Jump to content

الکساندر سولزنيتسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الکساندر سولزنيتسن
الکساندر سولزنيتسن
الکساندر سولزنيتسن

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
مسکو [۳][۴]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت شوروي اتحاد

روسیه [۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه روسي   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
وفاداري شوروي اتحاد   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
مقام جگتورن   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
الکساندر سولزنيتسن
الکساندر سولزنيتسن

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

اليکساندر ایساویچ سولژنيتسن (۱۱ دیسمبر ۱۹۱۸ – ۳ اګسټ ۲۰۰۸) یو روسی ناول لیکونکی و. د شوروي یو له مشهورو مخالفانو څخه و، سولژنیستن پر کمونیزم ښکاره نيوکې کولې او په شوروي اتحاد کې يې د سیاسي ځپلو په اړوند نړیوال پوهاوي په راپورته کولو کې مرسته کړې، په ځانګړي ډول د ګولاګ سيستم په اړه.[۵][۶]

سولژنیتسن په داسې یوه کورنۍ کې زیږیدلی و چې په ۱۹۲۰ز لسیزه کې يې د شوروي د مذهب ضد هڅو څخه سرغړونه کړې وه او د روسيې ارتودوکس کلیسا سپیڅلي غړې پاتې شوې وه. سولژنيتسن په ځوانۍ کې په مسيحيت باور له لاسه ورکړ او ملحد وګرځېد او مارکیسټ-لینینیزم يې ومانه. د دويمې نړیوالې جګړې پر مهال، کله چې یې د کپتان په توګه په سور پوځ کې خدمت کاوه، سولژنیتسن د «SMERSH » (يو سازمان و) له خوا بندي او په «ګولاګ» کې د اته کاله بند په سزا محکوم شو او وروسته په یو شخصی لیک کې په شوروي مشر جوسیف سټالین د انتقاد کولو سره د جلاوطنۍ سره مخ شو. په زندان او کمپونو کې د هغه د تجربو په پايله کې، هغه سوکه سوکه هغه یو فلسفي مغزه ختيځ ارتودوکس مسيحي وګرځېد.

د «خروشچیف تاو» (هغه موده چې شوروي اتحاد کې فشارونه کم کړای شو) د پایلې په توګه، سولژنیتسن له زندانه خوشې او وبښل شو. هغه په شوروي اتحاد کې د زور زياتي او خپلو تجربو په اړه ناول لیکل پيل کړل. نوموړي خپل لومړی ناول چې د « One Day in the Life of Ivan Denisovich » په نوم و، په ۱۹۶۲ز کال کې د  شوروي مشر «نیکیټا خروشچیف»، په تايید سره خپور کړ، کوم چې د ستالن د ځپنو يو روايت و. د سولژنیتسن وورستی اثر چې په شوروي اتحاد کې به چاپ کیده، په ۱۹۶۳ز کال کې د «Matryona's Place» په نوم و. له واکه د خروشچیف له لرې کېدو وروسته، شوروي چارواکو هڅه وکړه چې  سولژنیتسن نه لیکلو ته وهڅوي. هغه په نورو ناولونو کار کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی خپرولو ته دوام ورکړ، په ۱۹۶۶ز کال کې يې «Cancer Ward »، په ۱۹۶۸ز کال کې يې «In the First Circle»، په ۱۹۷۱ز کال کې يې «August 1914»، او په ۱۹۷۳ز کال کې يې «The Gulag Archipelago» خپاره کړل، د کوم د خپرېدو له امله چې شوروي چارواکي غوصه شول. په ۱۹۷۴ز کې سولژنیتسن د شوروي تابعیت له لاسه ورکړ او لوېدیځ المان ته ولاړ. په ۱۹۷۶ز کې، هغه د خپلې کورنۍ سره متحده ایالاتو ته ولاړ، چیرته چې هغه لیکلو ته دوام ورکړ.  په ۱۹۹۰ز کې، په لنډ وخت کې د شوروي اتحاد له منحل کېدو مخکې، هغه خپل تابعیت بیا لاسته راوړ او څلور کاله وروسته هغه روسیې ته ستون شو، چیرته چې هغه په ۲۰۰۸ز کې تر مړينې پاتې شو.

