الیزابېت کډي سټانټون
| الیزابېت کډي سټانټون | |
|---|---|
| [[language|]]: Elisabeth Cady Stanton | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۲ نومبر ۱۸۱۵[۱][۲][۳][۴] |
| مړینه | 26 اکتوبر 1902 (87 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] نيويارک |
| د مړینې لامل | زړه نابری |
| تابعیت | |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال [۹][۱۰][۱۱]، لوبگر |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱][۱۲] |
| د کړنې څانګه | د غلامۍ پای ، فیمینزم |
| خوځښت | ماورائيت (د ماوراء الطبيعت فلسفه/د لوړوالي اند) ، فیمینزم ، د غلامۍ پای |
| لاسليک | |
| سمول |
|
الیزابېت کډي سټانټون (د ۱۸۱۵ ز کال د نومبر ۱۲مه – د ۱۹۰۲ ز کال د اکتوبر ۲۶مه) یوه امریکایۍ لیکواله او فعاله وه چې د ۱۹مې پېړۍ له منځنیو کلونو نه یې د دغې پېړۍ تر وروستیو پورې د متحدو ایالتونو د ښځو د حقونو غورځنګ رهبري کړ. اغلې سټانټون په ۱۸۴۸ ز کال کې د سنکا فالز کنوانسیون تر شا اصلي ځواک و، دا لومړنی کنوانسیون و چې یوازنی هدف یې د ښځو د حقونو په اړه بحث و او سټانټون یې د احساساتو د اعلامیې اصلي لیکواله وه. د ښځو د رایې د حق لپاره د سټانټون غوښتنې په دغه کنوانسیون کې جنجال راپورته کړ، خو ډېر ژر د ښځو د غورځنګ پر یوه مهم اصل بدل شو. اغلې سټانټون په نورو ټولنیزو اصلاحغوښتونکو فعالیتونو، په ځانګړي ډول په غلامۍ ضد مبارزه کې هم فعاله وه.
په ۱۸۵۱ ز کال کې یې له «سوزن انتوني» سره وکتل او د څو لسیزو یو داسې شراکت یې وکړ، چې د ښځو د حقونو غورځنګ د پراختیا لپاره ډېر مهم و. د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې یې د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره د کمپاین په موخه د ښځو ملي اتحادیه جوړه کړه او تر هغه مهاله یې د متحدو ایالتونو په تاریخ کې په تر ټولو لویه کچه رهبري کړه. په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د «انقلاب» (The Revolution) په نامه خپرنۍ جوړه کړه، تر څو د ښځو د حقونو لپاره هڅې وکړي.
تر جګړې وروسته «سټانټون» او «انتوني» د امریکا د برابرو حقونو د ټولنې اصلي تنظیموونکې وې چې د افریقاييتوکمو امریکایانو او ښځو د برابرو حقونو لپاره یې مبارزه کوله. کله چې د متحدو ایالتونو د اساسي قانون پنځلسم تعدیل وړاندې شو او یوازې تور پوستو نارینهوو ته یې د رایې حق ورکړ، دوی له دغه تعدیل سره مخالفت وکړ او ټینګار یې کاوه چې د رایې حق باید ټولو افریقاييتوکمو امریکایانو او په هممهاله ډول ټولو ښځو ته هم ورکړل شي. د غورځنګ نورو غړو د دغه تعدیل ملاتړ وکړ چې له دې امله په غورځنګ کې درز پیدا شو. سټانټون به په بحثونو کې خپل باورونه په غمجنه توکمیزه ژبه څرګندول چې ملګري یې «فرېډریک ډاګلاس» به په دغه کار ملامتوله.
سټانټون «د ښځو د رایې د حق تاریخ» د لومړیو درېیو ټوکونو اصلي لیکواله ده چې د دغه غورځنګ د تاریخ ثبتولو تر ټولو لویه هڅه وه. اغلې سټانټون «د ښځو بائبل» (The Woman's Bible) کتاب لیکواله هم ده. دا کتاب د بائبل یوه انتقادي څېړنه ده او پر دې فرضیه ولاړه ده چې د ښځو په اړه د بائبل لیدلوری د یوې غیر متمدنې زمانې تعصب منعکسوي.
