  18. (په 9 June 2014 باندې). Moscow Court Sentences 5 to Prison for Contract Killing of Journalist.
  19. Halyna Mazepa: My fondest Ukrainian memories are of Katerynoslav, day.kyiv.ua
  20. Biography Archived 5 April 2015 at the Wayback Machine., annapolitkovskayafund.com
  21. Anna Politkovskaya, notablebiographies.com
  22. Politkovskaya, Anna Stepanovna Archived 10 March 2015 at the Wayback Machine., russiaprofile.org
  23. Her school friends would note that the only and main specific about Politkovskaya is that she was very much into Tsvetaeva, who also have specific place in her poetry about hell, which probably influenced the titles of Politkovskaya books – Anna Politkovskaya: Last Interview پر يوټيوب باندې, Simon Karlinsky, Marina Tsvetaeva: The Woman, Her World, and Her Poetry, CUP Archive, 1985
  24. (په 15 October 2006 باندې). Her Own Death, Foretold. Politkovskaya, Anna
  25. "Anna Politkovskaya". Lettre Ulysses Award. مؤرشف من الأصل في ۰۲ سپټمبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Naming ceremony for the "Anna Politkovskaya" Press Conference Room (Internet Archive), an announcement of European Parliament.
  27. Lokshina, T. (6 October 2016). "Why Anna Politkovskaya Still Inspires" (په انګلیسي ژبه کي). Human Rights Watch. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Poison in the air, The Guardian, by Anna Politkovskaya
  29. (په 15 October 2006 باندې). Her Own Death, Foretold. Politkovskaya, Anna
  30. "Poisoned by Putin", The Guardian, 9 September 2004