په ۱۹۷۰ز کال کې نوموړي ته د ادبياتو نوبل جايزه ورکړل شوه «د هغه اخلاقي ځاک له امله چې په مرسته يې د روسي ادبياتو اړين دودونه تعقيبول» او د « Gulag Archipelago» په نوم د هغه اثر ډېر اغېزناک و چې «د شوروي دولت په وړاندې له يوې ننګونې سره برابر و» او لسګونه ميلیونه نسخې يې وپلورل شوې.  [۷][۸]

ژوند ليک

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

سولژنیتسن په کیزلواسک (او س د روسیې په سټاوروپول کې) کې زیږیدلی وو. د هغه پلار، «ایساکي سیمینوویچ سولژنیتسن» روسي و او د هغه مور، ټایسیا زخروانا (اصلي نوم يې، شيبرباک)،  اوکرایني توکمه وه. مورني نيکه يې له عادي څخه پيل وکړ، څو د ځمکې يو شتمن مالک وګرځېد چې د قفقاز په شمالي څنډه د «کوباني» په سیمه کې يې زياتې شتمنۍ تر لاسه کړې او د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال،  «ټايسيا» د زده کړې لپاره مسکو ته تللې وه. نوموړې له «ایساکي» سره ولیدل او له هغه سره يې واده وکړ، هغه «کوساک» توکمه او د روسي سترواکۍ په پوځ کې د قفقاز اوسېدونکی یو ځوان افسر و. د هغه د مور او پلار کورنی شالید د « August 1914» په لومړيو څپرکو او وروسته بيا د « Red Wheel » په نوم ناولونو کې روښانه بيان شوی دی. [۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۱۸ز کال کې، «تایسیا» په «الیکسانډر» حامله شوه. د جون د مياشتې په پنځلسمه نېټه، له هغې وروسته چې د وموړې حامله توب تاييد شو، «ایساکي» د ښکار په یوه پېښه کې ووژل شو. الیکسانډر د هغه د کونډې مور او د هغه د ترور له خوا لوی شو. د هغه د ژوند لومړي کلونه د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال تېر شول. په ۱۹۳۰ز کال کې د کورنۍ ملکیت په اشتراکي کروندځای بدل شو. وروسته، سولژنیتسن وویل چې د هغه مور د پايښت لپاره وجنګیده او دا چې هغوی باید د سترواکۍ په فوځ کې د هغه د پلار شالید یو راز وساتي. لوستې مور يې د هغه ادبي او ساينسي زده کړو ته وهڅاوه او نوموړی يې په روسي ارتودوکس عقيده راستر کړو؛ نوموړې په ​​۱۹۴۴ز کال کې مړه شوه او هېڅکله يې دويم واده ونه کړ.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۹۳۶ز کال په لومړيو کې، سولژنیتسن د لومړۍ نړیوالې جګړې او د روسیې د انقلاب په اړه د پلان شوي حماسي کار لپاره د شخصيتونو او تصوراتو په جوړولو پيل وکړ. دا کار په پايله کې د « August 1914» ناول ليکلو لامل وګرځېد؛ ځینې ​​څپرکي چې هغه لیکلي دي اوس هم پاتې دي. سولژنیتسن په روسټف ایالاتي پوهنتون کې ریاضیات او فيزیک ولوستل. په همدې وخت کې، هغه د ماسکو د فلسفې،ادب او تاريخ اسنتیتوت څخه بهرنۍ درسې بشپړې کړې، کوم چې تر دې وخته تر ډېره بريده په نظرياتي دايره کې وې. لکه څنګه چې هغه په خپله وایي، تر هغه وخته يې د شوروي اتحاد دولتي ایډیالوژي یا برتري تر پوښتنې لاندې نه وو نيولي، تر کومه چې هغه په کمپونو کې وخت نه تېر کړی.[۱۵]

دویمه نړيواله جګړه

[سمول]

د جګړې پر مهال، سولژنیتسن په سور فوځ کې د غږ په اندازه د دوښمن د سرتېرو د معلومولو د قوماندان په توګه خدمت کاوه، هغه په لومړۍ لیکه کې په لویو کارونو کې ښکیل و او دوه ځلې نښانونه ورکړل شول. هغه د ۱۹۴۴ز کال د جولای په اتمه نیټه د دوه الماني توپخانې د مجموعو د خبر ورکولو او په هغوی د ځوابي بريد د برابورو له امله د سره ستوري نښان ورکړل شو چې په پايله کې يې هغه توپخانې ويجاړې کړې.[۱۶][۱۷]

د « Love the Revolution!» په ګډ،ن د هغه د ژوند په وروستيو کې يو لړ ليکنې خپرې شوې، په کومو کې چې د هغه د جګړې د وخت تجربې تاريخ ليکنې شوې وې او د شوروي دولت د اخلاقي بنسټونو په اړه يې شکرونو ته وده ورکړه. [۱۸]

په داسې حال کې چې په ختیځه پروشیا کې یې د توپچي افسر په توګه دنده ترسره کوله، سولژنیتسن د شوروي فوځ د غړيو له خوا د سيمه ييزو المانيانو په وړاندې د جرمونو شاهد و. د ظلمونو په اړه، سولژنیتسن لیکلي: "تاسو ښه پوهیږئ چې موږ المان ته راغلي یو، څو خپل غچ واخلو"، د هغو نازي ظلمونو چې په شوروي اتحاد کې ترسره شوي دي. له غیر جنګي او بوډاګان څخه د دوی کم مال ولوټل شو او په ښځو او انجونو ډله ایز جنسي تیری وشول. څو کاله وروسته، د جبري کار په کمپ کې، هغه په ختیځه پروشیا کې د یوې داسې ښځې په اړه د " Prussian Nights" په نوم د يو شعر يادونه وکړه چې تر مرګه د جنسي تيري ښکار ګرځېدلې وه. په دې شعر کې، کوم کې چې پر يوه پولنډۍ ښځې د جنسي تېرې پېښه ياده شوې ده، په چا چې سور پوځ سرتېرو په تېروتنې سره د المانۍ ګومان کړی و، د دې پېښې په اړه د لومړي روايت کوونکي کس په توګه کنايتاً تبصره کوي او د «اليا ايرنبرګ» په څېر دولتي شوروي ليکوالانو لور ته اشاره کوي. [۱۹][۲۰]

په «The Gulag Archipelago» کې، سولژنیتسن لیکلي، "داسې هیڅ څه نه شته چې په موږ کې د ټولشمولوالي له بيدارولو سره مرسته وکړي، څومره چې د يو چا د خپلو سرغړونو، غلطیو، تېروتنو په اړه ټینګار کوونکي افکاشر وي. د ډیرو کلونو په اوږدو کې د ورته فکر کولو ستونزمنو پړاونو څخه وروسته، کله چې هم ما زمونږ د لوړپوړو بیوراکراټانو، زمونږ د اعدام کوونکو ظلم، بې رحمۍ يادونه کړې ده، نو ماته زما د کمپتان د اوږدو تختې او د ختيځې پروشيا له لارې زما د عسکري مجموعې وړاندې تګ ياد شوي دي چې په اور کې رانغښتي وي او زه وايم: «يا موږ غوره وو؟».[۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118642464  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2008/08/03/AR2008080301249.html?hpid=moreheadlines
  3. پیوستون : 118642464  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118642464 — د نشر نېټه: ۲۸ اگسټ ۲۰۲۴
  5. "The Nobel Prize in Literature 1970". NobelPrize.org.
  6. Christopher Hitchens (4 August 2008). "Alexander Solzhenitsyn, 1918–2008". Slate Magazine.
  7. "Nobel Prize in Literature 1970". Nobel Foundation. نه اخيستل شوی 17 October 2008.
  8. Scammell, Michael (11 December 2018). "The Writer Who Destroyed an Empire". The New York Times. Archived from the original on 2022-01-01. In 1973, still in the Soviet Union, he sent abroad his literary and polemical masterpiece, 'The Gulag Archipelago.' The nonfiction account exposed the enormous crimes that had led to the wholesale incarceration and slaughter of millions of innocent victims, demonstrating that its dimensions were on a par with the Holocaust. Solzhenitsyn's gesture amounted to a head-on challenge to the Soviet state, calling its very legitimacy into question and demanding revolutionary change.
  9. Александр Солженицын: человек и архипелаг [Alexander Solzhenitsyn: A man and Archipelago] (په روسي). UA: Segodnya. 4 August 2008. نه اخيستل شوی 14 February 2010.
  10. Scammell, p. 30
  11. Scammell, pp. 26–30
  12. O'Neil, Patrick M. (2004) Great world writers: 20th century, p. 1400. Marshall Cavendish, ISBN 978-0-7614-7478-4
  13. Scammell, pp. 25–59
  14. Scammell, p. 129
  15. "Part II, Chapter 4", The Gulag Archipelago
  16. Scammell, p. 119
  17. Документ о награде :: Солженицын Александр Исаевич, Орден Красной Звезды [Award document : Solzhenitsyn Aleksandr Isayevich, Order of the Red Star]. pamyat-naroda.ru (په روسي). نه اخيستل شوی 28 April 2016.
  18. Solzhenitsyn, Aleksandr Isaevich (1999), Протеревши глаза: сборник (Proterevshi glaza: sbornik) [Proterevshi eyes: compilation] (په روسي), Moscow: Nash dom; L'Age d'Homme
  19. Hartmann, Christian (2013). Operation Barbarossa: Nazi Germany's War in the East, 1941–1945. OUP Oxford. pp. 127–128. ISBN 978-0-19-163653-0.
  20. De Zayas, Alfred M. (January 2017). "Review: Prussian Nights". The Review of Politics. 40 (1): 154–156. JSTOR 1407101.
  21. Ericson, p. 266.