ماشومتوب او کورنۍ
[سمول]الیزابېت کډي د نیویارک ایالت په یوه مخکښه کورنۍ کې وزیېږېده. د ښار په منځ کې یې کورنۍ دوولس خدمتګاران لرل. پلار یې «نیل کډي» د ایالت په کچه یو ډېر شتمن کس و. دی د فدرالېست ګوند غړی و، د دې تر څنګ حقوقپوه و چې یوه دوره یې د متحدو ایالتونو په کانګرس کې هم خدمت وکړ او د نیویارک د سترې محکمې قاضي شو. د اغلې الیزابېت مور «مارګارټ لیونګسټون کډي» نومېده چې د غلامۍ ضد غورځنګ ملاتړې وه او په ۱۸۶۷ ز کال کې یې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره غوښتنپاڼه هم لاسلیک کړه.[۱۳][۱۴]
الیزابېت د مور او پلار د ۱۱ بچیانو په ډله کې اوومه بچۍ وه، چې په دغو ۱۱ بچیانو کې ۶ بلوغ ته تر رسېدو وړاندې مړه شول او په دې کې ټول نارینه ماشومان هم شامل وو. مور یې د دومره ډېرو بچیانو د زېږولو او د هغوی د غمونو له امله ستړې او په رواني ستونزو اخته شوه. وروسته یې مشرې لورې «ټریفنا» او د هغې مېړه «اډوارډ بایارډ» د نورو ماشومانو د لویولو مسؤلیت پر غاړه واخیست.[۱۵][۱۶][۱۷]
زدهکړې او فکري وده
[سمول]سټانټون د خپلو همعصرو ښځو په نسبت ښه تحصیلات وکړل. تر ۱۵ کلنۍ پورې یې د خپل ټاټوبي په «جانسټون اکاډمۍ» کې زدهکړې کولې. یوازنۍ نجلۍ وه چې د ریاضیاتو او ژبو په پرمختللو ټولګیو کې کېناستله. دې په ښوونځي کې د یوناني ژبې په سیالۍ کې د دویم مقام جایزه ترلاسه کړه او یوه ماهره ویناواله شوه. اغلې سټانټون په ښوونځي کې له خپلو تحصیلي کلونو نه خوند اخیست او ویل یې چې هلته د جنسیت له امله له هېڅ ټول ستونزې او خنډ سره نه ده مخامخ شوې.[۱۸][۱۹]
کله یې چې وروستی ژوندی پاتې ورور «الاراز» د نیویارک ایالت د شنکټاډي ښار له یونیون کالج نه تر فارغېدو وروسته د ۲۰ کلنۍ په عمر مړ شو، سټانټون هله پوه شوه چې ټولنه له ښځو نه څومره لږ تمې لري. پلار او مور یې ډېر زیات غمجن شوي وو. لس کلنې سټانټون هڅه کوله چې خپل پلار ته زړه ورکړي، ورته ویې ویل چې: زه به هم د ورور په څېر شم. خو پلار یې ورته وویل: "های لورې! کاش ته هلک وای!"[۲۰][۲۱][۲۲]
مړینه او یادګار
[سمول]سټانټون د ۱۹۰۲ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه په نیویارک ښار کې مړه شوه. د دې تر مړینې اتلس کاله وروسته ښځو د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د نولسم تعدیل له لارې په متحدو ایالتونو کې د رایې حق ترلاسه کړ. طبي معلوماتو یې د مړینې لامل د زړه ناروغي وبلله. لور یې «هریټ» وویل چې: سټانټون تنفسي ستونزې لرلې چې په کار کې یې ډېر خنډونه ورته راپورته کړي وو. تر مړینې یوه ورځ وړاندې یې خپلې ډاکترې ته ویلي وو چې، که د ستونزې درملنه مې نهکېږي، بیا داسې څه راکړه چې ژر مې مړه کړي. سټانټون تر خپلې مړینې دوه کاله وړاندې یو سند لاسلیک کړی و او په کې ویلي یې وو چې: تر مړینې وروسته یې دې مغز د علمي څېړنو لپاره «کرنل» پوهنتون ته ورکړل شي، خو دغه غوښتنه یې عملي نهشوه. اغلې سټانټون یې د خپل مېړه تر څنګ د نیویارک ښار په «ووډلاون» هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.[۲۳][۲۴][۲۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119925713 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Elizabeth-Cady-Stanton — سکالو پېژند: Elizabeth Cady Stanton — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hh6n2p — سکالو پېژند: Elizabeth Cady Stanton — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/974 — سکالو پېژند: Elizabeth Stanton — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ سکالو پېژند: Elizabeth Cady Stanton — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=25909 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/stanton-elizabeth — سکالو پېژند: Elizabeth Stanton — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0064049.xml — سکالو پېژند: Elisabeth Cady Stanton — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=cadye — سکالو پېژند: Elizabeth Cady Stanton
- ↑ ليکوال: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 1022
- ↑ سرليک: American Women Writers
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/8206691
- ↑ Ginzberg, p. 19
- ↑ Griffith, pp. 3–5
- ↑ Griffith, pp. 5–7
- ↑ Stanton, Eighty Years & More, pp. 5, 14–17
- ↑ Ginzberg, pp. 20–21
- ↑ Stanton, Eighty Years & More, pp. 33, 48
- ↑ Griffith, pp. 6–9, 16–17
- ↑ Stanton, Eighty Years & More, p. 20
- ↑ Ginzberg, pp. 24–25
- ↑ Stanton, Eighty Years & More, p. 43
- ↑ Griffith, pp. 217–18
- ↑ Ginzberg, pp. 185–86
- ↑ Wilson, Scott. Resting Places: The Burial Sites of More Than 14,000 Famous Persons, 3d ed.: 2 (Kindle Locations 44700-44701). McFarland & Company, Inc., Publishers. Kindle Edition.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1902ز مړينې
- 26 اکتوبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي

